
لیکوال: عبدالرحمن الفت( محمودي)
نیټه:۲۷/۴/۱۳۹۰ برابر ۱۸/۰۷/۲۰۱۱
ځای: وزیر اکبرخان د یوناما دفتر
د ۱۳۸۹ لیږدیز لمریز کال د ژمي دموسم پايې وه د یو څو میلمنو ملګرو سره د خپل کلي په لور وخوځیدم، سرای شمالي ته د رسیدو سم مې ځپل باغوان رحم الدین ماما ته په سیار ټیلیفون زنګ وه واهه او ور څخه مې وپوښتل ماما مېلمانه راسره دي څه ټک او پوک سودا خو به په کار نه وي چې در یې وړم، باغوان مې راته وویل خدای مو په خیر راوله هرڅه ډیردي تیره اوونۍ دې چې سودا راوړې تر اوسه شته او ډیره هم ده یواځې که تازه میوه دې د ځانه سره راوړه نو ښه به وي، دټیلیفون د غوڅیدو وروسته ما هم خپل د سوارلۍ موټر د تازه میوې دهټۍ خوا ته ور وګرځاوه، د پاکستانیو مالټو او کینوانو ښه موسم وو او یو کریټ مالټې مې د ځانه سره د خپل موټر په ډاله کې واچولې او د خپل کلي په لور روان شوم، زما مېلمانو ملګرو د اول ځل لپاره یې د شمالي د ډنډ څځه لیدنه کوله د دوي سره زه د سیمو په پیژندګلوي کې بوخت وم چې د لارې په اوږدو هیڅ پوه نه شوم او ځپل استوګن ځای ته ورسیدم ملګرو ته مې وویل دا زما جونګړه ده د موټر په هارنډ مې ګوتې زور کړې شیبه وروسته زما د کور څوکیدار لیاقت راووت چې زه یې ولیدلم دروازه یې خلاصه کړه زه او راسره مېلمانه ملګري زما میلمستون ته ننوتو، څوکیدار چای دمخه دم کړی وو، وي ویل چای خو دم دی رایی وړم؟ په سر خوځولو مې اجازه ورکړه او چای یې راوړو هوا سړه وه او مېلمانه ملګري مې د ختیځې سیمې کونړ ولایت څخه راغلی ول د یخنۍ احساس یې کولو او د سړې هوا څخه په اندیښنه کې ول زه پری پوه شوم او ورته مې وویل ورځطا کیږي مه د شپې مو ګرم ساتم، صندلۍ درته ږدم او د پسه وچه غوښه هم درته پخه ووم.
شپه تیره شوه، د سهار د لمانځه وخت شو څوکیدار مې را باندې غږ کړ قاضی صیب اوبه مې تودې کړي دي او د لمانځه وخت هم دی ته هم ویښ شه او مېلمانه هم را ویښ کړه چې د جماعت لمونځ وکړو،هوا سړه وه د لمانځه د اداکولو وروسته ما او مېلمنو بیرته صندلۍ ته مخه کړه او ویده شو، لیاقت د سهار د ناشتې لپار بیا راباندې غږ کړ قاضي صیب رحم الدین ماما ناشته راوړې او چای هم ورسره دی، تاسې ټول را اوچت شي چې ناشته او چای دواړه سړیږي، زه او مېلمانه په ګډه په خوړنتون ورننوتلو او د سهار ناشته مو نوشي جان کړه، د ناشتې د خوړلو وروسته ټول مېلمانه په دې راضي شول چې بله شپه هم زما سره زما په جونګړه کې تیره کړي، او دا ځکه چې د جمعې مبارکه ورځ وه ټول حکومتي دوایر رخصت ول او بله دا چې په دې وروستیو کلونو د کابل د ښار هوا ککړه او ګردجنه هم وه او د میلمنو دکلي هوا چې پاکه او صافه وه ډیره خوښه شوه نو ما هم خپلو څوکیدارانو ته وویل هلکانو ځي لاړ شي او د میلمستون په چوتره غالۍ وغوړه وي چې نن فیتاوی وکړو څوکیدارانو هم داسې وکړل .
