
حج ته دتلونکوحاجيانودپچې اچونې کميسون دخوست والي ترمشرۍ لاندې ناسته وکړه
دحج دمبارکې فريضې داداء کولو په موخه دتلونکو حاجيانولپاره ټاکل شوي کميسيون چې په ترکيب کې يې دولايت دمقام،دحج اوقافو رئيس،داستناف محکمې،امنيه قوماندانۍ،ملي امنيت،ولايتي شورا،سوداګرۍ خونې اواستناف څارنوالۍ استازي شامل دي ،دخوست والي ښاغلي نعيمي ترمشرۍ لاندې ناسته وکړه ،په سرکې دخوست ولايت دحج اوفاقورئيس مولوى اظهارالدين دپچې اچونې دبهيراو شرايطو په اړه چې نن ورځ پيليږي دخوست ولايت مشرتابه ته هراخيزه معلومات ورکړل ،نوموړي وويل چې سږ کال ١٩٥٠کسانو خپل نومونه حج ته دتګ په موخه ثبت کړې دي خو مونږ يواځې د ٥٨٠نفرو داستولوحق لرو چې ترپچې اچونې وروسته به حج ته سفر وکړي ،
په دغه ناسته کې خوست والي ښاغلي نعيمي ټاکل شوي کمسيون ته په خپلو خبرو کې وويل چې ،ياده پروسه چې ديوې سپېڅلې فريضې داداء کولو لپاره ترسره کيږي ،بايد په پوره ايماندارۍ سره په روڼ اوپاک ډول سره ترسره شي ،ترڅوهرهغه څوک چې دپچې اچونې له لارې حج ته دتلوچانس پيداکوي ،څرګنداوپه نيکمرغۍ سره حج ته په ټاکل شوي وخت سفروکړي،نوموړي زياته کړه چې ټاکل شوى کميسيون بايد دپچې اچونې بهيربايدپه منظم ډول سره وڅاري، ترڅو څوک پيدانه شي چې له دغې بهيرڅخه شکايت وکړي ،دښاغلي نعيمي په وينا ډيرى هغه کسان چې په پچه اچونه کې حج ته د تلوچانس نه پيداکوي ،ددوى نيت ډيرسپېڅلى دى پدې سره چې دوى په پچه اچونه کې کې ګډون کوي هم د ثوابونو مستحق ګرځي ، دوى بايد صبروکړي ترڅو په راتلونکې کال کې حج ته سفروکړي.
خبر:بريالى روان
ښاغلی نعیمي :د پي ډي سي جلسه د بیارغونې اساس جوړوي !!.
د خوست ولایت په پرمختیایي میاشتنۍ غونډه کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ د روانو پروژو د چارو په اړه بحث وشو.همداشان نوي پروژې هم دناستې د برخوالو له خوا داهمیت او اړتیا په پام کې نیولو سره په تصویب ورسېدې .
د ولایت په پرمختیا یي یا پي ډي سي غوڼدې په پیل کې خوست والي عبدالجبارنعیمي په هغو کړنو رڼا واچوله ، چې له مخې یې اداري چارې منظمې شوي او د خلکو باور یې په خپل نظام او ولایتي اداره پیاوړی کړی دی .
ده وویل په تېره میاشت کې د زمري په اتمه د تڼيو په ولسوالۍ کې ولسي خلکو یو کرولا موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، تر نیول کېدو وروسته یې امنیتي ارګانونو ته وسپاره ، چې د عامو خلکو له لوري د دا ډول تروریستي بریدونو مخنیوی د ا مانا ورکوي ، چې خلک دا وخت په تش لاس د امنیتي ارګانونو ته دنده سرته رسوي او د خپل نظام او خاورې لپاره په خدمت بوخت دي .
ښاغلي نعیمي د عدلي او قضایي ارګانونود سکتور ملاتړ پروګرام یا( جې اېس اېس پي )له خوا ترسره شوی دوه ورځنی ورکشاپ خورا اغېزمن وباله .چې په دې سره به په راتلونکي کې د عدلي او قضایي ارګانونو د شته ستونزو په هواري کې ښه پایله ولري .همداشان به د دې په تعقیب په راتلونکي دوو میاشتو کې به درې ورځنی ښوونیز بل ورکشاپ هم په لاره واچول شي .
خوست والي د ناستې برخوالو ته د خپل سفر په اړه چې پلازمېنې کابل ته یې ترسره کړی وو، هم مالومات وړاند ې کړل .
ده وویل د سفر په لومړئ ورځ یې د هېواد ولسمشر ښاغلي حامدکرزي سره ځانګړي لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د ورور د شهادت له امله د ټولې ادارې او خوستوالو په استازیتوب د غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل .دغه راز یې په خوست کې پرشویو پرمختګونو ، ستونزو او د خلکو په غوښتنو یې د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي سره ځانګړي ناسته وکړه .چې باید په خوست کې یو شمېر مهمې لویې او بنسټیزې پروژې په کار ولویږي .
