
حسن خان درمل
سریزه :
آیا فلسفه د هغو خواشینو بحثونو مجموعه ده چي
په غالب ډول یي د فلسفي کتابونو په جملو او تعبیرونو کي پیدا کوو ؟ او نور هیڅ ؟
آیا سقراط ددي چټي موضوع په اړه یا ددي هیڅ موضوع په اړه خپل وخت تیر کړی او خپله
هستي يي ددي هیڅ موضوع په باره کي بایللي ده؟
بي ګومانه چي داسي نه ده او دا موضوع ددې هیڅ
په اړه نه ده بیان شوي او هغوی خپل وخت ددي هیڅ موضوع په اړه نه ده مصرف کړی. د
حکمت چینه ، د روښنايي سرچینه او د علم او پوهي څخه رامنځته شوي ده ، هر ځاي چي د
حکمت فریښتي پښه ایښي ده نو هلته يي د جهالت او ناپوهي لمنه ټوله کړي ده ، یاني
حکمت او ناپوهي یا جهالت دوه ضد موضوعات دي او د منطق د پوهانو په وینا د هغوی یو
ځای کول ناممکن دي . د حکمت چینې نه یواځي دا چي له زړه څخه يي د ناپوهي رول لري
کړی بلکه د ژوند د اوبو چینه هم ده ، د ژوند هغه اوبه چي د ظلمت په تیارو کي یي
تږيو کسانو د معرفت اوبه ورکړي او هغوی ته یي بریالی ژوند ورکړی دی او له بیهوده
غمونو څخه یي خلاص کړي . هو ؛ فلسفه هغه ارزښتمنده ګوهر ده چې سقراط خپل ځان او
ژوند د هغې په لاره کي قرباني کړی دی . اصلاً کولای شو د فلسفي څخه سترګي پټي کړو
؟ له فلسفي څخه تیښته کول هم شتون لري ؟ بې له کومه ځنډه به زموږ ځواب منفي وي ،
ځکه چي تر هغه وخته چي انسان وي نو فکر کول به وي او تر هغه وخته چي فکر او اندیښه
وي نو فلسفه به وي ، یاني فلسفه د تفکر ریښتنی اولاد ده ، خو د انسان غوره امتیاز
له نورو حیواناتو څخه د هغه فکر کول نه دي ؟ بي فکره انسان څه کولای شي ؟ او له
نورو حیواناتو او جانورانو سره څه توپیر درلودلای شي ؟ له فلسفي څخه مخ اړول د
تفکر څخه مخ اړول دي او بي له فکرکولو ژوند د یوه انسان لپاره نه ښايي ، هو ؛
انسان تر هغه وخته چي وي باید فکر وکړي او فلسفه بیان کړي ، یاني د فکر کولو پر
مهال انسان ته داسي مسایل مطرح کیږي چي د فلسفي له نوم څخه پرته نه شو کولای د هغو
لپاره بنسټ وټاکو او همدارنګه نه شو کولای له حکمت او فلسفي پرته د مطالبو په طرح
او بحث باندي وغږیږو . ( داد به ، ۱۳۶۷، ص ، ۴) .
خو هغه پوښتنه چي په دي سریزه کي رامنځته
کیږي داده چي د ښووني او روزني فلسفه په کومو مطالبو او موضوعاتو باندي بحث کوي او
بیانوي يي ؟ خو مخکي له دي چي د ښووني او روزني د فلسفي په بحث باندي وغږیږو ، دي
ته باید پاملرنه وکړو چي په وروستیو څو لسیزو کي د ښووني او روزني په باره کي
پانګه اچوونه ، پرمختګونه او بریالیتوبونه تر ډیره حده پوري شوي دي او ډیرو
هیوادونو چي پرمختګ يي نه وو کړی له دي لاري پرمختګ کړی او د ژوند سټنډرډونه يي په
دوامدار ډول ډیر کړي او زیات کړي دي ، له همدي وجهي له ښووني او روزني څخه د یوي
فرهنګ جوړوونکي او د پوهي د ډیروالي د دستګاه په حیث ډیره هیله کیږي چي باید لازم
اقدامات وکړي . که چیرته نن ورځ د نړۍ په اړه خبري کیږي ؛ که چیرته نړیوال کیدل او
یا کلیوال پاتي کیدل یوه ټولنیزه پدیده وي ؛ که چیرته سنت ګرايي ( رسوم او عنعنات
) او تجدد د یوه آرماني کل (هیله ، ارزو) په حیث حساب شي ، نو په همدي ډول په
لسګونو نظرونه او ارزوګاني به د ښووني او روزني د کار د کیفیت او څرنګوالي او د هغو
د عناصرو د په لاس راوړلو لپاره تر سره کیږي.
( مهدیان ، ۱۳۸۵، ص، ۲).
د ښووني او روزني فلسفه چي له فلسفي نظره
ښوونیز مسایل مطالعه کوي د ښوونکو او روزونکو بنسټیزي پوښتني تر مطالعي لاندي نیسي
او په واقیعت کي هڅه کوي چي ښووني او روزني ته یو لوری یا طرف ورکړي ، له همدي
لامله ویلای شو چي ؛ په هر لوري حرکت کول د یوي توجیهي فلسفي د درلودلو مستلزم ده
یاني دي مهمي پوښتني ته په ځواب ویلو سره ؛ ولي دا ډول ، نه هاغه ډول ؟ مثلاً کله
چي ښوونه او روزنه یو داسي جریان فرض کړو چي له خلکو سره د شخصیت د سالمي ودي
(رشد) ، د ګټورو لارو په کشفولو او له
یوه خوښ ژوند څخه په ګټه اخیستنه کي مرسته وبولو نو طبعاُ له ډیرو
اساسي پوښتنو سره مخامخ کیږو.مثلاً : ولي ښووني او روزني ته جریان وايي ؟ له سالمي
لاري او طریقي څخه منظور څه شئ ده ؟ څه ډول کولای شو هغه تشخیص کړو ؟ پخپله له
لاري او طریقي څخه منظور څه شئ دی؟ په دي امر کي روزنه څومره ګټوره ده ؟ خوښ یا رضایتبخش
ژوند کوم ژوند ته ویلای شو؟ د یوه شخص یا ټولني د ژوند په خوښیدو کي کوم عوامل
ګټور دي ؟ او همدارنګه له دي متغیرو عواملو سره څه ډول چلند وکړو...؟
د ښووني او روزني بنسټیزه دنده د روزني
هدفونو ته د رسیدو لپاره د نظرونو یا فکرونو ، فرضیو او خاصو طریقو له رامنځته
کولو څخه عبارت ده . ددې دنده تحقیق په د هغي ټولني او هغو موقیعتونو په نس یا بطن
کي ده چي له دي سره یو ځاي پر موږ باندي خپل الزامات تحمیل کوي . یا په بل عبارت ؛
د ښووني او روزني فلسفه د افرادو موجوده قدرتونو ، امکاناتو او خنډونو یا موانعو
ته په پاملرني سره شیبه پر شیبه داسي ګټور خط مشونه او لاري چاري کشف او رامنځته
کوي چي پر قوي فلسفي استدلالونو باندي ولاړ وي . دا تاریخ جوړونه او کلتور ساتنه د
هغو انسانانو په برخه ده چي غوره فکر وړاندي کوي ، او د هغوی عملي کول د ټولني په
موجوده کلتور باندي یو څه زیات کړي ، یاني د افرادو د تکامل او تحول لوری یا طرف
او د هماغه ځاي له امکاناتو څخه شناخت او ګټه اخیستنه او هغه الزامات چي د هغو په
بطن یا نس کي دي د روښانه او لوړو هدفونو په لور لارښوونه کړي (( یاني ښوونه او
روزنه ده چي که چیرته په سمه توګه سره د هغي له امکاناتو او وسایلو څخه ګټه
واخیستله شي او په کار واچول شي نو حتماُ یو انسان هغه اهداف چي وغواړي ورته
ورسیږي په کم وخت او لیږ مصرف سره کولای شي ورته ورسیږي . درمل)).
خو دا ټکی هم باید له یاده ونه باسو چي
ښوونکي د خپلو مسلکي تجربو په لومړیو کي په ښوونځیو کي د خپلي زړورتیا او غښتلتوب
په اړه د فکرکولو له کلي او نظري حضور څخه نه نوي برخمن ((یاني ښوونکي په دي وخت
کي هغه د ښوونکیتوب پوره او کافي تجربه نه لري یاني خپل استعداد بي تجربي په کار
نه شي اچولای تر څو وکولای شي تجربه تر لاسه کړي . درمل).
په ډیری وختونو کي تدریس دلسردکوونکی وي یاني
هغه وخت چي ښوونکی د زده کوونکو ، والدینو ، مدیرانو او د ټولنیزو سازمانو د
غوښتنو په اړه فوري عکس العمل وښیي . ښوونکی د خپل خدمت په لومړنیو کلونو کي
ناچاره ده چي په خپل ورځني درسي پلان په چمتو کولو سره د ټولګي اداره ، په جلسو کي
ګډون او د ښوونځي د داخلي او بهرنیو کنفرانسونو غوښتني پوره کړي ، نو له همدي وجهي
د ښووني او روزني د ستونزمن امر د تأمل لپاره ورته کم وخت پاتي کیږي . د هغه ښوونکي لپاره چي ریښتیا هم په خپلو دندو
کي ښه ملا شي (یاني خپله دنده په ریښتنولي سره تر سره کړي) نو لازمه نه ده چي خپله
پاملرنه دي یواځي ورځنیو مسایلو ته وکړي . هر ښوونکی پوهیږي چي ښوونه او روزنه
داسي وسیله ده چي د فردي او ټولنیز ژوند سازمان ته شکل ورکوي . کله چي ښوونکی په
خپل نقش او رول باندي وپوهیږي نو ډیره هڅه کوي تر څو د روزني د مسألو په اړه فکر
وکړي او هغه غوره طریقي چي په ښوونه او روزنه کي ګټوري وي عملي کړي ، له هغه ځایه
چي تدریس یو اخلاقي فعالیت دی نو د نظریي او عمل د دقیق یوځايوالي مستلزم دی ،
یاني نظریه او عمل باید یو له بل سره یو ځای کړي تر څو نور هم ګټور واقع شي ، یاني
نظریه له عمل څخه پرته کافي نه ده او هغه عمل چي د نظريي له لارښووني څخه بي برخي
وي نشي کولای چي موږ یوه ځای ته ورسوي.( جرالډ،ال . ګوټګ ، ۱۳۸۴، ص،۶).
بناء د ښووني او روزني د کورس هڅه داده چي
محصلان د ښووني او روزني له نظریو او تیوریو سره بلد او آشنا کړي او هغوی له
مسایلو سره مخامخ کړي او همدارنګه هغوی د مسایلو په اړه فکرکولو ته وهڅوي ، یاني
فلسفي کیدل له فکر کولو څخه پرته ممکن نه دي او ویلای شو چي ددي دواړو په منځ کي
پوله (سرحد) غیر ممکن دی . د ښووني او روزني د فلسفي مطالعه هغه وخت ګټوره او
مؤثره ده چي ویونکی :
v له فکر کولو څخه ونه ویریږي
v د مخالفو افکارو او عقایدو د تحمل
زړورتیا(شهامت) ولري
v له ځواب څخه ډیر د پوښتني کولو په اړه فکر
وکړي
v تیز لیدونکی(تیزبین) او تیزاوریدونکی واوسي
v د پدیدو په منځ کي په ارتباط کي دقیق واوسي
v ښوونکی یا مؤلف یواځي یو لارښوود وګڼي بي له
دي چي په هغه پوري تړلی وي او یا هم له هغه څخه دا تمه ولري چي ټول مسایل یي باید
ورته حل کړي
v د ښوونیزو مسایلو په اړه فکر کول باید ضروري
وګڼي
v له پخوانیو ښوونیزو مسایلو څخه باید د اوسنیو
ښوونیزو مسایلو په اړه ډیر فکر وکړي ، دي مهم ټکي ته په پاملرني سره هره ښوونیزه
مسأله ځانګړی تاریخ لري
v د یوه یا دوو کتابونو په لوستلو باندي اکتفأ
ونه کړي ځکه د ښووني او روزني د فلسفي مسایل دومره دي چي په یو دوه کتابونو کي نه
ځایږي
v خپل ځان باید یو زده کوونکی ونه ګڼي چي یواځي
په غوږ نیولو او یا د درسي دندو په تر سره کولو سره ځان قانع کړي بلکه یو ریښتنی
همکار واوسي او دا مرسته وکړي چي دا درس په یوه مباحثه بدل کړي .
ددي لپاره چي د ښووني او روزني د جریان په
اړه د انتقادي دید چوکاټ رامنځته شي نو ددي مضمون په مختلفو برخو کي د ښووني او روزني فلسفه ، د فلسفي مفهوم ، د
فلسفي موضوع او هدف ، د ښوونکو لپاره د فلسفي د مطالعي اړتیا، د ښووني او روزني
معني او مفهوم ، د ښووني او روزني اهمیت او اړتیا او د ښووني او روزني عناصر هر یو
يي په جلا فصل کي تر څیړني لاندي نیول شوي ، او په دوهم فصل کي د ښووني او
روزني د فلسفي معني او مفهوم ، د ښووني او روزني د مطالعي طریقي ، د ښووني او
روزني د فلسفي رابطه د نورو علومو سره او د ښووني او روزني د فلسفي د موضوع مطالعه
تر بحث لاندي نیسو، په دریم فصل کي د ښووني او روزني دوه لويي او قدیمي
فلسفي ( ایډیالیزم او ریالیزم ) مطالعه کوو ، په څلورم فصل کي د ښووني او
روزني دوه لويي او مشهوري فلسفي (پرګماتیزم او اګزیسټانیزیالیزم ) تر بحث لاندي
نیسو ، په پنځم فصل کي په اسلامي پر باره ښوونیزه فلسفه باندي نظر اچوو .
باید یادوونه وکړو چي پورتني یاد شوي مکاتب لنډ معرفي شوي او د هر مکتب له
نظره ښوونه او روزنه ډیره لنډه توضیح شوي
ده ، او په همدي ترتیب د ښووني او روزني اهداف ، درسي پروګرام (برنامه) ، د تدریس
طریقي او د هر مکتب د ارزوني نقد تر څیړني لاندي نیول شوی دی.
باید پاملرنه وکړو هغه فصلونه چي پورته مو
نومونه واخیستل په خلاصه ډول مطرح شوي دي ، محصلان باید هغه منابع او کتابونو چي
وروسته به معرفي مطالعه کړي .د یادووني وړ ده چي ددي لکچر مطالب د فکرکولو لپاره
ښه فرصت برابروي تر څو محصلان فکر وکړي او تصمیم ونیسي او پخپله مفاهیم او مقولي
تحلیل او تجزیه کړي ، په بل عبارت په دي لکچر نوټ کي روښانه ترجیح ورکړل شوي چي
مطالب او موضوعات باید په پوره ډول هضم شوي نه وي ، بلکه په حقیقت کي باید له
پوښتنو او مسایلو سره مخامخ شي تر څو پخپله محصلان د یوي مسألي په حل کولو فکر
وکړي او د هغي د حل لپاره هڅي وکړي . سربیره پر دي دا هم باید ومنو چي په دي کورس
کي د فعالیتونو محراق او اساس د ښووني او روزني مسایل او مفاهیم جوړوي ( په دي
کورس کي له فلسفي څخه مهمه ښوونه او روزنه ده ).
دا هم باید ووایو چي د لکچر نوټ (د ښووني او
روزني فلسفي ) د بډایني او بهبود لپاره د ښوونکو ، محصلانو او نورو ویوونکو نظریاتو
، وړاندیزونو او اصلاح ته هم په درنه سترګه کتل کیږي .
په درنښت
ژباړه: حسن خان درمل
له خپلي ناپوهي څخه خبرتیا د پوهيد لو په لوري لوړ قدم دی...
لومړی برخه
کلي مفاهیم
فلسفه څه شئ ده؟
فلسفه له دوو کلمو «philia» د دوست لرولو او «Sophia» د حکمت
په نوم ده تشکیل شوي ده . او سوفیا د عقل او پوهي په معنی هم په کار وړل شوي ده ،
بناء فلسفه یاني له عقل سره عشق او علاقه او فیلسوف یاني د پوهي دوست یا ملګری (
آموزګار ،۱۳۷۹،ص،۱۱).
