هغه اوس خپلواکه ده ، د برتانيې  تابعيت لري


لیکوال: عبدالرحمن الفت( محمودي)
نیټه: ۲۰/۴/۱۳۹۰ برابر ۱۱/۰۷/۲۰۱۱
ځای: وزیر اکبرخان
د افغان مسلمانې او مظلومې ټولنې ناخوالې په تیرو درینیمو لسیزو کې دومره زیاتې شوي دي چې کله خو د سړي د ژوند څخه زړه بد شي او د نا امیدۍ (یاّس) حالت ته هم ورسیږي، که یوه یوه ناخواله دلته رااخلو او څیړو یي نو زما په اند ناخوالې دومره ډیرې دي چې د لیکلو او اوریدلو حوصله به یي د چا سر نه وي، خو دا یو څرګند حقیقت دی کله چې په یوه هیواد کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي، او ټولنیزې چارې د ګواښ سره مخ  او ګډې وډې شي نو دغه هیواد د ډول ډول ناخوالواو ستونزو سره مخامخ او لاس او ګریوان کیږي، چې زمونږ ګران هیواد  افغانستان هم د ډول ډول ناخوالو او نا انډولیو سر ه مخ دی چې دغه ناخوالې او ستونزې ددې لامل ګرځیدلي چې ګران هیواد وال، هیواد پریښودنې ته اړ او د کډوالۍ او مهاجرت لارې یي غوره کړي دي.
 ډېرې افغان کورنۍ په امریکا ، کاناډا ، او په ځینو نورو  اروپایي  هیوادنو کې، یا خو د قانوني کډوالو په څیر او یا هم د غیر قانوني ګډوالو په څیر شپې او ورځې تیروي، دزرګونو افغان زلمیو ځواني لو لور او ډېری زلمیان د ډېرو سختو کارونو او مزودوریو سره مخ شوي دي د ګډوال کیدو په وخت او جریان کې اکثره زلمي د ځنګلي ځناورو، د سیند د کبانو، او ان تردې پورې چې د سپیو خوراک شوي دي، ډېری زلمي او پېغلې د ډیرو هیوادونو په جیلونو او محبسونو کې د بې کسۍ شپې ورځې تیروي د همدغو کورنیو د ټولګې څخه یوه د پېغلی څانګې کورنۍ ده د نوموړې کورنۍ هغه مهال د ګران هیواد پریښودو ته اړ شوه چې د هیواد په دننه کې خپلمنځي جګړو زور واخيست، څانګه دا مهال د څلورو او یا پېنځو کلو په عمر وه چې کورنۍ یې په غیر قانوني توګه لندن ته ورسیده او هلته د څه وخت وروسته کوربه هیواد د څانګې کورنۍ ته د ګډوالۍ اسناد ورکړل .
د لویدیځو هیوادونو قانون داسې دی چې هرماشوم که ښځه او نر باید لیک لوست زده کړي، نو څانګه هم ماشومه وه او باید ښوونځي ته تللی وایی نو د کوربه هیواد د قانون له مخې څانګه ښوونځي ته ولیږل شوه نوموړې افغاني لور د لومړني ښوونځي څخه پیل ان تر پوهنځي پورېې زده کړې د برتانې په هیواد کې  ترسره کړې، څانګه ماشومه وه، پېغلوټې شوه او با لاخره پېغله شوه د پوهنځي په اخر کال کې یي زده کړې کولې چې د څانګې کورنۍ دا هوډ وکړ چې د نوموړې واده د یوه افغان زلمي سره وکړي چې دا زلمی د څانګې د ماما ځوی هم کیږي،  تر څو څانګه خپل راتلونکی ژوند د یوه افغان سره ګډ تیر کړي خو د څانګې کیسه څه بل ډول وه د څانګې خیالات ډیر لوړوه، د ازاد او بې پروا ژوند نه یې خوند اخيستلو د بای فرینډ او ګرل فرینډ (Boy friend and Girl Friend) کیسه یې په خټه کې اغل شوې او په ذهن کې ځای نیولی وه (پښتانه واې : چی اوسې په خوی به د هغوسې ) نو په ګرانې څانګې باندې هم د لندن کور کهول چم ګاونډ ډېره اغیزه کړې وه او نوموړې په سلو کې سل سلنه د کوربه هیواد په خوی بوی اخته شوی وه  ددې په څنګ کې پېغله څانګه د خپل  دین دود او رواج څخه  هم هیڅ خبره نه وه او دا ځکه چې څانګې د خپل دین او دود په اړوند د ښوونځي څخه پیل او په پوهنځي ختم هیڅ نه وو لوستلي د څانګې کورنۍ هم دومره علمي نه وه چې نوموړې ته یې د خپل دین او دود په اړوند څه ور زده کړي وايی نو په پایله کې څانګې د داسې رشتې څخه نفرت کولو چې د نوموړې د اند او واند مخالفه وي او تل به یې خپلې کورنۍ ته داسی ویل چې زه خپلواکه یم او څوک زما سره هیڅ کار نلري او که څوک غواړي چې زمامخه ونیسي نو زه به یې سیمیزو چارواکو ته ور وپیژنم یانې حکومت ته به شکایت وکړم.
