
مسيح الله عصام
ترڅوچې هغه ژوندی ؤ د برتانيې پوځونو په زړونوکې دهغه ويره موجوده وه اودا هغه وخت ؤ چې دمسلمانانو په سيمو د برتانوى قومونو پوځونو دشرمخانو په څيرراغونډ شوې ؤ په برصغير( اسياپه لويه وچي ) د دوى تسلط او قبضه ختمه شوې وه ، او د سر سيد احمد شهيدتحريک لاپدغه وخت کې په وړوکوالي کې ؤ ، د برتانيې پربادشاهۍ لمرنه پريوته ، مګر دغه د برتانيې وياړ دسوډان په ګرانو لارو کې يوتن د بغاوت چغه اوچته کړه ، هغه پرخپله خاوره دالله د بادشاهۍ او د خلافت الهيه نعره ووهله ترټولو مخکې هغه د بادشاهانو په څيرحکومت کوونکو او تش په نوم د مصرد حکمرانانو سره وجنګيده اودا هغه بادشاهان ؤ چې دنړيوالو زورواکوپه مخ کې په ګونډو شوې ؤ پرهغود کاميابۍ د برتانيې زورواکان ډير سخت غوصه شول اول يې په هغه ځاى کې راحيصار مصرې پوځ راوويست ، اوبيايې په فرورې ١٨٨٤ کال کې جنرال ګورډن دغه کس ته د سبق او ناکامولو لپاره وليږه ، دغه شخص هم يوعجيب سړې ؤ په بيابان کې اوسيده نه قلا نه کوم لوې دفتر مګر د فرنګ د استعمار خلاف جهاددده د ژوند موخه او ناسته پاسته وه . په مارچ ١٨٨٤ کال کې په اولني نړيوال جنګ کې د برتانيې پوځ سره اوږه په اوږه جنګيدونکى مصرې پوځ په ورو ورو د خپلو قومندانانو له امرونو څخه سرغړونه پيل کړه په ډيره سختۍ سره هغوي په سوډان کې شتون لرونکى ٢٥ سوه دبرتانيې وګړو په ويستلو بريالي شول ، دګورډن د مرستې لپاره ولزلې وليږل شوهغه پدغه وخت کې په مصرکې دبرتانوى پوځ مشر ؤ په بيابانونو او او ميدانونوکې جنګونه پيل شول چې ترخرطوم پورې ورسيدل مګر په جنورى ١٨٨٥ کال ددغه بياباني شخصيت پوځونه چې کله په ښارکې ورداخل شول نود برتانوى ټول لښکر لاشونه په سرکونواو د قلاپه پړويوشيندل شوې پراته ؤ د جنرال ګورډن پرى شوې سرد فټ بال په څير اويزان ؤ د مرستې لپاره راغلې د ولزلې پوځونو په تيښته د بريالې کيدو وروسته په سمندرې بيړيوکې ځانونه خوندې کړل چې د اور شغلې دهغوي په تعاقب کې وى .
لدې شرمونکى شکست نه وروسته دغه بيابانى مجاهد محمد احمد مهدى سوډانى شرعې قانون پلي کړ، او شرعى عدالتونه يې په عمل کې راوستل داهغه وخت وو چې په ټوله اسلامى نړۍ کې ناکام او مرعوبه مسلمانانو د لوديځ په مغربي تعليم او په مغربي لباس کې دخپلى پيژنګلوى په ورکولوکې دخپل ځان عافيت ګاڼه .
دمهدې سوډاني د بدنامولو لپاره د برتانيې بادارانوته وفه دارو موليانو په هغه د کفر فتوى ولګولې .
چې يوه يې داهم وه جهاد يواځې د وخت حکومت کولې شې ديوتن لپاره چې يو تنظيم جوړکړې د جهادکولو حق نشته .
دغه کس د وخت ترټولو ستر نړيوال طاقت چې د برتانيې د شکست خوب يې ليده په ٢٢ جون ١٨٨٥ کال باندې ددى فانى نړۍ سترګې پټي کړي چې څلورکاله وروسته د مارچ ١٨٨٩ کې لارډکيجزپه مشرۍ برتانوى پوځونو په سوډان قبضه وکړه .
مګر دمهدى سوډانى ويره تردې حده وه چې ترټولو لومړۍ يې د هغه قبرکودايې کړ ، دهغه لاش يې راوويست اود سوځولو وروسته يې دهغه ايره په رود نيل کې وشيندله چې سبا څوک ددغه شخص په مزار باندې د راټوليدو وروسته کوم تحريک جوړنه کړي اوياله دغه ځايه دسوډان خلک يوځل بيا د شرعې نظام دهڅې لپاره يوځاى نه شې د مهدې سوډانى ويرې ترننه پورې دلوديځ والو په زړونوکې قرار نيولې دې .