خو باید پاملرنه
وکړو چي :
v
فلسفه یو تعداد مبهم
او غیر د فهم وړ مفاهیم ، عبارات او جملي نه دي ؛
v
فلسفه په ځانګړي فرد
یا افرادو پوري اړه نه لري ؛
v
فلسفه په یو یا څو
مشخصو پدیدو پوري اړه نه لري ؛
v
فلسفه په کتابونو کي
نه ده بلکه په طبیعت کي موجوده ده ؛
v
فلسفه د انسان له
ژوند څخه د تفکیک یا توپیر وړ نه ده ؛
v
فلسفه د مشخصو
معلوماتو یوه برخه نه ده چې وکولای شو هغه تدریس کړو یا يي زده کړو ، موږ د فلسفې
مفاهیم زده کوو ، نه فلسفه او فلسفیدن ؛
v
فلسفه زړه منونکي ده
، نه زړه آزارونکې ؛
v
فلسفه د ټولو خلکو
لپاره د پوهیدو وړ ده ؛
v
فلسفه اوبدونکي (
بافتني ) او جوړوونکي نه ده ، بلکه پیداکوونکې ، کشفوونکې او توضیح ورکوونکې ده؛
v
فلسفه د ژوند او د
هغه له مسایلو څخه سرچینه اخلي ؛
v
فلسفه د انسان د
تفکر او ځیرکتیا معلوله او مدیونه یا پوروړي ده او په عین حال کي د هغو محرکه ده ،
فلسفه تفکر ده خو هر تفکر فلسفه نه ده ؛
v
د فلسفي کیدو لپاره
باید ځیرک یا کنجکاو واوسو ، جزيي مسایل هم وڅیړو ، زموږ بنسټ باید پوښتنه وي ، نه
ځواب ویل ، یاني فلسفه اساساً د پوښتنه ده نه ځواب ؛
v
د فلسفي کیدو لپاره
باید د خلکو سره او د خلکو په منځ کي و اوسو ، نه داسي چي په یوه کوټه کي واوسو او
فکر وکړو او یا هم په یوه مستقیمه لاره حرکت وکړو .(شعاري نژاد،۱۳۷۶،ص، ۵۸).
دلته نو ددې پوښتني ځای دی چي
آیا د فلسفي لپاره هم یو واحد تعریف لکه څرنګه چي د مربع یا مستطیل لپاره بیانوو ،
بیان کړو ؟ یاني داسي تعریف چي هم ځانګړی وي او هم د ټولو فلسفو لپاره د قبول وړ
وي او هم د فلسفي ماهیت بیان کړي ؟
ځواب دادی چي د داسي تعریف تر
لاسه کول ناممکن دي . د تفکر د تاریخ په اوږدو کي له فلسفي څخه ډول ، ډول تعریفونه
شوي دي . ددي تعریفونو د نه همغږي لامل دادی چي فیلسوفانو د انسان او نړۍ (فلسفي
مسایلو) په اړه د مختلفو نظریاتو څیړنه کړي ده . ددې نظريي پر بنسټ هغوی (فیلسوفان
) د فلسفي د مانا ، موضوع ، هدف ، دندي او په نتیجه کي د هغي د تعریف په اړه یو
نظر نه لري .
خو په کلي ډول فلسفه په دوو
ماناوو کي په کار وړل کیږي ، په خاصه مانا او په عامه مانا ، چي دادی د هر یوه په
اړه یي غور او فکر کوو او تر بحث لاندي يي نیسو.
۱ – فلسفه په عامه مانا سره : په عامه مانا سره
فلسفه د هر کس له شخصي نړۍ لید( جهان بیني ) څخه عبارت ده او له نړۍ لید ( جهان
بیني ) څخه مقصد هغه نظر یا فکر (بینش) دی چي هر شخص يي د فلسفي مسایلو په اړه
یاني هغه مسایل چي په الله (ج) ، نړۍ او انسان پوري اړه لري ، ولري ، چي دا فکر یا
نظر (بینش) د افرادو له ټولنیزو ، محیطي او شناختي عواملو څخه متأثیره ده . پر
همدي بنسټ ټول خلک فیلسوفان دي ، یاني فلسفه په عامه مانا سره په یوه ځانګړي شخص ،
زمان او مکان پوري اړه نه لري بلکه د انسان له پیدایښت سره یو ځای رامنځته شوي او نه
شو کولای د هغه لپاره ټاکلی وخت په نظر کي ونیسو ، په دي مانا کي دیني او غیر دیني
، فردي او غیر فردي نړۍ لیدني ( جهان بیني ) او همدارنګه د لویو فیلسوفانو د عامو
او عادي خلکو فکرونه او نظرونه په بر کي نیسي.
۲ – فلسفه په خاصه
مانا سره : په خاصه او دقیقه مانا سره فلسفه د هستي د مسایلو په اړه له ژور او سنجول
شوي فکر څخه عبارت ده ، د فلسفي په دي مانا سره د فلاسفو په منځ کي د فلسفې د
تعریف په اړه مختلف نظرونه موجود دي چي موږ دلته د مختلفو نظرونو څخه د نموني په
ډول څو تعریفونه راوړو:
·
افلاطون : له محسوس
عالم څخه د غیب عالم په لوري حرکت یا سیر کول دي .
·
کانټ : ټول هغه شیان
چي موږ يي یواځي او یواځي یا په خاص ډول د عقل پواسطه بې د تجربي له مداخلي څخه
درلودونکي یو.
·
کارټ : فلسفه هغه
پوره ونه ده چي ریښه يي میتافزیک او تنه يي فزیک ده او دا ونه دری څانګي لري چي
عبارت دي له : میخانیک (میکانیک) ، طب او اخلاق .
·
او بالاخره فلسفه د
هستي د کلي ترینو مسایلو په اړه د منطقي او عقلي تفکر څخه عبارت ده .( آموزګار،
۱۳۷۹، ص، ۱۲).
په ساده ژبه سره د
فلسفي تعریف: فلسفه : پوښتنو ته د انسان له هغو استدلالي ځوابونو څخه عبارت ده چي یواځي
د ازمایښت او مشاهدي له لاري هغه ته ځواب نه شو ویلای. فلسفه داسي تفسیر دی چي هم
عادي خلکو ته او هم نور عالم ته هغه مسایل چي د هغوی په نظر پټ یا مبهم دي او د
هغوی پوښتني ددې مسایلو په اړه بي ځوابه پاتي دي ، ځوابونه وړاندي کړي .له همدي
وجهي غواړي چي د ټولنیزو الزاماتو ، تجاربو او معلوماتو د میزان تر تأثیر لاندي
هغو بي ځوابه پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي یاني « د فلسفي مفهوم له یوه عام درک څخه
د تر یوه ژور عالمانه درک پوري د زنګیدو په حال کي ده ». فلسفه هغه څوک رامنځته
کوي چي خپله ناپوهي او جهالت ورته معلوم شي او یواځي هغه څوک چي په خپله ناپوهي
پوه شي او پاملرنه ورته وکړي او دخپلي ناپوهي په لري کولو کي هڅه کوي ، انسان دی. هغه
څه چي د انسان د اعمالو په اړه د تجربي ، د وخت په تیریدو او د تاریخ په اوږدو کي
ملاحظه کوو ، دادي چي په طبیعي ډول له ناپوهي څخه ځانګړي پوهه تر لاسه کول دي او
له انسان څخه د ناپوهي د لري کولو او پوهیدولو لامل شي . البته دا علاقمندي د خپلي
ناپوهي او جهل د لري کیدو لپاره رامنځته کیږي او طبیعي ده .
هغه څه ته په
پاملرني سره چي تراوسه مو بیان کړل دي پایلي ته رسیږو چي :
·
فلسفه یو ډول
پوهیدنه ده چي یواځي او يواځي په انسان پوري اړه لري .
·
فلسفه نسبي حالت لري
،نه قطقي .
·
د فلسفي په عامه
مانا کي ټول شناختونه ګډون لري یا پکي شامل دي .
·
فلسفه د ژوند د
مختلفو مسایلو په څیړلو او انتقاد باندي غږیږي ، په بل عبارت د معاصري نړۍ
فیلسوفان د ښوونځیو د جوړولو سره علاقه نه لري بلکه د مسایلو په څیړلو او انتقاد
باندي بحث کوي .
·
معاصره فلسفه ژبه د
یوه مهم او مؤثر عامل په حیث په تفسیر او توجیه کي قبلوي ، خو هغه یواځي د فلسفي
موضوع نه بولي ، په بله وینا معاصره فلسفه ژبه د بشري تجربي آخیرني حدود نه بولي .
په کلي ډول فلسفه
یوه فکري لاره یا طریقه ده ، مخکي له دي چي د یو لړ نتایجو سیسټم و اوسي او په یوه
سیسټم کي را یو ځاي شي ، د ځینو نورو پوهانو له نظره چي وايي فلسفه نه شته بلکه
فلسفیدن موجود دي او یا که داسي ووایو چي فلسفه شتون نه لري بلکه فلسفیدن شتون
لري.
د فلسفي موضوع :
لکه څرنګه چي د فلسفي لپاره یو
ځانګړی تعریف چي د ټولو پوهانو لپاره د قبول وړ وي شتون نه لري او یو ډیر ستونزمن
او ناممکن کار دی ، نو د فلسفي د موضوع او
مسایلو طرحه کول چي د ټولو ښوونځیو د قبول وړ وګرځي دا هم یو ډیر ستونزمن کار دی
او په آساني سره نه شو کولای چي د فلسفي لپاره موضوع وټاکو.په هر حال مختلفو
نظریاتو ته په پاملرني سره کولای شو د فلسفي موضوع په لاندي پنځو حوزو کي په ترتیب
سره بیان کړو :
·
د استدلال او
استنتاج (نتیجه ګیري یا استدلال) په اړه تفکر : ددي تفکر حاصل د منطق پوهه ده ،
یاني هغه پوهه چي په هغه کي د سم فکرکولو ، سم تعریف کولو ، سم استدلال کولو ، او
همدارنګه په علمي څیړنو کي له سمو طریقو د ګټي اخیستلو طریقي تر بحث او څیړني
لاندي نیول کیږي .
·
د شناخت په اړه تفکر
: ددي تفکر پایله د شناخت پیژندني په اړه بحث کول دي، په شناخت پيژندنه کي د انسان
دپیژندلو د حدودو او ارزښت پرځاي کي د شناخت د وسایلو اوهمدارنګه له حقیقت څخه بحث
کیږي.
·
د هستي په اړه تفکر
: ددې تفکر حاصل د هستي پيژندني یا موجوده علم په اړه پوهه ده ، په دې برخه کې د
هستي د مطلق شتون څخه بحث کیږي .
·
د اخلاقي کارونو په
اړه تفکر: ددي تفکر پایله د اخلاقو پوهه ده ، دا پوهه یا علم هڅه کوي تر څو روښانه
کړي چي انسان څه ډول رفتار وکړي تر څو نیکمرغي او سعادت ته ورسیږي .
·
د ښکلا پیژندني په
اړه تفکر : ددې تفکر حاصل د ښکلا پیژندني په اړه پوهه ده ، په دي پوهه کي د طبیعي
او هنري ښکلاګانو څخه او همدارنګه په دي پوري د اړوندو مسایلو څخه بحث کیږي او هڅه
کیږي چي دا روښانه شي چي ولي ښکلی ، ښکلی دی ؟
دي ته په پاملرني
سره چي شناخت پیژندنه او هستي پيژندنه کولای شو چي تر یوه کلي مابعدالطبیعه عنوان
لاندي راولو او همدارنګه دي امر ته په پاملرني سره چي اخلاق او ښکلا پیژندنه هم تر
یوه عنوان لاندي چي ارزښت پیژندنه ده راولو . نو ویلای شو چي فلسفه په کلي ډول له
دریو موضوع ګانو څخه بحث کوي :
·
منطق
·
مابعدالطبیعه : په
دي کي شناخت پیژندنه او هستي پيژندنه ګډون لري
·
ارزښت پيژندنه : په
دي کي اخلاق او ښکلا پیژندنه ګډون لري .
د فلسفې موخه ( هدف
):
په دي باندي پوه شوو
چي د فلسفي تعریف او موضوع د هغه ښوونځي پر بنسټ چي ټاکلی مو دی یو له بل څخه
توپیر پیدا کوي . دا ټاکنه به ددي لامل شي تر څو د هر ښوونځي پلویان (طرفداران) د
فلسفي لپاره یو ځانګړی هدف هم وټاکي ، هغه مهمي موخي چي د فلسفي لپاره ټاکل شوي دي
په لاندي ډول دي :
·
د حقیقت پيژندنه : د
تفکر د تاریخ په اوږدو کي هغه خورا مهمه موخه چي د فلسفي لپاره ټاکل شوې ده هغه د
حقیقت پيژندل دي . پر همدي بنسټ فیلسوف حقیقت څیړوونکی او فلسفي ته يي څیړنیز
حقیقت ویلی دی .
·
عقلي نړۍ ته رسیدل :
فلاسفه ددې مانا په قبلولو سره چي د فلسفي هدف د حقیقت پيژندل دي .له یو بل هدف
څخه چي پایله یي د حقیقت پيژندل دي هم خبري شوي دي او هغه دا چي فلسفه داسي هڅه ده
چي د هغې هدف او پایله د انسان نفساني او معنوي بل ډولوالی (دګرګوني ) ده او په
نړیوال تعقل باندي د هغي بدلول دي .
·
ځان پيژندنه ( خدا
ګونه شدن) : حاکمان د فلسفي په عملي برخه باندي په تأکید کولو سره خپل باور داسي
څرګندوي چي د فلسفې عملي هدف هاغه دی چې
انسان خپل ځان له بدو او ناوړه صفتونو څخه پاک کړي او په نیکو انساني او اخلاقي
الهی صفتونو يي برابر کړي .
·
د ژوندانه اصلاح کول
: په نوي عصر کي چي د کارونو عملي او ګټوري برخي ډيري د پام وړ دي نو ډیرو فلاسفو
د فلسفې موخه د انسان د عملي ژوند اصلاح کول بیان کړي دي . دوی د شیانو له حقیقت
سره کار نه لري او د نړۍ له پيژندلو څخه لکه څرنګه چي ده همداسي خبري کوي او له
فلسفې څخه دا هیله لري چي انسان ته د نړۍ د بدلیدو (ټولنه او اړیکي يي) څرنګوالی
ورزده کړي .(داد به ،۱۳۸۵،ص،۳۶).
د ښوونکو لپاره د
فلسفې مطالعه کولو ته اړتیا :
دي پوښتني ته یو لنډ
ځواب چي ښوونکي ولي فلسفه مطالعه کوي دا ده چي « انسانان دي » او د هغوي ژوند هم د
نورو خلکو په څیر له داسي مختلفو مسایلو څخه ډک دی چې مجبوره دي د هغو د حل لپاره
او د خپل ژوند د دوام لپاره پریکړه ( تصمیم ) ونیسي او دا پریکړه به يي طبعاً په
یوه ځانګړي نظر ولاړه وي چي له هغي څخه د فلسفي تعبیر کوو. ښوونکی د خپل ژوند په
خاصو مسایلو سربیره ، ښوونکیتوب هم د نورو مسلکونو په څیر د داسي ځانګړیو حرفوي
مسایلو سره مخامخ ده چې هغو د ښووني او روزني مسایل وایو او د هغوی د حل لپاره
ښوونکي مرتبي پریکړي یا تصمیم نیوني ته اړتیا لري چي پخپله دا تصمیم نیونه د
روزنیزو مسایلو د تعداد او ډولونو ښکاروندوی ده ، چي په کلي ډول د ښوونکو عمده
روزنیز مسایل په ترتیب سره په لاندي برخو کي لنډیز ( خلاصه) کوو:
۱ – د هدف ټاکل او
انتخابول : دي پوښتني ته په ځواب ویلو سره چي « غواړو خپل محصلان چیرته ورسوو؟» یا
« وغواړو چي زموږ محصلان څه ډول کسان شي ؟» یا « ټولنه له ښوونځي څخه څه ډول
غوښتنه لري ؟» او «...؟» په دي برخه کي ښوونکی ټاکل شوي روزنیز هدفونه تر څیړني او
انتقاد لاندي نیسي او د معاصر ژوند معیارونو ته په پاملرني سره د هغوی د ارزوني په
هڅه کي کیږي .
۲ – د موضوع یا
محتوا ټاکل : دي پوښتني ته په ځواب ویلو سره چي « محصلان خپلو ټاکل شویو اهدافو ته
څه ډول اطلاعاتو ، مهارتونو او تجربو ته اړتیا لري » ښوونیز نصاب چي وروسته به بحث
ورباندی وشي د ښوونکي ستره وسیله ده چي انتقادي څیړني ته اړتیا لري .
