
دوبۍ يوداسې ښاردى چه دهغې په هټيو، کليواو کوځوکې زموږ ژبې وويل کيږې چې ددې ښآر په ودانولو کې زموږدمزدورانو او هنرمندانو لاسونه او خولي ګډون لرې ، ددغې ښآر خوب زموږ په کليو، ښارونو او بانډوکې ليدل کيږې ، او کارکونکي پدي ښآرکې وخت تيره وى اوپه کورکې ناست خلک مور ، ښځه او بچو هغوته لاس په دعا نيولي وى چې کامياب خپل کورته راستون شي نوموړى ملک ته د پلورنکولپاره جنت هم وويل کيږې ، چې د ملغلرو او دقيمتې کاڼو انبارونه پکې شتون لري چې د ټولي نړۍ څخه ورته خلک د ناوى په څير را روان دى اوسمهال دغه ښار د نړۍ ترټولو لوړه ودانۍ باندې فخرکوي چې نوم يې برج خليفه دى چې يې په تيزرفتار لفټ کې د قدم دکيښودلو وروسته سړى د سترګوپه رپ کې ١٢٤ پوړته رسوي چې په دهليزکې د ودريدولو وروسته په دوربين باندې ددغې ښار رڼاګاني دهري خوا څخه ښکارې ، داچې دوبۍ يو نوى ښار دى چې دصحرا د پخوانيو شګونه ډک دى مګردغه د شګې ښار دخپل څان سره ډير داستانونه راوړى چې يويې له ډيرو خلکو څخه اوريدل شويدي چې کله په دغه ودانۍ کې د ميخ نما مينارى د نصبولو وخت راورسيد ، چې پدغه ودانۍ کې د دنيا ترسلوقومونو ډيرو خلکو بيلابيل کارونه کول چې ټولو يې د ودانۍ په سرکې د مناري د نصبولو څخه انکار وکړ چې باالاخر دغه کارته يو پښتون او هندوستانى تيارشول چې دغه کار يې دزمکي څخه د دوه زره فوټو په اوچتوالي د سمندري هواګانو په ځان دتيروولو روسته دغه تيره ميناره نصب کړه ياده ودانۍ 2,176.5 دوه زره يوسلو شپږ اويا او پنځه انچه د دنيا د ترټولو لوړه ودانۍ ده چې برج خليفه نوميږې چې کله ١٢٢ پوړته سړي ورشي اود دنيا د نعمتونوڅخه مزى اخلي اميرالامراء خلک په همدغو ځايونوکې اوسيږې په همدغه ځاي کې د متحده عرب اماراتو ترټولو لويو لويو کمپنيو دفاتر دى په برج خليفه کې د نړۍ ترټولو لوړو لوړو ودانۍ جوړونکو ٣٠ کمپنيو برخه درلودلې چې پوړ په پوړ اوچتوالي کې يې سل قومونو مزدورانو او ماهرانو کارکړي دي په جنوري ٢٠٠٤ کې کار پيل شوي او جنوري ٢٠١٠ کې يې کار پاي ته رسيدلې چې بنياد يې ١٦٤ فوټه جور او د ستنو شميريې ١٩٢ دى .
د ټرلو مهمه خبره پکې داده جې په جوړولو باندې د انساني محنت دوه ويشت ميليونه ساعتونه مصرف شويدي لدي وجې چې کله يې ووينئ او ياورته ولاړشئ دا خبره بايد په ياد کې وي چې په هغې کې زموږ د غريبو مزدورانو مشقت او خولي شاملي دي .
کله مې دغه مطلب ليکو خبر راورسيد يوتن دبرج خليفه څخه په ټوپ وهلو ځان وژنه وکړه شايد په ٢٠١٠ کال کې په انساني خولو جوړشوي دغه ځان وژنه لومړۍ ځان وژنه وي وويل کيږې چې هغه يو اسيايې ؤ چې درخصتۍ د عرض يې کړي ؤ چې د نه منلو وروسته يې خپل ځان د ١٤٧ پوړڅخه وغورځاوه اوپه ١٢٢ پوړ وغورځيده چې د يوي توري نکتې په څير په هغه ځاي کې توروالي رامنځته شو.
مسيح الله (عصام )