دا کشمکش د څانګې او د نوموړې د کورنۍ ترمینځ تر ډېری مودې پورې دوام کوي خو په پایي کې څانګه د کورنۍ غوښتنې ته غاړه ږدي او د خپل د ماما د ځوی وربل سره د واده کولو ریشته مني او دا ځکه چې څانکه یو ورور لري او دا ایکې یو ورور  په دې ډېر زیات ګران دی او د خپل ګران ورور ریدي خبره ځمکې ته نه غورځوي او وایی که ریدی په دې خوشالیږي چې زه د خپل د ماما ځوی وربل سره واده کړم نو زه به دا ریشته ومنم ګنې وربل زما خوښ نه دی ځکه چې وربل اسلامي نظریه لري او ازاد ژوند نه خوښوي او مونږ دلته (په لندن کې) ازاد اوسیږو د لندن د ژوند او د افغانستان د ژوند تر مینځ ډیر زیات واټن موجود دي دلته ښځې ازادې ګرځي، کوم ډول اغوستن چې وغواړي اغوندي او هلته خو ښځې د خپل دین، دود او رواج مطابق ژوند تیروي دا ټولې هغه اندیښنې وي چې ګلالۍ څانګی به د تل لپاره د ځان سره مل ساتلی.
د یوې څه مودې د تیریدو وروسته ریدی د خپلې خور څانګې څخه وغوښتل او ورته وویل چې د ژمي په موسم کې باید زه، ته، مور جانه او پلار جان پاکستان ته سفر وکړو او هلته به ستا کوژده او واده د ماما د ځوی وربل سره وکړو، د کوژدې او واده د مراسمو څخه وروسته  به بیرته لندن ته راشو او ته به د وربل دبلنې په اسنادو په لندن کې کار پیل او وربل به  سپانسر کړي او لندن ته به یې  راوغواړی ،څانګه  خو ددې ځای پورې د خپل ګران ورور ریدی پلان او خبره مني او هوکړه ورسره کوي، خو کله چې پاکستان ته راځي  اودخپلې کوژدې او واده مراسم د وربل سره په ګډه  ترسره کوي د څانګې او وربل ستوري د یو بل سره موافقه نه کوي ځکه چې څانګه په لویدیځه نړۍ کې لویه شوې ټول کړه وړه  یې هم د لویدیځې نړۍ دي ازاد بې قیده او شرطه ژوند غواړي، لویدیځ وال لباس په تن کوي د ستر او پردې خو هیڅ خیال نه ساتي، خو د وربل ژوند دڅانګې سره ډېر توپیر درلود، وربل اسلامي ټولو پولو  ته پابند او  غاړه ایښودنکي وو، د قران حافظ د جماعت د لمونځ پابندي یې کوله، د ښځو لپاره به یې په اسلامي لباس ډېر ټینګار کولو، د ستر او پردې به یې پوره پاملرنه کوله او څانګه به یې همیشه د لویدیځې نړۍ د خوی بوی او دوادونو څخه منع کوله، د څانګې دا ژوند خوښ نه وو خو د مجبوریتونو له مخې یې د وربل سر وخت تیره ولو او په دې اند وه که چیرې وربل سپانسر کړي او لندن ته لاړ شي نو کیدای شي چې چاپیریال په وربل اثر وکړي او د وربل په خوی او عاداتو کې توپیر راشي  په همدې امید او ارزو یې د وربل سره پوره څلور میاشتې یو ځای تیرې کړي.