۳ – د لاري یا طریقي
ټاکل : په معاصره ښوونه او روزنه کي د روزني طریقي په ځانګړي ډول د تدریس طریقي
ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی په داسي ډول چي د هر ښوونکي د تدریس بریالیتوب په عمده
ډول د هغه په ټاکل شوي او د ګټي اخیستني وړ طریقه د زده کړي د ارزوني لپاره د
بریالیتوب یا زمیني په برابرولو پوري تړلی دی چي طبعاً د هغه د روزني د فلسفي څخه
متأثیره ده . د تدریس او زده کړي د برخي د طریقو په څیړلو کي ځیني دا ډول پوښتني
مطرح کیږي ؛ ۱ – آيا زده کړه باید په ګروپي کار یا د فردي زده کړي په تجربو باندی
متمرکزه وي ؟ ، ۲ – پخپله ښوونکی د خپلي
درسي موضوع په اړه له دي دوو طریقو څخه ( ځانګړی یا انفرادي او یا ډله ایز یا
ګروپي ) باندي ډیر باور ولري ؟ ، ۳ – آیا د خاصي زده کړي د سطحي یا هري دوري لپاره ګټوري طریقي شتون لري ؟ ، ۴ –
آیا په وسایلو سمباله زده کړه کولای شي د زده کړي په سهولت ، دقت او سرعت باندي
نور څه زیات کړي ؟ او یا د محصلانو ماشیني کیدل ، د هغوی په ماشیني کیدو باندي د
متکي کیدلو لامل کیږي ؟ ، ۵ - ښوونکي د
ټلویزیون په وسیله د برنامه ی زده کړي او تدریس په اړه څه نظر لري ؟، ۶ – د جمعي
ارتباطي وسایلو رول په ځانګړی ډول د ټلویزیون رول د زده کوونکو د زده کړي په اړه
څه ډول دی ؟ ، ۷ – د زده کړي څو سلنه (فیصده ) باید نظري او څو سلنه يي باید عملي
تجربي وي ؟ ، ۸ – د زده کړي او تدریس د مختلفو دورو په منځ کي باید درسي مواد او
موضوعات څه ډول توزیع شي ؟ ، ۹ - ...؟
۴ – ارزونه (
ارزیابي ) : تدریس او ارزونه یو له بل سره لازم او ملزوم دي او د هر ډول زده کړي
او تدریس د توفیق میزان کولای شو د ارزوني په وسیله پيدا کړو . د ارزوني په برخه
کي طبعأ له دا ډول پوښتنو سره مخامخ کیږو: محصلان باید څه ډول و ارزوو؟ آیا له
اوسنیو ازموینو څخه ګټه اخیستنه کولای د ارزوني یوه طریقه واوسي ؟ آیا ارزونه باید
عیني وي که غیر عیني او یا هم ددي دواړو ترکیب وي ؟ څومره باید د محصلانو هڅي او
توانايي په نظر کي ولرو؟ آیا له تکړه او بااستعداده زده کوونکو او محصلانو څخه
ځانګړی یا جلا امتحان واخلو؟ آیا محصلان باید د یوي ډلي یا ګروپ په څیر له يوه
ټولګي څخه بل ټولګي ته ارتقاء یا لوړوالی وکړي او یا هم باید د درسي مهارت پر بنسټ
وي ؟ .
۵ – د ټولګي انضباط
یا اداره : کیداي شي په ټولو ښوونځیو او حتی په پوهنتونونو کي د ښوونکو اساسي
پوښتنه دا وي چي د زده کړي ټولګی باید څه ډول اداره کړو؟ ځکه چي انضباط یا نظم د
هر ډول زده کړي لپاره لازمي شرط دی . د انضباط ، اداري او رهبري په برخه کي باید
په دا ډول پوښتنو باندي فکر وکړو : د ټولګي د کنټرول لپاره باید څه ډول فنون په
کار یو سو چي د محصلانو د سن ، د رشد سطحي او یا تکامل سره متناسب وي ؟ آیا هر وخت
تحقیر او استهزاء د انضباط لپاره معقولي او ګټوري طریقي دي ؟ آیا درسي دندي باید د
مجازاتو او تنبیه په ډول په کار یوسو؟ منطقي پيښي (عواقب) او د مثبت انضباط فنون د
محصلانو د پرخاشګر رفتار په کنټرول کي څه ډول ګټور دي ؟ او بالاخره آیا بدني تنبیه
باید ورکړو ؟ او ...؟ (تنها،۱۳۸۵،ص،۶).
ښوونه او روزنه څه
شئ ده ؟
د ښووني او روزني د
کلمې کارول چي په یوه واحده مانا باندي دلالت کوي ، نو دا اصطلاح «د ښووني او
روزني » له کلمو څخه مرکبه ده ، دهغي کلمي
سره معادله ده چي په ټولو ټولنو کي د (Education) د کلمي په حیث د
پيژندلو وړ ده . ددې دوو کلمو یو ځای په کارول کیداي شي په دې دلیل وي چي نه د ښووني او نه هم د روزني کلمې په یواځي ډول
سره پورتنۍ مانا ورکولای شي ، د ګټي اخیستني وړ ده .
ویل کیږي چي (Education) دوه ریښې لري چي یو
يي (Educare) چي ډیر پراخ استعمال
لري او د حیواناتو لپاره هم په کار وړل کیږي او مانا يي بار راوړل ، له بهر څخه
شکل ورکول ، تغذیه او پالنه ده ، او بل يي هم د تربیت یا روزني مفهوم دی که څه هم
ځيني وختونه په غلط ډول د غیرانسان لپاره په کار وړل کیږي ، خو غوره داده چي د
هغي دقیقي مانا ته چې هماغه انساني ګوهر
او ارزښتونه دي او انسان د نورو موجوداتو څخه بیلوي او ممتاز کوي باید پاملرنه
وکړو او هغه د یو بیولوژیک مفهوم څخه چي د یو اشرف المخلوقات انسان په لوري باندي
کش کړو . هغه انسان چي د مطلوبو متعالي ارزښتونو په قالب کي ځاي لري نو هغه
ارزښتونه باید قبول کړي ، مینه ورسره ولري او هغوی په کار یوسي او د ژوند په ټولو
برخو کي لکه دین ، عرفان ، ادب ، هنر ، آداب ، د علم او فلسفي اخلاق او په نورو
برخو کي يي ښکاره کړي . نو د همدي مانا له
مخي روزنه د یوي ټولني د کلتور په لاره کي دکلتوري اساسي عناصرو په ساتلو ،
رامنځته کولو او تکامل کي تر سره کیږي ، او د انسان روزنه له فردي اړخ څخه بهر
کیږي او ټولنیزو اړخونو ته هم پراختیا پیدا کوي او هغه وخت یوه ټولنه د حقیقي
ارزښتونو په لاره کي او یا احیانأ د کلتور د راپریوتو (انحطاط) لامل کیږي .(
مهدیان ، ۱۳۸۵،ص،۱۴).
د ښووني او روزني مانا او مفهوم :
که چیرته وغواړو د ښووني او
روزني څخه تعریف وړاندي کړو نو څه ډول تعریف به جامع ، مناسب او کامل وي ؟ که څه
هم د ښووني او روزني پوهانو او د نظر خاوندانو د روزني له مفهوم څخه ځانګړي
تعریفونه کړي دي خو هغوی ټولو د روزني تعریف
ډیر ستونزمن ګڼلی ده ، ځکه چي د هغې د موضوع یا محتوا ، طریقي او کیفیت په اړه د
نظر یووالی شتون نه لري . له دي سره سره بیا هم د ښووني او روزني د ښه تعریف لپاره
ډول ډول ځانګړتیا او خاصیتونه موجود دي چي هغو ته باید پاملرنه وشي .
دا خصایص یا
ځانګړتیا عبارت دي له :
·
د منسجمو اهدافو
مجموعه چي په ګډه سره د روزونکي او روزل شوي یا زده کوونکي (مربي او متربي) له خوا
ټاکل شوی او تعریف شوي وي ، په بر کي نیسي .
·
د روزنیزو جریانونو
ټاکل ؛ په داسي ډول سره چي له یوي خوا د ټاکل شویو اهدافو سره اوله بلي خوا د ژوند
پيژندني ، ارواپوهني ، او ټولنپوهني له قوانینو سره چي د زده کوونکي د عمل سره
برابر او همغږی ولري .(مهدیان ، ۱۳۸۵،ص ۱۵).
هغه څه ته په
پاملرني سره چي تر اوسه مو ورباندي خبري وکړي نو په دي برخه کي د ښووني او روزني
څخه تعریف وړاندي کیږي تر څو په لومړي قدم کي روښانه شي چي د نظرد خاوندانو له
نظره ښوونه او روزنه څه شئ ده ؟ کوم اړخونه په بر کي نیسي ؟ او کومي موخي (هدفونه)
پکښي ګډون لري ؟ او په دوهم قدم کي د تعریفونو تر منځ مناسبه پرتله (مقایسه) وشي
او ویوونکی د ښووني او روزني په اړه د لویانو له خبرو څخه په خبریدو سره د تاریخ
په اوږدو کي د هغي پالنه وکړي او د مانا تحول او راز راز والی درک کړي .
·
امیل دورکیم : ښوونه
او روزنه د انسانانو د ټولنیز کیدلو له فن څخه عبارت ده .
·
مونټيني : ښوونه او
روزنه یواځي محفوظاتو ته پاملرنه نه ده ، ځکه چي دا مهم امر ماشوم د ژوند کولو
لپاره نه چمتو کوي بلکه د روزني هدف د
انسانانو د جوړښت (سازندګی) له هنر څخه عبارت ده چي د ګټور ژوند لپاره رامنځته شي
.
·
پسټالوژي : ښوونه او
روزنه په انسان کې د ټولو موجوده استعدادونو او قوو له طبیعي او تدریجي ودي(رشد)
او همغږیتوب څخه عبارت ده .
·
هربارټ : ښوونه او
روزنه د ماشوم له هغې ساتني (مراقبت ) او د هغو معلوماتو له ورښوودلو څخه عبارت ده
چي هغه(ماشوم) د هنر ، مهارت ، فضیلت او تقوا څيښتن کړي . او له دي زده کړو څخه
هدف باید د شخصیت کمال ته لاسرسی وي یاني د جسم او روح اعتدال او همغږي رامنځته
کړي .
·
فروبل : ښوونه او
روزنه په انسان کي د پټو بالقوه استعدادونو او قوو له ودي (رشد) او تکامل څخه
عبارت ده .
·
جان ډیوي: ښوونه او
روزنه د یوه شخص د تجربو د سازمان نوي کول (تجدد) دي او تجربه د شخص او چاپيریال د
متقابل چلند حاصل بولي .(طاهر،۱۳۸۶،ص،۹).
·
افلاطون : روزنه د
طبیعي استعدادونو غوړول او کشفول دي ، او یا د شخص او چاپيریال د اعمالو په نتیجه
کي د قوې له حالت څخه د فعل حالت ته د هغوی راوړل دي .
·
ژان ژاک رسو : رسو
په دي باور دی چي روزنه داسي فن او هنر دی چي د طبیعي قوانینو په مراعات کولو او
په خپله د هغه په همکاري سره د زده کوونکي د طبیعي استعدادونو او قوو څخه د لارښووني
او حمایت په وسیله د ژوند کولو لپاره رامنځته کیږي یا تحقق پیدا کوي .
·
جان لاک : روزنه په
سالم بدن کي د سالم روان د رامنځته کولو زمینه ده چي فردي او همدارنګه ټولنیزه
نیکمرغي رامنځته کوي .
·
کانټ : روزنه له
پرورش (پالني) او تأدیب سره او ښوونه له کلتور سره یوځاي بولي چي په هغه کي د
راتلوونکې ټولني د زده کوونکو بریالیتوب دی ، هغه ټولنه چي څو ځله له اوسنۍ ټولني
څخه غوره ده .
·
فارابي : د دریمي
اسلامي هجري قمري پیړۍ له پوهانو څخه دی ؛ روزنه لومړی ددي نړۍ د کمال او نیکمرغي
د په لاس راوړلو او په آخیرنۍ نړۍ کي د کمال او نیکمرغي د په لاس راوړلو لپاره
لارښوونه او هدایت بولي .
·
ابوعلي سینا : د
څلورمي اسلامي هجري قمري نړۍ له پوهانو او نابغو څخه دی وايي چي ؛ روزنه د دنیوي
کمال او الهي جاودانه نیکمرغي د په لاس راوړلو لپاره د ماشوم د ودي ، کورني
روغتیا(سلامت) او دټولینزو لارو چارو د تدبیر لپاره یوه پلان جوړونه(برنامه ریزي)
ده .
·
امام محمد غزالي : د
پنځمي هجري قمري پیړۍ له لویانو او پوهانو څخه دی او روزنه په لاندي ډول تعریفوي:
د روزني فن ؛ له میني ډک ، عاقلانه ، له ورو او پیوسته کړنو سره له زانګو څخه تر
قبره پوري عمل ، او کله کله هم عمل او عکس العمل دی او هغه څوک چي روزونکی (مربي )
دی دا دنده لري چي د زده کوونکي (متربي ) د نیکبختي ، مادي او معنوي ګټو لپاره او
هغه خدايي استعدادونه چي هغوی يي لري د
روزلو او همغږي کولو لپاره یي باید هڅه او کوښښ وکړي . دا جریان یو فطري او طبیعي حق
او اړتیا ده او د هغوی (زده کوونکو) سم اعمال د پیدایښت له وخته ورسره وي او په
پایله کي د جمعي (ټولني) په ګټه هم دي .(مهدیان ، ۱۳۸۵،ص،۱۸).
له پورتنیو تعریفونو څخه دې
پایلي ته رسیږو چي په پراخ مفهوم سره ښوونه او روزنه ټولو هغو جریانونو ته ویل
کیږي چي د انسان لپاره کلتوري(فرهنګي) ژوند تأمین کوي . انسان هم د نورو موجوداتو
په څير بیولوژیک د مثل تولید کوي خو د هغوی بیولوژیک پیدایښت او تولد له کلتوري
پیدایښت سره یو شان نه دی .په کلتور کي د ژوند کولو او په هغه کي د ګډون کولو له
لاري یو نابالغ انسان په تدریج سره کلتور زده کوي او په هغه کې برخه یا سهم اخلي .
د خلکو ډيری ټولنیز نهادونه د انسان په ټولنیزکولو کي په کار بوخت دي ، کورنۍ ، د
همزولو ډله ، ټولنه ، ډله ایزي رسنۍ ، مذهب او دولت دا ټول په یو شخص باندي تأثیر
لري . یو نابالغ شخص له بالغو کسانو سره د ژوند کولو له لاري له لویانو سره د
رفتارکولو طریقه زده کوي ، هغه (نابالغ) ژبه ، اخلاق او دهغوی (لویانو) رفتار زده
کوي .د ښووني او روزني او فلسفې نظریه ورکوونکو له ډیر پخوا له راهیسي روزنیز رول
(نقش) او د فرد او ټولني متقابل تأثیرات پيژندلي او هڅه يي کړې ده تر څو د ټولنیز
نظام ډول چي د انسانانو پر استعدادونو باندي ولاړ دی او هغه (استعدادونه) غوړوي
(شکوفا کوي) مشخص کړي (د ښووني او روزني او فلسفې پوهان غواړي چي د ټولنیز نظام
نوع یا ډول مشخص کړي ، درمل).
په خورا رسمي او خورا عام مفهوم
سره ښوونه او روزنه په ښوونځي کي تحقق پیدا کوي یاني ښوونځی ځانګړي ټولنیز نظام دی
چي د زده کوونکو د مهارتونو ، پوهي ، او مطلوبو ارزښتونو د روزلو لپاره تأسیس شوی
دی . د ښوونځي کارکوونکي له ښوونکو څخه عبارت دي چي له ځانګړي رسمي ښووني او روزني
سره یو ځاي او تړلي دي . که چیرته دا وټاکل شي چي ښوونځي په خپل ښوونیز پروګرام کي
بریالیتوب حاصل کړي نو درسي پروګرام او دهغه د تدریس طریقي باید د ټولني تر شا
ډیري ګټوري وي .
د ښووني او روزني
اړتیا (ضرورت):
انسان مجبوره دی چي د ژوندي
پاتي کیدو لپاره له طبیعي او ټولنیز چاپیریال سره سازګاري ولري او دا سازګاري په روزنه
پوري اړه لري ، نو له همدي وجهي کولای شو د انسان د روزني د اړتیا لپاره لاندني
لاملونه وڅیړو :
روزنه د مثبتي سازګاري په
جوړولوکي د بریالیتوب خورا مهم عامل دی ، انسان مجبور دی په ټولنه کي ژوند وکړي چي
سالم او ګټورټولینز ژوند له روزني څخه پرته امکان نه لري . دانسان شخصیت په خلا او
ګوښه کښیناستنه کي وده نه کوي بلکه له بشري ټولني سره د تأمل په نتیجه کي وده کوي
.د انسان کلتور او تمدن د روزني محصول دی او دهغه له څرنګوالي سره مستقیمه اړیکه
لري . همدا روزنه ده چي یو شخص له ټولنیزو حقوقو او دندو سره بلدوي . علمي ، فني
اوهنري پرمختګونه په مستقیم ډول د روزني له کیفیت سره اړیکه لري . روزنه په پراخه
مانا سره له انسان سره د مطلوبو تغیراتو په راپیداکیدو کي د مرستي څخه عبارت ده
(ښوونه او روزنه ده چي د انسان په رفتار کي مطلوب تغییرات رامنځته کوي ، درمل). د
کارکوونکي مشر چي هغوی ته نوی کار ورزده کوي ، افسر چي سربازانو ته د جګړي فنون
ورزده کوي او هغه ښوونکی چي یوه مشخصه موضوع زده کوونکو ته ور زده کوي دا ټول په
روزنیزو کارونو باندي مشغول دي .
