
کابو لس مخکې دهېواد سياسي او نظامي چارې ولسمشر حامدکرزي تر مشرۍ لاندې نوې ادارې په خپلو لاسو کې واخېستې . له هماغې ورځې څخه ،چې نوې ادارې د واک پرګدۍ پرلتۍ ووهلې، نو ورسره مل په هېواد کې د نوي نظام د ټينګښت په موخه په لويه کچه هلې ځلې پيل شوې ،چې په دغه لړکې نوې واکمنۍ خپلې اداري ريښې له مرکز څخه سوکه – سوکه ولايتونو ، ولسواليو او کليو ته په غځولو پيل وکړ ،چې په دې ترڅ کې په ډېر کمه موده کې دهېواد په څلور دېرشو ولايتونو کې ددولت واکمني ټينګه او په عملي ډول يې په کار پيل وکړ،چې داپه هېوادکې له اوږدۀ خوپجن او ځوړتيا حالت څخه دراوتو خورا نېکمرغه مرحله بلل کېږي . ځکه افغان ولس په کورنۍ او بهرنۍ صحنه کې د مرکزي خپلواک دولت او حکومت خاوندان شول،چې دغې چارې له اوږدۀ ځنډوروسته په نړيواله ټولنه کې دافغانستان له لاسه وتلې اتوريته او حيثيت بياراژوندى او افغان ولس ته يې دزړۀ ماتي حالت څخه دراوتو او په خپل نفس او ځان دباوراواعتما د ډاډورکړ. همدلته وه،چې دافغان اسکېرلي او ځوريدلي ولس په مړۀ کالبوت کې دبياژوند ساه په چلېدو راغله او ټول افغان ملت د خپل سياسي ، ټولنيز ، اقتصادي ، کلتور او ادبي ژوندون ته دبياراستنېدا له امله ښه راغلاست وويل ،اوپه خورا ستړياوتې توګه يې په کار پيل وکړ ،چې دغه دافغاني ټولنې درنسانس دوره سره له ډېرو ننګونو ، خنډونو او کړاوونو په مصمم او هوډمن ډول خپل ټاکلي
مقصود منزل ته پرمخيون کوي .خوست دهېواد په فزيکي جوړښت کې له خورا مهمو او له ستراتېژيک موقعيت څخه برخمن ولايت دى ،چې تل يې ددغې خاورې په سياسي او پوځي ډګر کې برخليک ټاکونکى رول لري . ددغه ولايت او سيمې امنيت او سوله نېغ په نېغه مرکزي دولت اغېزمنوي ، ځکه، چې داسيمه په خپل ټولنيز جوړښت او اوډون کې قومي پياوړي اوغښتلي دودونه او نرخونه لري ،چې که په ساده ووايو ،د ټولنيز ژوندانه قانون يې بللى او يا دولى شو . نو پرهمدې اساس تر بل هر مدني قانون دلته ټولنيز دودونه ، رواجونه او نرخونه ديوې ضابطې او قانون بڼه لري ،چې دټولنې د ورځني ژوندانه لارښوونه او لورښودنه کوي . دا به له انصاف او عدل څخه ډېره لېرې خبره وي ،چې ووايو، پښتانه قبايل او بانډچيان دي ،ځکه د پښتنو دټولنيز ژوندانه اصول او قواعد په خپله په يوۀ دېر متمدن مدني او ښاري ژوند څرګندويي کوي ،چې داژوند دهمدغه اصولو او قواعدو په اډانه کې ترتيب او چمتو شوي دي .
په هر صورت، که له اصلي موضوع څخه ونه وځم، نو زموږ خوست هم تر نورو هغوولايتونو زيات پياوړي او ځواکمن دوديزه قومي جوړښتونه لري،چې په خپله همدغو جوړښتونو او قومي نرخونو ددغه ولايت ټولنيز ژوندانه ته ټولنيزه تومنه او متره ورکړي، چې په هېڅډول يې له اصالت ، سپېڅلتيا، اغېز او نفوذ څخه انکار نشي کېداى . نو پرهمدې اساس بايد اعتراف وشي،چې دخوست ولايت په سياسي ، اجتماعي اوامنيتي برخو کې دقومونو ونډه او برخه خپل هر اړخيز او ژور اغېز لر ي.
دخوست ولايت هره اداره خپله دنده او وظيفه ګڼلي ، ترڅو په دغه ولايت کې دقومونو او ولسونو ونډه او برخه اخېستنه په سيمه ييزاداره کې ډېره کړي او په دې سيمه او ولايت کې دټولنيز ژوندانه خورا دپام وړ ټولنيز بدلونونه راغلي اودا په خپله پردغه ټکي اعتراف کوي،چې دلته د سيمه ييزه ادارې او قومونو ترمنځ هر اړخيز ارتباط او تړون موجود دى . په دې کې شک نشته ، په دغه ولايت کې ،چې څومره ودانيز بدلونونه او تحولات راغلي، نو دقومونو او ولسونو له ونډې او برخې اخېستنې څخه سترګې نشي پټېداى ، همدا دخوست مېشت قومونه او ولسونه دتاريخ په هر کړکېچن پړاو کې دهېواد او دولت دملي ګټو څخه ددفاع او ساتنې په موخه په لومړي کتار کې درېدلي او خپل سرونه يې نذرانه او داو کړي دي .
