
په هېواد کې دنوي سياسي اوښتون څخه کابو يوه لسيزه واوښته ،او په دا موده کې دهېواد دننه دبياودانۍ او رغونې په ډګر کې ژور اوبنسټيز بدلونونه رامنځ ته شوې ،چې دالړۍ لاپه زورکې پرمخ روانه ده . له نن څخه يوه لسيزه وړاندې نوې ادارې په داسې حال کې واګې تر لاسه کړې ،چې دهېواد اداره په چورلټ ډول سره شنډه او فلج شوې وه . اونوې واکمنۍ اړه وه ،چې هرڅه له صفر څخه پيل کړي . دنوي نظام پروړاندې خورا ډېرې ستونزې او ننګونې ،چې دپخوانيو رژيمونو او حکومتونو څخه ورته په ميراث پاتې وې ،په مخ کې پرتې وې ،چې دهغو سملاسي حل يو ناشونى او ستونزمن کارؤ او دى ، او تر اوسه پور ې اوسنۍ اداره ورسره لاس او ګرېوان ده . په هېواد کې دنوي نظام له راتلوسره جوخت بېلا،بېلې مافيايي ډلې تپلې رامنځ ته شوې او په دولت او حکومت کې يې خپلې ريښې وځغلولې ،چې ددولت او حکومت څخه يې دټولنيز ژوندانه په چاروکې دعمل نوښت دجديت او قاطعيت اقدام په عملي ډول سره اخېستى دى ، ځکه اوسنۍ اداره دومره دروابطو ښکاره ده ،چې په اډانه کې يې دضوابطو شتون او پلې کېدا هډو مطرح او دبحث وړ نه دي . دلومړۍ ورځې له پيل څخه دنوې اداره په تشکيلاتو کې يوه هم دځمکو دغصب او نيواک مافياده،چې دهېواد دپلازمېنې په ګډون يې په بېلا،بېلو ولايتونو کې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه په غير قانوني ډول غصب کړې ده ،او دالړۍ ښه په شورا اوزور سره پرمخ روانه ده . په هېواد کې دځمکو دغصب په لړکې يوه ښکاره او دپام وړ لانجمنه برخه ،چې په نړيواله کچه يې دبشري حقونو دپلوي ډلو نيوکې اواعتراضونه يې هم راوپارول ، دکابل دتاريخي سيمې دشېرپور نيول اوددغې تاريخي سيمې دتاريخي ودانيو ړنګول او له منځه وړل دي ،چې وروسته همدا سيمه په زورواکو او په اوسني حکومت کې پر واکمنو جګپوړو چارواکو ووېشل شوه . دلته يوازې دهغوځايونو نومونه اخلو ،چې په لويه کچه غصب په کې شوى او بل دا،چې مطبوعاتو خپرنيز چتر ورکړى وي .
خوست هم دهغو ولايتونو په ډله کې راځي ،چې دځمکو دنيواک او غصب مافيايي ډلې ټپلې دمرکز په پرتله په نسبتاًُ کمه او ټيټه کچه په کې فعالې دي ، او دالړۍ دلته هم روانه ده ،چې سيمه ييزه اداره او دخوست ولايت اوسنى مشرتابه يې پر وړاندې ښه قاطعانه او رغنده مبارزه روانه کړې ده ، او په دې لړکې يې دزرګونو جريبوپه شا او خواکې ددولت غصب شوې ځمکه دزورواکوله منګولو څخه آزاده او خوشې کړې ده او دالړۍ ښه په زور او شدت سره پرمخ روانه ده . په خوست کې دځمکې دغصب او نيواک مافيا د سيمه ييزه هغې په پرتله مرکزي حمايت اوملاتړ تر شا لري . يانې دا،چې په دغه ولايت کې شته دځمکو دغصب ستونزه ددې ولايت د سيمه ييزه ادارې او حکومت نه ده ،بلکې په لوى لاس له مرکز څخه دغه ولايت او سيمې ته صادريږي ،چې دخوست فعالې او دفساد ضدادارې پر وړاندې لويې ستونزې او ننګونې زېږولې دي . دخوست په ولايت کې دځمکو دغصب او نيواک په برخه کې لويه ستونزه او ربړه له مرکزي دولت څخه سرچينه اخلي ،ځکه ځينې زورواکان او دځمکو دغصب مافيايي کړۍ خپلې هغه ځمکې ،چې په نورو ولايتونو کې يې لري ،خوست ولايت ته په اصطلاح راتبديلې کړې ، او په دې لړکې يې دمرکزي دولت ديوشمېر جګپوړوچارواکو څخه فوق العاده فرمانونه اوامرونه را اخېستي ، او غواړي ،چې په پرځاى يې په خوست کې دولتي ځمکې لاندې اوغصب کړي . همدااوس په خوست کې د (٤٢٠ ) جريبه ځمکې يوجعلي سند موجود دى،چې دمرکز