
د يادو ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې د خوست والي عبدالجباره نعيمي ، د ولايتي شورا وکيل جان مير ځاځي ، امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي ،د ملي پخلاينې په موخه د پيل شوي سولې د شورا مشر مولوي حنيف شاه ، د اقتصاد رئيس انجينر حميد شاه ، د مخابراتو رئيس ګل حبيب شاه ، د متون قومي مخورو مشرانو ، د ورغه کلي د ليسې ښوونکو او زده کوونکو پکې برخه اخيستي وه .
مراسم د پاک قران د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شول ورپسې د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله په خپلو څرګندونو کې د ورغه کلې د ليسې په ښونيز بهير رڼا واچولې . ده وويل چې پدې ليسه کې ٩٥٠ تنه هلکان او ٥٥٠ تنه نجونې پکې خپلې زده کړې مخکې وړي چې د دې ووانيو په جوړيدو سره به يې د سرپنا ستونزه هواره او د زده کړې په بهير کې به يې ښوالي رامنځ ته شي .
د مرکز اړوند د متون قوم يوتن مخور مشر الحاج شاه والي خان د خوست ولايتي ادارې مننه وکړه چې پدې ولايت کې د علم او پوهې لورته حاصه پاملرنه کړي ده .
قومي مشر شاه والي زياتوله چې لدې وړاندې د سيمې خلک د زده کړې په برخه کې د زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان وو خو د دې ودانيو په جوړيدو سره به د سيمې تنکي ماشومان او ځوانان د زده کړې په برخه کې د زياتو ستونزو وساتل شي او وبه کولی شي چې پرته له کومو ستونزو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د هرڅه وړاندې د متون ورغه کلي د ليسې د وادنيو د پرانيستي مبارکي د د يادې سيمې خلکو او تنکيو زده کونکو ته وړاندې کړه او له دوی يې وغوښتل چې د خپلې ليسې ساتنې ته پوره توجه وکړي او ښه بڼه يې وساتي .
ده وويل چې پدې ليسه کې ١٢٤٣ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې تردې وخته د سرپنا په برخه کې د ستونزوسره مخ وو خو اوس دغې ليسې لپاره د ولايتي بيارغونې ډلې په لوړ مالي لګښت سره دوې ودانی ، په دوه پوړونو کې جوړې شوي چې اته څلوېښت (٤٨) درسي خونې لري .
ښاغلي نعيمي په خوست کې د ولايتي بيارغونې ډلې يا ( پي ، ار ، ټي ) څخه مننه وکړه چې په خوست کې د علم پراختيا په موخه د خوست ولايت په بيلا بيلو برخو کې د ښونځيو لپاره د ودانيو په جوړيدا کې په مليونونو ډالره مرسته کړي او دايې هم وويل چې د روان کال په جريان کې د ښونيز بهير د ښه والي لپاره د ممکنه لارو څخه په ګټې به دغه پروسه لا ګړندئ کړي .
ده وويل د خوست ولايتي ادارې زياته پاملرنه په دې ولايت کې د پوهنې سکتور ته کړي ترڅو د دې خاورې بچيان د علم له ثمرې برخمن شي ، خپلې خاورې او ولس ته په رښتوني مانا خدمت وکړي او دا هيواد د نورو پرمختللو هيوادونو سره سيال کړي .
والي عبدالجبار نعيمي وويل په کوم هيواد ، سيمه او ټولنه کې چې تعليم او تربيه زياته وي هلته سوله او پرمختک کيدای شي ، د خلکو ترمنځ د ستونزو ګراف ټيټيږي او ځای خوشخالي نيسي .
ده د متون د سيمي قومي مخور مشر شاه والي غوښتنې او ځينو نيوکو ته په ځواب کې وويل چې ولايتي اداره د ولس غوښتنو لپاره هرراز منډو ترړو ته چمتوالي لري او که چيرې په ادارو کې کوم کسان د ناوړه ګټې په کولو تورن شي او خلک پرې مستند اسناد ولري نو د دريو ورځو په جريان کې به يې په وړاندې قانوني چلند وکړي .
ښاغلي نعيمي د ناستې برخوالو سره په خبرو کې وويل چې يواځې د علم حاصولو سره کولی شو د نااميدی ديوالونه مات کړو او د غيرت څخه ډک ، سرلوړی ژوند ولرو نو په کارده چې ښوونکي د خپلو ماشومانو په روزنه کې زياروباسي او زده کوونکي هم پدې برخه د خپلو ښوونکو څخه په استفادې سره زياته ګټه پورته کړي او خپل راتلونکی روښانه کړي .
ده د خپلو خبرو په وروستی برخه کې د ماشومانو وغوښتل چې د خپلې ليسې او د ليسې د وادنيو د صفايی بشپړ خيال وساتي او د ژوند د هرې ثانيې څخه د علم په زده کړه کې ګټه پورته کړي .
وروسته د ورغه کلي د ليسې لپاره د جوړو شويو ودانيو پرانيسته د خوست والي او نورو چارواکو لخوا د پټی په پريکولو او د يادې سيمي او د شرکت مسئول لخوا د پښتني دود له مخې د لنګيو په ورکولو سره وشوه .
د يادولو وړده چې د ورغي کلي د ليسې دواړه ودانۍ د( ۲۹۰۶۶۶۷۴) نهویشت ملیونه،شپږ لکه شپږ شپېته زره افغانیو په مالي لګښت په خوست کې د امریکامتحده ایالاتو د بیارغونې د ډلې په مالي لګښت د لوی افغان ساختماني شرکت لخوا په ښه بڼه سرته رسيدلي دي.
نېټه :۱۳۹۰/۵/۲۵
ورځ :دوشنبه .