لدي وجې امريکا د ګردى نړۍ دنفوسو پروګرام پيل کړ اوله همدې وجې مسلمانانو ته يې وړيا د مانع حمل درمل ورکول پيل کړې او د جارج مارشل پلان مطابق سي آي اے او سټيټ ډيپارټمنټ دقومي سلامتۍ ياداشت نمبر NSSN200 کې ليکل شوې چې په تور پوستو افريقايې وګړو کې اسلام ته ميلان يو قدرتې او فطرتې کاردى ولې چې اسلام د ورورولۍ مذهب دى اوپه مغربي افريقه کې محمډن ازم يو لوې اجتهاد موجود دى چې له امله يې په ساحلې سيموکې تورپوستې په ډير تعدادسره اسلام قبلوى اولدې وجې دوى ويره لرې چې يوبل مهدې سوډانى پکې راڅرګندنه شې ، چې په وينايې دغه ټول وګړې يو قومي حکومت جوړولى شې چې د ٢٥ نه تر٣٠ ميليونو وګړو ټوله سياسې ډانچه ګډوډه ولې شې .
د دوى د مهدې سوډانى څخه دويرې کچه لدې معلوميږې کله چې يې د نوموړى قبرڅخه راوويستل شو نود هغه لاش يې وسوځاوه اولدې وروسته يې ايره ورله په سيند کې وروغورځوله ، اودهغه کوپړۍ څخه جنرال لارډ کيجز د مشوانۍ په څيرکارواخيست اوترخپلې ولکې لاندې سيمو موليان او د خرڅيدونکوليکوالانو په پلمه يې هغه د يو ورانکارې ، کافراود مرتد په ثابتولو کوښښونه وکړل ، ډيرلږ خلک داسې وو چې دهغه په دغه څير بې عزتۍ يې عکس العمل څرګند کړ ، علاوه دهغو کسانو نه چې هغه يې د برتانوى استعمار پرخلاف دالله جل جلاله د حاکميت ديوه بلونکى په څير يادوه لدې وجې کله چې لارډکيجز په سمندرکې غرق شونو دغو خلکو هغه پدې نړۍ کې د عذاب سره مشابه کړ .
نن د مهدې سوډانې د فوت کيدو ١٢٦ کاله کيږې او ويره ده چې دهغوى د دښمانانو له زړونو څخه نه وځې . مګر اسامه بن لادن چې دالله مخې ته ورغلې لږې ورځې کيږې اوسمهال هم د دوى هم دغه دليل دى چې دهغه دمزار څخه کوم تحريک پيدانشې ، دکوم شخص د مړى ښودل چې هغوى دخپل سلامتۍ لپاره خطره ګڼې ددې ويره به د امريکايانو په زړونوکې ترڅومره وخته پورې ځاى ولرې کيداشې ترپيړيوپورې به دغه ويره د دوى په زړونوکې وى ؟
که مهدې سوډانى وى اوکه د جنوبې امريکا کاچې ګوويرا د دواړو د مړو بى عزتې شوې، دکاچې ګوويرا مړي د الوتکې څخه راځوړند کړي شوې ؤ په هغه وخت کې خلکو له ويرې له امله شهيد ونه نوماوه ليکن نن د هغه انځورونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په ډير محبت سره اويزان دى اود مهدې سوډانې چې په کوم محبت او عزت سره نوم اخيستل کيږې په نړۍ کې سارې نه لرې .
اوتاريخ داهم وايې چې څوک په عزت سره او چاد ظلم او زورزياتې سره په مقابله کې د شهادت جام سکلې او څوک ؤ هغه وګړې چې د ظالمانو سره ولاړؤ چا فتوى ورکړې او چا ظلم ته جائز ويلې په هغه وخت کې داسې خلکو شتون درلود چې د برتانيې ظلم يې رواء ګاڼه چې هغوى د خپل وخت ډير لوى پوهان ګڼل کيده ،
نن په افغانستان ، عراق او فلسطين کې ظلم ، وحشت او حيوانيت ته د جوازورکولو واله پوهان ، روڼ اندې شتون لرې چې ددغه خلکو نومونه تاريخ له د پخوا څخه ناڅرګنده ردي ټوکرۍ ته ورغوځولې دى .
او ژوندى يې د هغه چا نوم ساتلې چې چا د استعمار خلاف کړې چې دهغه ويره نن هم په لويديځ کې اوسيدونکو ظالمانو خوبونه ورحرام کړې .
موږ هم عجيبه خلک يو چې د لاشونو او په قبرونوکې د پراتو خلکو څخه د ويريدونکو قومونو په مخکې سر ټيټه وو داسې چې ددې کائناتو مالک نعوذ بالله وسبحانه تعالى نه بلکې همدغه طاقتونه دى ؟
که پدي اړه نورمالومات غواړئ پدې ايميل ادرس رابطه کولې شئ
Asam_eman@hoyoo.com