
اروپا په منځنيو پېړيو کې ديوۀ پراخ اوژور دانحطاط او اختناق حالت سره مخ وه . دغه دځوړتيا او تربتيا حالت په عمومي ډول سره داروپا لويه وچه شنډه او فلج کړې او اروپا مېشتو وګړو دخپل ټولنيز ژوندانه خورابدې او ناوړه شپې او ورځې تېرولې . داروپا سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري او مذهبي واک اواختيار دزواکو او مستبدو رژيمونو او له دوى سره په توافق او همغږۍ کې دروم کليسا ،چې په ټوله اروپايې ژور نفوذ او غېز ﻻرۀ، په لاس کې درلود . داروپا زورواکو او استبدادي حکومتونو اود روم کليسا،چې په ټوله اروپاکې يې کوچنۍ څانګې لرلې ، او داروپايي ټولنې په لارښوونه کې يې بنسټيزرول لوباوۀ،ګټې له يوبل سره شريکې او ګډې وې . همدغه استبدادي دولتونه او کليساګانې دهرډول تجددپالنې اونوښت پالنې ډېر سختې مخالفې وې ، دوى په هېڅډول سره نه غوښتل ،چې په اروپا کې دې فکري اوښتون او تحول رامنځ ته شي ،ځکه خو دوى داروپا د ټول ورځني ژوند چارې او کارونه ترکلکې او جدي څارنې لاندې درلودل . په اروپا کې استبدادي رژيمونواو دروم کليسا داسې ظلمونه او جنايتونه کړي ، چې په نړ ۍ کې ډېر کم ساري دي . هغوى د فرانسې ويوۀ کليوال کروندګر لور ، تاريخي او نامتو حماسه پتځاندې ملالۍ وزمه اتله پېغله ژاندارک ، چې د انګرېز ښکېلاک څخه د خپل هېواد خپلواکۍ لپاره په ستړياوتې مبارزه بوخته وه ، په جګړه کې تر نيول کېداوروسته يې په ژوندوني په اور کې وسوځوله ، اوداسې نورو په زرګونو جنايتونه ترسره کړي ،چې تاريخ يې شاهد دى ، خو لکه څنګه ،چې مقوله ده ،وايي ( په هرې تيارې پسې رڼا راځي .) نو پرهمدې توسن په اروپاکې دزور واکو ، استبدادي دولتونو او دروم کليسا ښکېلاک او زبېښاک وزمه طلسم مات شو ، او دلمر رڼا څرک وځلېد.
هو! دادتورتم او ظلمت شپې هغه مهال سوکه – سوکه له منځه ولاړې ،چې کله آلماني تبعه ګوتنبرګ دچاپ ماشين اختراع او دکتابونو دچاپ او خپرېدا لړۍ په عملي توګه پيل شوه . داچاره ددې لامل شوه ،چې په اروپا کې فکري او شعوري انقلاب ته لار هواره شي . داروپا وګړو په تيارو او خچنو اندونو او ذهنونو کې دويښتيا او پوهې رڼا خپره او دزورواکو حکومتونو او دکليسا اغېز او نفوذ لمن سوکه – سوکه ټوله شي .
دګوتنبرګ اختراع ددې لامل شوه ،چې په اروپا کې ډېر ژر علم او پوهه خپره او ټولنه دسواد له حياتي نعمت څخه برخمنه شي او ورسره جوخت اروپا دسياست ، اقتصاد ، کلتور او داسې نور و برخوکې چټک پرمختګ وکړي ، او په دولتي او حکومتي چاروکې دخلکو ګډون پراخ او اړين وګرځي . په(١٤- ١٥ او ١٦) پېړيوپه جريان کې په اروپاکې د رنسانس ( بيارغونې ) دوره پيل او دغه لويه وچه يې په سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ،کلتوري اوداسې نورو برخوکې ورغوله اوﻻ د نوي اوښتون لپاره يې ولسي اندونو او نظرياتو ته اوډون او ترتيب ورکړ، ترهغو،چې په همدې وخت په اروپا کې ګڼ شمېر فيلسوفان را وټوکېدل ،چې ددوى داندونو او نظرياتو په رڼا کې په ١٩٨٩ زېږديز کال دفرانسې لوى انقلاب بري ته ورسېد .
