پارلمان يعني څه.!
<<له كله نه چي افغانستان ته نوي حكمت داري او ديموكراسي راغلي ستونزي يه را ولاړي كړي كه اسانتاوي>>
د سيپتمبر د 11 پيښي نه چي څو ورځي ورسته به يه 11 كاله هم پوره شي له بركته افغانستان او د افغانستان خلكو ته
نوى حكمت او حكمت داري راوستله چي له مخي به يه هر افغان كولي شي د خپلو حقوقو څخه دفاع وكړي.
ددغه حكومت له مخي چي د سيپتمبر د 11پيشي نه ورسته رامنځ ته شو د ځوريدلي كړيدلي ولس لپاره بايد لازمي اسانتياوي راولي څو هر افغان د خپلو حقوقواوحكومتي چارو نه برخمن شي ددي هر څه لپاره يه د خلكو لپاره د پارلمان يا <د خلكو د استازو كور> په نامه يوه نوى حكومت داري ورسته له هغه په كار ولويده چي د ولس مشر لخوا يه د مخالفت پر سر د څو ورځور لپاره د ولس مشراو د هيواد د سياسي څيرو او په لويه جرګه كي د خلكو د استازو ترمنځ اوږده بحثونه هم وشول.
د جوړ جاړي نه ورسته دا حكومت داري په دي موخه منظوره شوه څو د خلكواو حكومت تر منځ ستونزي په اساني سره حواري او هر فرد له دغي لاري په خپل حكومت كي بر خه واخلي.
خو اوس دا هر څه څنكه روا ن دي له يوي خوا د خلكو هغه هيلي او ستونزي چي ددغه حكومت لپاره يه ساتلي وي په سيند لاهو شوى ،هر څه په بل مخ روا ن دي هغه د چا خبرده وا يي پيري او خپله خښته ولس بيرته خپلو ستونزو او ورځنيو چارو ته مخ كړ خپلو ستونزو ته يه بيرته خپله اوږه وركړه او حكومت په خپله دفاع لګيا ده البته د بي شماره بهرنيو قواوو په موجوديت كي.
او د ولس استازو څخه هم نوري چاري پاتي شوي له كومي ورځي نه چي په دي كوډله ننوتلي چي البته ځني يه هم په ټاكنيز پړاو كي په درغليو تورن شوي ا ودي كوډلي ته ننوتي چي اوس يه دكار د شروع نه نږدي شپږ مياشتي تيريږي هر څه يه شاته پريښي او د خپلو درغليو په سر د ولس مشر سره لاس او ګريوان دي ،چي له امله يه د ولس حقيقي استازي هم خپلو چارو ته دوام نه سي وركولي .
له دوه ورځو نه راپدي خوا چي د ولس د نا قانونه استازو لخوا كوم ناورين رامنځ ته شوي او د احتجاج په توګه يه د خپلي كوډلي نه د باندي په خيمو كي ناست او د دولت ستري سياسي مخالفي ډلي هم ورسر د قانون څخه د دفاع په وينا يو ځاي شوي او يو بل ته په غاړه كي سره ور لويږي نور هم تري نه د خپل ولس ارزو ګاني مروري شوي.
هر څوك په دي فكر كي شول چي پارلمان د ستونزو د حل كور شو كه د ستونزو د رواستو..
عمر عمران /كويت
وروستي