
دغه بې اسناده موټر چې افغانستان ته د پرزې په ډول وارد شوي ، وروسته په هېواد کې د ننه ترې بېرته موټر جوړ شوي .چې له کاغذي موټرونو خورا ارزان بیعه دي .چې په دې وجه یې زیاتره هغو بې وزلو کسانو پېرودلي ، چې د اسنادو موټر ته یې لاس رسی نه شوی کولای .
ویل کیږي ، په هېواد کې د موټر بم ، غلا ، تښتونې او نورو جنایي جرمونو کې له همدې بې اسنادو موټرونو استفاده کیږي ، نو په دې خاطر پخوا دهېواد په کچه د فرمان له لارې پرېکړه شوي وه ، چې دغه ناقانونه موټر دې نور د هېواد په کونج کونج کې ونیول شي او بېرته دې د پرزو په بڼه وپلورل شي .
چې په ځينو ولایتونو کې دغه پروسه عملاً پیل هم شوه .
خو خوست هغه ولایت وو، چې په ناقانونه ډول کانټينري موټرونه په کې نسبت نورو ولایتونو ته زیات موجود وو او اکثره یې د غریبې او بې وزلې طبقې سره ول .نو په همدې اساس د خوست ولایتي ادارې د څوارلسو میاشتو راپدېخوا پرلپسې هلې ځلې وکړې ، چې مرکزي دولت په دې قانع کړي ، چې په خوست کې دغه ډول موټر زیاتره له هغو کسانو سره دي ، چې دوی خورا کمزوری اقتصاد لري .نو له دې کبله یې د دولت مشرتابه ته یې د اداري غونډو په ترڅ کې د تصویب په بڼه په وار ، وار وړاندیزونه وکړل ، چې دغو موټرونو ته دې قانوني بڼه ورکړل شي .چې خوشبختانه د هېواد ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څو میاشتې وړاندې په رسمي فرمان سره حکم وکړ، چې په ټول هېواد کې دې موجوده بې اسناده موټر د قانوني لارې محصول شي او دوی ته دې قانوني اسناد ورکړل شي.ترڅو له یوې خوا د موټرو څښتنان متضرر نه شي اوبل طرف ته د موټرو په قانوني کېدلو سره د ناوړه پېښو او غیرقانوني کړنو مخه هم ونیول شي .
همغه وو چې په خوست کې د دې پروسې د پرمخ بېولو لپاره د ولایت په کچه د خوست د مستوفي ترمشرئ لاندې کمیسیون وټاکل شو.چې په کې د ګمرک ریاست ،ملي امنیت ، امنیه قوماندانۍ او د ټرافیکو مدیریت استازي شامل دي .کمسیون د لومړئ ورځې رانیولي تر ننه پورې خپل کار پرمخ بېولی ، چې نن د زمري په ۲۳مه د دوی در سمي راپور په اساس ۵۶۲موټر د ټاکل شوي هیت له خوا قېمت ګذاري شويدي ، چې له جملې یې ۳۳۶موټرو ګمرکي محصول تحویل کړی او ۲۴۰موټرونو ته ټرافیکي اسناد( جوازسیر، نمبرپلېټ ) ورکړل شوي ، چې له مخې یې (۱۸۱۲۰۲۳۲)اتلس ملیونه ، یو لک شل زره ، دوه سوه دوه دېرش افغانۍ د عاید په توګه د دولت خزانې ته سپارل شوي دي .
دخوست ولایتي اداره د ټولو هغو کسانوڅخه چې بې اسناده موټر لري، غوښتنه کو ي، چې ژر تر ژره دې خپل موټر اړونده مرجع ته ورولي او له دې فرصت څخه دې ګټه پورته کړي .ترڅو په راتلونکي کې له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان نه وي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دویم (یکشنبه )
نېټه :۱۳۹۰/۵/۲۳
مبارزمحمدځدراڼ