څخه يې راوړى ، او غواړي دلته ورته په بدل کې دولتي ځکه ورکړل شي . خداى زده ،چې ددغه جعلي سندپه ترلاسه کولوبه يې د مرکزي دولت يو شمېر فاسد و چارواکوته څومره بډې اورشوت ورکړى وي ،اوپه بدل کې يې ،دلته دخوست د بيت المال ځمکې دغصب او قبضې غوښتنه کوي ،چې يو غير اسلامي ، غيرقانوني ، غير ملي او يو غير افغاني عمل دى . خو پروړاندې يې دخوست مشر تابه او سيمه ييزه اداره ر ښتيني ملي او افغاني عمل ته ملاتړلې ده ، او نوموړي جعلي اسناد يې دافغانستان دجمهوري رياست له واکمنو چارواکو سره شريک کړل ،چې دولسمشرۍ دفتر دخوست وﻻيت مشرتابه ته ديادو سنادو دباطلولو اوردولو سپارښتنه وکړه . دخوست هېواد پاله سيمه ييزه اداره اومشرتابه په خورا جديت سره د ( ٤٢٠ ) جريبه ځمکې دغصب او نيواک جوړه شوې جعلې داسنادو طرحه ردکړه ، او همداشمېر ځمکه يې بېرته ددولت او بيت المال په ملکيت کې راوسته . دخوست اوسني مشرتابه او سيمه ييزې ادارې پتېيلې ، څو په دغه ولايت کې دټول اداري فساد ملا ورماته کړي ، او خوست په رښتيني ،عالي ډول او شان سره ودان او جوړوي ،چې دهېواد په کچه يې سارى او بېلګه ډېره کمه وي .له دې سره جوخت دخوست اوسنى مشر تابه او واکمنه اداره له مرکزي دولت اړوند مسؤولو چارواکو څخه غوښتنه او هيله کوي ،چې هر چاته په خوست کې ددولتي ځمکو دغصب په لړکې جعلي اسناد ورنه کړي کوم،چې درشوت په مقابل کې ورکول کېږي او هېڅډول قانوني او حقوقي جوازنه لري ، او نه هم په دې لړکې بايد دخوست اوسنۍ ادارې ته ،چې د دغه ولايت دبيارغونې او ودانۍ ته يې په خورا ستړياوتې ډول ملاتړلې ، ستونزې او مشکلات پيداکړي . دخوست اوسني مشرتابه او ادارې ددغه ولايت بياودانۍ او رغونې چاروته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځاى ورکړى ، نو ځکه خو په دغه لار کې په خورا کلک او پياوړي هوډ سره مبارزه کوي . که چېرې دمرکز اړوند چارواکي هرزورواک ته په خوست کې دبيت المال او دولتي ځمکو دغصب دجعلي اسنادو دورکولو لړۍ همداشان جاري وساتله ، نو داچاره به نه يوازې ، دخوست ولايت لږ شمېره ځمکه دزورواکو مافيايي ډلو په لاس ورشي ،بلکې ددې ولايت دبيارغونې لړۍ به ټکنۍ او ټينګ شوى نسبي امنيت به هم تا لاتر غه او له جدي ګواښ سره مخ کړي . نو پرهمدې اساس يو ځل بيا دخوست مشرتابه ، سيمه ييزه اداره او ټول خوست مېشتي قومونه او ولسونه له مرکزي دولت له هغو فاسدو چارواکو څخه په جدي او غوڅ ډول غوښتنه کوي ، ترڅو هر چاته دخوست ددولتي ځمکودغصب او نيواک په موخه خپلسري او جعلي اسناد ورنه کړي ،ځکه دابه دخوست په ولايت کې لويې ستونزې اوناامنۍ راوټوکوي ،چې ددغه ولايت امنيت او سوله نېغ په نېغه په مرکزي دولت باندې اغېز لري او هغه ګواښي ،اوپه دې توګه به نسبي امنيت ،سوله اوثبات له منڅه يوسي .له بل پلوه دخوست اداره دغه راز جعلي اسنادو ته کوم ارزښت ، اهميت او امتيازهم نه ورکوي . دخوست مشر تابه او سيمه ييزه دولتي اداره په هېواد کې درښتيني قانون واکمنۍ او ولسواکۍ ته ژمنه ده ، او په دې لاره کې رښتيني ملي ، افغاني او اسلامي مبارزه کوي او دهر رازخنډونو او کړاوونو سره مبارزې ته چمتوده . دخوست مشرتابه او اداره يوازې او يوازې دقانون واکمني پلې کېدا او حاکميت ته ژمنه او متعهد ده او بس .او شعاريې دافغانستان اوافغان ولس سر لوړي ، هوسايي ، او نېکمرغي ده او ددې سپېڅلي هدف لپاره هلې ځلې او پاکه مبارزه کوي .
فضل وزير هيله من