
پوهنمل محمود نظری
استاد خلیل الله خلیلی د میرزا محمد حسین خان زوی په کال( ۱۲۸۶ ل) کې د کابل په جهان ارا کښې زېږېدلی دی هغه د مرحوم ميرزا محمد حسين خان صافی زوی و ،چې امان الله خان پانسي کړ .
خلیلی د ظاهر شاه په وخت کې د مطبوعاتو د رییس او په عربستان بیا
په عراق کې دافغانستان دسفیردندې تر سره کړی دی بیا په پیښاور کې مهاجر سوی دی
هغه( ۵۱ ) چاپ اونا چاپه اثرونه لري ، چې څو مشهور يې دادي :
د اشعارو دیوان دوټوکه، رباعيات ، ناهيد دکابل اتله لور، یوعيارله خراسانه ، هغه جنت چې په اور کې وسو، دسره کفنه مېندي...
خلیلی یوځیرک ،ظریف ، حاضر جوابه او بذله ویونکی شاعر و چې له موسیقي سره یې مینه لرله
وايي خلیلی په مشهد کښې میلمه و په دی میلمستیا کې «هندیه» دغازی امان الله خان لور او «کاظم ملک » د هغې میړه چې ایرانی و هم ناست وه، هغوی نه پوهېده چې د خلیلی پلار امان الله خان پانسي کړی دی .
خلیلی داشعر ووایه :
نه گويم که والا ترين گوهری
سپردم به نامی ترين شوهری
اسيری ولايــت برافشانده ای
پدر کشته ای بی پدر مانده ای
سپردم به زنهـــار اسکندری
تو دانی و فــردا و اين داروی
نه وایم چې تر ټولو ښه ګهر يې
تر ټولو دنامی سړی میرمن سوې يې
وطن دی چپه کړی بندي یې
پلار دی وژلی بې پلاره پاته سوې یې
ومی سپارله زنهار ته داسکندري
ته پوه سه او سبا او دا داوري
سيد محمود فرخ دا پېښه ټولو میلمنو ته رسوا کړه ،هندیې خپل د لاس د زرو ګوتمۍ چې د امان الله خان مهر یې درلود خلیلی ته ورکړه په داسې حال کې چې خلیلي ژړل هغه يې په غیږ کښې ونیوله.
د خلیلي شعرونه دوې برخې لري یوه یې د طبیعت دښکلا، مینې او ځواني ده او دویمه برخه يې فلسفي ، حکمي او انتقادي ده .
دخلیلي په شعرونو کې طنزی توکي ډیر لیدل کیږي چې دا توکپ دهغه د پيغام په ښه رسولو کې لوی رول لوبوي، د هغه په طنزی شعرونو کې نیوکې او غندنې اصلي موضوعات ټاکي ، هغه غواړي ټولنیز ي ، سیاسي اواخلاقي ناخوالې وښیي او وغندي نو دا ناخوالی په هجو اوهزل بیانو ي .
د خلیلي د طنزی شعرونو منځپانګه عموماً د پردو نا دوده کړه ، د خلکو غوړه مالي ، ملګرو ملتونو دومخی ، دبشری حقوق ریا کاری ،دچارواکو تیر ایستنه او درواغ ا و نوری بنیادی موضوعات جوړوي
د هغه یوه طنزی – هزلی غزل دځان په هکله داسې دی:
نى عرض بشاهست ، نه بيمى ز وزيرم
اميـد نه از صدر ونه کـــارى به مديرم
نى جاه طلب هستم و نى عاشق کرسى
کــــــافى است لب نان ويکى گِند فقيرم
نه شاه ته عرض لرم ، نه له وزیره ویره
امید نه له صدره ،نه کار سره له مدیره
نه منصب غواړم نه عاشق د څوکۍ یمه
بس ده را ته یو ډوډۍ اوفقیرې خوټه
خلیلي دا نړۍ د حیلې او چل نړۍ بولی او وايي دلته هر سړی دوه مخه لری یو يی زموږ خواته او بل په حجاب کې دی افسوس څوک دا فرصت نه لری چې په سترګو دا تر نقاب لاندی ناشولټه مخونه وویني.
دارد دو روی هر که بود در جهان ما
یک رو به سوی ما و دگر در حجاب ها
کس را مجال نیست که بیند به چشم حیف
آن شکلهای زشت به زیر نقاب ها
لري دوه مخه هر یو چي دی په دې دنیا کي
یومخ یې موږ ته اوبل یې په حجاب کي
څوک دا حق نه لري چې وګوري افسوس
دا ناشولټه مخونه لاندي په نقاب کي
نوربیا