
افغانستان دخپل سيمه ييز او نړيوال جيوپولېټيک موقعيت له مخې داسيا په يوه داسې سيمه کې فزيکي شتون لري ،چې دختيځ او لويديځ ترمنځ اتصال او تقاطع مرکز بلل کېږي . که لږ په ولسي ژبه وغږېږو، نو افغانستان دلويې اسيا په زړۀ کې پروت هېواد دى، نوځکه يې ددغې لويې وچې زړۀ هم بولي . همداسيمه دتاريخ په بېلا،بېلو زماني واټنو کې دنړۍ دلويو امپراتوريو د ټولواکانو ، فاتحينو او نيواکګرو دتاړاکونو ، تېريو او بريدونو مرکز او ډګر پاتې شوى ،چې دالړۍ له آدمه تردې دمه په وقفه يي ډول را روانه ده او ترډېرو به همداشان جاري وي .
په هېواد کې د١٣٥٧ لېږديز لمريز کال د غويي مياشتې داوومې نېټې له اوښتون وروسته زموږ خوږ ټاټوبى دختيځ او لويديځ ترمنځ دسړې جګړې په يوۀ تود ايډيالوژيک شعاري ميدان بدل شو،چې په دغه کورګډي خو نړۍ جګړه کې ددغه سياسي او پوځي لوبې د ډګر اصلي قربانيان افغانان او ددوى هېواد وګرځېد .
په افغانستان کې دروسانو په سياسي او پوځي ماتې پسې جوخت پخوانى شوروي اتحاد تجزيه او دافغان ولس اوږدې غميزې ډول اونوعيت بدل شو ، په کوردننه د مجاهدينو ترمنځ دواک پرسرکورنۍ جګړې دومره زور واخېست ،چې دهېواد خپلواکي يې له ګواښ سره مخ کړه ، او همدغو ناخوالو او کړاوونو ته په غبرګون کې د طالبانو اسلامي خوځښت رادې بره شو،چې دلته، نو دهېواد سياسي ،اجتماعي او نظامي حالاتو په کورنۍ او نړيواله کچه ځان ته استثنايي بڼه غوره کړه ، چې دغه حالت افغانستان له نورې نړۍ څخه په چورلټ ډول د انزوا او ګوښيتوب په شپول کې محصور او ايسارکړ او دځينو په کارپوهانو په وينا افغانستان دمنځنيو پېړيو دظلمت او تورتم تورو تيارو پېر ته په شا ولاړ . زموږ خاوره د نړۍ دنابلل شويو ترهګرو مېلمنو په روزنځي او پټنځي بدل او هېواد مو د ژور انحطاط او اختناق حالت سره مخامخ شو، ترهغو،چې د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر مياشتې په ١١ مه نېټه دامريکې پرمتحده ايالتونو ترهګريز بريدونه وشول او د واشنګټن او نيويارک ايالتونو پر تمينې او مرمرينې ودانۍ او آسمان څکي برجونه لولپه او والوزول شول . همدلته نړيواله ټولنه دافغانستان په اړه له ناغېړۍ حالت څخه راووته او د ملګرو ملتونو دامنيت شورا تر پرېکړې لاندې امريکې او دهغې لويديځوالې سياسي او نظامي ملګرې ټلوالې پر افغان خاوره بريد وکړ او دطالب واکمني يې ړنګه او له منځه يووړه .
په افغانستان کې دنوي نظام تر واکمنېدا وروسته په کورنۍ کچه دبيا رغونې او ودانۍ پراخ کمپاين پيل شو ،چې دغه بهير ته دافغاني ټولنې د (رنسانس ) پېر هم ويلاى شو، خو دنوې واکمنۍ دلومړنيو دوه کلونو نسبي سوله او امنيت ډېر ژر له منځه ولاړ. په هېواد کې يوه بله کورنۍ جګړه پيل شوه ،چې تر دا دمه خورا په زور او شدت سره روانه او له يوې ورځې نه بلې ته نوي سيمه ييز او نړيوال ابعاد ځان ته غوره کوي ،چې داپه خپله په دغه سيمه او خاوره کې دختيځ او لويديځ ترمنځ ديوې نوې سياسي ، اقتصادي او پوځي سيالۍ پيلامه ده ،چې تر دامهاله په کې په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او هره ورځ په منځنۍ کچه ( ١٥٠ ) تنه بې ګناه افغانان په کې وژل کېږي .
