
لکه چې ویل کیږي ، ژورنالېزم یا مطبوعات ډېر پاک او سپېڅلی مسلک دی .چې موخه یې یوازې د ولسونو او دولتونو ترمنځ د ستونزو ، مشکلاتو او غوښتنو د تبادلې لپاره د پل حیثیت لري .
له کله چې په افغانستان کې طالب رژیم رانسکور شو او پر ځای یې د جمهور ریس ښاغلي حامدکرزي په مشرئ نوی حکومت منځته راغی .نو دیو شمېر نورو پرمختګونو ترڅنګ دمطبوعاتو ډګر هم په خورا ناڅاپي ډول مخ په وړاندې ولاړ .
ګڼ شمېر چاپي ، غږیزو، انځوریزو او برېښنایي رسنیو په فعالیت پیل وکړ.چې په کې زیات شمېر ځوانان په کار کولو بوخت شول .
خو که له یوې خوا د خوشبختۍ ځای دا دی ، چې افغانستان تر ګاونډيو هېوادونو هم په مطبوعاتي برخه کې مخکې ولاړ ، خو ولې بیا د خواشینۍ ځای دادی ، چې له همدغو رسنیو یې ځینو د افغانستان د ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا، دیني او کلتوري ارزښتونو ته په ډېر سپک نظر وکتل .په دې مانا چې یو شمېر رسنۍ د سیمې د استخباراتي او مافیایي کړیو له لوري تمویل او حمایه شوې .د دغو رسنیو مسوولینو د یادو کړیو په اشارې هغه څه وکړل ، چې د افغانستان ملي هویت، یوالي او ملي ارزښتونو ته یې دروند زیان واړوو.چې متاسفانه اوس هم دا ډول رسنۍ فعالې دي .
همداشان د مطبوعاتو د چټک پرمختګ له امله یوه بله د پام وړ ستونزه دغه په وجود راغله ، چې د زیاترو رسنیو سره د ژورنالستانو په نامه پيوست شوي کسان په سیاسي ،قومي، ژبني او نورو تمایلاتو کار کوي ،چې اکثرا یې غیرمسلکي هم دي .چې دوی په هېڅ ډول خپل پاک مسلک ، ملي ګټو او ملي یوالي ته وفاداره نه دي .بلکې یوازې په خبر جوړولو او نشرولو کې خپلې ناوړه سمتي، سیاسي او شومې اقتصادي ګټې په پام کې نیسي ، چې بالاخره پایله یې د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق ټغر وغوړوي او په کې خپله ناولي ګټه لاسته راوړي .ځينې خو په قومونو کې د نفاق اچولو ترڅنګ په دولتي دوایرو کې د مامورینو ترمنځ ناوړه او بې ځایه تبلیغات کوي . بې ځایه شکونه او ابهامات منځته راوړي ،ترڅو دوی ته په کې ټاکل شوي مغرضانه اهداف لاس ته ورشي.
دغه ډول ژورنالستان متاسفانه په خوست کې هم شته ، چې له نړیوالو رسنیو سره کار کوي .ولې د یادې رسنۍ له نوم او موقف څخه په ناوړه استفادې هغه کارونه سرته رسوي ، چې له امله یې اړونده رسنۍ او ټول ژورنالستان بدنامیږي .
دغه پېژندل شوي څېرې د خوست خلک په ځانګړي ډول د ژورنالېزم لارویان یې ډېر ښه او له نږدې پېژني .دا ملحوس او بدنام مخونه چې له هر چا سره مخ کیږي ، د ۱۰۰ افغانیو دکرډټ سوال هم کوي ، چې فکر کوم دا به نه یوازې د ژورنالېزم په ډګر کې بلکې د پښتنوالۍ په چوکاټ کې هم د مرګ او سترې خجالتۍ ځای دی .په یو چا دې د ژورنالست نوم پروت وي او له یوې پېژندل شوي نړیوالې راډيو سره دې کار هم کوي ، ولې دغه بې شرمه او بې پته سړی چې ښه غټ پټ وجود هم لري ، ولې دی دې د ۱۰۰افغانیو کرډټ هم په سوال غواړي ، پداسې حال کې چې ډېرلوړ ډالري معاش هم اخلي .زه خو وایم ، مرګ پر داسې انسان او مرګ په داسې بې پته او بې حیا ژورنالست . له دا ډول ژورنالستانو به د ژورنالېزم د پاک مسلک له لارې څه تمه توقع ولرو .آیا دی به زموږ د بې وزله ولس او کنډ کپر هېواد لپاره څنګه قرباني ورکړي .چې دی ټوله ورځ د یو څو روپیو د لاسته راوړلو په خاطر د قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو ، ژورنالستانو،دولتي مامورینو او د مدني ټولنو ترمنځ د نفاق جنجالونه جوړوي .
بناءً زما هیله او ارزو د هغو رسنیو له مسوولینو څخه چې دغه کسان یې د ژورنالست په نامه نیولي ، دا ده ، چې د ژورنالېزم پاک مسلک، د افغانانو د نوي مثبت یون او حساسو شرایطو ته په کتو دې داسې کسان له ځانه لېرې کړي .ترڅو له یوې خوا د دوی رسنۍ او پاک ژورنالېزم د ولسونو له نظره ترپوښتنې لاندې نه وي راغلی او له بل پلوه ژورنالستان ، مدني ټولنې او د دې ولایت شریف خلک له دې مضرې حشرې څخه خلاص شي ، چې د ده له امله هره ورځ په کې د بې اتفاقیوکمپلې غوړیږي .
په پای کې باید وویل شي، چې په خوست کې ډېر بااحساسه، مسلکي او خپلې دندې ته وفاداره ژورنالستان هم شته ، چې د دوی په کړو وړو بشپړ حساب کیږي .دوی همېش له خپلو ملي ګټو او عامه نظم څخه دفاع کړي او لا هم دې ته ژمن دي ، چې په دې سپېڅلي لار کې قرباني ورکړي .زه د یوه افغان او د همدې لیکنې د لیکوال په توګه له دا ډول زړه سواندو ژورنالستانو نړئ مننه کوم او له دوی غواړم ، چې دخپل ولس د نېکمرغۍ او ښېرازۍ په خاطر لا زیات زخمت وباسي او په خپلو صفوفو کې د ژورنالستانو په نامه مافیایي کړیو ته ځای ورنه کړي .
په دې هیله چې یادې رسنۍ بدنام خلک له خپلې غېږې وباسي او خلکو ته دا ثابته کړي ، چې رسنۍ یې په واقعیت کې د ټولو خلکو لپاره یوازې د ملي خدمت روحیه لري او بس .
مبارزمحمدځدراڼ
خوست افغانستان
۱۳۹۰/۵/۱۶