زه او راسره ټول مېلمانه د میلمستون په چوتره چې ډیر ښه پیتاوی یې درلوده وغځیدو او د معمول په څیر د هیواد په اوسنیو حالاتو هر یو په خپل وار خبره او تبصره وړاندې کوله محکم خان زاهد را غږ کړ چې دا روست سیاست پریږدي لږ ویده شی چې دا فیتاوی بیا په کونړ کې نه پیدا کیږي ملګرو ټولو ورسره ومنله او چوپتیا یې غوره کړه، زه هم ویده شوی ووم چې غږ مې تر غوږه شو قاضی صیب ، قاضی صیب پاڅه ،پاڅه د غرمې ډوډۍ تیاره ده نور مېلمانه هم رابیدار کړه او خوړنتون ته راشي، ما هم په ټولو میلمنو غږ کړ ورونو پاڅي ډوډوۍ تیاره ده، مېلمانه هم ولټیدل او ټول په ګډه میلمستون ته لاړو ډوډۍ مو وخوړه او د جمعې د لمانځه لپاره مو تیاره ونیوه زه او راسره ټول مېلمانه په ګډه د جامع جومات په لور وخوځیدو.
د لمونځ د اداء کولو وروسته چې د جومات څخه را ووتم د کلي ملک مې د جومات مخې ته ولید د سلام کلام او د روغ جوړ وروسته د کلي ملک راته د چای د څښلو بلنه راکړه ورته مې وویل د مشرقي څخه راته مېلمانه راغلي ګنی زه خو درسره حتمًا د چای څښلو ته تللم ملک صیب نور هم ست او سلا ټینګه کړه او وویل چې ستا مېلمانه دي خو زمونږ هم مېلمانه دي ټول به راسره ځي او که لاړ نه شی زه خپه کیږم حیدرزی چې د مېلمانو د ډلې څخه وه د ملک صیب سلا یې ومنله او ما ته يې مخ راواړ وه او وویل قاضي صیب د ملک صیب سره د چای لپاره ځو، ټول په ګډه د ملک صیب سره د چای څښلوته لاړو.
د کلي ملک چې کله مونږ په میلمستون کې کیښنولو نو په خپل ځوی یې غږ کړ طارق جانه ځویه ژر راشه چې ډیر قدرمن مېلمانه راته راغلي دي اول ورسر روغبړ وکړه او بیا ورته چای راوړه او ګوره چې ګوړه او لاچي دې هیره نه شي چې حتمًا یې د چای سره یوځای راوړې ځکه چې مېلمانه ټول مشرقي وال دي او د چای سره ګوړه ډیره خوښوي، ملک صیب زمونږ سره په خبرو او پوښتنوکې بوخت وه چې د میلسمتون دروازه وټکیدله د ملک د میلمستون څوکیدار په منډه ساه نیولی د میلمستون په خونه راننوت او په ملک صیب غږ کړ صیبه صیبه بهر څوک راغلي دي چې دوه تورې لنډکروزرې او دوه د پولیسو رنجر موټر ورسره دي او وايي چې ملک صیب ته غږ کړه زمونږ ورسره څه کار دی ، زمونږ د کلي ملک ډیر د حوصلې او غټ زړه خاوند وه خپل څوکیدار ته یې وویل ناځوانه مه وارځطا کیږه ورشه ورته وه وایه چې ملک په میلمستون کې د نورو میلمنو سره په مرکه بوخت دی او تاسې هم د میلمستون دننه ته راشئ چای وڅښې ، د ملک صیب څوکیدار لږ شیبه وروسته چې د میلمنو مخې ته را راون وه د میلمنو سره یوځای د د میلسمتون لويې خونې ته را ننوت او غږ کړ صیبه میلمانه مې راوستل ملک صیب چې میلمانه ولیدل غږ یې پرې وکړ راځی ،په خیر راشي د کوټې بر سر ته لاړشی زه او نور مېلمانه هم د نوو مېلمانو روغبړ ته ودریدلو د روغبړ څخه وروسته د ملک ځوی طارق جان مېلمنوته چای په پیالو کې واچولو، او ټول مجلس د مېلمه په احترام چوپتیا غوره کړې وه نوی میلمه ظاهرا ډیر با سلیقه شخص مالومیده ځکه چې پاکې او نوې جامې يې اغوستې وې ښایسته لنډه کۍ ږیره یې درلوده خو زمونږ د کلي د مشهور سګوان تورګل ملګرتیا هم ور سره وه چې د تورګل ملګرتیا د نوموړي میلمه شخصیت د پوښتنی لاندې را وستی وو.