دافغانستان په اړه دامريکې د ستراتېژېستانو او تيوريسنانو دتګلارو او ستراتېژيو په اډانه کې پتېيل شوې ،چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال دهېواد مسؤوليتونه افغان دولت ته وسپارل شي ،چې په دې ترڅ کې دانتقال پروسې لومړى پړاو په برياليتوب سره پاى ته ورسېد. په دې برخه کې امريکه او لويديځ له افغانستان سره داوږدمهاله مرستو او همکاريو په لړکې ديوۀ ستراتېژيک تړون غوښتنه کوي . دا په داسې حال کې ده،چې زموږ ګاونډي هېوادونه پاکستان ، ايران ، روسيه اوچين له دغه تړون سره مخالف دي او په اوږده موده کې دا تړون دخپلو هېوادونولپاره د بالقوه ګواښ په توګه ګڼي . او داشان يې دافغان ولس يو لړ حساسيتونه او ملاحظات هم راپارولي ،چې دغې چارې په کوردننه سياسي ناندريو او بحثونو ته لار پرانېستلې او دې مسلې دانځوريزه ، غږيزه او ليکنيزه رسنيو سياسي بازار ښه تودکړى دى .
دهېواد، ملت او زموږ دګاونډيانو مخالفتونو او حساسيتونو ته په پام سره امريکې خپله ډيپلوماټيکه ژبه بدله کړه او په کابل کې دامريکې نوي سفير راين کر اکر له مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل،چې موږ له افغانستان سره ستراتېژيک تړون نه بلکې داعلاميې دلاسليک غوښتونکي يو .د راين کرا کر له څرګندونو څخه څو ورځې وړاندې دولسي جرګې استازو دستراتېژيک تړون دڅرنګوالي د سپيناوي په موخه دافغانستان دملي امنيت د شورا رئـيس رنګين دادفر سپنتا ورغوښتى ؤ.
ښاغلي سپنتا دولسي جرګې استازوته په خبروکې وويل،چې که چېرې د افغانستان اوامرېکې ترمنځ داسې کوم تړون لاسليک کېږي ، نو په هغه کې به دهېواد ملي ګټو ته تر ټولو لومړيتوب ورکول کېږي .
نوموړي په خپلو توضيحاتو کې وويل ،چې موږ دغه تړون دلاسليک په صورت کې له امريکې څخه غوښتنه کوو،چې خپلسري عمليات به نه کوي .په خپل سر به کورونه نه تالاشي کوي ، دبې ګناه افغانانو وژل به دروي، دهېواد ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته به دخطر په حالت کې له افغان دولت سره الزامي مرسته کوي . دلته ديادونې وړ ده ،چې په ٢٠٠٣زېږديزکال دافغانستان دهغه مهال دبهرنيوچارو وزيرعبدالله له امرېکې سره يوداسې تړون لاسليک کړى ،چې امريکايانو ته د هرراز خپلسره عملياتودترسره کولو اجازه ورکوي .
خو په کابل کې دامريکې سفير څرګندونو دهېواد سياسي حالاتو او بحثونو ته يو بل لورى ورکړ . هغه دا،چې اوس دتړون د ( لاسليک ) خبره پرځاى پاتې شوه اوس خبره د تړون دنوعيت او ډول په اړه روانه ده .
