
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د مامورينو په نوم د نوي ښارګوټي د جوړولو او ددې ولایت په دولتي کارکوونکو په یاد ښارګوټي کې د نومرو د وېش لړۍ نن د پکتیکا والي محب الله صمیم لخوا چې ګن شمیر اداري چارواکو يې ملتیا کوله د پټۍ په پرې کولو سره پيل شوه
د پکتیکا والي محب الله صمیم وویل چې ددې ولایت ډیری دولتي ادارې د مامورینو له کمښت سره مخ دي چې لامل یې هم په دې ولایت کې د ښاري ژوند د اسانتياوو نشتوالي دي او ډیرۍ دولتي مامورين د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي او په پکتیکا کې دندې ترسره کوي چې د استوګنې د ځای د نشتوالي له امله یې کورنۍ په خپلو ولایتونو کې ژوند کوي صمیم وايي چې ددې ستونزې د هواري په موخه يې ګڼې هلې ځلې کړي دی چې دادی اوس مهال د افغانستان اسلامي جمهوريت مقام په حکم او د ښارجوړونې وزارت په منظورۍ وتوانېدل چې د ياد ښارګوټي په جوړولو سره يادې ستونزې هوارې کړي والي صمیم زياته کړه چې دا مهال ټول پکتیکاوال کليوالي ژوند کوي او دا لومړی ښارګوټی دی چې په جوړولو سره به پکتیکاوال د ښاري ژوند څخه برخمن شي
صمیم زیاته کړه چې دا ښارګوټی په ۶۵۴ جرېبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړيږي چې ۱۰۰۰ نومرې به یې په دولتي مامورينو سربېره په يو شمیر قومي مشرانو او مخور هم ووېشل شي،
د پکتیکا ښاروال محمد ظاهر وايي چې ددې ښارګوټي د وېښ په موخه يو دوولس کسیز کاري کمسيون ټاکل شوی دی چې تر دې مهاله یې د ۶۴۹ مامورينو اسناد بشپړ کړي چې ژر به هر مامور ته يوه نومره ځمکه په واک کې ورکړل شي ښاروال د
ښاروال زیاتوي چې هر نومره ځمکه ۴۵۰ متره مربع ټاکل شوي چې د هر نومرې ځمکې اخيستونکی به ۲۷۰۰۰ زره افغانۍ د پکتیکا ولایت ښاروالۍ بانکي حساب ته تسلیموي
ګڼ شمیر پکتیکاوال او دولتي مامورين ددې ښارګوټي په جوړېدو خوښي څرګنده وي او زياتوي چې ددې ښارګوټي په جوړېدو سره به نه يوازې مامورين د خپلو کورنو خاوندان شي بلکه د پکتیکا ولایت مرکز شرنه به بله بڼه غوره کړي ډیرو وزګارو ځوانانو ته به د کارکولو زمينه برابره شي او سيمه به اقتصادي ارزښت پيدا کړي