د یو څه چوپتیا وروسته تورګل زمونږ د کلي په ملک غږ وکړ ملک کاکا دا مېلمه دې ونه پیژانده؟ ملک صیب ورته وویل نه خیر وبخښي که دا ښاغلی را وپیژني ښه به وي نو تورګل په ډیر افتخار په ورخطایی وویل، دا خو د حضرت صیب کشر ځوی دی اوسمهال د کاناډا څخه راستون شویدی او دلته په کابل کې اوسیږي ملک صیب ډیره په حوصله ورته وویل د کوم حضرت صیب ځوی دی؟، تورګل ورته په ځواب کې وویل د مشر حضرت صیب چې زمونږ په کلي کې باغ او کلا لري ملک صیب سر وخوځاوه او ورڅخه یې وپوښتل ښه ډیره ښه امر کوي دا ښاغلی څنګه راغلی دی تورګل نه غوښتل چې د نوموړی غوښتنه په ډاګیزه توګه په ټوله غونډه کې ملک صیب ته یاده کړي خپله خبره یې ژولې غوندې وکړه او وویل چې حضرت صیب درسره څه کار لري پټ کار، ملک صیب ورته وویل چې حضرت صیب خو خبرې کولای شي چې په خپله یې وه وايي، تورګل حضرت صیب ته مخ ور واړوه او ورته یی وویل ((ملک صیب پرسان میکنه که به خاطر چی امدی چی میخواهی امر کن؟ ) د حضرت صیب چې تر اوسه پورې د تورګل او ملک صیب په خبرو سر نه وو خلاص شوی او هغه ځکه چې حضرت صیب په پښتو نه پوهیده ) سمدلاسه یې داسې وفرمایل جناب ملک صیب من یک سګ ماده از کاناډا همراهی خود اورده ایم و من میخواهیم که از او نسل ګیری کنم و من خبر شدیم که شما یک سګ سورنال داری که این سګ به نسل ګیری بسیار خوب است اګر لطف کنی و سګ شما را برای چند ر روز به من بدهید که همرای خودم به خانه ببرم خوش میشوم او ازسګ شما نسل ګیری میکنم))، ملک صیب چې د حضرت صیب غوښتنه واوریده رنګ یې زیړ او خجالت غوندې شو، او حضرت صیب ته مخاطب شو صیب که ګفته که من سګ داریم واین هم سګ سورنال ، حضرت صیب ورته وویل که برای من تورګل خان ګفت که او هم مسلکی ورفیق من است وبه من دروغ نه میګه، ملک صیب تورګل ته مخ ورواړه وه او ورته یې وویل تورګله کوم دی سپی ورته ښودلی دی زما خو دوه سپي دي او د باغ د ساتنې لپاره مې ساتلي په سورنال مورنال خو زه نه پوهیږم ، تورګل نه غوښتل چې خبره دې دومره ډاګیزه شي خو بیا یې هم د حضرت صیب لپاره قرباني ورکړه او وویل ملک صیب ستا د شین سپي پسې راغلی دی او د پنځلس ورځو لپاره یې د ځانه سره وړي او هلته یې د خپلې سپۍ سره یوځای کوي او نسل ګیري یې کوي، او کله چې سپۍ لنګه شي نو یو کوکری به تاته تری راوړم او یو کوکری به د ځان لپاره ترې راوړم ، ملک صیب چې د حضرت صیب او تورګل خبرې او غوښتنی واوریدې نو ډیر خپه او خجالت شو او د ځان سره یې وویل ولاحول ولا مخ دې تور شه، بیا یې تورګل ته وویل چې ځه ورشه او د لوی باغ څځه سپی خلاص کړه او حضرت صیب ته یی وسپاره، خو پنځلس ورځې وروسته به سپی ته په خپله راولې، تورګل حضرت صیب ته وویل بیا که برم کار شد، دواړه ډیر ژر جیګ او د خوشالۍ له وجې یې خدای په اماني هم ونه کړه او د ملک صیب د لوی باغ په لور راهي شو.