یو څوک چي د ملت لپاره پروګرام
طرح کوي په حقیقت کي د هغه د ژوند دیني ، سیاسي ، ټولینزه ، کلتوري ، او اقتصادی
لاره ټاکي ، نو که چيرته اقتصادي یا ټولنیز پروګرام ښوونیز پروګرام ته په نه
پاملرني سره طرح شي د ټولنیزي فتني (فساد) ، ګډوډي او هلي ګولي لامل کیږي .
په واقیعت کي د انسان ډول (نوع)
او څرنګوالی د ښووني او روزني د راپیداکیدلو لومړنی عامل دی او که چیرته انسان لکه د نورو حیواناتو په څیر
د خپل ژوند د اړتیا وړ تواناییو سره سمبال (مجهز) پیدا کیدلای نو د انسان لپاره د
روزني اړتیا نه لیدل کیده . له بله اړخه سربیره د انسان پر طبیعي ضعف د هغه د ژوند
کیفیت نور هم د پیچلتیا په حال کي دی . دبیلګي په توګه که چیرته انسان له نن څخه
یوه پيړۍ مخکي ژوندی شوی وای نو د معاصر ژوند له پيچلتیاو څخه به په حیرت
(حیرانتیا) کي لویدلی وو او یا کیداي چې مغزي سکته يي کړي وای ، او همدارنګه له
بله اړخه هره ورځ د ژوند د بحرانونو ډولونه زیاتیږي .
ښوونه او روزنه څه غواړي
او څه کوي ؟
ښوونه او روزنه
البته مهمه ده خو ژوند کول له هغه څخه هم مهم دی ، بناء پردي د سمي ښووني او
روزني هدف باید په لومړي پړاو کي د ژوند د وضعي سموالی یا بهبود وي . |
هغه څه ته په پاملرني سره چي تر اوسه وویل شول دې مهمي پوښتني ته رسیږو چي «ښوونه او روزنه » څه غواړي ؟ او څه کوي ؟ نو په معاصره نړۍ کي کولای شو چي لاندي ځوابونه ورته پیدا کړو :
v شخص باید له طبیعي ودي او تکامل څخه برخمن شي .
v شخص له ژوند څخه خوند واخلي .
v شخص وکولای شي مناسبه دنده وټاکي .
v شخص وکولای شي مناسبه میرمن وټاکي .
v شخص وکولای شي چي یو مؤفقه پلار یا مور واوسي .
v شخص وکولای شي یو ښه او بریالی ښاري واوسي.
v شخص وکولای شي خپل د فراغت وختونه په مثبت او ګټور شکل سره تیر کړي .
v شخص ښه تولیدوونکی او ښه مصرف کوونکی واوسي .
v شخص وکولای شي له نورو سره په راحتي سره ژوند وکړي .
v شخص وکولای شي په خپلواکه (مستقله) توګه فکر وکړي او په خپلواکه او په نفس د اعتماد سره عمل وکړي.
v شخص وکولای شي چي وییني ، لیکني ، او اوردیدني يي د عملي انتقاد وړ وي .
v شخص وکولای شي چي هر وخت څه زده کړي او د خپل ځان د زده کړي له دوامدار مهارت څخه برخمن وي .( مهارت خود آموزي).
v خپل کلتوري میراث محترم وګڼي .
v د ټولنیزو نهادونو ډول ، ډول حقوق او مسؤلیتونه زده کړي .
v انساني ارزښتونه محترم وګڼي او د نورو باورونو (معتقداتو) احترام وکړي .
v شخص وکولای شي په خپلواکه ، جوړشوي (سازنده) او خلاقه ډول سره فکر وکړي او ارزونه وکړي .
v د ګټور کار عادتونو او شخصي انضباط ته باید په خپل ځان کي وده او پراختیا ورکړي .
v د ټولني د یوه مؤثر او ګټور غړي په څير باید ټولنیز صلاحیت پیدا کړي .
v د روحي ارزښتونو او د اخلاقو د احساس پر بنسټ اخلاقي رفتار ته په خپل ځان کي وده او پراختیا ورکړي.
v ذهني ځیرکتیا (هوښ) او د دوامداري زده کړي علاقي ته باید په خپل ځان کي وده او پراختیا ورکړي .
v وکولای شي چي ښکلي هنري آثار تشخیص کړي او دهغوی قدر باید وکړي او په خپله هم باید هنري آثار پیدا او جوړ کړي .
v له بدني او رواني روغتیا څخه برخمن وي .
v وکولای شي چي د خپل فراغت وختونه په عاقلانه ډول تېر کړي .
v طبیعي نړۍ او له هغي سره د انسان اړیکه باید په سمه توګه وپيژني ، هغه څه چي په مختلفو علومو کي مطرح کیږي زده کړي تر څو له طبیعت څخه سمه او په موقع ګټه واخلي .
v له نړیوالي ټولني سره باید د ځان او هیواد اړیکي وپيژني او په هماغه اندازه پخپله هم نورو خلکو ته د ژوند کولو حق ورکړي ، قبول يي کړي او باوري واوسي چي هیڅوک په هیڅ ډول شرایطو کي حق نه لري چي د نورو ژوند ته ضرر ورسوي.
v د خپل ځان ، خلکو او طبیعت په اړه مثبتي میني (ګرایش) ته په خپل ځان کي وده او پراختیا ورکړي .
نو باید یادونه وکړو چي په یواځي توګه د متخصصانو کار نه دی بلکه د ټولو خلکو کار دی ، ښوونه او روزنه یو ستر مشارکت (ګډون) او د ګټي د ټولو برخو لپاره یو کلک او سم عزم رامنځته کوي ، ښوونه او روزنه د یوي ستري جګړي محصوله ده چي تر هغه به بریالۍ نه وي تر څو چي هغي ته د یوي داسي مسألي په سترګه ونه ګورو لکه څرنګه چي خپل ځان ته ګورو ؛ او یواځي او يواځي په ښوونکو او زده کوونکو پوري اړه نه لري .(تنها، ۱۳۸۵، ص، ۲۱).
د ښووني او روزني عناصر :
ښوونه او روزنه باید
د انسان د جوړولو لپاره وي ، نه د تحصیلي انسان د زده کړو د ښوودني لپاره . |
هغه څه چي په تیرو بحثونو کي د ښووني او روزني له مانا او مفهوم زده شول ، نو ښوونه او روزنه هدف لرونکي فعالیتونه دي چي د انسان په رفتار کي د هر اړخیزو تحولاتو او تغییراتو لپاره رامنځته کیږي. زموږ د څيړني لازمي مقصد دادی چي د شرایطو او لوازمو په درلودلو سره وکولای شو په یوه مانا سره هغو ته د ښووني او روزني د عناصرو عنوان نوم ورکړو . په ښوونیز نظام کي د ښووني او روزني په جریان د تأثیر کوونکو عناصرو مجموعه کولای شي لاندني عمده موارد په بر کي ونیسي . خو باید پاملرنه وکړو چي موږ په دې ځاي کي هیله نه لرو چي د ښووني او روزني هر یو عنصر په ځانګړي ډول په تفصیل سره بیان او وڅیړو ځکه چي هر یو یي ځانګړی بحث دی چي باید او باید تر مطالعې او څیړني لاندي ونیول شي .
ښوونیز نصاب :
درسي پروګرام ( ښوونیز نصاب ) د ښوونیزو فعالیتونو د محور په حیث د شدیدو مخالفتونو (مشاجراتو) ډګر (میدان) دی . د درسي پروګرام د موضوع په اړه پریکړه ( تصمیم ) کول په څیړنه ، ژوره کتنه او د ښووني او زوزني په وروستني تدوین پوري اړه لري. د پلان جوړوني په طرح کولو او سازماندهي کي ښکیل کسان دا ډول پوښتني مطرح کوي چي : ۱ – باارزښته پوهه کومه ده ؟، ۲ – د زده کوونکو په اختیار کي باید څه ډول پوهه ورکړو؟ ، ۳ – د پوهي د ټاکلو معیارونه کوم دي ؟، ۴ – د ټولني د یوه غړي او فرد په حیث د زده کوونکي لپاره کوم شیان د ارزښت وړ دي ؟، او ۵ - ...؟ دي ډول پوښتنو ته چي ځوابونه ورکول کیږي د داسي ډول موضوعاتو ټاکونکي دي چي په درسي پلان کي باید او نه باید ځيني کارونو ته ځای ورکړل شي . او مهمه داده چي په بنسټيز ډول ښوونیز نصاب یا درسي پلان څه شئ ده ؟ پورتنۍ پوښتني ته د ښووني او روزني د نظرخاوندانو او (پيداګوژي یا پیداګوګانو) ډول ، ډول ځوابونه وړاندي کړي دي . لکه څرنګه چي پورته یادونه وشوه په دي مضمون ( د ښووني او روزني فلسفه ) کي د ښوونیز نصاب مفهوم ، د ښوونیز نصاب د طرح کولو پړاونه (مراحل ) او د نصاب نور بنسټيز مفاهیم باید ونه څیړل شي ؛ ځکه دا یو ځانګړی بحث دی ، خو په کلي ډول چي باید د ښوونیز نصاب په اړه ذهنیت ولرو نو د ښووني او روزني له دې اساسي عنصر څخه باید یواځي او يواځي د تعریف یادونه وکړو.
(درسي پلان یا «curriculum» د علمي او عملي او یا هم د دواړو له ترکیب څخه جوړ شوی دی چي د زده کوونکو د ښووني او روزني لپاره په پام کي نیول شوی دی لکه ریاضیات ، حقوق ، طب او ...).
(هغه فعالیتونه چي ماشومان او نوي ځوانان يي باید تر سره کړي تر څو په هغو کي د لویوالي د ژوند د ضروري فعالیتونو د ترسره کولو توان پیدا شي )(حسیني او علي اقدام ، ۱۳۷۵، ص،۶۱۵).
لکه څرنګه چي پورته یادونه وشوه د ښوونیز نصاب څخه بیل بیل تعریفونه شوي دي ، خو دي پایلي ته رسیږو چي ښوونیز نصاب « curriculum » هغي رسمي او غیر رسمي موضوع او د زده کړي ښکار او پټو طریقو ته ویل کیږي چي د هغو په وسیله زده کوونکي د ښوونځي تر لارښووني لاندي لازمه پوهه لاسته راوړي ، مهارتونه کسبوي او په خپل ځان کي علاقي او ارزښتونو ته تغییر ورکوي .(ملکي،۱۳۸۳،ص،۱۵).
د ښووني او روزني موخي (اهداف) :
د ښووني او روزني په فلسفه کي یو له مهمو بحثونو څخه له ښوونیزو اهدافو څخه عبارت دي . یاني د شناختي، مهارتي او فکري (نګرشي ) تغییراتو مجموعه چي غواړي په زده کوونکي کي پیدا شي ؛ یا هغه مطلوبه وضع چي د ښوونیزي له دوري څخه وروسته يي په زده کوونکو یا محصلانو کي غواړو چي پیدا کړو. له همدي وجهي د ښوونیزو دورو پر بنسټ د ښووني او روزني د اهدافو ټاکل او وړاندوینه کول یو ډير ستونزمن ، پيچلی او له مسؤلیت څخه ډک امر دی او هغه کسان باید پر دي کار وګومارل شي چي د ارواپوهني ، ټولنپوهني ، پيداګوژي ، اقتصاد ، راتلوونکي لیدني (آینده نګري) ، ټکنالوژي او همدارنګه د خپلي ټولني له موجوده انساني او فزیکي مطلوبو امکاناتو څخه برخمن و اوسي . په ځانګړي ډول وپوهیږي چي په معاصر وخت کي متحوله ټولنه څه ډول کسانو ته اړتیا لري او یا به اړتیا ورته ولري ؟ او څه ډول روزنه کولای شي چي سالم ، بریالي او ګټور ښاریان رامنځته کړي ؟.
لکه څرنګه چي یادونه وشوه له هدف څخه منظور ، مطلوبه وضع ده چي شخص یا پخپله او یا هم د متخصصانو په وسیله په خبره یا (آګاهانه ) او ګټور ډول سره هغه تشخیص کړي او ټاکلې ده او دهغي د تحقق لپاره خبره (آګاهانه) فعالیتونه ترسره کوي . نو هره غوښتنه یا آرزو چي یو څوک یي د خیال په نړۍ کي لري هدف ورته نه شو ویلای. هدف دومره آسان کار نه دی او کیدای چي ډیر وخت ونیسي ، د هدف په ټاکلو کي د لاندینیو مواردو په دقیق ډول سره مطالعه کول دي :
الف) موجوده وضع څه ډول ده ؟ ، ب) موجودي ستونزي کومي دي ؟ ، ج) ولي باید موجودي وضعي ته تغییر ورکړو؟ ، د) د موجوده وضعي تغییرول موږ له کومو احتمالي ستونزو سره مخامخ کوي ؟ ، هـ) مطلوبي وضعي ( د نظر وړ هدف ) ته د رسیدو لپاره کومي لاري او طریقې په پام کي ولرو ؟ ، ط) مطلوب هدف ته رسیدل څه ډول وسایلو او فعالیتونو ته اړتیا لري ؟ (شعاري نژاد، ۱۳۷۶،ص،۱۳۶).
لنډه دا چي د ښووني او روزني هدفونه د یوه ښوونیز نظام د شتون دلیل کیدای شي (یاني کله چي ښوونه او روزنه موخي ولري نو په دي باندي پوه شو چي حتماً ښوونیز نظام هم شتون لري ، درمل) . په ښوونیزو فعالیتونو کي د هدفونو ټاکل لازم او ضروري دي ځکه تر هغه وخته چي یو څوک په دي ونه پوهیږی چي چیرته درومي نو هیڅکله به هم د مناسب تللو وسیله پیدا نه کړي .د ښوونیزو هدفونو د ټاکلو لپاره باید د زده کوونکو او ټولني اړتیاوو ، د پوهي جوړښت او د متخصصانو نظرونو ته پاملرنه وشي چي د اهدافو په ټاکلو کي ډیر ګټور دي .
د ښووني او روزني د وروستیو هدفونو په ټاکلو کي د ټولني ټولنیزه فلسفه او د ښوونیزي ارواپوهني لاسته راوړني له ځانګړي اهمیت څخه برخمني دي او د حاکمه سیسټم له ارزښتونو ، ایډیالوژي او نړۍ لید(جهان بیني ) څخه باید بیلوالی ونه لري . د ښوونیزو هدفونو په ټاکلو کي باید د هغوی مختلفو سطحو ته پاملرنه وکړو او به هره دوره کي د زده کړي د ساحي پر بنسټ د هدفونو تدوین ته پاملرنه وشي . د هدفونو کلي ډلبندي (طبقه بندي ) په کلي ، جزيي او رفتاري هدفونو باندي د ښووني او روزني له روزونکو (مربیان) او کارکوونکو سره د هغوی په لاس راوړلو کي مرسته او لارښوونه کوي. د زده کړي دریګوني ساحې ( د بلوم ډلبندي ) چي شناختي ، عاطفي او رواني حرکتي په شاملي دي د ښوونیزو مقاصدو په حیث دي (یاني دا دری ساحې چي یادونه یي وشوه د ښووني او روزني ستر مقصدونه دي چي باید او باید تر لاسه يي کړي ، درمل).
