
څه کم څلور لسيزې کېږي ،چې په ګران افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده . دغې تباه کوونکې او ويجاړوونکې جګړې دهېواد ټول مادي او معنوي بنسټونه وران کړل او زموږ د ابدالي بابا خوږ ټاټوبى په کورنۍ کچه له ځپندګوازرونو سره مخ شو،چې په دې ترڅ کې دهېواد سياسي ،اقتصادي ، کلتوري او علمي بنسټونو ته خورا زيات زيانونه واوښتل ،چې دغې چارې هېواد د خپل ټولنيز ژوندانه په هره برخه کې پرديوته اړ او مختاج کړ. په هېواد کې څه کم څلورلسيزې بې پايه کور ګدي غميزې له هېواد څخه علمي او مسلکي کدرونه تښتې ته اړ ايستل او دالړۍ تر نن ورځې پورې په يوۀ نه يو ډول را روانه ده او دپاى څرک يې نه ترسترګو کېږي .
د٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ١١ مې نېټې پېښې دافغانستان لپاره ځانګړى پيغام ترشا درلود . هو! لوى خداى (ج )افغانستان ته په بې خيرۍ کې خير ورپېښ کړ . دنيويارک دوه آسمان څکي برجونه دالقاعدې ترهګرې شبکې له خوا والوزول شول ،چې دې کار امريکې او دهغې لويديځ ته پرافغانستان د بريد پلمه په لاس کې ورکړه. هغه وو،چې دملګرو ملتونو دامنيت شورا تر پر ېکړې لاندې يې په ټول زور او ځواک سره په افغانستان کې دطالبانو پر واکمنۍ ځپند ګوزارونه پيل کړل ،چې دڅو ورځو په موده کې يې دطالب رژيم پړمخې رانسکور کړ او په هېواد کې نوى نظام واکمن شو او په کاريې پيل وکړ .
په هېواد کې دنوي نظام په واکمنېدا پسې جوخت دافغاني ټولنې هره برخه ،چې د څوکلونو راهيسې يې په انحطاط او اختناق کې وخت تېر کړى ؤ،له اوږدۀ ژمني وزمه خوب څخه راويښه او په ټولنيز يون يې پيل وکړ ،چې له دغه افغاني ټولنيز بهير سره لويديځ په هره برخه لکه سياسي ، اقتصادي ، نظامي او داسې نورو برخو کې ملګرى روان دى . زموږ ګران هېواد اوږدې کورنۍ جګړې دومره بې سېکه او بدځپلى ،چې دخپلواک ژوندون وس او توان يې له لاسه ورکړى،چې دغې چارې له افغانانو څخه ټولې کاري وړتياوې او ظرفيتونه تروړلي دي . هېواد ته دامريکې برتيانيې او لويديځ له راتګ سره جوخت په کورنۍ کچه دبيارغونې يوه پراخه او هر اړخيزه لړۍ پيل شوه،چې څه موده وروسته به يې لس کلن يون پوره شي ،خو په دغه موده کې ،چې په خپل ډول کې خورا ډېره موده ده ،موږ په کورنۍکچه کاري ظرفيتونه او مسلکي کدرونه تر لاسه نه کړى شول ،چې له همدې کبله تردامهاله ټول هېواد خارجيانو ته اړاو محتاج دى . په هېواد کې د نوي نظام له راتلوسره مل دافغان دولت دکاري ظرفيتونو دلوړاوي په موخه په هر دولتي ارګان ، رياست ، وزارت او داسې نوربرخو کې بهرني مشاورين استخدام کړل شول،چې همدغو بهرنيو مشاورينو ته دافغانستان سره له شويو مرستو څخه په لويه کچه معاشونه ورکول کېږي .
او دالړۍ ښه په درزکې روانه ده . همدامشاورين دافغان دولت دکاري ظرفيتونو دلوړاوي ترڅنګ استخباراتي کارونه هم پرمخ بيايي ، ترڅو په هېواد کې په لنډ او اوږدۀ مهال کې خپلې موخې او هدفونه تر لاسه کاندي . همدا خارجي مشاورين او صلاح کاروان دخپلو هېوادونو دڅارګرو شبکو فعال جاسوسان او غړي دي ،چې په بېلا،بېلو وختونو کې همدامشاورين او صلاحکاران په استخبارتي کارونو کې له کره شواهدو سره لاس په لاس نيول شوي ،چې ښکاره بېلګه يې په هلمند ولايت کې دانګرېزي جاسوسانو نيول يادولاى شو ،چې په عملي ډول يې له طالبانو سره مرستې کولې او هغوى يې دافغان دولت پرضد جګړې ته هڅول . داشان وروستۍ بېلګه يې دافغانستان په ملي بانک کې مؤظف مشاورين وو،چې دولسمشر حامد کرزي له خوا له خپلو دندو څخه ګوښه او وشړل شول ،چې داکار په خپله دخارجي مشاورينو په ناوړه او بدوکارونو د سرته رسولو باندې دلالت کوي .له بل پلوه دمنفي کارونو دسرته رسولو ترڅنګ مثبت کارونه هم سرته رسوي ،چې په دغو خارجي مشاورينو کې يو لړ داسې کسان هم شته ،چې په رښتيني توګه له افغان ولس او دولت سره دمرستې او همکارۍ په نوم راغلي او دلته په صادقانه ډول سره کاراو فعاليت کوي ،چې موخه يې دافغاني کدرونو ښوونه او روزنه او داشان دکاري وړتيا وو او ظرفيتونو لوړاوى دى .
