د پوهاند زیورالدین (زیور) په مړینه د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی د غمرازی پیغام


په ډيره خواشینی سره می د پوهاند زیورالدین (زیور) خفه كوونكي مړينې خبر چی د ټول افغان په ویبپاڼه کی خپورشوی وو ولوست د چی داسی لیک ول (( پوهاند زیورالدین هم پوره کړ )).
إنا لله و إنا إليه راجعون
ارواښاد پوهاند زیورالدین (زیور) د هيواد يو ستر ملی ، علمي، او سياسي هستی وه ، چی د خپل ژوند په اوږ‎دو کی ډیری علمی او فرهنګی کار نامی لرلی، د هغه مړينه يو ه ستره ملی او فرهنګی ضايعه بولو. هغه اوس د دى دنيا څخه سترګی پټی کړی او لاړ، خو مو نږ په دی بارور لرو چی د هغه مرحوم نوم به د يو علمي ، سياسي او فرهنګي شخصيت په حيث د هيواد په تاريخ كښې د تل لپاره ځلاند او ژوندى وي.
زه د چپرهار د محصلینو د علمی اوپرمختیای ټولنی په استازیتوب د ارواښاد پوهاند زیورالدین (زیور) كورنۍ سره په دغه ستر غم كښې ځان شريک ګڼم . د الله پاك څخه ارواښاد ته د مغفرت دعا كوم او د كورنۍ غړو ته يې صبر جميل او اجر عظیم غواړم.
عبدالرحمن الفت محمودی
د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی په استازیتوب