د تدریس طریقې :
د تدریس طریقي له درسي پلان او اهدافو سره نژدي اړیکه لري ، خو دا چي اصولاً تدریس څه شئ ده ؟ له تدریس څخه هم د ښووني او روزني د نورو عناصرو په څیر بیل ؤ بیل تعریفونه شوي دي . ځیني تدریس « د هغه څه په اړه چي باید زده کړل شي د ښوونکي صریح بیان » بولي او بله ډله تدریس « د ښوونکي ، زده کوونکي او موضوع په منځ کي چي په ټولګي کي جریان لري متقابل عمل » بولي . ډیری څیړونکي وايي چي ښوونه او روزنه د یوي داسي فضأ ، احوال او موقیعت رامنځته کول دي چي د زده کوونکو لپاره زده کړه آسانه کړي تدریس ورته وايي. د ټولو وړاندي شویو تعریفونو څخه دې پایلي ته رسیږو چې « تدریس یو خبره (آګاهانه ) فعالیت دی ، نه هر ډول فعالیت » بلکه داسي فعالیت چي په خبره ډول سره د خاصو هدفونو پر بنسټ تر سره کیږي . هغه فعالیت چي د زده کوونکو د شناختي وضعي پر بنسټ تر سره کیږي او د هغو د مثبت تغییر لامل کیږي . په داسي حال کي چي اوس هم داسي کسان شته چي د سنتي طریقو په واسطه په درسي ټولګي کي یواځي او یواځي د ښوونکي هڅو او فعالیتونو ته تدریس وايي . په هر حال که چیرته زده کړه « د تجربې په اثر سره د رفتار په اورګانیزم کي تغییر » وبولو ، نو بي له شکه هغه فعالیت چي د تغییر لپاره موقیعت برابروي او یا دداسي موقیعت رامنځته کول چي تجربه آسانه کړي او د زده کوونکي په سلوک کي د لازم تغییر سبب شي د تدریس په نوم یادیږي . په نتیجه کي ویلای شو چي د تدریس عمل یوه سلسله مرتب ، منظم ، هدفمند ، او مخکي له مخکی پلان شوي فعالیتونه دي . هغه فعالیت چي هدف يي د زده کړي د مطلوبو شرایطو رامنځته کوي دي، هغه فعالیت چي د ښوونکي او زده کوونکي په منځ کي د متقابل تعامل او رفتار په حیث جریان لري . په بل عبارت ؛ تدریس د ښوونکي او زده کوونکي په منځ کي د متقابل تعامل او رفتار څخه عبارت دی چي د ښوونکي د منظم او هدفمند پلان پواسطه د زده کوونکي په رفتار کي د تغییر د رامنځته کیدو لامل کیږي. دا تعریف د تدریس لپاره دوه خاصي ځانګړتیا مشخصي کوي :۱) د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ د متقابلي اړیکي شتون ، ۲) د ښوونکي او زده کوونکي د فعالیتونو هدفمند کیدل .(شعباني ، ۱۳۸۴ ، ص، ۱۰۴). خو
طریقه یا روش څه شئ ده ؟ د تدریس د طریقي لپاره هم بیل ، بیل تعریفونه شوي دي خو دلته یواځي د جان کولمن په تعریف باندي بسنه کوو ، هغه طریقه یا روش داسي تعریف کړي ده «هغه مرتب نظام چي ښوونکی دهغه په مرسته د روزني هغه عوامل چي په انسانانو باندي تأثیر کوي خدمت ته وړاندي کړي تر څو تغییرات یا نتایج رامنځته کړي ». هغه د تدریس په طریقه کي پنځه ضروري عناصر په لاندي ډول ترتیب او تشخیص کړي دي : ۱) د زده کړي ځانګړی هدف ، مقصد یا غرض، ۲) یوه سریزه (مقدمه) چي یو خاص درس له مخکینیو زده کړو او تجربو سره یوځاي کړي ، ۳) موضوع یا محتوا ، هغه څه چي د درس او موضوع جوهر جوړوي ، ۴) د زده کړي د تقويي لپاره د درس لنډیز(خلاصه) ، ۵) ارزونه : ددې لپاره چي زده کوونکی د زده کړي خاصو هدفونو ته رسیدلی او یا نه دی رسیدلی.(جنرال ، ګوتګ ، ۱۳۸۴، ص،۱۵).
هغه هڅي چي د ښووني او روزني لپاره تر سره کیږي ، ټینګار کوي چي د یوه ګټور او باسواده ښاري د روزني لپاره له ښوونکي څخه زده کوونکي ته د اطلاعاتو د لیږد (انتقال) سنتي طریقه کافي نه ده ، بلکه د هغوي په ډله ایزو تمرینونو کي د زده کوونکي ښکیلول د ښوونکي او زده کوونکي ذهني قبلونه ده . یو پوه وايي چي ؛ په هغه ډول چي موږ د یوه ښوونکي په څير هغه څه چي موږ يي لرو د تدریس صحني ته راوړو نو زده کوونکي هم هغه څه چي لري د زده کړي جریان ته يي راوړي او دې ته اشاره کوي چي د تدریس په اړه یو له ستونزمنو حقایقو څخه دادی چي که چیرته د زده کوونکو له ژوند او داخل سره اړیکه ټینګه نه شي نو تدریس نه تر سره کیږي .
فعاله ګډون او ښکیلیدنه ددي ضامنه ده چي شخص خپلي تجربي د زده کړي صحني ته راوړي ، او د خپل درک او فهم پراختیا ته لېواله شي . په خپل فکر کي نوي نظریات مدغم کړي او د هغه تغییر کړل شوي تفکر څخه په خپل ژوند کي ګټه واخلي . د زده کړي دا شکلونه جامع دي ځکه چي د زده کوونکو ټولي تجربي او افکار د زده کړي پر وړاندي راغواړي ، ددا ډول تدریس په لوري حرکت کول په خاصو طریقو پوري اړه نه لري بلکه د زده کوونکي په نسبت د ښوونکي د فکر په څرنګوالي او همدارنګه د زده کوونکي په اختیار او وړتیا پوري اړه لري . دا حرکت د تدریس او زده کړي د یوه نوي کلتور په رامنځته کولو ، د اطلاعاتي ټکنالوژي او د زده کړي د جریان دماهیت په بیا جوړونه کي یو نوی قدم دی ، او جوته ده چي زده کوونکو ته د اطلاعاتي ټکنالوژي په لاس کي ورکول د هغوي (زده کوونکو) توانايي زیاتوي او د ښوونکي له حضورڅخه پرته يي د زده کړي فرصتونه رامنځته کړي دي .(شهري پور او نازبیني سي، ۱۳۸۲،ص،۱۲۱).
ښوونکی او زده کوونکی :
رسمي ښوونه او روزنه په ښوونکي او زده کوونکي پوري اړه لري . د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ اړیکه د زده کړي په جریان کي د هغوي د رول (نقش) روښانوونکي ده . په هغه درسي پروګرام کي چي مدار يي موضوع وي نو ښوونکی یوه داسي مرجع ګڼل کیږي چي د تدریس د طریقي او موضوع او د نظام لرونکي معرفت په برخه کي دنظر خاوند دی(ښوونکی). دهغه معرفت له نظره زده کوونکی یو نابالغ شخص دی چي ښوونځي ته نوی راغلی تر څو هغه ( معرفت ) کسب کړي له په هغه کي ډيره پوهه لاسته راوړي . د دا ډول پروګرام (برنامه) په چوکاټ کي د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ اړیکه په عمومي ډول د درس د موضوع د منطق پر بنسټ ولاړه ده .
په مقابل کي : د موضوع مدارانه(څرخیدونکي) طریقه (چي طریقه مدار یا څرخیدونکي وي) : د ښوونکي او زده کوونکي د اړیکي د اساس د جوړیدو لپاره د جریان څرخ(مدار) د زده کوونکو علاقي ته پاملرنه کوي یاني زده کوونکی د رابطې محور دی ، نه د پروګرام موضوع . ښوونکی د زده کړي د جریان لارښوود دی خو په هغو اعمالو باندي واکمني (سلطه) نه کوي . هغه فرضيي چي یو ښوونکی يي د زده کوونکي په اړه لري ، د زده کوونکي په رفتار سربیره پخپله د ښوونکي په رفتار هم تأثیر لري او دهغه پروګرام لپاره چي ښوونکی یي د خپلو زده کوونکو لپاره طرح کوي زمینه برابروي . هغه فرضيي چي د انسان د ماهیت په باره کي شتون لري د پروګرام په ډول، د تدریس په طریقه او د ښوونځي په فضأ کي ګټوري دي (جرالډال، ګوتګ، ۱۳۸۴،ص،۱۵).
یادونه :
هغه څه چي مو د ښووني او روزني د عناصرو تر عنوان لاندي ( درسي پروګرام ، ښوونیز نصاب ، د ښووني او روزني اهداف ، د تدریس طریقي ، ښوونکي او زده کوونکي ) په اړه وڅیړل ، وروسته به هم د هر ښوونځي(مکتب) له نظر وڅیړل شي ، نو دلته باید هڅه وشي چي د پورته یادوو شویو هر یوه مفهوم په سمه توګه سره درک شي تر څو د فلسفي ښوونځیو له نظره (چي وروسته به ورباندي بحث وشي) ددې هر یوه عنصر د مفهوم د ښه درک لپاره زمینه برابره شي .
له ښووني او روزني سره د فلسفي اړیکه :
له دي نظر څخه چي فلسفه او ښوونه او روزنه یو له بل سره ژوره اړیکه لري دا کوم نوی شئ نه ده . لیږ تر لیږه د افلاطون له وخته ډېرو مشهورو او لویو فلسفو د ښووني او روزني له مسایلو سره اړیکه درلوده . کله چي ګورو چي فلسفې له ډير پخوا راهیسي د ماهیت د شتون ، معرفت او د ارزښت په اړه مطالعه او شننه کوي نو په روښانه ډول سره د فلسفې او ښووني او روزني اړیکي ته پاملرنه کوو. مثلاً : ددې په اړه فکر او اندیښه کول چي څه شئ باید وپيژنو ، د پيژندلو لپاره څه شئ ډيره وړتیا او قابلیت لري او د پيژندلو طریقه څه شئ ده؟ نو پر همدی بنسټ کله چي د فلسفې ډېر ټينګار د ژوند په غوره والي باندي دی نو هغه وخت د فلسفې او ښووني او روزني اړیکه ټينګیداي شي ، خو دا اړیکه په دریو ممکنه ډولونو سره رسمولای شو. په لومړي او دوهم صورت کي د ښووني او روزني فلسفه د اعمال یا عمل په مانا د پاملرني وړ ده ، په لنډ ډول په لومړي او دوهم صورت کي د ښووني او روزني فلسفه دوه خپلواکه څانګي ګڼل کیږی او د ښووني او روزني فلسفه هغه څه دي چي په ښوونیزو جریانونو کي د فلسفې په وسیله د هغوی تر سره کول مطرح کیږي . خو په دریم صورت کي د ښووني او روزني فلسفه یو له بل څخه جلا نه ده او دوه اړخونه یو امر تشکیلوي (سمیټ،۱۳۷۷،ص،۷۹).
لومړی صورت :
په دي برخه کي فلسفه د یوي داسي څانګي په حیث چي د میټافزیک « د نړۍ واقیعت »، د انسان پیژندني ، او همدارنګه د ارزښتونو په اړه بحث کوي د ښووني او روزني سره چي یوه خپلواکه (مستقله) څانګه ده او د ښوونکي ، زده کوونکي ، درسي موادو، ښوونیزو وسایلو، د تدریس طریقي ، مدیریت او سازمان، او پروګرام( برنامي ) سره سراو کار لري ، اړیکه پیداکوي . نو ددي لپاره چي ښوونکی وکولای شي دا دوه څانګي یو له بله سره په اړیکه کي کړي نو د فلسفي په اړه ښوونکی باید پوره اطلاعات ولري او د فلسفي نظریاتو سره د نړۍ د ماهیت ، د معرفت اساس او د ارزښتونو له اساساتو سره آشنا شي . په دي صورت کي ښوونکی کولای شي د تدریس تر څنګ مختلفي علمي څانګي لکه ؛ فزیک ، کیمیا ، ژوند پيژندنه (زیست شناسي ) او ... هغه څه چي فیلسوفانو د نړۍ او انسان په اړه ویلي تر بحث لاندي ونیسي او زده کوونکي له فلسفي نظریاتو سره بلد کړي .
دوهم صورت :
په دي برخه کي له ښووني او روزني سره د فلسفې اړیکه د فلسفي طریقو د ترسره کولو پشان او یا هم له روزنیزو مسایلو سره د فلسفي فعالیتونو د چلند(برخورد) په څير ښکاره کیږي . په علمي بحثونو کي ښوونکی او زده کوونکی کولای شي چي له ډیالکټیکي ، څیړنیز(استقرايي) ، قیاسي او د مسألې د حل له طریقو څخه ګټه واخلي .
د «مسألي د حل طریقه » له ښوونیزه اړخه د زده کوونکو او ښوونکو د فکر په تقویه او د علمي مطالبو په فهم کي ډیر تأثیر لري . یو خبره یا آګاه ښوونکی کولای شي په هره څانګه کي د هغه څه پر ځای چې په کتاب کي لیکل شوي دي او یا هم د پوهانو نظریات دي ، زده کوونکي داسي مسایلو ته متوجه او له هغوی سره مرسته وکړي تر څو د مشاهدي ، آزمایښت له طریقو او د مختلفو نظریاتو له مطالعي څخه د علمي او تیوریکي نظریاتو د راپیدا کولو لپاره فکر وکړي اوهمدارنګه په خپله دوی دې ډول نظریاتو ته متوجه واوسي.
په ډله ایزو بحثونو کي ممکنه ده چي له ډیالکټیکي طریقې څخه د بیان د قوې د ودي ، د پوښتنو د مشخصولو ، د مفاهیمو څیړنه ( تحلیل) او د بیان د قوي د استدلال د روزلو په حیث ترې ګټه واخلو.
ښوونکی او زده کوونکی په ښوونځي کي د مختلفو کلماتو او مفاهیمو ، علمي نظریاتو ، اخلاقي اعتقاداتو ، او لومړنیو افکارو او عقایدو سره ، همدارنګه په ټولنه کي د تاریخي قضاوتونو او ټولنیزو کارونو سراو کار لري. په فلسفي فعالتیونو لکه د مفاهیمو او افکارو څیړنه ، د نظریاتو ارزونه ، په یوه منطقي ځای کي د عقایدو سره په اړیکه کي کول ، عقلاني سیر ، د عقایدو تفسیر او د ارزښتونو د څرنګوالي سره د ښوونکي او زده کوونکي بلدول ډېر ګټور دي ، دا ډول فعالیتونه نه یواځي دا چي له زده کوونکو سره د مفاهیمو ، قضاوتونو او دهغو د اساساتو په روښانوولو کي مرسته کوي بلکه د عقایدو د ارزوني او له هغوي (زده کوونکو) سره د نویو او تازه لارو په کشفولو او د علمي نظریاتو په عامولو(تعمیم) کي هم ډيره مرسته کوي. دا ډول فعالیتونه هم د ښوونیزو لارو او طریقو په ټاکلو او هم د هغو هدفونو له لحاظه چي ښوونکی او زده کوونکی یي باید تعقیب کړي ګټورتمامیږي . د زده کوونکو په منځ کي د فلسفي روحي خاصیتونو د پراختیا لپاره هڅي د ښووني او روزني اساسي هدفونه جوړوي . روزونکي یا مربیان باید په فکر کي جامعیت او یا په بل ډول د مختلفو مسایلو سره په چلند کي د فهم د دایري پراختیا ، ددې مسایلو په اړه ژوروالی او د افکارو او عقایدو انعطاف پذیري ته ډيره پاملرنه وکړي.
دریم صورت :
په دي صورت کي باید « فلسفه » د تیوري او « ښوونه او روزنه » د عمل په حیث ومنل شي . له بله طرفه له نظري اړخه فلسفه موږ له نړۍ او انسان سره آشنا کوي ، هغه څه چي موږ په فلسفه کي د نړۍ او د هغي په څیر د نورو په اړه زده کوو نو زموږ په ټول شخصیت باندي تأثیرکوي ، یا په بل ډول د نړۍ او انسان په اړه د فلسفي رایو (نظریو) مطالعه په موږ کي خاصي علاقي او تمایلونه رامنځته کوي . ددې تمایلونو تقویه کول د ښووني او روزني کار یا د «فلسفې» عملي برخه جوړوي . دي ټکي ته په پاملرني سره «جاندوي» وايي ( که چیرته موږ وغواړو چي ښوونه او روزنه د طبیعت او دهغه د نورو مسایلو په اړه د اساسي ، عقلاني او عاطفي علاقو د یوه جریان د تشکیل په حیث ومنو نو په دي صورت کي کیدای شي چي فلسفه د یوي کلي تیوري یا د ښووني او روزني د نظريي د اساس په حیث تعریف کړو). (شریعتمداري ،۱۳۸۲،ص ، ۱۱۶).
دوهمه برخه
د ښووني او روزني بنسټ د ماشین جوړول نه
، بلکه د انسان جوړول دي . |
د ښووني او روزني فلسفه څه شئ ده ؟
په کلي ډول تر اوسه مو دا پیدا کړل چي فلسفه څه شئ ده ؟ او فلسفه د انسان د غني کولو لپاره څه کوي؟ او څه ډول نه شو کولای چي فلسفه له ښووني او روزني څخه بیله کړو؟ په بل ډول ؛د ښووني او روزني مسایل په واقیعت کي د فلسفې مسایل دي ، هر هغه څوک چي د مسایلو په اړه په انتقادي او یا انتزاعي ډول فکر کوي او هڅه کوي چي ټولیزو اصولو ته لاره پیدا کړي او ددې اصولوکړني د خلکو، بشر او انسانیت د ژوند د جریان لپاره د یوه کل په حیث وڅیړي نو په واقیعت کي د «فلسفي کیدو» یا «فلسفیدن» عمل څیړي . او یا هم د ځینو روڼ آندو ( پوهانو) له نظره ؛ فلسفه له تعارضاتو سره د چلند په نتیجه کي د ژوند د دوام لپاره د غوره امکاناتو په برابرولو سره د ژوند د انتقادي ارزښتونو د مطالعه کولو څخه عبارت ده .(هغه ارزښتونه چي ژوند ته دوام ورکوي او د هغو په مطالعه کولو سره موږ کولای شو غوره امکانات پیدا کړو، درمل).
