
داستقلال دورځې په مناسبت د حزب اسلامی دامیر محترم حکمتیار وینا:
۲۸ اسد ۱۳۹۰
بسم الله الرحمن الرحيم
وَ مَن يُقاتِلْ فى سبېل اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِب فَسوْف نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً
گرانو هېوادوالو!
زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خوېندو!
غيرتي او با ايمانه مجاهدينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
نن له انگرېزانو نه د استقلال ورځ لمانځل كېږي! دا ورځ موږ ته راپه يادوى چي الله تعالى زموږ مجاهدو پلرونو ته ۹۲ كاله د مخه پر انگرېزانو برى وركړ، داسي لكه چي ۲۲ كاله د مخه ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو موږ ته بريا راپه برخه كړه، خو راشئ وگورو چي دا ولې نه موږ هلته په دې بريالي شوو چي آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي فوځونو له ايستلو نه وروسته؟ انگرېزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغې ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چي د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنگېږي او د روسي فوځونو نيم گړى مأموريت پوره كړي!! دا دى اوس يو ځل بيا زموږ هېواد د پرديو تر اشغال لاندي دى، د انگرېزانو او امريكايانو ترمشرۍ لاندي صليبي ځواكونه زموږ پر هېواد حكومت كوي او د افغانستان په گوټ گوټ كي د دوى بيرغونه رپېږي!! آيا دا زموږ لپاره يو ستر پېغور نه دى؟ آيا دا زموږ د ايمان او غيرت لپاره يوه آزموينه نه ده؟ او آيا دا زموږ دين، مذهب، خپلواكي او آزادۍ ته څرگند گواښ نه دى؟ بيا گورئ چي نيواكگران له خپلو افغاني غلامانو نه د آزادۍ او ديموكراسۍ اتلان جوړوي او د دوى افغاني غلامان، خپل باداران د آزادي بخښونكو او بيا ودانونكو په نامه ستايي!! بيا آزادي غوښتونكي مجاهدين د (اشرارو)، (تخريبكارانو) او (تروريستانو په نامه يادوي او زموږ ملت او مجاهدينو ته همغه څه وايي چي انگرېزانو او د دوى شاه شجاع 91 كاله د مخه ويل او روسانو20 كاله مخكي!! دا دى تاريخ بيا تكرار شو او بيا ئې زموږ پر اوږو د آزادۍ د يوې بلي جگړي دروند پېټى كيښود، بيا له موږ نه غواړي چي د ميوند او جگدلك خاطرې راژوندۍ كړو او بل ستر او تاريخي جهاد ته ملا وتړو. الحمد لله دا جهاد پيل شوى، ورځ په ورځ ئې لمن پراخه شوې او اوس داسي مرحلې ته رسېدلى چي برى ئې نږدې برېښې، إن شاء الله زموږ زړه ور مجاهدين به صليبي ځواكونو ته داسي ماتې وركوي لكه چي پلرونو ئې انگرېزانو او روسانو ته ماتې وركړه، موږ د الله تعالى په رښتونو وعدو دا باور لرو او راتلونكي ته دا ډاډمن انتظار چي إن شاء الله ډېر ژر به زړه ور او مجاهد افغانان له غرونو، سردرو او كليو راكوز شي، شنه بيرغونه په لاس كي، د تكبير له نارو سره، د ښارونو له باايمانه او ديندارو اوسېدونكو سره به يو ځاى شي، د ښكيلاكگرو اډې به محاصره كړي، د جگدلك او ميوند خاطرې به راتازه كړي، په ارگ باندي به د اسلام بيرغ ورپوي، د زندانونو دروازې به ماتې كړي، ټول هغه كسان به آزاد كړي چي د اسلام او آزادۍ غوښتلو په تور نيول شوي وو، د دوى په ځاى به د انگرېزانو او امريكايانو جاسوسان او ملي خائنان په دې زندانونو كي واچوي او نړۍ والو ته به اعلان كړي چي نور نو افغانان آزاد او خپلواك دي، د خپلي خوښي اسلامي حكومت به جوړوي او خپل مشران به په خپله غوره كوي.
وروڼو خويندو!
ټول با ايمانه افغانان يووالي، ورورولي او وحدت ته رابلم، ټول افغان ولس بايد يو بل ته د ورورۍ او وحدت لاس وركړي، په گډه د دښمن مقابله وكړي، بايد پرې نږدي چي د هېواد په هيڅ گوټ كي اشغالگران يوه شېبه آرامه تېره كړي، اوس د يوه ستر ملي پاڅون وخت رارسېدلى، په دې پاڅون كي بايد ټول افغانان فعاله برخه واخلي. افغان ولس ته په كار ده چي هغه څېرې د دښمن د خدمتگارانو په نامه وپېژني چي قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، وروڼه قومونه سره جنگوي، د قوم په نامه ځان ته امتيازات غواړي، د جهاد مخالفت كوي او افغان ولس دې ته رابلي چي اشغالگرانو ته تسليم شي او د دوى واكمني ومني، كوم ناافغانان چي د څو پيسو لپاره خپل ايمان خرڅوي او د ملي اردو او ملي پوليسو په ليكو كي ودرېږي او د بهرنيو تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېږي، ډېرى ئې همغه دي چي پرون له روسانو سره يو ځاى شول، د هغوى د گټو لپاره له خپل ملت سره وجنگېدل او نن امريكايانو ته تسليم شوي او د دوى لپاره همغه پرونى كار كوي.
موږ هغو خلكو ته حيران يو چي د انگرېزانو تر بيرغ لاندي له انگرېزانو نه د آزادۍ ورځ لمانځي، نه پوهېږو دا څنگه آزادي ده او دا څنگه جشن او لمانځنه ئې!! نه پوهېږو په دې له ځانه پرته څوك دوكه كولى شي؟!!په داسي حال كي چي اوس د هېواد په گوټ گوټ كي د بهرنيو ځواكونو نظامي اډې جوړې شوې، د هري اډې پر سر د دوى بيرغونه رپېږي، زندانونه لري، آزادي غوښتونكي افغانان نيسي، زندانونو ته ئې لېږي، پر كليو ئې بريدونه كوي او پر كورونو ئې بمونه وروي، په ټول هېواد كي ئې تر اتيا زيات د راډيويي او تلويزيوني خپرونو سټيشنونه جوړ كړي، نږدې درې سوه ورځپاڼې، مجلې او نشريې خپروي، د افغاني فوځ او پوليس روزنه د انگرېزانو په لاس ترسره كېږي، هم د هېواد ځمكه او هم هوا د دوى په واك كي ده، د جمهور رئيس امنيت، حتى په ارگ كي هم دوى ساتي!! نو څوك به دا ومني چي افغانستان آزاد دى او افغان ولس د خپل برخليك څښتن!! إن شاء الله افغانان به د واقعي آزادۍ جشن لمانځي، خو هغه وخت چي ټول بهرني نيواكگر ځواكونه زموږ د گران هېواد له لوېشت لوېشت خاورې نه وتلي وي، په هېواد كي د اسلام بيرغ رپانده وي او موږ د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت ولرو.
مرگ پر اشغالگرانو
سرلوړي او بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
جمعه۲۸ اسد ۱۳۹۰