نوموړي زیاتوله ، د لیدنو په ترڅ کې یې د سولې عالي شورا د دارلانشاء ریس ، مسوولینو او همداشان یې په راتلونکي کې دعنعنوي لویې جرګې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي سره په جلاجلا توګه ولیدل او له دوی یې وغوښتل چې خوست ولایت ته په هره برخه کې لازمه توجه وکړي .
والي عبدالجبارنعیمي دخپلو خبرو په لړ کې زیاتوله ، تېره میاشت ېې په خوست کې د مالیې وزارت د راغلي معین څخه د خوست د ګمرکي تاسیساتو د جوړولو او د غلام خان بندر د ترانزېټ لپاره د ودانیو جوړولو غوښتنه کړي او همداشان پلازمېنې کابل ته یې دسفر پرمهال په تعقیبي لیدنه کې بیا هم په دې غوښتنو ټینګار کړی ، ترڅو دغه دواړه مهم کارونه سرته ورسیږي .چې په دې سره به د دولت په عوایدو کې لا زیات لوړوالی راشي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به ښه زمینه برابره شي .
همداشان نوموړي د افغانستان لپاره د ناټو لوی استازي او سفیر سیمون ګس د راتګ یادونه وکړه ، له ده سره یې په امنیتي ، اقتصادي او نورو اړینو موضوعاتو بحث کړی .
ښاغلي نعیمي وویل د ناټولوی استازي سیمون ګس ورسره ژمنه کړي ،چې د خوست د پرمختګ لپاره به په بیارغونه ، د ولایتي ادارې د ملکي او نظامي ارګانونو د تجهیز، اکمال او پیاوړتیا په برخه کې به په نړیواله کچه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .
ده وویل د روژې په لومړئ ورځ یې د پکتیا ولایت دمقام مرستیال عبدالرحمن منګل ، د یو اېس ای ډي او اېتلاف ځواکونو مسوولینو او دخوست – ګردېز ترمنځ غځېدلي لوی سړک د ساختماني چارود شرکت مسوول سره یې د یاد شوي سړک د چارو د ګړندیتوب او د ښه کیفیت په هکله یې له دوی سره ځانګړي ناسته کړي .
نوموړي زیاتوله د پکتیا ولایت مرستیال عبدالرحمن منګل سره یې په دې هم خبرې کړي چې د یاد شوي سړک په ساتنه کې د پوره دقت څخه کار واخلي او د بل پلوه موافقه شوي ، چې په دې مهم سړک باید د لویو لارې ترازو ګانې نصب شي،ترڅو دبار وړونکو موټرونو د اموالو وزن کنټرول کړي .
ده وویل په ناسته کې یې غوښتنه کړي ، چې د هندي کمپنۍ له لوري جوړ شوی سړک په ډېرو ځایونو کې خراب شوی ،چې باید د ګرېنټۍ له مخې یې ژر ترژره بېرته ترمیم کړي .
نوموړي په دې خوښي وښوده ، چې په دغه لویه لاره د افغاني شرکتونو له لوري ۱۵کیلومتره قیر اچولو ته اماده شوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په اساسي شکل قیر شي .چې ټول ۳۸کیلومتره سړک به په ۱۱میاشتو کې په بشپړه توګه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي .
ښاغلي نعیمي وویل دخوست د ادارې هغه غوښتنه چې د پروژو داوطلبۍ دې په خوست کې ترسره شي او په دې سره د دویم او دریم لاس پلورلو مخه ونیول شي،دا غوښتنې یې منل شوي ،چې ښه بېلګه یې د هوایي ډګر د احاطې جوړولو او په نږدې ورځو کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د ۲۰بستریز روغتون د ودانۍ جوړولو داوطلبي په دې ولایت کې ترسره کیږي .
ده وویل اوس په کار ده ، چې دغه اعتماد اوصلاحیت چې د خوست ادارې ته ورکړل شوی دی ، باید د خپلې وړتیا او ظرفیت په کار اچولو سره وساتو .
خوست والي د سکتوري ادارو له ریسانو وغوښتل ، چې پلازمېنې کابل ته د استول شوي ۱۹پلاوي د اخېستل شویو اوامره د تعقیب او تطبیق لپاره یې د مخابراتو ریس انجنیرګل حبیب شاه تر مشرئ لاندې یو بل کمیسیون ټاکلی ، چې تاسو باید داوامرو په تعقیب کې د ستونزو پروخت له نوموړي کمیسیون سره اړیکه ونیسئ او خپل مشکلات دوی ته په ډاګه کړئ .ده دا هم وویل چې پي ډي سي جلسه ورته ډېره مهمه په دې ده ، چې د ټول ولایت په کچه د بیارغونې لپاره اساس ږدي ، نو په دې اړه یې له ټولو ریسانو وغوښتل چې دغې غونډې ته په خپله دوی حاضر شي او که چېرې په دریو جلسو کې د ادارو مسوول حاضر نه شو ، نو د پوښتنې لاندې راځي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د خپلو وینا په وروستۍ برخه کې د سکتوري ریسانو وغوښتل ،چې د سولې په نوم نومول شویو ولسوالیو لپاره په پام کې نیول شوي بودجې له مرکز څخه په رانقلولو هم باید عملي کار پيل کړي ، ترڅو د خلکو په خوښه پرې ضروري پروژې پلي شي .