د څلورو میاشتو وروسته، څانګه لا په پاکستان کې اوسیدله چې د کوم پوهنتون څخه په انګلستان کې فارغه شوې وه همدې پوهنتون نوموړې ته د کار کولو  وړاندیز را ولیږه چې دغې وړاندیز څانګه نوره هم دې ته وهڅوله چې بیرته لندن ته لاړه شي، بلکې وربل د څانګې د بیرته تګ سره غوڅ  او کوټلې مخالفت کاوه، ددې دواړو خپلمنځی  شخړه دومره زیاته شوه چې د څانګې او وربل کورنۍ پرې خبرې شوی،د وربل او څانګې کورنۍ دواړه په دې  خوښې وي چې لویدیځواله څانګه د وربل سره په افغانستان او یا پاکستان کې پاتې شي، نو وربل ته دستور ورکړل شو چې د څانګې څخه پاسپورټ او نور د سفر اسناد ترلاسه او ګونډه کړي ، همدا سې وشول ، او وربل خپل ټول کار او بار په پاکستان کې راټول او خپل پلارني هیواد افغانستان ته راغی، د ښار پرځای یې په خپل کلي کې میشت شو او ازاد خیاله څانګه یې هم د ځان سره په کلي کې استوګنه کړه، بې پروا څانګې به کله نا کله د وربل څخه د خپل پاسپورټ او نورو اسنادو غوښتنه کوله خو وربل به د نوموړې غوښتنې ته کومه ځانګړې توجو نه کوله، کله خو به څانګی ورته د غوصی او قهر ډکې خبرې کولې او د ورځنی ژوند نه به ډېره شاکی وه خو وربل به د تل په څیر نوموړې دې ته هڅوله چې د انګلستان د ژوند څخه زړه صبر کړي او د خپل هیواد ژوند ته غاړه کیږدي.
ښایسته ډېره موده تیره شوه خو د څانګې زړه په خپل هیواد کې ونه لګیده، هوډ یې وکړ چې ارو مرو به لندن ته ځی، لکه څرنګه چې څانګې د پوهنځي پورې زده کړې په لندن کې کړې وي او د انګلستان د حکومتي چارواکو د اړیکو ټولې شمیرې او بریښنا لیکونه ورسره په ډایری(دیادښت کتابچه) کې موجود ول، نو د کورنیو چارو د وزیر شمیره دایره وي او خپله ټوله کیسه ورته کوي او ورته وايي چې زه ستاسو د حکومت تبعه یم او دوي (وربل کورنۍ) دلته په افغانستان کې په زبردستۍ کینولې یم او پټه کړې يی یم، دانګلستان د حکومت د کورنیو چارو وزیر سر شارې څانګې ته ډاډ ورکوي او ورته وايی چې ته کوښښ وکړه چې داسې زمینه برابره نه کړې چې دوي مجبور شي او تا ووژنی زه د یوې اوونۍ په اوږدو کې ستا د خلاصي لارې چارې لټوم.
دانګلستان د کورنیو چارو وزیر  په کابل کې خپل سفارت ته لارښونه کوي او د څانګې د حالت او وضعی څخه یې خبره وي  د ټیلیفون شمیره او نوره پته یې ورکوي، د اوږنۍ په اوږدو کې په کابل کې د برتانې د سفارت سیمه ایز جاسوسان د څانګې ولسوالۍ او کلی معلومه وي او وخت نا وخت د څانګې سره ټیلیفوني اړیکي نیسي بالاخره جاسوسانو ته داسې موقع برابریږي چې ان تردې چې د څانګې سره یې په پټه لیده کاته کیږي او کور یې هم په نښه کوي.  
