
له نن څخه لس کاله مخکې دامريکې او لويديځ دملاتړ تر سيوري لاندې په افغانستان کې نوى حکومت اونوې اداره واکمنه شوه،چې ورسره مل هېواد ته دلويديځ پراخې اقتصادي اومالي مرستې راماتې شوې .هېوادته دهمدغو اقتصادي اومالي مرستو بهانده سېلاب راتګ په کورنۍ کچه پراخ اداري فسادته لار پرانېسته ،چې د همدغه اداري فساد په چوکاټ کې د هېواد دواکمن دولت او حکومت تر څنګ دامريکې او لويديځ يوانډوليزه او متوازن حکومت هم رامنځ ته شو،چې دغه نوياته اوبې ساري کار افغان دولت په کورنۍ کچه د ادارې په برخه کې په عملي ډول سره شنډکړ او له هغه څخه يې د عمل نوښت او غوڅ اقدام کولو واک او صلاحيت واخېست او په اصطلاح افغان دولت او حکومت يې په سياسي ، اقتصادي او پوځي ډګر کې بېوزله ، خوار او فلج کړ ،اوځکه خو دافغاني ټولنې د شته ناخوالو ، ستونزو او کړاوونو پروړاندې هېڅ هم نشي کولاى او په خورا بې وسۍ او عاجزۍ ورته ګوري .
دلويديځ متوازن حکومت دولمسشر حامد کرزي له حکومت سره جوخت منځ ته راغى، هغه مالي او اقتصادي مرستې،چې د افغانستان سره د نړيوالې ټولنې له خوا شوې وې ،په خورا سپين سترګۍ سره ولوټلې او په دې ترڅ کې هېواد ته راغلې مرستې په ښې لاس راغلې او په ګين لاس به ښکاره او جوته غلا او بېرته نړيوال بانک World Bank او دونډو نړيوال صندوق ( IMF ) ته وايستل او د لويديځ غلوپه بانکي حسابونو کې خوندي شوې ،چې په دغه جوته غلا او فساد کې دامريکې ، بريتانيې او لويديځ لوى لوى شرکتونه ، کمپنۍ ، دمافيايي ډلو مشران او په خپله دلويديځ بيروکراسي لوى لاس لري ، او ديوې طرحه شوي پلان له مخې دا هرڅه تر سره شول او لا دکېدو په حال کې دي . په هېواد کې زموږ دافغانى دولت او حکومت ترڅنګ دلويديځ متوازي حکومت په لوى لاس اداري فساده، زورواکي، قوماندان سالاري ، بدمعاشي او مافيايي ډلو ټپلوته زمينه برابره او چمتوکړې ،چې دغې چارې په نړيواله کچه افغان دولت او دولت مشرانو پرستېژ ، اتوريته او څېره بدرنګه او پيکه کړې ده او همدا متوازن حکومت نه غواړي ،چې افغان دولت په سياسي ، اقتصادي او نظامي ډګر کې په پښو ودريږي .
په امريکه کې ديوې آزادې پلټنې په رڼا کې څرګنده شوې،چې په عراق او افغانستان کې دهمدغو متوازنو حکومتونو دغلاپه پايله کې دلويديځ دوه سوه ميليارده امريکايي ډالره په اصطلاح قرارداديانو ته ورکړل شوي اوبيا په ناڅرګنداوناشفاف ډول سره ورک شوي،چې اوس يې په اړه دامريکې کانګرېس ته راپور ورکړىشو اوکانګرېس به يې په اړه پرېکړه کوي . دمثال په ډول په امريکه کې يو کوچني ځوان ته ،چې دوسلو سوداګري کوي ، دافغانستان ملي اردو ته دروسيې زړو وسلو د پيرودلو ټېکه (قرارداد ) ورکړل شوى ؤ ،ياد ځوان د خپل شرکت له لارې د ( ٣٤ ) مېليونه ډالرو په ارزښت زړې او بې کفايته وسلې افغان ملي اردو ته پېرودلې وې ،چې دعسکري قانون له مخې د دغو وسلو داستهلاک دوره د شوروي اتحاد دشتون پرمهال پاى ته رسېدلې وه ،چې په دې ترڅ کې هغه ځوان سوداګر په اقتصادي او مالي توګه خپله پانګه لازياته او ډېره کړه اود وسلو پېرودلو قرارداد هغه ځوان ته همدغه متوازن حکومت ورکړى ؤ.او هغه اوس دلويو سوداګرو په کتارشمېرل کېږي .
