
دافغان ملت بې پايه اوږدې غميزې دسياسي هواري په ترڅ کې په کورنۍ ، سيمه ييزه ، او نړيواله کچه پراخې هلې ځلې روانې دي ،چې تر دا دمه يې کومه مثبته پايله نه ده ورکړې او دادسولې روانه پروسه بې له کومې مثبتې او رغنده پايلې را روانه ده . په هېوادکې دولسمشر حامد کرزي حکومتوالۍ له لس کلن بهير وروسته زموږ حکومت او ملت دواړه يوۀ نوي سياسي پړاوته دننوتو په درشل کې دي .
په هېواد کې دمسؤوليتونو سپارنې او واک لېږدونې لومړى پړاوپيل او په داسې حال کې بشپړشو،چې په کورنۍ کچه جګړې خپل زوراو شدت واخېست او په دغه ترڅ کې زموږ په لسګونو او سلګونو بې دفاع ملکي هېوادوالو ته دسر هغو تر څنګ مالي زيانونه هم ورواوښتول ، او دالړۍ بې له ځنډ او خنډه راروانه ده .
دسياست ډگر دکار پوهانو او نظر خاوندانو داندونو پر بنسټ دافغانستان کشاله کورنۍ او سيمه نه بلکې نړيواله مسئله ده ،چې بايد دنړيوال سياسي چوکاټ په اډانه کې ورته دحل لار وموندل شي .
اوس له هېواد څخه بهرني ځواکونه سوکه – سوکه دوتو په حال کې دي ، نو دافغان ولس دغې څه کم څلور لسيزې اوږدې کور ګډې غميزې دحل په موخه هلې ځلې په کورنۍ او بهرنۍ کچه زوراخېستى ،چې وروستى چانس په دغه لړکې دبن دويم کنفرانس ياديږي . دسياسيونو او دافغان کشالې دښکېلو خواوو ترمنځ به د بن دويم کنفرانس په رڼا کې دروغې جوړې خبرې اترې پيل شي ،چې په دغه غونډه کې به طالبان هم ديوۀ سياسي لوري په توګه ګډون وکړي .
خو دبن دويم کنفرانس له جوړېدا څخه مخکې په کورنۍ او سيمه ييزه کچه دسولې عالي شورا خپلې هغې هڅې چټکې کړې ، ترڅو له طالبانو سره اړيکې ونيسي او هغوى د روغې جوړې په پروسه کې ورګډکاندي . په دې ترڅ کې دهېواد ولسي جرګې يوې غړې هماسلطاني په کورنيو او بهرنيو مطبوعاتو کې يوه لويه ، سياسي او مرموزه معمار اټوکولې ،چې دهېوادوالو ګومانونه يې يرغمل کړي دي .
دولسي جرګې غړې هماسلطاني ادعا کوي ،چې دطالبانو داسلامي غورځنګ مشر ملامحمدعمر دخپلو (١٢ ) تنو جګپوړو چارواکو او ملګرو سره په هېواد کې دى او ماله هغه سره دوه ځله لېدلي ، دهماسلطاني پروينا ملاعمر دسولې ټينګښت په موخه جوړجاړي ته تياردى .
هما سلطاني په ټينګار سره وايي ،چې مادغزني په ولايت کې له ملاعمر سره ليدلي او نوموړى حاضردى ،چې دهېواد په هره سيمه کې دکرزي له حکومت سره خبرو اترو ته کښېني . نوموړې وکيلې په ولسمشر کرزي تورو لګوي ،چې هغه دسولې دټينګښت په لار کې رښتينى او صادق نه دى .بلکې ددرواغو لاريې خپله کړې او په لوى لاس په دغه لړ کې خنډونه را ولاړوي ،چې چې دې هغه دا ډول وچ ا کلک چلند د ملت او هېواد سره لويه جفا ده .
