ښوونځی جوړونه ، انسان جوړونه  ده !

 
شاعران  څه ښه وایي:
علمیت زېب وزینت دی هر انسان ته
جهالت لوی مصیبت دی هر انسان ته
 
حبیب الله رفېع وایي   :        بې له زېوره ښایسته ښکلي ښکاريږي
                                                                                                 که په پېغله که په ځوان کې ده پوهنه
خوشال خان بابا بیا وایي :   علم تا بیایي په پورته
جهل تا بیایي په ښکته
                                                    یا موسا  لره   ور درومه
                                                                                    یا قارون ته ځان وسپاره
هوکې ګرانولوستونکو !لکه څنګه چې په پورتنيو بیتونو کې شاعرانو د علم ارزښت او اهمیت ته په واضېح ډول اشاره کړي، نو رښتیا هم علم دی ، چې انسان د ژوند تر لوړو پوړیو رسوي ، تر داسې پوړیو چې د هېواد د بقالپاره ورسره اساسي ستنې ټينګښت مومي او ټولنه د عزت او غوره ژوندانه لوري ته بیایي .
تاسو وګورئ او ښه فکر وکړئ ، کومو ټولنو چې دعلم د زده کړې ملګرتیا کړي او دایې هوډ کړی ، چې علم به  د هرې ممکنه لارې سرته رسوي . نن یې په ډېر کم عمر کې د پرمختګ لوړ  پړاوونه وهلي ، ولې برعکس هغو خلکو چې زده کړې ته یې شا کړي او د علم حاصلول یې بې ارزښته ګڼلي ، نن بدبختانه زموږ په شان لالهانده پټو سترګو دي .
د تېرو دریو لسیزو  په ترڅ کې مېرات مړي او بدمرغې جګړې له موږ هر څه واخېستل ، ټولې مادي او معنوي ستنې یې ونړولې ، پایله یې دا شوه ، چې په هر څه کې یې  نورو ته مختاج  کړو.ځکه علم دی ، چې انسانان د نورو له اختیاجه خلاصوي .تاسو یې وګورئ په هېواد کې عادي ناروغان هم د تداوئ لپاره نورو هېوادونو ته لېږل کیږي، وجه یې داده ، چې موږ له علم لېرې پاتې شوي یو او ومو نشوای کولای ، چې ځانونه له پخوانۍ بدمرغې جګړې راوباسو او د رڼا لوري ته ووځو.
خو خوشبختانه  د څو کالونو راپدېخوا په هېواد کې دعلم څراغونه بېرته په ځلا شول،په ملیونونو ماشومان ښوونځيو ته روان  او پرمخ یې په هر کلي او سیمه کې د ښوونځي دروازې خلاصې شوې.
خو شک نشته ،چې افغانان هر وخت دکرغېړن پرادي جنګ له امله د خدای ج له خوږو نعمتونو محروم شوي ،کنه نو زموږ وګړي له هر چا ښوونې روزنې او ښه ژوندانه ته تګي او سترګې په لاره دي .همدا مینه او علاقه وه، چې په دې یوه لسیزه کې په خورا زور سره ښوونځيو ته روان شول .
 بناءً تر اوسه پورې دهېواد په ګڼ شمېر ولایتونو خصوصاً دخوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سره د دې چې تعمیرونه جوړ شوي دي ، خو  یو شمېر زیات ښوونځي اوس هم  له سرپنا بې برخې دي.
په داسې حال کې چې اړتیا یې بیخي زیاته محسوسیږي .ځکه یوازې په همدې روان ۱۳۹۰کال کې شاوخوا څلوېښت زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي دي .اوس د دغو زده کوونکو لپاره د زده کړو په خاطر د ښه چاپېریال رامنځته کول په کار دي .داسې چاپېریال چې په هغې کې تدریسي مواد او د ښوونځیو لپاره د  ودانیو جوړول شامل وي .ترڅو وکولای شو، له زده کړې هغه سپېڅلي موخې لاسته راوړو، چې د هېواد لپاره په  نېکمرغۍ او ښېرازۍ تمامیږي .
دا هم باید ووایو چې د ۱۳۸۹لمریز کال راهیسې په خوست کې د ۳۰ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړول تر کار لاندې وو، چې تر نیمایي پورې یې بشپړې شوي او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي او دا دی نن بیا هم دخوښۍ ځای دی ، چې په مرکز او ولسوالیو کې د ځینو ښوونځیولپاره د څه باندې ۱۶ملیونو امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ بشپړې شوي ، چې ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي .د ښوونځيو لپاره د سرپنا جوړول هغه څه دي ، چې زموږ د علم بنسټ قوي کوي .نو په همدې اساس مې له مرکزي دولت او د ټولو مرستندویه ټولنو هیله او غوښتنه ده،چې دخوست د ولایتي ادارې سره د پوهنې په برخه کې نورې ډېرې مرستې وکړي .ترڅو دخوست خلک د علم له لارې نه یوازې خوست بلکې ټول افغانستان ته په پياوړي علمي مټ خدمت وکړي .
د یوې داسې ورځې په هیله
مبارزمحمدځدراڼ
خوست / افغانستان
۱۳۹۰/۵/۱۷