نو په همدي مانا سره د فلسفي هدفونه له ژوند څخه مطلوب او کافي شناخت او ادراک ، چي د ژوند ټولي غوښتني پکي شاملي وي ، عبارت دي . نو پر همدې بنسټ فلسفه او ښوونه او روزنه د یوه انسان د هڅو دوه پړاونه دي : فلسفي کیدل د غوره ارزښتونو او غوښتنو(آرمانونو) کشفول ، او ښوونه او روزنه د انسان په ژوند او شخصیت کي دغو ارزښتونو ته د واقیعت وربخښل دي . په بله وینا ؛ فلسفه ، ښوونه او روزنه او د ښووني او روزني فلسفه ټول یو ډول هدفونه لري چي هغه د امکان تر حده د ژوند د غوښتنو کشفول او وروسته له هغه د امکان تر حده دي غوښتنو ته واقیعت وربخښل دي .(شعاري نژداي ، ۱۳۷۶، ص، ۲۳۵).
همدارنګه د ښووني او روزني له بحث څخه مو دا پیدا کړل چي د انسان پیدایښت په داسي ډول سره ده چي ددنیا او آخیرت نښه (سیما) او خوي (سیرت) يي په ښووني او روزني سره جوړ کړی او بریالی کړی او د او د خپل حال د وړ(شایسته) او ښکلي شتون کمال ته رسیږي ( د ښووني او روزني پواسطه يي د کمال سرحد ته رسولی، درمل). ځکه تر هغه وخته پوري چې انسان ځان ونه پيژني او له خپل خدای(ج)، نړۍ او پيدایښت سره اړیکه ونه لري او په دي ونه پوهیږي چي له کومه راغلی او چیرته دی او د کوم مقصد لپاره په حرکت کي دی او کوم پروګرام او لاره مخته یوسي ؟ نو هیڅکله به هم انساني هویت او هدف ونه لري او دا بخشش ، عطا او بخښنه یواځي او یواځي د ښووني او روزني په وسیله تر لاسه کیدای شي .
روزنه په هر وخت کي داسي لاملونه دي چي د شخصیت او طبیعت د ودي او رشد لپاره په ځانګړيو طریقو او لارو سره توانايي ، مهارتونه ، پوهي ، اعتقادات ، علاقې ، ارزښتونه او خاصیتونه برابروي او د انسان د سرلوړه کیدو لپاره هڅه کوي .
د ښووني او روزني د فلسفې د طریقو مطالعه :
د ښووني او روزني فلسفه په دوه ډوله سره مطالعه کیږي ، لومړی دا چي د ښووني او روزني ټول نظریات د ځینو ورته والو( همانندي) په ډول د ایډیالیزم ، ریالیزم ، پرګماتیزم او ... تر نومونو لاندي رايو ځاي شوي او د هغو مطالعه کوي ، او بل دا چي هر یو دهغو د وخت په جریان کي له تاریخي تحول سره سره مطالعه کوي.( تنها ، ۱۳۸۴،ص،۱۰).
موږ هره طریقه په لنډ ډول سره دلته معرفي کوو:
۱ – د یوه فلسفي ښوونځي په محدوده کي د ښووني او روزني دلویو روزونکو (مربیانو) او د نظرخاوندانو نظریات تجزیه کوو او څیړو يي چي کله کله د مطالعي دې ډول طریقې ته څیړنیزه (تحلیلي ) طریقه هم وايي . په دي ډول مطالعاتو کي د یوې فلسفي د اصولو له دقیقي څیړني وروسته هغه مختلفي لاري چي په مختلفو ښوونیزو فعالیتونو کې له دې فلسفي سیسټم څخه لاسته راځي ، تر څیړني لاندي نیسي. چي پخپله دا طریقه هم ګټه لري او هم تاوان ، ددې طریقي ګټه « د مطلبو له را يو ځای کولو سره یو ځای د هغه مطالعه کول دي ، او تاوان یا عیب يي ، مصنوعي ویشنه او په دې مصنوعي تقسیم بندي باندي تأکید کول دي ».
۲ – د ښوونځيو طبقه بندي په بیل بیل ډول سره او دښوونځیو زماني مخکي والي او وروسته والي ته په نه پاملرني سره د ښوونیزو پوهانو د نظریاتو څیړل دي .( دلته دي ته نه کتل کیږي چي کوم ښوونځي (مکتب) مخکي دی او کوم وروسته یاني هغوی(ښوونځي ) په بیلو بیلو طبقو باندي نه ویشي او یواځي د پوهانو نظریات څیړي ، درمل). دا فکرهم ، هم ګټه لري او هم تاوان «ګټه يي د نظریاتو د مختلفو اړخونو د مطالعې امکان او دښووني او روزني په نوم د ښوونځیو له تصنعي (مصنوعي ) قالب بندي څخه مخنیوی دی او تاوان یا عیب يي د نظریاتو تیت والی او ډیروالی دی او امکان لري چي د مهمو ښوونیزو عقایدو او نظریاتو په ټاکلو کي له غلطي یا خطأ سره مخ شو .». ( القرايي ،۱۳۸۴،ص، ۸۴).
په دي بحث کي له لومړنۍ طریقې « د فلسفي ښوونځیو مطالعه» د ښووني او روزني د فلسفې د مفاهیمو د تجزيي او څیړني لپاره ګټه اخیستله کیږي .
د ښووني او روزني د فلسفې مفهوم :
د ښووني او روزني د فلسفې په اړه بیلابیل نظریات او برداښتونه شتون لري ، په کلي ډول ځيني دې ته ترجیح ورکوي چي د ښووني او روزني د فلسفې د بحث پر ځای د ښووني او روزني له فلسفو څخه خبري وکړي ، له هغه ځایه چي د ښووني او روزني او د ژوند د مختلفو لارو تر منځ متقابلي اړیکي موجودي دي نو له دې سره سره چي ښوونه او روزنه د یوه قوم او ملت پر مادي او معنوي حیات اثر اچوي له هغه څخه متأثیر کیږي هم، نو د ژوند په ټولینزو ، اقتصادي ، عملي ، ټکنالوژي او په ځانګړي ډول د سیاسي ژوند په لارو چارو کي د تحول انډول ( موازات) چي رامنځته کیږي نو د هغوي دښووني او روزني او فلسفي فهم (پوهیدنه) د تحول تابع یا د لاس لوبه ګرځي او نوي نظریات رامنځته کیږي . له دي سره سره بیا هم دلته هڅه کیږي چي د ښووني او روزني د فلسفې یو کلي تصویر وړاندي کړو.
باید په پام کي ولرو چي د ښووني او روزني فلسفه د ځانګړي فلسفي سیسټم درلودونکې نه ده ، بلکه د ستونزو له مطالعي او څیړني څخه د ښووني او روزني ضد (متناقص) عوامل او مسایل سرچینه اخلي . په بل ډول ؛ د ښووني او روزني فلسفه هغه څه چي په ټولنه باندي یو ځانګړی فکري نظام تحمیل کړي ، نه دي ، بلکه پخپله د داسي ډول ډول مسایلو او ستونزو پایله ده چي د یوې ټولني روښانه ښوونیز نظام يي لري . د ښووني او روزني فلسفه په ښوونیز ډګر کي د مختلفو علومو په لاسته راوړنو باندي بحث کوي او د هغو څیړنه کوي .
د ښووني او روزني فلسفه پیوسته هڅي دي چي په « ډول ډول ښوونیزو مسایلو ، د هغوی په عواملو او همدارنګه د هغوی اړیکه د عملي ژوند سره» تر څیړني او بحث لاندي نیسي . همدارنګه جان ډیوي ویلي دي « په عام ډول سره د فلسفې جوهر هماغه د ښووني او روزني فلسفه ده . یاني فلسفه موږ ته دا رازده کوي چي څه ډول کولای شو نړۍ په خپل میل سره جوړه کړو او له هغي څخه ګټه واخلو» (تنها، ۱۳۸۴، ص ، ۲۳).
په بل ډول : د ښووني او روزني فلسفه په ټولنیز ژوند پوري اړوند تغییرات او ستونزي او همدارنګه په عقلي عادتونو او سمو اخلاقي علاقو(مینه) پوري د اړوندو مسایلو راپیدا کیدل ، مطالعه کوي او څیړي . د ښوونیزو کارونو ډیری مسؤلان له یوه ډله داسي ښوونیزو مسایلو سره مخامخ کیږي چي دهغوی تجزیه او څیړنه کوي او لازمي پریکړي یا تصمیمونه نیسي . هغه پایلي چي له دي تصمیمونو څخه تر لاسه کوي نو د هغوی د ښوونیزي فلسفې ستنیي (پايي) جوړوي .مثلاً کله د ښووني له یوې داسي حرفوي او فني مسألې سره مخامخ کیږو چي د هغي د راپیداکیدو لامل په هیواد کي فني یا مسلکي کسانو ته اړتیا پیداکوي ، نو ددې ښوونیزي مسألي په څیړلو کې له داسي پوښتنو سره مخامخ کیږو:
· آیا مسلکي او فني کسان د کارګرانو ، پیشه ورانو او بزګرانو د اولادونو له طبقې څخه وپیژنو او یا هم ټول علاقمند او حساس خلک بي له دي چي ټولنیز موقعیت او مقام ته پاملرنه وکړو ، قبول کړو؟
· حرفوي او فني پوهه د پوهي له نورو ډولونو سره څه اړیکه لري ؟
· څه ډول کولای شو هغوی (خلک) په فني او حرفوي څانګو کي زده کړي ته وهڅوو؟
· د ټولني په اقتصادي نظام باندي د حرفوي او فني پوهي تأثیر څه شئ ده ؟
· د فني او حرفوي څانګو د فارغ التحصیلانو د جذب لپاره څه ډول اقتصادي وضع او شرایط لازم دي ؟
· فني او حرفوي پوهه په کلتوري تغییراتو کي څه ډول رول لوبولای شي ؟
· فني او حرفوي پوهه د یوې ټولني له اخلاقي او دیني ارزښتونو سره څه اړیکه لري ؟
· او په لسګونو نوري پوښتني .
روښانه ده چي که چیرته د یادوو شویو پوښتنو لپاره ځوابونه روښانه او ونه څیړل شي نو د فني او حرفوي پوهي په اړه له هر ډول مثبت او یا منفي نظر څرګندولو څخه ډډه وکړو . لکه څرنګه چي ټول ښوونکي او یا بل هر شخص د یاد شویو ښووینزو مسایلو د څیړلو هڅه کوي او څیړي يي او ډيره ډېره هڅه کوي چي مطلوبه حل لاره کشف او وروسته له انتقاد او نوي څیړني څخه يي خلکو[1] ته وړانديز وکړي ، یاني داسي وایو چي په « ښوونیز فلسفي کېدو یا فلسفیدن» یي بحث کړی دی (شعاري نژاد ، ۱۳۷۶،ص،۲۴۳).
د جان ډیوي له نظره د ښووني او روزني ستونزي د بشري ټولني له ستونزو څخه سرچینه اخلي . په ډیری ټولنو کي دوه طبقې په سترګو لیدل کیږي ، ډیری يي یو ځای هڅه کوي او په خپلو کړنو سره د بشري ټولني د حاجتونو د لري کولو وسایل تولیدوي ، خو اقلیت يي بیا د اکثریت د لاس ګټه خوري او خپل عمر په آساني سره تیروي ( په پښتو کي متل دی چي وايي : یو يي ګټي او سل يي څټي ، درمل) . اکثریت او د هغوی د ژوند ډول (نحوه) په ځانګړي ډول بدني کار ذلیله او خوار بولي . دا ټولنیز تضاد ددې لامل کیږي چي ښوونه او روزنه او ډیری نور ټولینز کارونه د یو لړ ټولنیزو تضادونو تابع ګرځیدلي ، د ذهن او تن تضاد ، د عمل او نظر تضاد ، د فرد او جمعي تضاد او ...
ددي تضادونو بیانول موږ د یوي داسي ښوونیزي فلسفي په لوري بیايي چي د تضادونو په حل باندي برلاسې وي ، له فلسفي نظره ذهن یو داسي فعالیت دی چي د عمل پر مهال د چاپیریال د کنټرول لپاره چي له یوه انساني موجود څخه يي زموږ د تجربو پواسطه تر سره کوي (هر ذهني فعالیت چي تر سره کیږي او د هغه په وسیله په چاپيریال کي شته پيښي کنټرول شي ، درمل). ذهني وده هغه وخت تر سره کیږي چي کله یو شخص په ټولنیزو فعالیتونو کي برخه واخلي . ټولنیز پوره والی (تکامل)، د تنوعاتو(بیلښتني) مراعات کول ، فردي اختلاف او د افکارو او اندیښې تقویه کول دي . ګټوره یا میوه لرونکي ښوونه او روزنه هغه وخت تر سره کیږي چي د هغي ښوونیزي موخي او وسایل یو له بل څخه بیل نه شي او د ښووني او روزني د طریقي او موضوع یووالی له منځه لاړ نه شي .
د ښووني او روزني د فلسفې له توضیحاتو څخه داسي انګیرل کیږي چي فلسفه او ښوونه او روزنه یو له بل سره نژدي اړیکي لري او یاکه داسي ووایو چي یو له بله سره تړلې دي ، او په ځانګړي ډول يي فلسفه د ټولنیز بدلون پلان یا برنامه بللې ده . روښانه ده چي ټولنیز بدلون یواځي او یواځي د ښووني او روزني په وسیله تحقق پیدا کوي ، په دې برخه کي کولای شو ووایو چي فلسفه د ښووني او روزني عمومي نظریه ده او ښوونه او روزنه داسي آزمایښت ځای دی چي فلسفي نظریات تجربه او سنجوي ، ټولنیز بدلون یاني د فلسفې لیږنه (رسالت) یواځي او يواځي د ښووني او روزني په وسیله سره ترسره کیدای شي.
د ښووني او روزني د فلسفي تعریف :
لکه څرنګه چي پورته مو یادونه وکړه ښوونه او روزنه د ژوند له مختلفو لارو او طریقو سره متقابلي اړیکي لري نو د هغو تغییراتو پر بنسټ چي د ژوند په لارو چارو کي رامنځته کیږي او فلسفه هغه تغییرات مني پر همدې بنسټ له ښووني او روزني له فلسفې څخه د یوه جامع او مانع تعریف وړاندي کول ستونزمن کار دی ، خو له دې سره سره بیا هم دلته هڅه شوي چي د ښووني او روزني له فلسفې څخه د امکان تر حده پوري تعریف وړاندي کړو .
« د ښووني او روزني فلسفه د هغو دلایلو او استدلالونو د ټاکلو مطالعه ده چي د ښووني او روزني اصول او هدفونه ، پروګرام ، درسي مواد ، طریقې ، د ښوونکیتوب شرایط او د ښووني او روزني په اړه د بل هر فعالیت جوړول له هغه څخه سرچینه اخلي (القرايي ، ۱۳۸۴،ص،۵۰).
« د ښووني او روزني فلسفه یو تیوریکي یا نظري فعالیت دی چي د ښووني او روزني د پروسې ، هدفونو ، پای ، طریقو ، پایلي او دهغوی د لاسته راوړنو په اړه بحث کوي . سربیره پر دې د ښووني او روزني فلسفه د ښووني او روزني د نظریو او همدارنګه عام او ډول ډول مسایل چي مختلفي غوښتني لري خو بیا هم د ښووني او روزني په پروسه باندي تأثیر کوي ، تر بحث لاندي نیسي .(کارډان ، ۱۳۸۳، ص، ۵).
د پوهانو د نظریو له مطالعي څخه داسي څرګندیږي چي ښوونه او روزنه په قوي احتمال سره د خپل پيچلي ماهیت د ترکیب پر اساس بیا هم نه ده توانیدلي چي د یواځنۍ فلسفې وړ شي که څه هم په دې اړه زیاتی هڅي شوي دي . له همدې وجهي په شلمه پيړۍ کي په عمده ډول د ښووني او روزني فلسفې په لاندي ډول د نظام لرونکو فلسفو د مجموعې په حیث لکه : ایډیالیزم ، ریالیزم ، او پرګماتیزم ؛ د ظهور پړاو ته ورسیدلي ، له هغه څخه وروسته نور فلسفي ښوونځي لکه اګزیستانزیالیزم او مارکسیزم په هغو ورزیات شول ، په دې ترتیب له رسمي فلسفو څخه د ښووني او روزني د کلي مسایلو د څیړني او روښانوولو او د نړۍ ماهیت او په هغه کي د انسان ځاي ، د علم ماهیت ، ارزښت او ښکلا په حیث ګټه واخیستل شوه .( همدا ښوونځي « مکاتب» وو چي د هغو پواسطه د ښووني او روزني کلي مسایل تر څیړني لاندي ونیول شول او ددي مکاتبو پر اساس د نړۍ ، انسان علم او د هغوي د ارزښت په اړه یي بحثونه وکړل ، درمل). دا ددې لامل شو چي د مختلفو فلسفو د ستنیو (پایو) پر بنسټ د ښووني او روزني په اړه مختلف تفسیرونه د ښووني او روزني فلسفي بحثونو ته ور دننه شي. نو له همدي وجهي د ښووني او روزني د مسایلو د کیندلو (رامنځته کولو) لپاره کوم واحد فلسفي نظر پیدا نه شو . د شلمي پيړۍ په دوهمه نیمايي کي په غربي هیوادونو کي د ښووني او روزني ځیني د نظرخاوندان په دې لټه کي شول چي له دوو لارو یي دا وضع بهتره کړه ، یاني ځینو د ژبي د څیړلو فلسفي ته مخه کړه او ځینو هڅه وکړه چي د ښووني او روزني فلسفه د ښووني او روزني له مسایلو څخه پیل کړي ، داسي چې یواځي د ښوونیزو مسایلو فلسفي څیړنه د ټولو هڅه وه ، نه هغه رايي او نظرونه چي له کلاسیکو فلسفو څخه زده شوي وو ، چي په دې منځ کي دا ډول کړنو نسبي بریا درلوده .
