پکتيا والي د دې ولايت د لوبغاړو لخوا وستايل شو

 

د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د دی ولایت د کرکټ  لوبغاړو لخوا  دده د ښه خدموتو او د سپورت برخی ته د ځانګړی پاملرنی په خاطر په سپورتی کپ وویاړل شو
هغه غونډه چی د کرکټ یوه میاشتنی سیالیو په پآی کی جوړه شوی وه د سلاکار وزیر او پکتیا والی  جمعه خان همدرد لخوا بریالیو  ټیمونو ته  کپونه ، ډالۍ او سوغاتونه ورکړل شول .
په یاده غونډه کی چی  د پکتیا ګڼ شمیر ځوانانو او لوبغاړو ګډوون کړۍ وو  دوی په دی ترڅ کی د پکتیا والی څخه  مننه وکړه چی دوی ته یی د سپورت ډګر کی  شته آسانتیاوی رامنڅته کړی  دی  نو له همدی امله یی پکتیا والی ته ډالۍ هم ورکړه

 
دغه ټورنمنټ چی د پکتیا د ځوانانو چارو آمریت لخوا د ماشومانو د حقوقو د ساتنی په نوم جوړ شوی وو پکښی ۲۶ لوبډول برخه اخیستی وه
چی په پای کی لمړی مقام  دافغان اتل  لوبډلی دوم مقام شاهین  لوبډلی او دریم مقام د دولت زیو لوبډلی تر لاسه کړ .
د پکتیا ځوانانو او ورزشکارانو په خپلو خبرو کی د پکتیا والی څخه  یی وغوښتل چی ددی ولایت په یو شمیر ولسوالیو کی د لوبو لوبغالی ورته جوړ کړی
پکتیا والی دا ډاډ ورکړ چی څلور لوبغالی به سږ کال په مرکز او ولسوالیو کی د پکتیا بیا رغاونی ټیم  په مرسته جوړ کړی .
دا په داسی حال کی ده چی  په پکتیا کی د یوه لوی سټډیوم د جوړیدو چاری بشپړی شوی او په نږدی راتلونکی کی به ګټی اخیستنی ته سپارل شی .
روح الله سمون