بياوژنه بياوژنه بيـــــــــــــــــــــاوژنه بيـــــــــــــاوژنه
نورپه ويرنه حسابيږي دافغان زلمـــــــــــــي وژنه
موږدبل فکرلــــــپاره موږدبل هـــــــــــــــدف لپاره
وژل کيږو،وژل کيږو،وژل کيــــــــــــــــــــــــږولاترننه
موږسپيڅلي پښتانه يوموږله هره رنګه پاک يو
څوک چې الله اکبرکړي قربانـــــــــــــــيږوله هغه نه
موږدزړه په لمبه پايومـــــــوږدزړه په اورتوديږو
له اسلامه قربانيږوقربــــــــــــــــــــــــــانيږوله وطنه
ديولوي آرمان لپاره ديوستـــــــــــــرهـــدف لپاره
موږدنوروقرباني شوبې وطــــــــــــــــــــنه بې کفنه
مجيب الرحمن احساس
ننګرهار
وروستي