له نورو علومو سره د ښووني او روزني د فلسفي اړیکه :
د ښووني او روزني فلسفه سربیره پردې چي له نورو فلاسفو سره اړیکه لري او یا که داسي ووایو چي د مور حیثیت لري او په کلي ډول د فلسفي منل شویو اساساتو سره هم ډیري نژدي اړیکي لري . د معارفو دوهمه ډله چي د ښووني او روزني فلسفه له هغو سره اړیکي لري د ښووني او روزني اساسي یا بنسټیز معارف دي چي له ارواپوهني ، ښوونیزي ټولنپوهني ، وګړپيژندني او په ځانګړي ډول کلتوري نموني دي . ښوونه او روزنه له انسان او د هغه له وړ ژوند سره سراو کار لري . یاد شوي علوم د انسان د ژوند فردي او ټولنیز اړخونه لټوي او مطالعه کوي . ددې علومو له څیړنو څخه د ښوونیزي تصمیم نیوني لپاره ګټه اخیستل کیږي . په رفتاري او ټولنیزو علومو کي څیړني د اصولو د شکل په جوړیدو ، ښوونیزو کړنو ، درسي پروګرام او همدارنګه له زده کړي سره ډیره مرسته کوي . له دي ټولو سره سره له دي علومو سره د ښووني او روزني د فلسفې اړیکه یو اړخیزه اړیکه چي پر زده کړه ( اقتباس ) باندي ولاړه وي ، نه ده ، ځکه لومړی خو د ښووني او روزني فلسفه له دې څیړنو څخه په پټو سترګو ګټه نه اخلي بلکه دا کار په تحلیل او تمیز سره تر سره کوي او دوهم داچي د ښووني او روزني فلسفه د تمیزانه او څیړنیزو وسایلو سره چي شخص یي په اختیار کي لري ددي علومو ځیني لاسته راوړني کله کله د هغو نظريي او کړني مخکي له دي چي ګټه ترې واخلي نو نقد ، څیړنه ، ابهامات او احتمالي تعارضونه ښکاره کوي او له همدي لاري ددې علومو له پرمختګ سره مرسته کوي .
سربیره پر هغو ویینو چي مخکي يي یادونه وشوه د ښووني او روزني فلسفه هم د سیاسي ، اقتصادي او حقوقي رایو او افکارو بحثونو ته پاملرنه کوي ، ښوونه او روزنه د یوه ټولنیز فعالیت په حیث هم له سیاست او هم له خپلو ټولنیزو سیاسي فلسفو څخه متأثیره ده او هم ورباندي تأثیر کوي او یا هم باید او باید ورباندي تأثیر وکړي.د هر ښوونیز نظام له هدفونو څخه موخه او مقصد د ښاریانو روزنه ده ، چي د داسي کار تر سره کول د یوه انسان د مختلفو اړخونو د روزني وړ او مستلزم ده . ښوونه او روزنه سربیره پردي چي عقلاني او اخلاقي اړخونه روزي ، د انسان مدني ، سیاسي او اقتصادي اړخونو ته هم لازمه پاملرنه کوي . یو وړ ښاري باید خپل حقوق او تکلیفونه وپيژني او د خپل هیواد له سیاسي نظام سره پوره بلدتیا ولري . دا ټول کارونه د ښووني او روزني د فلسفې اړیکي له نورو علومو سره چي مخکي يي یادونه وشوه لازمي بولي او هغو ته ډيره پاملرنه کوي .
له یادوو شویو معارفو څخه یو هم تاریخ دی چي د ښووني او روزني فلسفه يي له پایلو او څیړنو سره ډیره علاقه لري . یاني نه یواځي دا چي د ښووني او روزني لپاره د تیرو تمدونونو او کلتورونو ( که نوي وي او که زاړه ) ښکاره کېدل او سقوط کیدل له اهمیت څخه برخمن دي ، بلکه پخپله ښوونه او روزنه داسي تاریخچه لري چي د تمدن ، کلتور ، ادبیاتو ، هنر ، علم او اخلاقو له تاریخ سره ډيره نژدې اړیکه لري ، لکه چی امیل دورکیم ویلي دي « هر ټولنیز نظام د هغوی له ډلي د ښووني او روزني نظام په تیرو وختونو کي ریښه لري» نو له همدي وجهي د هغه ښه درک کول په تاریخي مطالعاتو پوري اړه لري . تاریخي مطالعات له ښووني او روزني سره مرسته کوي چي د تیرو کړنو له لاسته راوړنو څخه له مثبت الهام اخیستلو سره سره ، د خطاوو او غلطیو له تکرار څخه هم ډډه کیږي .
په آخیر کي باید د هنر او ادبیاتو یادونه وکړو چي دا هم پخپل وار د ښووني او روزني له فلسفې سره ډیري نژدې اړیکي لري . له یوه اړخه ادبیات او ښکلي هنرونه د یوه هیواد معنوي ژوند او کلتوري سرمایه ده او له بله اړخه د هنري ادراک روزنه او په ځوان نسل کي د ښکلا پيژندني حساسیتونه د ښووني او روزني له موخو څخه دي . له همدي وجهي د ښووني او روزني فلسفه خپلي ځيني ډیري برخي هنري او د ښکلاپيژندني مسایلو ته ځانګړي کوي .( د لیکوونکو ډله ، ۱۳۸۳،ص،۱۲).
د ښووني او روزني د فلسفې موضوع
معرفت :
د فلسفې یو له بنسټيزو موضوعاتو څخه هم د معرفت مسأ له ده . فلسفه د معرفت د ماهیت ، د هغه د جوړیدو څرنګوالی ، د معرفت سرچينې (منابع) ، د معرفت ډولونه ، د معرفت اړیکه له حقیقت سره او د معرفت سنجولو د میزان په اړه بحثونه کوي ، چي دا بحثونه په نیغ په نیغه (مستقیم) ډول له ښووني او روزني سره سراو کار لري . ښوونه او روزنه له زده کولو (یادګیري) څخه بیلیدونکې نه ده او زده کړه هم هماغه د معرفت کسبول دي . پاتي دي نه وي چي د اوس وخت یا عصر د روزنيزو خورا پاکو (پاکترینو) مسایلو څخه یو هم د پوهي انفجار دی . د علومو او بشري معارفو له تړل کیدو او پراخیدو او ددي علومو او معارفو له ډیري چټکي پرمختیا سره د ښووني او روزني کارکوونکي له یوه وحشتناک کړکیچ (بحران) سره مخامخ شوي دي . نو یا هم باید د تحصیلي کال د ورځو په اوږدوالي ور زیات شي او یا هم د نویو موادو د ځاي پر ځاي کولو لپاره زاړه مواد له منځه لاړ او حذف شي . ددي دواړو ترکیبول او یا ددې له ډلي څخه د یوه ټاکل هم کیداي یوه مؤقته حل لاره وي . خو که چیرته وکولای شو چي زده کوونکی د مختلفو درسي موادو د بنسټیزو جوړښتونو او د اساسي اصولو د سم فهم او درک لپاره یاني د زده کړي له دقیقو جزئیاتو پرته ، زده کوونکي تر ښووني لاندي ونیول شي ، نو هغه وخت باید هیله مند واوسو چي هم عمومي کړني او د ښووني او روزني د چمتوکولو کړني به د اوس په هماغه ټاکل شوي وخت کي تحقق پیدا کړي او د تر سره کیدو وړبه شي . ( شلیب . جي ، سمټ ، ۱۳۷۷،ص،۱۵۹).
د معرفت ماهیت :
معرفت عمومي یا رفتاري حالت دی چي له مختلفو کارونو سره د شخص د چلند په اثر په هغه کي رامنځته کیږي ، البته د معرفت د کسبولو په وخت کي لاندني ټکي د اهمیت وړ دي :
لومړی دا چي یو شخص له مخکنۍ تجربې پرته د نویو او تازه امورو په پيژندلو او درک باندي نه برلاسی کیږي .
دوهم دا چي شخص له ټولو ځانګړتیاوو او خصوصیاتو سره سره بیا هم د تغییر په حال کي دی .
دریم دا چي د معرفت د جوړیدو یا تشکیل په وخت کي شخص د یوه مؤثر عامل په حیث دخالت کوي ، یاني شرموونکی ( منفعلانه) چلند یا برخورد نه کوي .
ځیني بیا معرفت د معلوماتو او مهارتونو کسبول بولي ، که چیرته په دې لړۍ کي معرفت یو ثابت امر وي او انسان هم منفعل وي نو د یوه مشروط عکس العمل په حیث مطلب زده کوي او دا زده کړه د تمرین او تکرار له لاري په شخص کي نفوذ نه کوي . معرفت د یوه متغییره جریان په څیر حاصلیږي او تحول پیداکوي او د پخوانیو تجربو تر تأثیر لاندي راځي او شخص راتلوونکو مسایلو ته د چلند یا برخورد لپاره چمتو کوي ، نو معرفت یو پيوسته امر دی او د شخص د تجربو پراخوالی د مفاهیمو په وده کي له هغه سره مرسته کوي .
د ریالسټانو په فلسفه په دي باور ده چي ؛ معرفت د بهرني شي د مستقیم درک او یا په ذهن کي د هغه له انعکاس څخه سرچینه اخلي ، نو له همدي وجهي معرفت یو عیني امر بولي او د معرفت د تشکیل په جریان کي د ذهن اثر او دخالت نه مني .
د ایډیالسټانو فلسفه په دې باور ده چي معرفت او د هغه تشکیل د ذهن کار دی او معرفت هماغه ذهني تصورات دي او د معرفت د تشکیل لپاره کوم بهرني امر ته اهمیت نه ورکوي ، نو هغوی معرفت ذهني بولي .
یوه بله ډله لکه ایمانویل کانټ په دې باور دی چي بهرني کارونه (امور) د حواسو له لاري د ذهن پټ (مبهم)، نامربوط او بي مانا تأثیرات زموږ ذهن ته ور داخلوي ، خو ذهن باید دا ډول کارونه په معلومو قالبونو کي وساتي او هغه له مخصوصو مفاهیمو سره په اړیکه کي کړي تر څو معرفت تر لاسه شي . بله ډله بیا داسي باور لري چې ذهني فعالیتونه او بهرني کارونه په ټاکلو قالبونو کي ساتي او هغوی له مخصوصو مفاهیمو سره په اړیکه کي کوي تر څو بیا هم معرفت تر لاسه یا حاصل شي .
بله ډله ذهني فعالیتونه او بهرني کارونه یو له بل څخه نه بیلوي او معرفت د بهرنيو کارونه او ذهني مفهوم د اړیکي یا ارتباط پایله بولي . ددې ډلي په نظر ذهن او حواس موږ مشاهدې ته هڅوي او بهرني کارونه هم د معرفت په تشکیل او تعبیر کي مؤثر دي . د معرفت په راپیداکیدو کي بهرني کارونه او ذهني مفاهیم د یوه موقیعت عناصر جوړوي ، له ښوونیزه اړخه ښوونکی باید د بهرنیو کارونو اهمیت درک کړي او ددې دواړو تر منځ اړیکي او ارتباط ته باید ډيره پاملرنه وکړي .
د معرفت سرچینې (منابع) :
د معرفت د جریان په تشکیل کي حواس او عقل داخل دي . د معرفت د کسبولو لاري ؛ حواس ، عقلاني قوي او شهود ، دي چي د لومړي لاس ( دست اول ) منابعو په حیث د پاملرني وړ دي ، سربیره پرهغه په ټولنه کي موجود سنتونه ، آداب ، رسوم ، مراجع او عمومي عقاید هم د معرفت په کسبولو باندی تأثیر کوي چي د دوهم لاس ( دست دوم) منابعو جز ګڼل کیږي .
مراجع هغه کسان دي چي په یوه یا څو علمي څانګو کي صلاحیت ولري ، خو په مراجعو باندي باورکول کیدای شي تاوانونه هم ولري ، ځکه فرد کیدای شي چي په تدریج سره د نورو د رایو له قبلولو سره عادت شي او د عقایدو له انتقادي څیړني څخه ډډه وکړي . نو د مراجعو له نظرونو څخه د ګټي اخیستني پر مهال باید پاملرنه وکړو چي مرجع داسي کس دی چي په یوه څانګه یا ریشته کي پوره معلومات ولري او د هغه مرجعیت (مرجع) باید د علمي محافلو د قبلول وړ وي . مثلاً : ډاکټر شریعتمداري په ښوونه او روزنه کي یوه مرجع ده. نو باید د مرجع نظر مفصل وڅیړو او د هغه د استدلالونو منطقي ارتباط پیدا کړو ، او دریم دا چي باید له هغه څخه د هغه په تخصصي څانګه کي نظر وغواړو او بالاخره مراجع هم باید قطعي او یقیني ونه ګڼل شي .
لومړنۍ منابع :
لومړی – حس : د فیلسوفانو یوه ډله حواس د یوي داسي منبع په حیث معرفي کوي چي موږ له بهرنۍ نړۍ سره بلدوي . دې ډلي فیلسوفانو ته حسي مذهبان یا د حسي مذهب د تجربې پلویان وايي . د هغوی په نظر انسان د حواسو له لاري له بهرنۍ نړۍ سره آشنا کیږي او د هغو په اړه معرفت کسبوي . البته هغه څه چي د حواسو څخه ښکاره کیږي له هغه څه سره چې زموږ ذهن ته داخلیږی توپیر لري ، ځکه په دې ځای کي ذهن تأثیرکوونکی دی او دا دحسي مذهبانو د نظر اختلاف دی .
دوهم – عقل : ځيني فیلسوفان عقل د معرفت د اساسي منبع په حیث معرفي کوي . د هغوی په نظر عقل حسي تأثیرات له ذهني مفاهیمو سره په ارتباط کي کوي او هغوی په یوه خاص ډول په ذهن کي مجسم کوي . د عقل فعالیت د حسي کارونو د معناداره کیدو لامل ګرځي ، نو د بهرنیو کارونو ، مفاهیمو او کلماتو په اړه د یوه معرفت رامنځته کول د عقل کار دی.
کانټ د معرفت په تشکیل کي د حس او عقل دخالت لازمي بولي . د هغه په نظر حواس د معرفت ماده زموږ په واک کي راکوي ، خو ذهن دا حسي تأثیرات د ذهني مفاهیمو سره په ارتباط کي کوي او شخص د بهرنیو کارونو سره آشنا کوي . له ښوونیزه اړخه ددې دوو منابعو (حس او عقل) رول له بهرني عالم سره د مفاهیمو په تشکیل کي د پاملرني وړ دی .
دریم – شهود : کله کله شهود د بصیرت یا ارتباطاتو درک ګڼل کیږي ، او کله کله هم د منطقي روابطو د فوری درک په مانا راځي ، مثلاً عرفاوو د نړۍ د پيژندلو لپاره له شهود او زړه څخه ګټه اخیسته .
یوه ډله باور لري چې مستقیم او بلافاصله ادراک مستقیم یا شهودي معرفت دی ، او بله ډله د تازه او نویو کارونو کشف ته شهود وايي او دا امر د یوې داسي منبع په حیث چي مخترع کوونکي له هغه څخه ګټه اخلي ، معرفي کوي . په کلي ډول د صوفیانو او د یوه ډله ادیانو د پیروانو له نظره شهود د عقلاني منابعو جز دی او عقلاني اړخ یا جنبه لري .( شریعتمداري ،۱۳۸۲،ص،۴۳).