دفرانسې لوى انقلاب نه يوازې داروپا سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ،کلتوري او... اډانه بدله کړه ، بلکې ټوله نړۍ يې دانحطاط او اختناق له خپسجن حالت څخه راخلاصه او دبشري تاريخ يوۀ نوي پړاو ته يې داخله کړه . اروپا دلويو فيلسوفانو لکه هېګل ، ژان ژاک روسو ، مارکس، برت اندرسل او داسې نورو افکارو په رڼا کې ډېر ژر دودې او پرمختګ لاره خپله کړه ،چې داروپا دملي ويښتيا او پوهې په رڼا کې نه يوازې استبدادي دولتونه له منځه ولاړل ، بلکې دروم کليسا دپېړيو- پېړيو خپور شوى ښکېلاکي افراطي او متعصب عيسوي شپول ورو – ورو په ټوليدو شو،چې په پاى کې له ځپند ګوزار سره مخ او څلورځايه لکه : کاتو ليکان ، پروټسټان ، ارتدُکسيان او انګيکان مات او ټوټې ټوټې راپرېووت . په دې وخت کې اروپا په خورا چټکۍ سره وده او ترقي وکړه ،چې دې ته داروپا صنعتي انقلاب هم ويل کېږي . داروپا د چټک پرمختګ له امله په دغه لويه وچه کې نورې بلاوې راوټوکېدې ، دانوې بلاوې دښي لاسونا زيانو په بڼه کې رامنځ ته شوې ،چې اروپا يې له لوى ناورين سره مخ کړه . هو! په اروپاکې خونړۍ دويمه نړيواله جګړه پېښه شوه ،چې دنړۍ په تاريخ کې خورا ورانوونکې او ويجاړه وونکې غميزه يې رامنځ ته کړه . خو په دغو ټولو تاريخي پړاوونوکې مذهبي او ملتپالې افراطي تربګنۍ او تعصبو نو شتون درلود ،چې ترنن ورځې پورې دوام لري ، او وخت ناوخت په بېلا، بېلو ځايونو او هېوادونو کې په مختلفو نومونو او شعاروونو سره راڅرګنديږي ،چې په تر څ کې يې په خپل ډول کې خورا کرکجن او کرغېړن عملونه په نړې کې تر سره کېږي . همدغو افراطي عملونو په اروپا ، امريکه او لويديځ کې دډېر و خلکو ژوند ورڅخه .اخېستى دى . داافراطي کړنې په مذهب ، ژبه ، نژاد ، سمت ، نسل ، هېواد او داسې نوروټولنيزو فکټونو باندې ولاړې او اډانه دي .يوازې په امريکه کې څو تنه ملي شخصيتونه او مشران دهمدغو افراطي تعصبونو او تربګنيو په چوکاټ ووژل شول . په دې ترڅ کې دامريکې دتورپوستکوملي مشر ډاکټر مارتين لوتر کېنګ ، دامريکه يودوه ولسمشران لکه جان اېف کېنېډي دهمدغو افراطي مذهبي عيسوي کړيو له خوا وژل شوي دي . دغه راز داروپا او امريکه چټک پرمختګ ددې لامل شوى ،څو خلک معنوي ژوند له لاسه ورکړي او يوازې په موټر ، کمپيوټر ، موبايل ، دنده ، پيسو نڅاځايونو (نايټ کلبونه ) ،شرابو ،جنسي او غير اخلاقي بې لاريو سر شي ،چې دغې چارې له دوى څخه دعقيدې شتوالى په چورلټ ډول سره تروړلى ، او لويديځه ټولنه يې په روحي او رواني توګه ناروغه او رنځوره کړې ده . دلويديځ په اوسنۍ افراطي او رواني رنځوره ټولنه کې ځينې دسادېزم (Sadism ) ناروغۍ له وحشي حالت سره مخ شي ، ولسي ځايونولکه : پارکونو ، هوټلونو ، پوهنتونونو ، وړکتونونو ، ښوونځيو او داسې نورو ته ورننوتځي او هلته ډله ييز قتلونه او وژنې کوي ، او په پا کې خپل ځان هم وژني ، داپه خپله د لويديځ مادي ټولنې د ښېګڼو سربېره بدګڼې ښکاره کوي .لکه څرنګه ،چې دنړۍ پرمخ اسلام دويم لوى دين دى ، نو مسلمانان هم په نړۍ کې خورا ډېر دي ، خو له بده مرغه ،چې دنړۍ ( ٥٤ ) اسلامي هېوادونه په سياسي ، اقتصادي ، علمي ، پوځي او داسې نورو ټولنيزو برخو کې ډېر وروسته پاتې دي ، او په دغو هېوادونو کې ډېرى وګړي دبېوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي،چې ان دژوند لومړنيو اړتياوو او اسانتياوو ته هم لاسرسى نه لري . او په کورنۍ کې له زښتو زياتو مالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي . نو پرهمدې بنسټ داسلامي او در ېيمې نړۍ ډېرى وګړي دښه او غوره انساني ژوند په هيله اروپا، امريکا او استراليا ته پراخ مهاجرتونه کوي ، چې په دې لړکې زموږ افغانان هم نوموړو هېوادونو ته په لويه کچه ورمات دي ، او دا روانه لړۍ له يوې نه بلې ورځې ته لازور اخلي ، او دسفر پر مهال دزښتو ستونزمنو او خطر ناکو لارو څخه دتېرا په وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي ، اودهيلو او ارمانونو ټاکلي منزل ته تر رسېدا مخکې نيمګړې ،نيمه خوا دمرګ خولې ته ورلويږي .
