
که چېرې دافغانستان پېنځه کلن تاريخ ته يوځلنده نظر وکړو ، نو هر باب يې په وينو او اوښکوليکل شوى دى . افغانان دخپل ټولنيز تاريخ په هره څلورلسيزه موده کې له يوۀ اوښتون او بدلون سره مخ شوي ،چې دغې چارې ددوى هېواد تل په جنګ جګړو کې بوخت ساتلاى ،چې دالړۍ له آدمه تردې دمه راروانه ده .
مقدوني سکندر، مغولي چنګېز، ګوډ تيمور ، عربانو ، صفويانو،انګرېزانو، روسانو او په دې وروستيو کې پنجابيانو ټولو زموږ پرپاکه او سپېڅلې خاوره د تاريخ په بېلا،بېلو زماني او مکاني مقطعوکې وسله وال تېري او يرغلونه کړي ،چې ددغوښکېلاکي تيريګرو د بريدونو په پايله کې زموږ هېواد او خاورې ټول مادي او معنوي لرغونى او تاريخي وطن دبشري تمدن له چټکيو ني بهير څخه کلونه ، لسيزې اوپېړۍ - پېړۍ شاته غورځېدلى دى .
څه کم څلورلسيزې کېږي ،چې په هېواد کې کورنۍ خونړۍ جګړه روانه ده .دغې ناروا او کورګډې غميزې زموږ دګران افغانستان ټوله هستي او شتمني لوټ او تالا، ترغه کړه ،چې په دې برخه کې افغاني ټولنې او ددغې خاورې سياسي ،ټولنيزې ، اقتصادي او کلتوري اډانې ته يې خورالوى زيانونه او تاوانونه وراړولي ،چې بيارغېدن او ودانۍ به يې لسيزې موده اووخت وغواړي . دافغانستان په اوسني معاصرتاريخ کې په پرله پسې ډول لوى او تاريخ جوړوونکي بدلونونه رادې بر ه شول ،چې هربدلون او تحول يې ترشا يواوږدسياسي پروګرام او نقشه درلوده ،چې دپلې کېدا او نه پلې کېدا په ترڅ کې يې افغانستان په ځپندډول سره په شا وهلى او پېړۍ -پېړۍ يې شاته غورځولى دى .
په هېواد کې دننه نوى سياسي تحول د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر ٩ او ١١ مې نېټوله نړيوال اوښتون او بدلون سره اړوند بلل کېږي . دهمدغو نېټو پېښو افغانستان په نړيواله سياسي صحنه کې دغور او تمرکز په ډګر بدل کړ. نړيوالې ټولنې داهېواد او سيمه دنړۍ پرمخ دجيوپولېټيک او ستراتېژيک موقعيت کبله دپام وړ وبلله او هغه وو،چې دامريکې تر مشرۍ لاندې په ټول سياسي ، اقتصادي او پوځي زور سره يې پرې بريدوکړ و،طالبان يې له واک څخه لېرې او پرځاى يې خپل دخوښې وړ رژيم واکمن کړ . دادى له هغه مهاله تر اوسه يوه لسيز ه واوښته ،خو د دايمي امنيت او سولې هېڅ نښه ونه لېدل شوه . په دغه خاوره جګړه او وينه تويېدنه ورځ تر ورځې لازور اخلي ،چې په کې ډېر بې ګناه افغانان له يوې نه بلې ورځ ته وژل کېږي ،خو دپاى څرک يې نه تر سترګو کېږي . داسې ورځ به ډېره کمه وي ،چې د هېواد په کومه ولسوالۍ ، ولايت او سيمه کې دې بې ګناه افغانان او انسانان ونه وژل شي . وسله والې نښتې ، ځانمرګي بريدونه ، دناټو بمبارۍ او داسې نور په سلګونه پېښې زموږ افغانان راته وژني . خو افغان اتل او مېړنى ولس په خورابېوزلۍ او بې وسۍ هرڅه ته ګوري او دلوى خداى (ج )په هيله او اسره ناست ، شپې او ورځې سبا کوي ،چې کله به ددوى په ژوندکې تلپاتې سوله او امنيت ټينګيږي او د دوى ځورېدلى او کړېدلى هېواد او ولس به له دغه ناورين څخه راوځي . او س تربل هروخت دسولې او امنيت ټينګښت دافغان ملت هيله او غوښتنه ده ،ځکه اوږدې او څه کم څلورلسيزې جګړې دافغانستان ټوله مادي او معنوي شتمني لوټلې او دوى يې په اصطلاح دپولۍ ټک ته کښېولي او دا روانه کور ګډي بې پايه غميزه لاپسې غځيږي او دپاى څرک يې نه لېدل کېږي .
دافغانستان اوافغانانو بې پايه ناورين اوس ددوى هېواد فزيکي وجود د تجزيې او وېشاک له ګواښ سره هم مخ کړى ،چې که دالړۍ همداسې روانه ؤ اوسي ،کېداى شي ،خوږ افغانستان دتاريخ له يوۀ بل جبري وېشاک سره مخ او ټوټې – ټوټې شي ،چې بيا به نه افغان پاتې وي او نه هم پښتون .
لکه څنګه ،چې مقوله ده ،وايي :سياسيت د تاريخ جبر دى ، نو پرهمدې بنسټ اوس افغان ولس دخپل سياسي ، ټولنيز او اقتصادي ژوند له خورا بد او ناوړه حالت څخه تېريږي . هران ددې احتمال شته ،چې لس کلن بريمن پړاو،چې په نسبي ډول دافغانستان لپاره يولوى غنيمت ګڼل کېږي ،پوپنا اوتالا ترغه او هېواد دکورنۍ جګړې په يوۀ بل څر خو بي ورګډ او دتل لپاره دسمندر په ژور وکې ډوب اوغرق شي .
دتاريخ په دغوحساسو او برخليک ټاکونکو شرايطو او حالاتو کې ټول افغان ملت ته ښايي ،چې دهمېشنۍ او تلپاتې سولې او امنيت دتآمين او ټينګښت په موخه يو بل ته دورورګولۍ ، ملي يووالي او وحدت لاسونه سره ورکړي . واحد افغانستان نه يوازې دپښتنو په ګټه بلکې دتاجکانو ، ازبکانو ، ترکمنو ، پلوڅانو ، نور ستانيانو ، پشه يانو ، ايماقو او ټولو افغان قومونو او توکمونو په ګټه او فايده دى . نو بايد هر افغان ،چې دهر توکم سره اړوند وي ، دځورېدلي او کړيدلي افغانستان دبقا، پايښت ، سولې او امنيت په موخه يو بل ومني ، دشيطان غوږونه دې کاڼۀ وي ، دافغانستان په تجزيه او وېشاک کې دهېڅ يوۀ افغان ګټه نشته .دهر افغان ،چې دهر قوم او توکم سره مربوط وي ، دبري راز په واحد افغانستان ، واحدافغان ملت او يو افغان وجود کې پټ دى . نوځکه بايد يو بل ته دورورګلوۍ لاسونه ورکړي او دتل پاتې او همېشنې امنيت او سولې دتآمين او ټينګښت په موخه ستړياوتې هلې ځلې وکړي . او په دې توګه خپل هېواد او افغانستان له روانې غميزې څخه راوباسي ،ترڅو خپل هېواد د نړۍ له سيالو هېوادونو سره سيال کاندي .
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من