د انګلستان سفارت د خپلو سیمه ایزو جاسوسانو په مرسته د فرزې ولسوالۍ د باغوانانو په کلي کې د وربل په کور په داسې حال کې چاپه غورځوي چې نه د ولایت او نه دولسوالۍ استازي ورسره شتون لري د کلي ملک او سپینږیري خو په ځای پریږده او څانګه د وربل د کوره په زور او ځواک راباسي او ټولو کلیوالو ته په لوړ اواز د اسې وايي چې دا اوس خپلواکه ده د برتانې تابعیت لري ددې مخه نه تاسی او نه ستاسی چارواکي نیولی شي،خوارکي وربل ددوي په وړاندې هیڅ نشي کولی بې له دې نه چې نا امیده شي او په سترګو کې غټې غټې اوښکې په نوراني مخ د ګریوان لوري ته لار وکړي.
د جمعی ورځ وه د سهار د لمانځه څخه مې وروسته د خپلې غوا لپاره د تاکونو لښتې پرې کولې چې په ګرځنده ټیلیفون مې زنګ راغی، بلې مې ورته وویل ،سمدلاسه یې ځان را وپیژند ، او ويې ویل ملک صیب زه الماس خبرې کوم د وربل د کاکا ځوی، ځواب مې  ورکړ او ورته مې وویل امر کوي،  وویل  امر نه دی هیله کوم، که همدا اوس زمونږ کور ته راشي نو ښه به وي ځکه چې په یوه ډېره مهمه خبره درسره مشوره کوو د کلي ټول مشران او سپینږیري مو هم راغوښتي دي نوره یې راسر خبره اوږده نه کړه او زما په ورتګ یي ډېر تاکید وکړ، زه هم په فکر کې شوم او د ځان سره مې کرل ریبل چې دې خوارانو ته کومه کیسه پیښه شوې ده چې دومره زیات وارخطا او ستړي معلومیده، سمدلاسه مې خپل ځوی ته غږ کړ ګهیځه ځویه زما لونګۍ او څپلۍ راوړه، ګهیځ شیبه وروسته راغی او وویل کاکا ستا لونګۍ او څپلۍ مې راوړه دغه دی دلته یې ږدم، غږ مې پرې وکړ ځویه ته راشه او غوا ته واښه وکړه زه د الماس دوي کره د څه مشورې لپاره بلل شوی یم ، ګهیځ ودریده او وویل ښه کاکا جانه دادی درغلم، ګهیځ په وښو کولو بوخت شو او زه د الماس د کور په لور په یوې نرۍ پوله روان شوم د یوې ښې شیبې وروسته د الماس کورته ورسیدم د میلمستون دړه مې وټکوله چې الماس په خپله راووت د ښه راغلاست او جوړ روغ څخه وروسته چې متوجې شوم ټول خلک خپه او ستړي مالومیدل اندیښنه راسره پیدا شوه سمدلاسه مې وپوښتل خدای دې خیر کړي څه پیښه ده ټول خپه ښکاري ددې پوښتنې سره سم الماس راته د وربل او د څانګې د ژوند کیسه د پیل نه تر پایې پورې وکړه او ويې ویل چې څوک خپل تنکي ماشومان لویديځې نړۍ ته لیږي پایلې به يې همداسې وي لکه نن یې چې مونږ ټول خپه کړي یو کیسه مې په زور او زیر واریده او په اخر کې یې راته وویل چې تا خو د حکومت ماموریت کړی دی اوس مونږته  سلا مشوره راکړه چې څه وکړو؟
د کیسې او حادثې په اوریدلو ډېر خواشینی شوم او د یو اوږد اوسیلې څخه وروسته مې الماس ته وویل خبره خو ځکه ډیره خرابه ده چې نه زمونږ ددین او نه د دود سره اړخ لګوي خو دومره څه کول په کار دي چې خپل ځان ته د خټو پوزه ګیږدو او هغه داسې چې سهار ته د خالي ورځ ده زه او راسره څو مشران به ولسوالۍ ته لاړشو او د هغه ځای څخه به د ولایت والي او بیا دکورنیو چارو د وزارت د وزیر سره وګورو خبره همداسې وتړل شوه دا ټول چارواکی مو ولیدل اود زړه خواله مو ورسر شریکه کړه مونږ  ددوي کمزوري او بې واکي پوره پوره حس کوله او راته را معلومیدل چې دوي بې واکه او ناچاري دي او په دې اړوند زمونږ سره هیڅ مرسته نه شي کولی خو دومر یې وکړل چې  ددوي په مټ او مرسته مو په کابل کې د انګلستان سفیر ولید د ډیرو داوو او دنګلو وروسته چې د انګلستان د سفیر سره مو درلودې مونږ ټول چې حکومتي استازي هم راسره ول په ډیره  نا امیدۍ د سفارت څخه راووتو او دا ځکه چې  نوموړي سفیر ډېر په جرات سره  داسې وویل څانګه اوس  خپلواکه ده ځکه چې هغه زمونږ د هیواد تابعیت لري، او مونږ د خپل تبعې چې هر چیرته وي مرسته کوو او دوی ته د دوی د حقوقو په برابره ولو کې مسوولیت لرو او هغه څه چې مو د څانګې په ژغورلو کې تر سره کړل دا زمونږ مسؤلیت او د څانګې حق وو، نو که تاسې کومه دعوه او دنګله د څانګې سره لري نوڅانګه په دوو دریو ورځو کې بیرته انګلستان ته استوم تاسو هم هلته لاړشي او د څانګې سره د محکمې له لارې خپله دعوه مخکي بوځي .