د حضرت صیب د رخصتیدو وروسته ملک صیب پوره خپه او خجالت مالومیده د یو اوږد اوسیلي وروسته یی مونږ ته مخ راواړاوه او وویل مېلمنو تاسو خپه نه شي دا زموږ ستانه او حضرتان دی؟ زمونږ دا ساده او ناپوه خلک یې څومره احترام او عزت کوي لاسونه یې ورمچی کوي، ناروا منښتې ورته منې او دوی ته یې ورکوی او ان تر دې پورې چې خپلې پاکې او معصومې لورګانې دوي ته ډالۍ کوي او بیا تاسې ددې پستو او مفسدو حضرتانو کړه وړه او اعمال وګوري چې د ځانه سره یې ښځه سپۍ د کاناډا نه راوستې ده، دي ښاغلي به پرې څومره لګښت کړی وي، پاسپورټ به یې ورته اخيستی وي واکسین به یې ورته کړي، د ورځې به پرې نورڅومره لګښت کوي او زمونږ په کور کلی کې خو خلک د یوې ګولۍ ډوډۍ پسې لالهانده او سرګردانه ګرځي، او بیا دوي د مشرۍ او رهبرۍ دعوې هم کوي تو لعنت شه په داسې حضرتانو او مشرانو، دا هر څه پریږده څومره بې نظاکته وه دا زما د سپي غوښتنه یې څومره په لوڅو الفاظو وکړه دده پر غوښتنه زما تخرګي خوله شول او دې بې نظاکته څومره لویه کیسه ترې جوړه کړه، او بله دا چې د نسل ګیرۍ د سپي پسی یې د حکومت دڅومره امکاناتو څخه ناروا ګټه اخيستله ، ګورئ دوه ورسره لنډکروزرې موټرې وې او دوه ورسره د پولیسو ډکې رنجر ډاډسنې، د ملک صیب څوکیدار ډیر ټوکي او خوش طبيعته مالومیده وې خندل او وویل صیبه زمونږ سپی ډیر خوش بخته شو چې د حضرت صیب په دربار کې مېلمه شو او ډیر محترم او معزز مېلمه، ناستو ټولو خلکو په کړس کړس وخندل خو ملک صیب خپل څوکیدارته په غصه شو او ویی رټولو او د ځانه سره یې وویل چی زه به د تورګل سګوان سره خبرې کوم چې دا پس او سګوان حضرت یې ولې زما حجرې ته راوست، زه ورته سګوان مالوم شوی یم، خو ددې لپاره چې د ملک صیب پام په بله شي ما پرې غږ کړ ملک صیب رښتیا هغه بله ورځ د ولسوالۍ څخه څوک راغلي ول زما سره مخ شول د کلي په باره کې څه مالومات غوښتل د چای او ډوډۍ وروسته مې خپل ځوی واثق جان ورسره کړ او تاسو ته مې راولیږل د ولسوالۍ هغو کسانو څه غوښتل؟ ملک صیب ځواب راکړ او را ته وویل قاضي صیب هغو د نجونو د ښوونځی په باره کې راسره خبرې وکړې زه او د کلي نور سپین ږیري ورسره سلا شو که خدای کول په راتونکی کال کې به مونږ د نجونو جلا ښوونځی ولرو مونږ په همدې خبرو کې وو چې د مازیګر د لمانځه اذان یې وکړ او مونږ د ملک صیب څخه اجازه واخيسته او د ښار په لور روان شوو.
