
پوهنمل محمود نظری
داستاد خلیل الله خلیلی طنزیه شعرونه
۲
د هغه د هیواد وضعې په لیدو په مایوسې وايي زما بې حاصله زړه ، توپان وهلي ښار ته پاته کیږي :
قلم در پنجه من نخل سرما خورده را ماند
دوات از خشک مغزی ها دهان مرده را ماند
نه پیوندی به دیروزی نه امیدی به فردا
دل بی حاصل من شهر توفان برده را ماند
قلم مې په لاس کې یخنی وهلی نخل ته پاته کیږي
مشواڼۍ له وچ مغزي د مړې خولې ته پاته کیږي
نه پيوند د پرون سره نه امید د سباسته
زما بې حاصله زړه ،توپان وهلي ښار ته پاته کیږي
هغه په طنز پردو ته پلندر وايي او د هغو له لاسه اب حیات زهر بولې او وايي که مې یار په خنجر یا تبر ووهي هغه د پردو د دارو ماته ښه دی .
زهر است به مـن آب حيات پدر انـــــــــــــــدر
شــادم کـــــــه ز تيـغ پدر خويش بميرم
از غيـرمـداوا نکنـم خـواهش، اگـــــــــر يـار
بـاخــنجـر کـــــــــــــــارى بزند يا که به تيرم
زهر دی ماته اب حیات د پلندر
خوشاله یم چې په تیغ د خپل پلار مړ سم
د پردو دوا نه غواړم ، که یار
مي په کاری خنجر ووهی یا تبر هم
هغه د خپل وخت سیاست غندي او په طنز وايي :
گفتم این اختر رخشنده چه جوید هر شام
گفت بر کوری ما خیره شده بینایی
گفتم این مرد سیاست چه نهفته است به دل
گفت شاد است به مستوری خود رسوایی
ویل می داروښانه ستوري څه پلټي هر ماښام
ول زموږ رونډوالي ته ګوري بینايي
ویل مې دې سیاسیمدار څه پټ کړي په زړه کې
ول خوشاله دی په پټولو د خپل رسوایي
خلیلی بیا هم د وطن ظالېم واک لرونکی د ټپوسانو سره پرتله کوي او وايي هغو تل ویښ دی هر چیری چې دمړی جسد ووینی په منډه ځان ورته رسوی او هغه خوري اوبیا په طنز وايي دا شوکماران ډیر پاخه او مسلکی دی چې ان ویده اوښه مهاروي.
کرکسان زمانه بیدارند
هر چه افتاده زود بردارند
هرکه افتاده پایمال شود
معرض ذلت و زوال شود
اول این رهزنان تجربه کار
نا قه ی خفته را کند مهار
د زمانې ټپوسان ویښ دي
لوېیدلی شی ژرپورته کوي
څوک چې خوار سي پایمال سي
معرض د ذلت او زوال سي
داتجربه کاره شوکمار
ویده اوښه کړی مهار
د خلیلی د وطن د وضع په هکله داسې وايي :
این خواجه تا بندد کمر، گردد وطن زیر و زبر
تا باغبان گیرد خبر، نی باغ باشد نی چمن
یک گام پس یک گام پیش، مانده فرو در کار خویش
یکسان دهد بر گرگ و میش خام سیاست را زدن
تر څو خواجه ملاتړی دا وطن به سي زیراو زبر
تر هغه باغبان خبر یږي بڼ به نیزار وي نه چمن
یو ګام مخ یو ګام شاته، بند دی په خپل کار کي
داووم سیاست یو ډول لیوه او میږی ته دی چلن
خلیلی وايي دا قافله هیڅ ځای ته نه رسي ځکه دکاروان رهبر خپله ړوند دی دهغه پسې تګ څه ګټه لري ؟
گفتم این قافله را راه به جایی نرسد
بسپرد چند پی منزل نا پیدایی
گفت تا رهبر ما خود نبرد راه به دوست
چه رود از پی او رهبر و نابینایی
گفت رو خاک ره پیر مغا ن باش که نیست
از حریم در او خوبتر ت ماوایی
ویل مي دا قافله تر کوم ځایه نه رسي
ګرځي را ګرځي د ناپيدا منزل پسې
ول چې خپله رهبر ته موددوست لاره مالومه نه ده
څله ځئ د دغسې نابینا رهبر پسې
ول ورسه د پير مغان د پښو خاورې سه
د هغه له وره بل ځای ښه موندلی نسې