د هردولت دا تګلاره او پاليسي وي ،چې خپل ولس او ملت ته چوپړ وکړي، نوځکه تل په دغه لاره کې هلې ځلې کوي . دخوست اوسنۍ ادارې دغه رښتينى او غوره د حکومتوالۍ او دولت والى اصل په پام کې ساتلاى او په دغه لاره کې خپله ټوله انرژي مصرفوي . ددغه ولايت او سني حکومت په ولسي پرګنو او قومونو کې دملي او وطني شعوراو پوهاوي په راويښولو کې کې رغنده ګامونه اخېستې ، چې په دغه لار کې يې انځوريزه،غږيزه او ليکنيزه رسنۍ په کار اچولې ، ترڅو دسيمه ييزه ادارې او قومونو ترمنځ ټينګ او پياوړى دارتباط او تماس چاپېريال رامنځ کړي . داچاره په خپله ددې لامل شوې ،څو ددغه ولايت اوسنى مشرتابه دې ولايت ته دسل (١٠٠ ) مېليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پرمختيايي ودانيزه پروژې منظورې کړي ، چې په راتلونکي لنډوخت کې به يې دپلې کېدا عملي چارې پيل شي، په ورته شان سيمه ييزه اداره غواړي،ترڅو په دغه ولايت کې بنسټيزې د بيارغونې اقتصادي او مالي پروژې عملي کړي ،ځکه بنسټيزې اقتصادي پروژې خوست ولايت په بنسټيز ډول له اوسني حالت څخه راباسي او د هېواد په کچه به دخورا بډايه او شتمنو ولايتونو په کتار ددرېدا جوګه شي .
خوله بده مرغه په خوست کې يو شمېر مافيايي وزمه کړۍ نه غواړي ،چې ددغه ولايت په سياسي ،ټولنيزا او اقتصادي ژوند کې وده او پرمختګ راشي نو ځکه خو دسيمه ييزې ادارې او مشرتابه دهر ډول پرمختيايي پلانونو پر وړاندې توطيي او دسيسې راولاړوي او ددغه ولايت اوسنى چټکيونى پرمختيايي او انکشافي بهير ټکنى کوي او لکه دماشومانو په څېر نا معقوله غوښتنې او وړانديزونه وړاندې کوي او دپرمختيايي پروژو د پلې کېدااو تطبيق مخنيوى کوي . همدا لامل دى ،چې دخوست ولايت اوسنى والي صاحب له دغه حالت څخه ناراضه او ګيله من دى او دخوست مېشتوله يوشمېر داډول دشخصي ګټو غوښتونکو معلوم الحاله اشخاصوله کړو وړو څخه خپه او خوابدى دى ، خو سره له دغو ستونزو او کړو وړو محترم والي پتېيلې ، چې خوست به جوړ او ودان کړي . نوموړي ټولو ستونزو او شته ننګونو ته په نره غاړه ورکړې او د يوۀ مصمم او هوډمن شخص په توګه غواړي،چې ټولې ستونزې ،دسيسې او شته خنډونه دخوست له ولسي او قومي پرګنو سره دګډ پوهاوي او تفاهم په رڼا کې له منځه يوسي او په دې ډول هرې ربړې ته ددټولنيز درک او حسن تدبير په رڼا کې دحل لاره پيداکړي .
دخوست اوسنى مشرتابه سمونپال او نوښت پال دريځ او تګلاره لري . ابداً دزور او زياتي پلويتوب نه خوښوي او په هره برخه کې پرعدم تشدد ټينګارکوي . د دغه ولايت والي دزورکلتور پرځاى دزغم کلتور پلوي دى ، هغه په دې پوهيږي ،چې افغانستان او خوست په زورنه جوړيږي ، نو بايد په هره برخه کې دستونزو پروړاندې له صبر،زغم او ټولنيز بصيرت څخه په کار اخېستو سره دحل يوه ټولمنلې لاره او چاره وموندل شي او وروسته پلې شي . هغه پردې پوهيږي ،چې په زورکلي نه کېږي ، بايد په هره برخه کې افهام او تفهيم شتون ولري . همدا دخوست او افغانستان دشته ستونزو او ننګونو پر وړاندې دوالي صاحب اوسنى دريځ داوسنۍ نړۍ دريځ هم دى ،چې بايد هرې سيمه ييزې ، ولايتي او هېواد شموله ستونزې او مشکل ته د زغم ، حوصلې، صبر او تحمل په چوکاټ کې دحل لاره ولټول شي ، نه داچې دزوراو تشدد په مټ ځواب ورکړل شي .نو پرهمدې توسن دخوست اوسني والي صاحب دولسواکۍ يو رښتينى اصل ،چې هغه تحمل ،زغم او صبر دى ، خپل د لارې بلند مشال ټاکلى او په دغه لار ه کې يې خپل ټول شته سياسي ، اقتصادي ، مالي او امنيتي امکانات په کار اچولي ، ترڅو خوست دغه ولايت له قومونو او ولسونو سره دګډ پوهاوي په رڼاکې سمسور او ودان کړي .
فضل وزير هيله من