اروپا او امريکه ته دمسلمانانو پراخې لېږدنې دهغوى پر وړاندې په نوموړو هېوادو کې حساسيتونه اوتعصبونه راپارولي ،چې تر شايې ځانګړې ښي ﻻسې ګوندونه او متعصبې مذهبي ډلې ولاړې دي ، او داګوندونه او ډلې دمسلمانانو او ختيځوالو سختې مخالفې دي او نه غواړي ،چې مسلمانان او نور غير اروپايي وګړي دې د دوى هېوادونو ته ورشي ، او په اصطلاح ددوى کلتور او اقتصاد دې په خپلو لاسونو کې واخلي ، نو ځکه يې خپل هېوادونه او حکومتونه اړکړي ، ترڅو دمهاجرت په قوانينو کې سختي راولي او په دې توګه دهغوى هېوادونو ته دمسلمانانو او درېيمې نړۍ وګړو دلېږد مخنيوى وشي . په دې ترڅ کې داروپا، امريکا او استراليا دمهاجرت په قوانينو کې تر ډېره بدلونونه راغلي ،خو بيا هم مهاجر ورمات دي او د اروپا او استراليا ښي لاسي ګوندونه او افراطي مذهبي ډلې يې په عملي ډول سره پر وړاندې راپورته شوې ،چې په دې لړکې يې وسله والو ترهګريز بريدونه هم کړي دي .په دې وروستيووختونوکې داروپا په نسبتاً ارام او سوکاله هېواد ناروې کې يوه داسې کرغېړنه او خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه ،چې ټوله اروپا او نړۍ يې ولړزوله . يوۀ ناروېژي تبعه اندرېس بېرېنګ بېوريک دهغه هېواد په پلازمېنه داوسلو ښار په دوه ځايونو کې خونړۍ پېښې ترسره کړې ،چې له کبله يې د (٦٦ ) څخه زيات بې ګناه ناروېژيان ووژل شول . نوموړي له نيول کېدا وروسته پلټونکو ته وويل ،چې ما داکار دمسلمانانو څخه دکرکې او عقدې له امله کړى دى . هغه زياته کړه ،چې زۀ دې کارته په انګلستان کې يوې عيسوي ،مذهبي او متعصبې ډلې تر سره کولو ته هڅولى يم او په خپل عمل باندې په هېڅډول سره خپه او خواشينى نه يم . لويديځ اودهغوى رسنۍ اسلام د دتاوتريخوالي او زور زياتي دين بولي او تور پورې کوي ،چې په اسلام کې دانسان قدر او عزت خوندي نه دى او دانسانانو حقه حقوق ترپښو لاندې کوي . اوس هرڅه دلمر په شان ښکاره او جوت شول . داسلام تل دامن او سولې دين ؤ او دى . دڅوکم شمېره ډلو ټپلو پرسر بايد ديوۀ مذهب او دين سپکاوى او توهين ونشي ، څومره درناوى ، قدر ، پت ، عزت ، امنيت ، حفاظت او خونديتوب ،چې داسلام په پرتمين اوو ياړلي دين کې د بشريت لپاره شتون لري ، دنړۍ په بل يوۀ دين کې هم نشته . داسلام مبارک دين دژوند تېرولو پوره ضابطه او قانون لري ،چې د( الف څخه تر يا ) پورې د ټولو مخلوقاتو او موجوداتو حقوق په کې خوندي او تضمين شوي دي .
اوسنۍ نړۍ ديوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړې ده . دځمکې کرُې اوږدۀ تناونه شکېدلې او هرڅه په ورغوي کې ايښودل شوي او بې له کړ اوتکليف څخه لېدل کېږي . نننۍ نړۍ دکمپيوټر او انټرنېټ په مټ دنړيوال کلي ( Global Village ) حيثيت اختيار کړى دى . نو پرهمدې اساس انساني او بشري ارزښتونه تر نورو هغو لوړاو جګ شوى دي او دانسانيت دايره پراخه او نړۍ شموله ګرځېدلې ده ،نو پرهمدې بنسټ بايد ټول انسانان لکه د حضرت آدم (ع )ديوۀ اولاد په څېر ديو بل ترڅنګ دسولې او امنيت ، په چاپېريال کې دانساني ،بشري خوا خوږۍ ، عاطفې او احساساتو په رڼا کې ديوې کورنۍ دغړو په څېر ژوند وکړي .
بنى آدم اعضاى يکديگرند
که درآفرينش زيک جوهرند
چوعضوى بدرد آورد روزگار
د يگر عضوها رانماند قرار
توکز محنت ديگران بيغمى
نشايد که نامت نهند آدمي
فضل وزير هيله من