تړون ته په انګليسي ژبه کې (Treaty ) او اعلاميې ته ( Statement ) ويل کېږي . دامريکې دقانون له مخې دتړون ( Treaty ) ځانګړنه داده ،چې کله امريکه له کوم هېواد سره ستراتېژيک تړون لاسليک کوي ، بايد دامريکې کانګرېس دوه پر درې رايو سره هغه تصويب کړي او بيا يې دامريکې ولسمشرهغه لاسليک کوي ،چې په پاى کى دقانون بڼه غوره کوي . د تړون ځانګړنه داده،چې امريکه به دتړون له مخې د تړون لاسليک شوي هېواد سره هر اړخيزه مرستې او همکارۍ کوي . يعني دقانون بڼه الزامي ده. خو ددې پرخلاف داعلاميې لاسليک کول ، دکانګرېس رايو ته اړتيا نه لري ، دامريکې ولسمشر کولاى شي ، په خپل سر له يوۀ هېواد سره اعلاميه لاسليک کړي،چې داعلاميې اجرائيوي بڼه اخلاقي او اختياري ده او په اعلاميه کې امريکه دنوموړي هېوادپر وړاندې کوم مکلفيت او مجبوريت نه لري .امريکه له افغانستان سره داعلاميې دلاسليک خبره کوي ، په داسې حال کې،چې افغان دولت له امريکې سره دستراېژيک تړون غوښتونکى دى .
همدا پرون ورځ دروان ١٣٩٠ لمريز کال دزمري مياشتي په ( ١٦ ) مه نېټه ،چې د ٢٠١١ عيسوي کال داګسټ مياشتې له (٧ ) مې نېټې سره سمون لري ، دافغانستان ولسي جرګې په خپله غونډه کې دامريکې سره د اعلاميې پرځاى دستراتېژيک تړون دلاسليک غوښتنه وکړه . پښتو متل دى ، وايي : ( په مرګ يې ونيسه ،چې په تبه راضي شي ! ) اوس افغانانو ، افغان دولت او ولسي جرګې دتړون له مخالفت څخه لاس واخېست ، او د اعلاميې پرځاى د ستراتېژيک تړون غوښتونکي دي .
اوسمهال دامريکې او افغانستان ترمنځ اختلاف دتړون او اعلاميې پرسر راڅرخي ،ځکه دواړه هېوادونه په سيمه کې دخپلو اوږدمهاله ستراتېژيکو ګټو او منافعو په لټه کې دي . که چېرې دافغانستان او امريکې ترمنځ د ستراتيژيک تړون دلاسليک پر سرهوکړه (موافغه) وشوه ، نو دا فغان لوري له خوا به يې د منښت يانه منښت په موخه لويه جرګه راغوښتل کېږي ،چې دلويې جرګې له منلو او تاييد وروسته به يې دوروستي تصويب په موخه دافغانستان له ولسي جرګې څخه دتاييد رايه اخلي ،چې دافغان ولسمشر دلاسليک په پاى کې به قانوني بڼه غوره کوي .
دسياست پوهانو او شنناندو په انداوس،چې افغانستان دخپل سياسي ،اقتصادي او نظامي خورا حساس او برخليک ټاکونکي پړاو څخه تېريږي ، نو دافغانستان لپاره داعلاميې پرځاى دتړون ډېره اړتيا ده ،ځکه زموږ هېواد دخپل ټولنيز ژوند په هر ه برخه کې دپرديو مرستو او هکاريو ته اړ دى .همدا اوس امريکه په نړۍ کې له جاپان ، جنوبي کوريا او فليپين سره ستراتېژيک تړونونه لاسليک کړي ،چې دهغو په رڼا کې امريکه نوموړو هېوادونو سره هر اړخيزې مرستې کوي او دهغوى پر وړاندې اجرائيوي او الزامي مسؤوليتونه لري ،چې داړتياپه وخت کې يې هران مرستې ته الزامي ژمنتيالري او په دې لړکې تياره اوچمتو ولاړه ده .دهمدغو کارپوهانو پروينا دنړۍ ښکېلاکګر هېوادونه تل په خپلوګټو او منافعو پسې ځي . نو په داسې حساسو،کړکېچنو او ترينګلو شرايطو او حالاتو کې ،چې هېواد ورسره مخامخ دى ،نو بايد له امريکې سره ستراتېژيک تړون لاسليک شي .او که چېرې د تړون پرځاى اعلاميه لاسليک شوه ، نو دابه د ملي خدمت پرځاى ملي خيانت وي ، ځکه له دغه عمل څخه به ښکېلاک کګر په خپله ګټه کارواخلي ،چې دافغانستان لپاره به په اوږدمهال کې خورا بدې ،ناوړه اوتاريخي پايلې ترشا ولري ،چې جبرانول به يې ناشونې چاره وي .
فضل وزيرهيله من