
د سپيده دم رڼا لګيدلې وه په اسمان کې ﻻ يو نيم ستوری تر سترګو کيده.سپوږمۍ چې په پوره مهارت سره يې ټوله شپه خپلې مرغلينې وړانګې په ځمکه شيندلې وې اوپه خاصه ادا يې د اسمان په غيږه کې ستوروته نه هيريدونکې ځلا وربښلې وه،ورو ورو يې خپله سپينه لمن ورټولوله او په دې هڅه کې وه ،چې خپل ځای د ګهيځ الويښ ته پريږدي .
د سهارنسيم خو دومره زړه راښکونکی و چې تا به ويل ، چا د جنت د باغ دروازه پرانيستي ده او د جنت د ګلانو وږمې دي چې د مسيحا په شان مړه زړونه را ژوندي کوي . دې ايشمو نه ، يواځې ما او تا خوند نه اخيسته،بلکې دې په خپله ادا سره د ونو يوه يوه پاڼه په نڅا راوستي وه د غوټيو زړونه يې د غوړيدو لپاره تخنولي وو. د طبيعت په هره څانګه کې يې د مينې او خو ښۍ وينه په ايشيدو راوستې وه ؛ فضا له ډيرې مستۍ نه په سندرو او ګډا پيل کړی و او د مطرب په شان يې شرنګيدلي نغمې غږولې ، او خپل د زړه غږ يې د شپونکي په شپيلۍ کې د دښتو او باغونو غوږونو ته هم رساوه .
که په دې ښايست د دوبي ګرمي د خزان بيلتون او د ژمي يخني هم تيره شي بيا به هم ددوی تر مينځ تړون په ځای پاتې وي .ځکه د دوی تر مينځ دومره ژور تړاو پروت دی لکه په ژوند کې چې مينې او ښکلا په يو بل کې ځانونه ځای کړي دي او پرته له يو بله يې هستي په نيستي بدله وي .
01/05/2008