له بل پلوه دهېواد دملي امنيت رئيس لطف الله مشال وايي ،چې دطالبانو اسلامي تحريک مشرملامحمدعمر دبلوچستان په کوېټه ښار کې دى ،چې دپاکستان دڅارګرې شبکې آى ، اېس ، آى له خوا يې څارنه او ساتنه کېږي .دهماسلطاني او لطف الله مشال په خپلو کې ضد او نقيض ادعاوو په کورنۍ کچه يوه سياسي معما را ټوکولې ، چې د ټول ملت عامه ذهنونه يې د شک اوګومان په لومه کې ښکېل کړې دي .دا په داسې حال کې ده ،چې دملاعمر نوم دامنيت شورا په تور لېست کې دى . او دنيونې پرسريې (٢٥) مېليونه امريکايي ډالره نغدي جايزه هم ټاکل شوې او په دې ترڅ کې دهماسلطاني ادعاوو پروړاندې افغان دولت ، امنيتي ځواکونو او په هېواد کې دايساف سوله ساتي پوځونو چوپه خوله دي ، او هېڅډول مطبوعاتي او وسله وال غبرګون نه په ډاکه کوي ،چې دغې چارې دهېوادوالو دشک او ګومان شپول لاپراخ کړى دى .ښايي لامل يې دا وي ، چې افغان دولت د تېر په څېرله يوې بلې چلوټۍ او تېروتنې څخه وېره لري .په تېرځل کې د برېتانيې اوپاکستان استخباراتو په ګډه د افغان دولت سره د جوړجاړي په موخه د ملا اخترمحمد منصور په نوم يو څوک له پاکستان څخه د ايساف په چورلکه کې کابل ته راووست ،ولسمشرحامد کرزي هغه ته (٥) مېليونه امريکايي ډالر هم ورکړل ، چې وروسته نوموړى کس د بلوچستان د کوېټې يو تن هټيوال را وخوت .کله ،چې د هماسلطاني څخه دهغې دادعاوو د رښتينوالۍ په اړه پوښتنه وشوه ، نو هغې په زغرده وويل ،چې زۀ يو زوى لرم ، او که چېرې مې په خبرو کې درواغ او منافقت څرګند شو،دولت او هر بل څوک ،چې وغواړي ، نو مادې په زندۍ کړي ، زۀ په خپلې ادعاکې په چورلټ ډول سره صادقه يم .
دهېواد ولسي جرګې غړې هما سلطاني ادعاوې او دملي امنيت ر ئيس لطف الله مشال څرګندونې په خپل منځ کې ژور ټکر لري . ځکه هماسلطاني وايي ، ملاعمر په هېواد کې دى او مشال وايي ،چې نوموړى دکوېټې په ښارکې دى . همدغو ضداو نقيض څرګندونو او ادعاوو په کورنۍ کچه افغانان په سياسي سربدالۍ کې اخته کړې ،چې دغه حالت دهېواد په سياسي بهير کې يوه بله سياسي معما را پورته کړې ده .
همدغې سياسي معما ته دځواب له په لړ کې افغان دولت چو په خوله نېولې او هېڅ هم نه وايي ، اوداهغه څه دي،چې د هما سلطاني په دومره ډانګ پېيلې ادعاوودخلکو او ولس باور رانشي ، او هغو ته په نا غېړۍ او بې توپيرۍ سره وګوري .په سياست کې استخباراتي شبکې آوازې خپروي ، عامه ذهنيتونه ګوري ، تصرف په کې کوي او د هغو په رڼاکې خپل سياستونه چمتو کوي .دسياستوالو په اند دا هم په افغان لانجه کې د ښکېلو هېوادونو د استخباراتو يوه بله سياسي لوبه ده،ترڅو دنړيوالې ټولنې ته وښيي ، چې ګني ملامحمدعمر په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دى ، او په دې توګه دترهګرو د روزنې او ساتنې تور له ځان څخه لېرې کړي . او په دې توګه پاکستان په نړۍ کې دسولې او امنيت دسپېنې کوترې د سمبول په توګه معرفي کړي ،ځکه بريتانيه د پاکستان او اسراييل د بنسټګر هېواد په توګه نه غواړي ، چې په پاکستان له لاسه ورکړي ، ي ، په همدې توسن هڅه کوي ، څو نوموړى هېواد د امريکې له سياسي اوپوځې فشارونو څخه ؤژغوري .
خو دپردې شاته ،چې هره لوبه روانه وي، ډېرژر به يې پايله راووځي ځکه تاريخ شاهد دى ،چې هره سياسي لوبه او سياسي معما په پاى کې په ډاګه شوې ، او هر څه لکه دځلانده لمرپه شان ښکاره او څرګند شوي دي .د افغان ملت په سترګو کې خاورو اچولو پېر اوس تېر شوى او څوک چې دا کار کوي ، په اصل کې خپل ځانونه تېرباسي ،اوس دافغان ولس سياسي شعور او سياسي پوهه او بصيرت سره له بېسوادۍ او بېوزلۍ دومره او چت تللى ،چې مازې په لږ سياسي او نظامي خوځښت سره په هرڅه پوهيږي ،ښه او بد په اسانۍ سره له يوبل نه توپيرولى او حقيقت ته ځان رسولى شي . په هېواد کې د ملامحمدعمرد شتون په اړه روانه سياسي معما به ډېر ژر پاى ته ورسيږي او حقيقت به د زرګونو غوړېدلو په پردو له شانه را څرګند او ښکاره شي .
فضل وزير هيله من