ستي ګلان

څنګه به اوس ګل سـي هغـــه بيبانى ګلان
هــم مو  وهـلي په باروتــودا ښـارى ګلان
نه غـړوي سترګـي اوس پــراتـه په ډيرانو
لګــيا دي  رﮋوي هــم نــوي حـياتى ګلان
 
اغــزيه چا په سترګو يي ړونــد كړي تـــه
سـي نــه ويني په خواكـــي ګـاونډى ګـلان
فـكرورته وكړه تا دي رنګ ځني اخيستى
پــــه خـواكي دي پراته دغه زخــمى ګلان
 
اوليږي سى يوبل ته دغه ســوغاتى ګـلان
نشته زمــونږكلي كي هغسي موډي ګــلان
خــداي ږو كه مي ليدلي ول په عمر كــي
ستاسوځيكروباندي ددغـي خپلواكى ګــلان
 
وغړوي سترګي كه پاتي وي باقــى ګلان
خــــوندي كي نور د سيمي دا تنكي ګـلان
رنـــګ د بوراګــــانو مو  هـير شوي دي
وايــي نه ګـورو نـور دغه ښكيلاكى ګلان
 
نــه ښكاري ګلـــشن كي هغه پخواني ګلان
ځكه خواكي دى پراته مو مصنوعي ګلان
باغ د حُسن يه زمونږه سي  خــړ پړ كړلو
له كله نه راغلــــي سي دغه طوفاني ګلان
 
كـــر د ګلو موهير شوي پــورى, كلي كي
مونږه ســـي كرو اوس دغه تـرياكي ګلان
خو ﮋوند مو په ﮋوند نه ګـــڼي دا خلك هم
څو سي جيب كي نلرو ښكلي كاغذى ګلان
 
څــو به مو دخيرلاس نيولي وي اغزيو ته
خـپلوكي سي نه غواړودميني حقيقى ګلان
عمرانه ته دي هم نورصبرپه دي شتو كړه
كــــه ښه دي تاته ښه دغه قسـمتى ګــلان