اوس ،چې په هېواد کې دواک دانتقال پروسه پيل شوې، نو ترټولو لومړى بايد همدا متوازي حکومت ړنګ شي ، ځکه چې دغه متوازن حکومت د افغان دولت او افغاني ټولنې هر برخه په خپلو خونړيو او کرغېړنو منګولو کې ښکېل کړې او دافغانستان دخوارځواکه بدن وينه زبېښي او دلويديځ په بانکونو کې يې خوندي اوزېرمه کوي.همدغه متوازن حکومت په هېواد کې دننه دټوپکمارانواوجنګي جنايتکارانو،زورواکانو، مافيايي ډلوټيلو سره له نېږدې اړيکې لري او په لوى لاس دا هېواد دښمنه ډلې ټپلې پياوړې او تقويه کوي ،څوپۀ دې توګه دوى خپلو ستراتېژکو او اوږدمهاله موخواو هدفونوته پۀ ښۀ شان سره ورسيږي .د لويديځ ګټه په همدغو جنايتکارانو کې ده،نو پرهمدې اساس هغوى ديوې مهرې او وروستۍ حربې په توګه د خپل لاس په ګورت کې ساتي ، ترڅو په اړين وخت کې ورنه په خپله خوښه او ګټه ترې استفاده وکاندي .امريکه د خپل امپريالېستي باداربريتانيې د دغه استعمار ي شعار اومقولې په پربنسټ ،چې وايي ، ګډوډي واچوه ، حکومت وکړه ! په هېواد او سيمه کې خپل سياستونه پلې کوي او نه غواړي ،چې دلته دې تلپاتې سوله او امنيت ټينګ شي .دادى ، د واک دانتقال پروسې په لړ کې نن دباميان ، لغمان ، هلمند ، هرات ، بلخ ولايتونو وروسته د پنجشېر ولايت چارې هم د هېواد امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوې ، چې دا کارپه خپل ډول کې يو خورا ګټور او اغېزمن افغاني بهير دى ،چې په لنډوخت کې به په کورنۍ کچه افغان ځواکونه په خپلو پښو د درېدا جوګه کړي ، خو بايد د پوځي چارو سربېره د سياسي او اقتصادي چارو واک هم افغان دولت ته ورکړل شي ، متوازي افغان دښمنه حکومت دې له منځه ولاړشي او ټول اقتصادي مرستې او پروژې بايد دافغان دولت له لوري پلې او تطبيق شي ، ځکه که داکار ونشو ، نو بيا به هماغه ډول او هغه لرګى وي او دافغانستان په سياسي او نظامي حالت کې به هېڅډول ښه والى او غوره والى تر سترګو نشي،نو ددې لپاره ،چې په هېواد کې رښتينى ملي ، افغاني او اسلامي دولت ټينګ شي،بايد د سياسي ، اقتصادي اوامنيتي برخو ټول واکونه، صلاحيتونه او مسؤوليتونه افغان دولت ته وسپارل شي ، په سملاسي ډول بايد متوازن مؤسسه يي او انجيويايېزمي حکومت له منځه ولاړشي او اوسنى افغان دولت او حکومت په رښتيني او صادقانه ډول دټولو مسؤوليتونو ، واکونو اوچارو حقدار وګرځول شي،د هېواد په سياسي ، اقتصادي او نظامي برخو کې دعام او تام واک او صلاحيت څخه برخمن شي ،ترڅو دافغانستان دبياودانۍ اوافغان ځورېدلي ولس ته دچوپړ ملا وتړي .
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من