د ګډاخارې دحسن کوټ لېسې لپاره دوه لويې دوه پوړيزې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې !!

 د خوست مرکز اړوند په لرې پرته سيمه ګډاخاره کې د حسن کوټ ليسې لپاره دوې ودانۍ د ٢٩ مليونه درې لکو افغانيو په مالي  لګښت پدې ولايت د ( پي ، ار ، ټي ) په مالي لګښت په عصري بڼه جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د ګډاخارې په سيمه کې د حسن کوټ ليسې لپاره د جوړو شويو ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ، امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي ، د اقتصاد رئيس انجنر حميدشاه ، د سولې ولایتي کمېټې مسوولینو، د علماو شورا مشر مولوي شاه محمد ، ديني عالم مولوي مفتي حبيب الرحمن ، د مخابراتو رئيس انجينر ګل حبيب شاه ، د سيمې ديني او قومي مخورو مشرانو ، د پوهنې رياست اداري مرستيال ، د يادې ليسې ښوونکو او زده کونکو ګډون درلود .
د غونډې په پيل کې د پوهنې رياست اداري مرستيال مطيع الله د يادې ليسې د ښونيز بهير او د ودانيو د جوړيدا په تړاو دناستې برخوالو ته مالومات وړاندې کړل او د خوست ولايتي ادارې له مشر تابه يې مننه وکړه چې د پوهې پياوړتيا په برخه کې يې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی او د زده کونکو لپاره د سرپنا او نورو ستونزو هواري ته يې  پوره پام کړی دی .
ده وويل د مرکز څخه په لرې پراته سيمه ګډاخاره کې د زده کونکو شمير پورته تللی و او د زده کړې په بهير کې د سرپنا د نشتوالي له امله د زياتو ستونزو سره مخ وو خو دا ودانۍ چې په دوه پوړونو کې جوړې شوي  او اته څلوېښت تدريسي خونې لري پدې سيمه د زده کونکو د سرپنا او ښونيز بهير په ښه والي کې مثبت رول ولوبوي .
قومي مخور مشر حاجي باريک د يادې ليسې د وانيو په جوړيدا خوښي وښوده ، نوموړی چې د علم زده کړې زيات پلوی دی په سيمه کې يې ٧ جريبه خپله شخصي ځمکه ديني زده کړو په خاطر مدرسې ته وقف کړي او داوخت يې د جوړونې چارې هم سرته په رسيدو دي  خو د دې ترڅنګ يې د خوست والي د يادې مدرسي لپاره د فرش ، د لويې جومات لپاره لوډ سپيکر او پکې د اوبو سيستم رامنته کولو  او په سيمه کې د بيارغونې د بنسټيزو پروژو غوښتنه وکړه .
والي محترم عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا په پيل کې د دغه علمي مرکز زده کونکو د سرپنا ستونزې په هواري خوښي څرګنده کړه او د سيمې خلکو ته يې د خپله اړخه مبارکي وړاندې کړه .
ده وويل  چې د حسن کوټ ليسې لپاره جوړې شوي دوې ودانۍ  او ليسې څلور ديوالی د جوړونې چارې د امريکا متحده ايالاتو په خوست کې د ولايتي بيارغونې ډلې يا ( پي ، ار ، ټي ) په لوړ مالي لګښت جوړې شوي چې د دريو سيمو تنکي ماشومان او ځوانان به ، د پوهې په حاصولو کې ترې ګټه پورته کړي  همداشان دخوست په نورو سيمو کې هم په ورته بڼه د ښونځيو جوړولو او دنورو ضروتونو رفع کولو ته اړتيا ليدل خو د پوهنې په چوکاټ کې يې د امريکا متحده ايالاتو د بيارغونې ډلې ، د علمي مرکزونو د رغونې او پياوړتيا په برخه کې د شويو او روانو مرستو ځانګړي مننه وکړه .