د دوو دریو ورځو وروسته څانګه د سفارت له لارې په یوه نظامي الوتکه کې انګلستان ته رسیږي او د هغه ځایه سمدلاسه وربل ته طلاق لیک رالیږي او وربل د څو میاشتو وروسته چې د فکرونو او سوچونو په دریاب کې لاهو کیږي خپل ذهن او مغز له لاسه ورکوي او د ځان لپاره بې مسؤلیته نړۍ خوښويی او لیونی کیږي.  
 ګرانو هیوادوالو او درنو لوستونکو په پورتنۍ کیسه کې مې د خپلې افغاني مظلومې او بدبختې ټولنې یو دردونکی حالت چې زه یې شاهد یم او په خپلو سترګومې دا حالت لیدلی وه انځور کړیدی او د بیلګې په ټوګه مې ستاسو محترمو سره شریک کړ،او زه د داسې ستونزو د حل لپاره دا لاندې وړاندیزونه کوم او هیله لرم چې زمونږ ټول هیوادوال یې را سره ومني تر څو وکولای شو چې دې ستونزو ته د پايی ټکی کیږدو، ځان او خپله کورنۍ ددې بدبخت حالت څخه وژغورو.
وړاندیزونه:
v    ګرانو په دین او هیواد میینو هیوادوالو راځي چې داسې هوډ او عزم وکړو چې نور به خپلې د زړونو تنکۍ ټوټې لویدیځې نړۍ ته نه استوو، ځکه چې ټول لویدیځوال زمونږ د زړونو د ټوټو سمه پالنه نه شی کولی او زمونږ د زړونو دغه ټوټې راته  مفسد او خرابه وي او د هلاکت کندې ته یې غورځوي.
 
v    ډیری افغان کورنۍ په لویدیځه نړۍ کې اوسیږي دې ټولو کورنیو ته زما وړاندیز دادی چې دوی باید هڅه او زیار وکړي چې خپل اولاد د افغاني دود او دستورسره اشنا کړي او د اسلام د سپیڅلي دین ښودنه هم ورته وکړي، تر څو ددوی ژوند په راتلونکي کې تضمین او د هوسا او خوشاله ژوندون خاوندان شي.
 
v    دټولو هغو افغانانو چې د هیواده بهر اوسیږي هیله کیږي چې د خپلو اولادونو سره په خپله ژبه خبرې وکړي تر څو د دوي اولادونه خپلي ژبی هیرې نه کړي او په راتلونکي کې ورته دا ستونزه نه وي چې بیا  په خپله ژبه خبرې نه شي کولی.
 
v    دا اړینه بریښي هغه افغان کورنۍ چې په لویدیځه نړۍ کې اوسیږي خپل اولادونه کم تر کم د ژوند په دوران کې دوه یا درې ځلی خپل پلارني هیواد ته راولي تر څو په دې وپوهیږي او درک کړي چې دوي په اصل کې افغانان دې او لویدیځ یې د دوهم هیواد په توګه غوره کړي دي.  
 
پايې
په درنښت