داپه داسې حال کې ده،چې په هېواد کې د مسؤوليتونو او واک لېږدونې لومړى پړاو په برياليتوب سره پاى ته ورسېد ، خوله بده مرغه ،چې دزياتې وينې په تويېدو او د بې ګناه افغانانو دوژنې سره مل ؤ.
همدغې چارې په کورنۍ او بهرنۍ کچه دافغان امنيتي ځواکونو کاري ظرفيتونه تر پوښتنې لاندې راوستل ،چې آيا افغان دولت به په خپلواک ډول له هېواد څخه دفاع وکړاى شي ايا افغانان دا وړتيا او ظرفيت لري ، څو خپل هېواد او حکومت لکه څنګه ،چې ښايي اداره او کنټرول کړى او که نه ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي ،چې افغان دولت او دولت مشران يې په کورنۍ او بهرنۍ کچه له جدي ننګونو او ازموينو سره مخ کړي دي . دبهرنيو صلاح کارانو او مشاورينو استخدامول که له يوې خوا په کوردننه دخپل کارد ايرې څخه د باندې هغه کارونه کوي،کوم ،چې د دوى دکار مسؤوليت په ساحه کې نه راځي ، نو له بلې خوا يې دادارې په سمبالښت کې له افغانانو سره ډېرې ارزښتمنې مرستې هم کړې دي . دافغان ملت اوږدې غميزې له افغانانو څخه ټول مسلکي ، علمي او کارپوه شخصيتونه او کدرونه اخېتستي دي ، نوځکه خو د خپل هېواد دټولنيز ژوندانه په هره برخه کې په پرديو کارپوهانو او مشاورينو باندې تکيه کوي . نو پرهمدې توسن دمشاورينو جلبول او استخدامول په خپل چوکاټ کې ښه کار دى ، خو له دې سره افغان دولت بايد ددوى دکار ساحه وټاکي ، ترڅو دناوړه ،غير ډيپلوماټيک ،غير اخلاقي او په پاى کې د دوى له خوا دڅارګريزه کارونو د سرته رسولو مخنيوى وشي . له بل پلوه هغه کسان ،چې افغانستان ته دمشاورينو په توګه راځي ، بايد په خپل مسلک کې په رښتيا سره وارد وي ، په رښتيا او صادقانه ډول زموږ دکاري ظرفيتونو دلوړاوي په برخه کې کار او فعاليت ترسره کړي ،هسې نه ،چې نوم يې دمشاور او مسلکي کدر وي او د پردې شاته د نورو کارونواوظرفيتونو په لوړولو بوخت وي . په دې برخه کې بايد افغان دولت يوه مشخصه او په عين حال کې څرګنده او کوټلې تګلاره ولري او دهغې په رڼا کې دبهرنيانو سره چال چلند وکړي . نو پرهمدې بنسټ بايد افغان دولت مشران او جګپوړي چارواکي دبهرنيو مشاورينو له کاري او عملي تجربو څخه دکورنيو مسلکي کدرونو په روزنه کې هر اړخيزه او اعظمي ګټه واخلي .
يوه مقوله ده ،چې وايي ، لويې پېښې لوى فرصتونه زېږوي ، نو پرهمدې اساس بايد افغان دولت هر شېبه غنيمت وګڼي او دګران هېواد دبيارغونې او سمسورتيا په موخه دځان بساينې په اصل تکيه وکړي ،ځکه بهرنۍ مرستې به تل ترتله زموږ سره نه وي ، موږ افغانان بايد په هرډول ،چې کېږي ،په خپله خپل ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار او ګران افغانستان جوړ او ودان کړو. د خپل لاس تڼاکه مرغلره ده. په همدې هيله !
فضل وزير هيله من
فضل وزير هيله من