ورپسې د پي ډي سي غونډې برخوالو د اجنډا مطابق په خوست کې د افغانیو د رواجولوپه هکله خبرې وشوې،برخوالو وویل افغانۍ د افغانانو ملي هویت دی ، باید له روژې وروسته یې ملکي او نظامي ارګانونه په رواجولو کې دهرې ممکنه لارې برخه واخلي .
دغه رازپرېکړه وشوه،چې د بیارغونې هره پروژه وړاندې له پي ډي سي غونډې څخه په اړونده سکتور کې په تخنیکي ډول تربحث لاندې نیول شوي وي .
همدارنګه دخوست په ښار او د شېخ زاید په پوهنتون کې د نصب شويو لمریزو څراغونو په تړاو اړونده ډونر ته ډاډ ورکړل شي ، چې په ساتلو او پاللو کې به یې اړونده ادارې متوجې وي ، ترڅو په ورته توګه د لمریزو څراغونو د نصبولو لړۍ د یادې موسسې له لوري دوام پیدا کړي .
په پرېکړو کې زیاته شوه، چې د خوست او ګردېز ترمنځ د سړک پر مسیر دباروړونکو موټرونو د اموالو د وزنونو دکنټرول په موخه د غلام خان په بندر او دپکتیا او خوست ترمنځ لویې ترازوګانې نصب شي .
همداشان پرېکړه وشوه ،چې غیردولتي موسسات دې خپلې پروژې د اړونده دولتي سکتور سره په بشپړه همغږئ ،سروې ، ډېزین او پلي کړي او په کومه پروژه کې چې د نظارت ټيم نیمګړتیاوې په ګوته کړي، اړونده مسوولین مکلف دي ، چې ژر تر ژره یې د هواري پر بنیاد عملي کار وکړي .
د غونډې په دویمه برخه کې د تېرې پي ډي سي جلسې په ترڅ کې د ورسپارل شویو دندو د اجراا په اړه ترتیب شوي راپورونه د جلسې ګډونوالو ته وړاندې شول .
د پوهنې ریس انجنیر بخت نور بختیار دمندوزیو د دورنامیو د لېسې د تسلیمېدو او د ښاروالۍ مرستیال انجنیر شریف د خوست ښار په نوي ماسټر پلان کې د شاملو ځمکو د انتقال په مورد د ښاروالۍ او کرنې مالدارۍ ریاستونو د کړنو راپورونه وړاندې کړ ل.
د غونډې په وروستۍ برخه کې یوشمېر نوي پروژې اړتیا او اهمیت ته په کتوسره په تصویب ورسېدې ، چې په کې دمتون د درکوټیو، ګینګنې او مندوخېلو کلیو دعامه ویالې استنادي دېوال پروژه چې څه د پاسه څلورمیلونه افغانۍ بودجه به پرې مصرفیږي ، په تصویب ورسېده ،چې دغه استنادي دېوال ۲۵۰متره اوږدوالی لري او ۱۰۰۰جریبه ځمکه به یې له جوړېدو وروسته خړوبه شي .
همداشان د متون د چېغۍ کلي استنادي دېوال چې ۴۸۰متره اوږدوالی لري، چې د ۱۱ملیونو افغانیو په لګښت سره به جوړ شي .
همداشان د لکڼود ذکوخېلو، د غرغښت لېسې سره جوخت د بي بي خدیجې لېسې او د متون د مدیخېلو کې د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو پروژې په تصویب ورسېدې .
د پي ډي سي جلسې په وروستۍ برخه کې د رامپ اپ پروګرام مسوول دخپلو مسوولیتونو او د کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل .
ده وویل چې د دغه پروګرام موخه د ښاروالۍ ریاست تقویه کول او دمامورینو د ظرفیتونو لوړول دي .چې حمایتي بڼه لري .
نوموړي دا هم وویل چې په تېر کال کې یې له ښاروالۍ سره په ګډه ۷پروژې ډېزین کړی وي ، خو یوه د لښتیو د سرپوښ پروژه له هغې څخه منظوره شوي ،چې دا مهال د خوست په ښا رکې عملاً شروع ده او تر ډېره بریده یې کار بشپړ شوی دی .
د یادونې وړده ، چې پي ډي سي یا د ولایت پرمختیایي جلسه په میاشت کې یو ځل دایېریږي ، چې په کې د ولایت په کچه د بیارغونې مهمې پروژې په کې له ژور بحث وروسته په تصویب رسیږي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :چهارشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۱۲