ارزښتونه او د هغوي د ماهیت څیړنه :
زموږ په عصر کي د ارزښتونو څیړنه له هغه څه سره چي په یوه ټولنه کي باارزښته ګڼل کیږي ، د فلسفې کار دی . په اخلاقي برخه کي د ارزښت پیژندل په مستقیم ډول له ښوونیزو فعالیتونو سره اړیکه لري . هغه څه چي یو ښوونکی يي د زده کړو په برخه کي د زده کوونکو ، د هغوی د نظر څرګندولو ، قضاوتونو ، د زده کوونکو د کار د ارزښت سنجولو او په ډله ایزو فعالیتونو کي تر سره کوي ، اخلاقي اړخ لري . بې له شکه ارزښتونه په ځانګړي ډول اخلاقي ارزښتونه د انسان د ژوند بنسټیز رکن جوړوي .
د ارزښتونو ماهیت :
لومړی – عیني نظریه : د فیلسوفانو یوه ډله ارزښتونه داسي خصوصیات بولي چي په شیانو او اعمالو کي شتون ولري . په بل عبارت ؛ ددې ډلي له نظره ارزښت عیني او بهرنۍ امر دی او په خپله په شي یا عمل کي منعکس کیږي . ددې ډلي فیلسوفانو دلیل د هنري آثارو لېوالتیا (شور، وجد) یا اخلاقي اصول دي چي تقریباً د ټولو خلکو لپاره باارزښته ګڼل کیږي .مثلاً : ټول خلک له عدالت غوښتني او د یوه شعر له ښکلا څخه خوند اخلي ، نو دا ارزښتونه په خپل دننه کي داسي مطالب لري چي ارزښتناک بلل کیږي . د ارزښتونو عیني کیدل دداسي میزانونو(تلي) د راپیداکیدو لامل کیږي چي د ټولو د قبول وړ وي ، او دا تلي (میزانونه ) په ټولنو او ډلو کي عمومیت لري او د عقلاني څیړني وړ وي .
دوهم – ذهني یا شخصي نظریه : د فیلسوفان یوه ډله ارزښتونه د افرادو د احساساتو او تمایلاتو محصول بولي او باور لري چي هغه څه چي د یوه شخص د علاقي وړ وي نو دهغه لپاره ارزښت لري . ددې ډلي عمده دلیل د افرادو او یا ډلو په منځ کي د نظر اختلاف دی چي د ارزښتونو په اړه يي لري .مثلاً : ځيني د پیکاسو له رسمولو څخه ډیر خوند اخلي ، په داسي حال کي چي ځیني نور بیا هغه یواځي څو خطونه بولي . په دې ځاي کي ارزښتونه شخصي دي او د کارونو په اړه عمومي او عیني میزانونه ارزښت نه لري او هغه څه چي د یوي قضيي یا حکم په ډول صادریږي د احساس بیان او یا هم د فرد شخصي میل دی .
دریم – رابط ي نظریه : ددې نظريي پلویان د ارزښتونو اساس د شي او شخص په منځ کي اړیکه مهمه بولي او عیني نظریه ردوي ؛ ځکه چي د ارزښتونو په اړه د خلکو تر منځ اختلافات موجود دي ، له بلي خوا ذهني نظریه ردوي ځکه چي ډیر کارونه یا اعمال عمومي ارزښت لري . نو پر همدي بنسټ ارزښت هم د شي په خصوصیاتو او هم يي د شخص په ذوق او تمایلاتو پوري اړوند بولي .مثلاً : ویل کیږي که چیرته شعر ښکلی او ارزښتناک وي نو هم به له ادب او موضوع له لحاظه ښکلی وي او هم به ویونکی تر یوه حده د هغه له ادبیاتو سره بلد وي .
څلورم – زمینه ی نظریه : دا نظریه د جان ډیوي له عقایدو سره برابره ده او د هر امر ارزښت په یوه ځانګړي ځاي یا موقیعت کي د پاملرني وړ بولي ( د هر شي ارزښت د هغه په ځاي او موقیعت پوري اړه لري که چیرته يي موقیعت غوره وو نو ارزښت به یي هم غوره او ښه وي ، درمل). دلته په یوه ټاکلي موقیعت یا زمینه کي د شي ، شخص او د هغو په منځ کي رابطه مطرح ده ، په دې ځاي کي په یوه خاص طرز سره د میزانونو د عمومیت مسأله مطرح ده . میزانونه یا اصول امکان لري په ورته (مشابه ) شرایطو کي د عمومیت(تعمیم) یا اجرا وړ وي . د موقیعت د تأثیر په اړه مبالغه د ارزښتونه په باره کي د ثابتو معیارونو د معتبرکیدو مخه نه نیسي ، مثلاً : یو څوک ادبي خوښه (ذوق) لري او ښکلی شعر هم موجود دی ، خو هغه اوسمهال وږی دی ، نو هغه ارزښت په هماغه موقیعت کي مخکي نه بولي ( کوم څه چي يي اړتیا وي او په اوس وخت کي ورته ډیر ضرورت ولري نو هغه ورته له هر څه څخه ډیر ارزښت لري ، درمل).
د ارزښتونو ډولونه :
ارزښتونه يي له مختلفو اړخونو ډلبندي (طبقه بندي ) کړي دي ، د هغو له ډلي :
· د ژوند کولو ارزښتونه ؛ لکه د ځان ساتنه
· عاطفي ارزښتونه ؛ لکه له مور او پلار سره مینه
· ټولنیز ارزښتونه ؛ لکه لارښوونه ( رهبري)
· عقلاني ارزښتونه ؛ لکه له پوهي سره مینه او علاقه
· اقتصادي ارزښتونه ؛ لکه واکداري (ملکیت) ته میلان
· هنري ارزښتونه؛ لکه د ادبیاتو احترام
· دیني ارزښتونه ؛ لکه له مذهبي مراسمو سره علاقه
· اخلاقي ارزښتونه ؛ لکه له ریښتیا ویلو سره علاقه .( داود معنیان ، ۱۳۸۴، ص،۶۶).
ذاتي او عرضي ارزښتونه :
کیدای شي یو امر پخپله د ارزښت درلودونکي وي ؛ یاني پرته له دې چي له نورو کارونو سره اړیکه ولري د ارزښت درلودونکی وي . دلته ویل کیږي چي دا امر د ذاتي ارزښت درلودونکی دی . د بیلګي په توګه د ځینو خلکو لپاره علم ، اخلاق ، دین او هنر ارزښت لري ، د ذاتي ارزښتونو پر وړاندي ځیني شیان دي چي له نورو کارونو سره په اړیکه کي ارزښتناک بلل کیږي نو له همدي وجهي باارزښته ورته ویل کیدای شي . مثلاً: پيسې امکان لري چي د علم او هنر د کسبولو لپاره ارزښتناکي وي نو له دې وجهي به ورته ارزښتناکي وویلي شي .
دلته ویل کیږي چي پيسې عرضي ارزښت لري . په بل ډول : پيسې پخپله ارزښت نه لري خو کله چي د علم او هنر د کسبولو وسیله ګرځي نو ارزښتناکي ورته ویلای شو یا ارزښت پیدا کوي . په دې ډلبندي کي هم ډیر د نظر اختلاف موجود دی . د خلکو ، ټولنو یا ډلو لپاره د هغو کارونه ټاکل چي ذاتي ارزښت ولري آسان او ساده کار نه دی ، د بیلګي په توګه ؛ علم ، هنر او اخلاق امکان لري چي د انساني اړیکو د ټینګښت ، د خیال تحریک او یا هم د ځیرکتیا د میل د پوره والي لپاره یوه وسیله وي چي دا هر یو کار هم د یوه بل شي د په لاس راوړلو لپاره وسیله کیدای شي . له بلي خوا ثروت کیدای شي د ځینو لپاره ذاتي ارزښت ولري ، په داسي حال کي چي نور بیا ثروت د سوکالي ، راحتي او یا د هیواد د پرمختګ لپاره یوه وسیله ګڼي .نو پر همدي بنسټ د ځینو له نظره کیدای شي یو کار ذاتي ارزښت ولري خو د ځینو لپاره بیا کیدای شي همدا کار د عرضي ارزښت درلودونکی وي . په کلي ډول ویلای شو چي د ارزښتونو د وضعي په ټاکلو کي موقیعت ډیر رول او تأثیر لري . کیدای شي په یوه ځاي کي پيسې پخپله ارزښتناکي وبللي شي . د بېلګي په توګه : هغه پلار چي اولادونه يي د ودي (رشد) په حال کي دي او څو کاله وروسته په بهر کي زده کړي کولو ته چمتو کیږي په اوسني وخت کي د هغه لپاره پيسې ذاتي ارزښت لري خو دا چي دا وخت يي اولادونه د زده کړي پرمهال دي پخپله ارزښت ورته لري او کیدای شي چي په بله مرحله کي د ټولني د پرمختګ وسیله شي . د ټولني پرمختګ او توسعه هم امکان لري پخپله د پاملرني وړ واوسي او یا هم د خلکو د اوسني ژوند لپاره د سوکالي او آرامي وسیله وګڼل شي . د همدي زمیني پر بنسټ د ارزښتونو په ټاکلو کي باید د موقیعت تأثیر له پامه ونه غورځول شي .
نسبي او مطلق ارزښتونه :
مختلف کارونه چي په ځانګړیو شرایطو کي ارزښت ولري او یا هم په دواړو وضعو کي ارزښتناک وبلل شي په دوه برخو ویشل کیږي . هغه څه چي ارزښت يي په ځانګړیو شرایطو او موقیعت پوري تړلی وي او یا په نسبي ډول له دي شرایطو سره ارزښت ولري ؛ نو ویل کیږي چي نسبي ارزښت لري ، ددي امر پر وړاندي له داسي کارونو سره هم مخامخ کیږو چي په متفاوتو شرایطو او بیلابیلو موقیعتونو کي هم ارزښت لري ، دا ډول کارونه د مطلق ارزښت درلودونکي دي . د بېلګي په توګه : پيسې ، حکومت او اقتصادي نظام چي په خاصو شرایطو کي له ټولنیز موقیعت سره تړلي دي ارزښتناک ګڼل کیږي خو سوله او ټولنیز عدالت په هر حالت او موقیعت کي د ارزښت درلودونکي دي له همدي امله مطلق ارزښت لري . په دې اړه هم د پوهانو تر منځ د نظر اختلاف شتون لري . ځيني د مطلقو ارزښتونو له شتون څخه بیخي انکار کوي ، د هغوی په نظر د سولي ، ډموکراسي او ټولنیز عدالت په څیر کارونه هم په خاصو شرایطو کي باارزښته دي ، که چیرته یوه ډله پاڅون (قیام) وکړي او ټولنیز ژوند تر تهدید لاندي راولي او خرابکاري ، قتل او تالا کولو ته لاس واچوي ، نو آیا د هغوی پر وړاندي سوله ارزښتناکه بلل کیدای شي ؟
ځیني فیلسوفان په دې اړه میزانونه مطرح کوي . دهغوی په نظر هغه څه چي د انسان له طبیعت سره سراوکار لري او د فردي او ټولنیز ژوند د پرمختګ لاملونه رامنځته کوي نو مطلق ارزښت لري ، د بېلګي په توګه : سوله ، عدالت او ډموکراسي دا ډول ځانګړتیاوي لري .
له بلي خوا په مختلفو ځایونو کي له داسي کارونه سره مخامخ کیږو چي د اړتیاوو (احتیاجات) او ستونزو په تأمینولو کي ډیر ګټور وي . په بل ډول ؛ ځيني کارونه دي چي د ژوند په اوږدو کي او همدارنګه د یوه اساسي عامل په توګه له فردي او ټولنیزو تجربو سره تړلي د ستونزو په حل باندي تأثیر کوي چي دا ډول کارونه هم مطلق ارزښت لري ، په دې ځاي کي هم باید د موقیعت تأثیر له پامه ونه غورځول شي . سربیره پر دې په عمل کي ځیني کارونه لکه : سوله ، عدالت او ډموکراسي تر ځانګړیو او خاصو شرایطو لاندي راځي . مهم ټکی دادی چي د ارزښتونو په اړه بحث کول له هغه څه سره چي په عمل کي جریان لري کاملاً توپیر لري . د بحث پر ځاي کي امکان لري چي ځیني کارونه لکه : سوله ، ټولنیز عدالت ، ملي حاکمیت او ډموکراسي د مطلق ارزښت درلودونکي وي خو په عمل کي دا ډول کارونه د خاصو شرایطو تر تأثیر لاندي راځي او بیلابیل تفسیرونه ترې کیږي .
لکه څرنګه چي پورته وویل شول د انسان له ژوند سره د ارزښتونو سازګاري او د تاریخي ارزښتونو اهمیت ؛ ځیني شیان چي د تاریخ په اوږدو کې له مختلفو موقیعتو سره ګټور وو ، له پامه باید ونه غورځول شي . که چیرته ارزښتونه په پوره ډول سره نسبي وبولو نو د نظر د څرګندولو او د اعمالو د لارښووني لپاره به کوم اصل په واک کي ونه لرو . له بلي خوا د ځیني کارونو په مطلق ارزښتمند کېدلو کي هم باید مبالغه ونه کړو چي د موقیعت تأثیر مو بیخي له پامه وغورځيږي .(ډاکټرعلي شریعتمداري ، ۱۳۸۲، ص، ۱۵۸).
هغه څه ته په پاملرني سره چي پورته مو یادونه وکړه « معرفت ، حقیقت او ارزښتون » په یوه کلي نظر سره ویلای شو چي د ښووني او روزني د فلسفي په پورتینو موضوعاتو سربیره په خاص ډول د لاندي مسایلو په تجزیه او څیړلو باندي هم خبري کوي :
· د ښووني او روزني د ورځنیو مسایلو څیړل
· د فردي او ټولنیزو آثارو او د دې مسایلو د رامنځته کولو د عواملو روښانول
· د ښوونیزو مسایلو په اړه د لنډو پوښتنو مطرح کول
· په ښوونه او روزنه کي د کلي نیمګړتیاوو پلټل
· د ښوونیزي څیړني او یا د شناخت د ستراتیژي رامنځته کول او له هغي څخه ګټه اخیستل
· د هغو فکري یا ذهني معماګانو حل کول چي په ښوونیز تحقیق کي راپیدا کیږي
د ښووني او روزني فلسفه کولای شي چي له خلکو سره دعملي ژوند په اړه د سمو لارو په ټاکلو کي مرسته وکړي او یا د امکاناتو او ارزښتونو مطالعه او یا کولای شي چې د روزونکو(مربیانو) په منځ کي سم او ژور روابط رامنځته کړي .
همدارنګه ددې لامل کیږي چي :
· فردي ګټه پر ټولنیزه ګټه غوره ونه ګڼلی شي .
· نابرابري په ټولنیز عدالت باندي بدله شي او لیږي برخي ته وخت ورنکړل شي چي د ډیری خلکو ژوند تخریب کړي ؛ بلکه د ټولني ټول خلک په هر ډول شرایطو کي چي وي خپلو حقونو ته ورسیږي او له هره اړخه په امنیت کي وي .
· ځانګړی یا فردي فعالیت خپل ځای ټولنیز فعالیت ته وسپاري او اقتصادي فعالیتونه د یوي محدودي ډلي په واک کي ورنکړل شي چي د ټولني پر وړاندي د مسؤلیت احساس نه کوي او نور د ځان مزدوران کړي او د هغوی د نفس عزت او شخصي احترام ته تاوان ور ورسوي.
· د یوې خپلواکه ټولني او خپل ملیت د ساتلو په څیر له ټولو ملیتونو او ټولنو سره سالمي او مطلوبي اړیکي ولري ، ځکه چي یو پوه انسان دا نه قبلوي چي کومه بله ډله تر خپل واک او سلطې لاندي راولي او خپل افکار او عقاید ورباندي تحمیل کړي ، بلکه په دې باوري دی هغه ډول چي د یوه او شخص او ټولني نیکمرغي لازم او ملزومه ده نو د نورو ټولنو او ملیتونو نیکمرغي هم یو له بل سره لازمه او ملزومه ده .
· خلک باید بي حرکتي ( رکود) او کم پوهیدنه (جمود) پریږدي او پرمختللو کلتوري تغییراتو ته ښه راغلاست ووايي او د هغوي د پرمختیا او ژوروالي لپاره څومره چي يي وس وي هڅه وکړي ، او ټول خلک دا مهم اصل قبلول کړي چي کولای شي د کلتوري تغییراتو په چټکولو او رامنځته کولو کي ښه رول ولوبوي ، په داسي ډول سره چي یوځای باید ددې مثبتو او مطلوبو تغییراتو له پایلو څخه برخمن شي .
( تنها ، ۱۳۸۴، ص، ۱۳).
ومن الله توفیق
ژباړوونکی : حسن خان درمل کابل پوهنتون د ارواپوهنى دپوهنځي د اداري او مدیریت څانګي د دریم ټولګي محصل
بريښنا ليک
h.darmal@yahoo.com
کابل افغانستان
۱۳۹۰ / ۰۴ /۱۲
[1] دا په چیپټر کي مجریان وو چي د اوبو د بهوونکي او بهید نځای په مانا راغلی وو نو ما دلته (خلک) لیکلی خو تاسو کولای شئ له همدي مجریان څخه ګټه واخلئ . درمل