ښاغلي نعيمي د ناستې برخوالو ته وويل ، په کومه سيمه کې چې امنيتي حالت په بشپړه توګه ښه شوی وي  د بيارغونې کارونه به پکې  چټکتيا پيدا کړي  ،  پدې سيمه کې ديني عالم مفتي حبيب الرحمن د قومي مخورو مشرانو او د سيمي د ځوانانو  علم سره د مينې درلودو په اساس د خوست ولايتي ادارې ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی چې په پايله کې يې پدې سيمه کې د بيارغونې کارونه پيل شول .
نوموړي پدې خوشخالي څرګنده کړه چې  ديني علماکرام  د خپل اسلامي نظام ملاتړي دي او دا مهال د نورو ديني فعاليتونو سره يوځای په خپلو سيمو کې د بيارغونې کارونو د کيفيت څارنه کوي  خو د دغو ودانيو ساتنه او پاکوالی يې د ښوونکو او زده کونکو دنده وبلله .


والي عبدالجبار نعيمي د ستونزو او شته نخوالو دهواري  يواځينی لاره د علم سره مينه ياده کړه چې له امله يې په ټولنه کې د ناحقه جنجالونو او د قيمتي وخت ضايع کيدو مخه نيول نو د پوهنې رياست له مسئولينو يې غوښتنه وکړه چې د ښوونکو ظرفيت په لوړونه کې زيار وباسي که چيرې پدې بهير د کومو ستونزو سره مخ کيږي نو د ولايتي سره يې بايد د هواري په موخه شريکې کړي .
ده هيله څرګنده کړه چې په کوم ځای او ټولنه کې چې ښوونکي ، ديني علماکرام او استادان وې هلته بايد يواځې پرمختګ وي او ناحقه د وينو تويول چې لوی ګناه دی وجود ونه لري .
ښاغلي نعيمي د سيمي ديني علماکرامو او قومي مشرانو  د دې غوښتنې په ځواب کې چې د ګډاخارې سيمې ديني مدرسې او جوماتونو ته دې فرش او نور اړين وسايل ورکړل شي ، ژمنه وکړه چې د څو ورځو په موده کې ، د کوچني نيکمرغه اختر څخه وړاندې به د خوست ولايتي ادارې له مالي امکاناتو په واک کې ورکړل شي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي زياتوله چې څه کال  وړاندې د لکڼو دسيمې امنيتي حالات خراب وو خو  د سيمي ميړانيو خلکو د همکاری  په پايله کې امنيتي ځواکونه پرته له کومو مشکلاتو  د وسله والو ډلو د  نفوذ په مخنيوي بريالي شول او په همدې بڼه يې له سيمه والو د پوره همکارئ غوښتنه وکړه ترڅو په هيواد کې د پرديو په لمسون د ناوړه هدفونو مخه ونيول او پرمختګ ته زمينه برابره شي ،  نوموړي همداراز په خوست کې د بيارغونې کارونو د چټکتيا خبرداری ورکړل .
د خوست والي د خبرو وروسته د علماو شورا مشر مولوي شاه محمد وويل چې لوی خدای (ج) د ښوونې او روزنې په اړه ځانګړی ټينګار کړی او حکم کوي چې زده کړه  وکوی ، ترڅو د پوهې په رڼا کې خپل ځان او خپل رب وپيژنی .
نوموړي د ښوونکو دنده مقدسه او صادقه جرييه وبلله چې تل به يې د ثواب څخه برخمن وي او  د ماشومانو سمې لور ته په سوق کولو کې د ښوونکو هره شيبه او کړنه په عبادت کې شميرل کيږي  نو له دوی يې وغوښتل چې خپل مسئوليت په ښه شکل سرته ورسوي .
مولوي شاه محمد د علم زده کړې ترڅنګ د نورو ټولو فعاليتونو سوله مهمه وبلل چې پدې سره خلک د لوی خدای (ج) رضا حاصولی شي که چيرې يومسلمان د سولې په خاطر يو قدم واخلي نو لوی الله پاک به يې د جهانم له اوره وساتي .
د غونډې په وروستی برخه کې د حسن کوټ ليسې لپاره  په دوه پوړونوکې په عصري بڼه جوړې شوي وادانۍ د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي او نورو چارواکو لخوا د پټۍ په پريکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د سيميې مشرانو لخوا خوست والي ته د پښتني دود له مخې لنګۍ هم ورپه سر شوه .