لوړ پوړيو دولتي چارواكو ته روحي تكليف.!؟

عمر عمران/كويت
د كندهار ولايتي شورا رئيس او د هيواد د ولسمشر ورور احمد ولي خان كرزي وژنه د خپل ساتونكي لخوا لمړنۍ پيښه  نده بلكي تر دي مخكي هم ځني ورته پيښي رامنځ ته شوي دي چي په چارواكو خصوصا په لوړپوړو چارواكو منفي اغيزي اچوي ,د روان 2011 زيږديز كال د فيبروري د مياشتي  په دوهمه نيټه د پاكستان د پنجاب ايا لت ,ايالتي مشر (والي) سلمان تاثرهم د خپل يو ساتونكي لخوا په مخامخ ډزو ووژل شو چي په عمل كي يه د پاكستان او سيمي ګن شمير لوړ پوړو چارواكو ته د خوب ډار پيداكړ او ټولو سره د زكر شوي عمل اند يښني را پورته شوي او ټول د خپل دروندو ورپه غاړه شويو دندو سره په دي سوچ كي وي چي خدايه كه  كله هم دا خوب راته ريشتيا نشي , ا وچي داده زمونږ په هيواد كي د ولسمشر ورور او دكندهار ولايت د ولايتي شورا ريئس د ورته خوب ښكار شو چي له عمله به يې دا اندښني نوري هم زياتي شي چي ايا څنګه يو دولتي چارواكى د خپل يو ساتونكي لخوا وژل كيږي د ا به ارومرو د هغو چارواكو په ذهنيت باندي منفي اغيزي ولري كوم چي په ټولنه كي يه د خپل امنيت اتكا يه په نورو انسانانو وي .
سوال دلته بل پيدا كيږي چي دا ځاي لا چا تر اوسه پيدا نكړ چي ولي يو دولتي لوړ پوړي چارواكي د خپل يوه ساتونكي لخوا وژل كيږي ا و ان تر دي چي هر لوړپوړي چارواكى داكوښښ كوي څو خپل ځان ته د امنيت په خاطر له خپلو نږدي اقاريبو څخه او يا هم د ته وفادار كسان د ځان د امنيت په خاطرو ګوماري ,
ايا دماغي ناروغي ددي سبب ګرځي؟
كه ځني وخت تاوتريخوالي د ورته پيښو ښكارندوى كوي ؟
او كه د نورو مسئلو په نتيجه كي ورته پيښي را منځ ته كيږي  چي دا معزله به ورسته له دي لا ډيره جدي شي