
يوازې يو ځل مې د استاد زيارت کړی و . په کابل پوهنتون کې د سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه پرانيستل کيده ، له مشر ورور سره دغې غونډې ته تللی وم ، زه لا د ښوونځي زده کوونکی وم ، په کور کې مې دمشر ورور په مجلو او کتابونو کې د ډېرو استادانو ، ليکوالو او شاعرانو څېرې او ليکنې لوستې او ليدلې وې اوهلته مې هغوی له نږدې ليدل ، لا د ښوونځي د کلونو له منځه اوښتی وم ، چې د ارواښاد استاد روهي پر ( ادبي څېړنې) کتاب ورپېښ شوم دکتاب منځپانګه زما د پوهې تر کچې ډېره لوړه وه خو وايي د ښو کتابونو ځانګړنه او د لويو ليکوالو صفت دا دی ، چې هر څوک په هره سطحه کې ورڅخه يو څه زده کوي ، خدای مې دې غاړه نه بندوي ( ادبي څېړنې) مې د ژوند په بيلابيلو کلونو کې څو څو ځلې لوستلی و او دی ، ددې کتاب له کرښو څخه دهغه د استاد ليکوال فکرونه او پوهه همداسې زما سترګو ته ولاړه وه ، استاد روهي لکه يو مهربانه استاد ، لکه يو عالم مشر او لکه يو مشفق دوست د خپلو کرښو شاته ولاړ و ، او ماته يې موسل ، په کابل پوهنتون کې د هغې ورځې په غونډه کې مشر ورور مخامخ د استاد حضور ته ودرولم نه پوهېږم څه يې ورته وويل : ښايي له دې به يې خبر کړی وی ، چې پر ما له کوچنيوالي څخه د ادبياتو پيريان ناست دي ، يا به يې له دې سپيڅلي مسلک سره زما ليونۍ مينه ورته څرګنده کړي وي .
مګر هغه څه ، چې زما په ياد دي د استاد مهربانه موسکا او هڅوونکې لنډې خبرې وې او بيا استاد جيب ته لاس کړ او يو ښکلی قلم يې راکړ ، چې تر اوسه زما په ډېرو قيمتي شتمنيو کې خوندي دی .
وروسته بيا اور راوالوت او وطن په وينو کې ولمبل ، هر چا هرې خواته سر پناه کړ ، ولس ، ادب ، پوهه او .... هېر کړل ، دسرخوندي کول او د يوې مړۍ ډوډۍ موندل د ژوندمانا وګرځيدل او دهمداسې ورځو شپو په تنور کې د ارواښاد اسحق ننګيال په سورۍ او ړنګه جونګړه کې د استاد په لومړی وير کيناستو .
او دادی دولسم وير راورسيد ، باور لرم نسلونه به تير شي د استاد به پنځوسم ، سلم او ... وير هم تېر شي ، خو ارواښاد استاد روهي به دخپلو تلپاتې کرښو تر شا هماغسی مهربانه ، هماغسې مشفق ، هماغسې عالم مشر ، او هماغسې لوی دوست ولاړ وي ، هغه به دخپلو ارزښتمنو کتابونو او ليکنو له منځه موږ ته لارښوونه کوي او ځوان نسلونه به روزي ، موږ به پوهوي ، چې ددې ملت ريښتيني او حقدار مشران څوک دي ؟ زموږ ځوان نسلونه به اوس هم او سبا هم ځان نيکمرغه ګڼي ، چې دده کتابونو ته يې لاس ورسېږي او لږ نه ډېر هم نه بيخي ډېر څه ورڅخه زده کړي .
زه د استاد د دولسم وير لپاره ګران ورور او هوډمن فرهنګي ډاکتر خوشال روهي په غېږ کې نيسم او له ګريوانه یې دارواښاد استاد دمعنويت عطر پر نورو هم لوروم .
پر ګور يې نور ، پر اروا يې رحمت
عبدالغفور لېوال