
ليك او څیړنه : مجلة البيان
ژ: حماد
له کومې ورځې ، چې په افغانستان کې دطالبانو واکمني رامنځته شوه دبوش (زوی ) دواکمنۍ پر مهال امریکايانو د طالبانو پر ضد پراخه مطبوعاتي جګړه پیل کړه او پلان يې دا و ، چې طالبان له واکه راوپرځوي او دا يې په زړه نه هوارېده ،چې داسې یو نظام واکمن او لا پسې پیاوړې شي ، چې لویدیز او امریکا ته ګواښ وي . د ( مجلة البیان ) له انده دا له تاریخي پلوه داسلام او مسلمانانو پر وړاندې دصلیبي جګړو انځور بیا راژوندې کوي .
دسپټمبر دیولسم له پېښو راوروسته بوش اروپا له ځان سره ملګرۍ کړه او د القاعدې او طالبانو دځپنې تر پوښښ لاندې پر افغان ملت برید وکړ دا دې لس کاله کیږي ، چې امریکایان په افغانستان کې دخپلې ښکلتیا ترخه پایله دسر په سترګو ګوري او دا یې له وسه پوره نه ده ،چې له دې افغاني ډنډ اوس څرنګه ووځي ؟
براون امریکايي پوهنتون تېره اونۍ یوه څېړنه خپره کړه ، چې هېښونکې يې داوه : ( امریکا ، چې دسپټمبر له پېښووروسته په کومو جګړو کې ښکیله شوې ده پایله يې نږدې 225 زره مړي او لګښت یې 3700 ملیارده ډالر اټکل شوې دی ) .
دڅېړنې دڅرګندونو له مخې شمېرې دافغانستان او عراق دجګړې په اړه دي په دې کې هغه هوايي بریدونه هم شامل دي ، چې امریکايي الوتکې يې په افغانستان کې ترسره کوي . څېړنه وايي : په دې جګړو کې دامریکا دوژل شوو سرتېرو شمېر 6000 دی او دملګرو شمېر یې بیا 1200 دې پردې سربېره په دې جګړه 10,000 عراقي سرتیري ، 8800 افغان سرتیري ، 3500 پاکستاني سرتیري او 2300 دامنیتي شرکتونو کارکونکي او ساتونکي ، چې څېړنه یې دبړیڅو په نوم یادوي وژل شوې دي . په روانه جګړه کې لوړه بیه ملکي وګړو پرې کړې ده په روانه جګړه کې 125 زره عراقیان 12 زره افغانان او 35 زره دپاکستان تر کنترول لاندې دقبایلي سیمې ملکي وګړي وژل شوې دي . دامریکایانو په اصطلاح په دې جګړه د 25-20 زره ترمنځ وسله وال وژل شوې دي داسي ښکاري ،چې څیړونکو خپل پام یوازې یوازې جګړیز او ملکي زیان ته اړولې دی او په افغانستان او عراق کې یې دنیواک (استعمار) دجګړې پر مهال دوګړو وژنه له پامه غورځولې ده په دې دواړو هېوادو نږدې دوه میلونه وګړي وژل شوې دي او څلور میلونه نور ټپي او عیبي شوې دي .
دې جګړې له 187 خبریالانو او 266 دمرستندویه موسسو کارکونکوژوند اخستې دی په عراق او افغانستان کې دجګړې له کبله دګډوالو شمېر ،چې خپلې سیمې يې پرېښې دي نږدې 8 ملیونو ته رسیږي،چې ډیری افغانان او عراقیان دي.
مالي زیان :
بوش ( زوی ) غوښتل ،چې خپله دا هیله پوره او داسلامپالو پنډغالي له منځه یوسي ددې چارې دترسره کولو په موخه یې دیو مجرم انسان انځور راوپنځوه ، خو پایله يې دا شوه ،چې امریکايي اقتصاد يې کاواکه کړ یوې مخکینۍ څېړنې په ډاګه کړې ده ،چې د 2010 ز تر پایه به دجګړې ټول لګښتونه 3700 ملیارد ډالر ته ورسیږي په بله مانا دامریکا دپور څلورمه برخه .
دکانګرس دبهرنیو اړیکو کمیسون په 2008 ز کې په خپله ویبپاڼه کې یوه څېړنه خپره کړه ، چې لنډیز يې په دې توګه و : دامریکايي جګړې له کبله زموږ داقتصاد ملا ماته شوې ده او دا ددې مانا ورکوي ،چې کړکیچ څومره ژور دی دافغانستان او عراق دجګړې وضعیت له کبله امریکايي اقتصاد ډیر اغیزمن شوې دی ، خو په دویمه نړیواله جګړه او ویتنام کې بیا وضعیت دا ډول نه و دې جګړې اقتصادي پرمختګ ټکنی کړې دی دبېکارۍ کچه مخ په زیاتیدو ده پردې سربېره دجګړې موده ددې لامل شوې ، چې دامریکايي وګړو پر کلني عاید منفي اغیز وکړي او په ګرده امریکا کې په بازارونو کې دپېر او پلور پروسه ورسره ښه ټکنۍ شوې ده . ډیری امریکايي اقتصاد پوهان اوس وايي : هغه اسطوره اوس له منځه تللې ده ،چې ویل به يي که دجګړې لګښتونه لوړ شي نو دامریکا اقتصاد به ورسره وغوړیږي دوی ټول اوس یوه خوله دي ، چې داجګړه ده ،چې د تیلو بیې ورسره لوړې شوې او په بېساري توګه يې امریکايي اقتصاد کاواکه کړ . دڅیړنو له مخې جګړې دنورو پولي واحدونو پر وړاندې دامریکايي ډالر ارزښت راټېټ کړې دی او داد خپل ډول ځانګړې اغیز دی ،چې ډالر ورسره مخ شوې دی او دامریکا په اقتصادي تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دامریکا مرکزي بانک دومره عاجز شو ،چې دا يې له وسه پوره نه وه ،چې د ونډو په بازار او نړیوالو مالي بازارونو کې له ډالره ملاتړ وکړي . امریکا ، چې دنړیوالې پانګواکۍ سرخیله ده نن ورځ خپله دېته اړ شوه ، چې په خصوصي سکتور کې لاسوهنه وکړي او خپل ځان وژغوري اوس له ازادې سوداګرۍ غاړه باسي او بندیزونه پرې ږدي اودا له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې ده ، چې امریکا به یې ځان سرخیل باله پردې سربېره جګړې اوس امریکايي اداره دېته اړ ویستلې ده ،چې پر ګډوالۍ او دوګړو پر خوځښت نور بندیزونه هم کیږدي ددې مانا داده ،چې امریکا دنړیوالتوب له مهم اړخ څخه سترګې پټوي او دبازار دکنترول خبره هم زمزمه کوي ددې مانا بیا دا شوه ،چې امریکا نور دازاد اقتصاد سېک او هیله نه لري څیړنه وايي : که ډالر دنورو پولي واحدونو پر وړاندې همداسې مخ پر ځوړه روان وي دا به امریکا اړ باسي ،چې نور دپیسو دراکړې ورکړې صلاحیت له لاسه ورکړي او یوازې دخپل ډالر په غم کې به وي او دا هغه څه دي ، چې امریکايي ډالر به دصدام حسین دمهال له عراقي دینار ، لیبیايي دینا او روبل سره برابر شي که چیرې داسې وشول نو دا به ټول هغه بازارونه او ونډې بیخي کاواکه کړي ،چې له ډالر سره تړلې دي .