ګرانو هیوادوالو او درنو لوستونکو: زمونږ په افغاني او اسلامي ټولنه کی پیر، اخوندزاده، میر، پاچا، خواجه، صاحب حق، اغا، حضرت او بالاخره ملا داسې ډلې دي چې ټول خلک ورته ډیر د قدر او عزت په سترګه ګوري او احترام یې کوي، لاسونه یې مچي کوي، سر ورته ټیټه وي ، منښتې ورته وروړي په کور کې به د یوې ګولۍ ډوډۍ پسې حیران وي خو حضرت او پیر ته به د خپلې غوا شیدې او مستې کور ته وروړي خپل بچیان به یې په نهاره وي او پاچا او خواجه ته به د خپل باغ او پالیز میوې کور ته ورځغلوي، زه دا نه وایم چې احترام او عزت دې نه وي، بلکې زه په خپله په احترام او عزت ټینګار کوم خو د اسلامي اوصولو مطابق، او دا ځکه چې احترام او عزت د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لاره او طریقه ده، او دا یو ښه کار دی چې ددې اصنافو احترام وشي خو کله نا کله دا عزت او احترام د شرک تر پولو پورې رسیږي، خپل پیر او یا حضرت ته دومره ټیټ او په ملا کوړپ شي چې رب العزت ورڅخه نا راضه شي او یا ورته منښتې یا نذر ومني چې نذر او منښته یواځې لوی څښتن ته کیږي نه پیر او پاچا ته په پورتنۍ کیسه کې مې د خپلې افغاني مظلومې او بدبختې ټولنې یو دردونکی حالت چې زه یې شاهد یم او په خپلو سترګومې دا حالت لیدلی وه انځور کړیدی او د بیلګې په ټوګه مې ستاسو محترمو سره شریک کړ ، او زه د داسی ستونزو د حل لپاره دا لاندی وړاندیزونه کوم او هیله لرم چې زمونږ ټول هیوادوال یې را سره ومني تر څو وکولای شو چې دې ستونزو ته د پایي ټک کیږدو، ځان او خپله کورنۍ ددې بدبخت حالت څخه وژغورو.
وړاندیزونه:
v ګرانو هیوادوالو هیڅ انسان په بل انسان غوره والی نه لری ټول انسانان د ادم ځامن دی او ادم د خاورو پیدا شوی دی، بلکی غوره والی او بهتروالی یواخی او یواځی په تقوی او پاکی کی نغښتی دی نه په پیرتوت او حضروالی کی، محترمو د خپلو مشرانو او پیرانو دومره احترام وکړی چی د شرک پولو ته ونه رسیږی، هیڅ انسان باید بل انسان ته سر ټیټ نکړی دا ځکه چی سر ټیټول یواځی لوی رب العزت ته ښای نه بل چا ته، او یواځی د مور او پلار لاسونه جواز لری چی مچی شی نه د بل چا او دا هم لازمی خبره خبره نده چی د مور اوپلار لاسونه به حتما مچی کوی.
v نذر او منښته باید یواځی او یواځی د الله تعالی په نوم ونومول وشی نه د پیر، پاچا ، حضرت او بابا په نامه ځکه منښته بی غیر د الله تعالی د نوم څخه بل چا په نامه شرک دی او شرک داسی ګناه ده چی الله تعالی یی نه بښی.
v لکه څنګه چی حضرت، پیر، خواجه، او نور اصناف په ټولنه کی ستانه او مخور کسان دی باید په ټولنه کی داسی ژوند اخیتیار کړی چی په اسلامی او افغانی اصولو برابروی او د لویدیځی نړی د خوی او خواصو څخه ځان وژغوری، داسی کار او فعل تری سر ونه خوری چی په ټولنه کی د پستو او ټیټو خلکو کاروی لکه سپی ساتنه، چرګان جنګول او داسی نور پست او ټیټ کارونه.
v په خپلو ټولو هیوادوالو باندی غږ کوم او دا ورڅخه هیله کوم چی تش په نامه او پوچو پیرانو او حضرتانو په خبرو ونه غولیږی د دوی اصلی څیری مطالعه کړی او ددوی د استعمار او استثمار څخه ځانونه وژغوری، او بی ځایه ددی پیرانو او حضرتانو په حجرو او میلمستونونو کی خپل قیمتی وخت ضایع نه کړی او ددوی په چوپړ کی بی د غلامی څخه بل څه هم په لاس نه ورځی او لوی خدای تری هم نا راضه کیږی.
پای
و من الله التوفیق