
له نن څخه کابو لس کاله مخکې دنړۍ په سياسي تاريخ کې يو اوښتون رامنځ ته شو ،چې له دغه اوښتون سره مل په ګران افغانستان کې کې يونوى سياسي باب هم پيل شو.
د٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبرمياشتې په ٩ او ١١ نېټه ترهګريزې خونړۍ پېښې ترسره شوې ،چې له کبله يې دامريکې دواشنګټن او نيويارک ښار دوه آسمان څکي برجونه او ودانۍ ونړول شول.همدا لامل وګرځېد، ترڅو ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه دافغانستان په اړه له اوږدۀ ژمني خوب څخه راويښه شوه او امريکې او دهغې متحدينو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې په خورا پوځي تياري سره پرافغان خاوره بريد وکړ او دطالب واکمني يې رانسکوره کړه اوپه هېواد کې نوى سياسي نظام ،چې دامريکې او لويديځ پراخ سياسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ ترشا لري،دواک پرګدۍ کښېناست . په هېوادکې دنوې سياسي او نظامي واکمنۍوروسته دافغاني ټولنه هرې برخې دپرمختګ په موخه خوځند او چټکيونى بهير پيل کړ،چې په لږ موده کې دافغاني ټولنې په سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري ، ادبي ،هنري او داسې نورو برخو او څانګو کې هر اړخيز او ژور بدلونونه رامنځ ته شول ،چې دغې تاريخي لړۍ ته موږ په کورنۍ کچه درنسانس دوره هم ويلاى شو او داخوځښت دافغانستان په پېنځه زره کلن تاريخ کې سارى او بېلګه نه لري .
په هېواد کې دنوې وګړنۍ واکمنۍ له ټينګښت سره جوخت دنورو هغو ترڅنګ دهېواد اداري بنسټونو دجوړښت او سمښت چارې هم په خورا ګړندۍ توګه پيل شوې ،چې په لنډه موده کې پة هېواد شموله کچه ديوې نسبتاً مترقي او متمدنې ادارې بنسټ کېښودل شو . له نوې ادارې سره مل دهېواد دژورنالېزم په ډګر کې يو انقلاب پيل شو ،چې دافغانستان تاريخ يې هډو بېلګه او نمونه نۀلري.په دې لړکې دپښتوژبې په ميدان کې په خورالوى شمېر کې ليکنيزه،غږيزه اوانځوريزه رسنيو په کار پيل وکړ،چې په دې ترڅ کې پښتو ژبې ته خورا ستره وده او پرمختګ په وربرخه شو،چې پښتو ژبې په څوارلس سوه کلن ادبي بهير کې يې نه دى ليدلى . په هېواد کې دنوې ادارې له راتګ سره جوخت دپښتوژبې په هره څانګه کې زښت ډېر بدلونونه راغلل ،چې يويې هم ددغې ژبې ژورنالېزم او مطبوعاتوته اشاره کولاى شواو په دې برخه کې د پياوړو او تکړه استعدادونو رادې بره کېدل دي . دژورنالېزم ډګر هغه مهال لاتود اوګرم شو،چې کله دامريکې تر مشرۍ لاندې لويديځ افغانستان ته په اصطلاح تشريف راوړاو د هېواد دمطبوعاتو په برخه کې يې په لويه کچه پانګونه وکړه . نو پرهمدې اساس هر څوک مسلکي اونامسلکي دغه وړيا ميدان ته قلم او کاغذ په لاس راووتل ، او په کار يې پيل وکړ. او له دغې لارې يې دخپل ټولنيزاو اقتصادي ژوند دسمبالـښت تابيا ونيوه .خوست هم دهېواد هغو ولايتونو په ډله کې راځي ،چې په هېواد کې دنوي نظام له راتګ وروسته دلته دژورنالېزم او مطبوعاتو برخې په لږو خت کې خورالوى پرمختګونه وکړل ، دلکنيز ډګر سربېره دغږيز او انځوريز ډګر کې هم دپام وړ برياوې دخوست ولايت په برخه شوې او دالړۍ لاپه شرنګ سره روانه ده . ديادؤنې وړده ،چې په هېواد او په تېره په خوست ولايت کې دنوې واکمنۍ راتلو وروسته دافغاني ټولنې په هره برخه او خواکې ځوان استعدادونه په غوړېدا شول ،چې په لږه موده کې يې دخپلې خوښې وړ برخه کې ځانګړى مقام او شهرت تر لاسه کړ ،چې ښکاره بېلګې يې دکمپيوټر دپروګرامونو په څانګه کې کريم الله کريمزى او دسپورت په ډګر کې دروح الله نېک پاله نومونو څخه يادونه کولاى شو ، البته داچونګ له خر واره دى . افغاني ټولنه او افغان وطن په زرګونو داسې وړاستعدادونه په خپله غېږ کې لري ،چې لا ورته دودې او پرمختګ زمينه نۀ ده برابره شوې ،خو بيا هم افغان ځوان کهول دخپل هدف په لور په خورا جديت او قاطعيت سره پرمخيون کوي .
زموږ خوست هم دځوانو استعدادونو ټولنې ته دوړاندې کؤنې زانګو بلل کېږي . چې دافغانستان په څلور دېرش ولايتونو کې يې دغه ولايت ته ځانګړى مقام او حيثيت وربخښلى ،چې داکار په ښکاره توګه ددغه ولايت پر مدنيت ، عالي کلتور،دلوړو استعدادونو او پياوړو علمي کدرونو په لرلو دلالت کوي . اوداکار ددې ښکارندويي کوي ،چې دغه ولايت او سيمه به پۀ را روان مهال کې ښه او وياړمنه راتلونکې ولري. خو له بده مرغه او په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايم ،چې زموږ خوست داستعدادونو روزنتون نه بلکې وژنتون دى . هر کله ،چې په دغه ولايت کې کوم استعداد راټوکېدلى ، نو ددغې سيمې ځانمنمي چاپېريال پرهغه داستوګنې کړۍ دومره ورتنګه کړې ،چې په پاى کې راټوکېدلى استعداديا په نطفه کې شنډ کړى ، مړاوې او له منځه تللى او يا خودې ته اړشوى ،څو دغه ولايت پرېږدي او بل ولايت او سيمې ته وتښتي،چې عمده او اساسي لامل يې دپښتنو په پنځون کې دځان منمۍ او انانيت حس اخښنه ده . څه موده وړاندې دملي احساس ورځپاڼې کارکوونکو دخوست ولايت محترم والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي سره يوه دوستانه او پېژندګويزه ناسته در لوده .نوموړي دخپلو خبرو په لړکې دافغانستان او خوست روان حالات تر تحليل او څېړنې لاندې ونيول او دهراړخيز ليد لوري په رڼا کې يې وڅېړل . محترم والي صاحب : دخپلو خبرو په ترڅ کې دخوست خلکو پښتونواله ، غيرت اومېړانه وستايله،خوپه عين حال کې يې ددغه سيمې او په ځانګړې توګه ديوشمېر وګړو،چې شتمن او بډايه دي ،ګيله وکړه او په زغرده يې وويل ،چې زما دکاري پلانونو پروړاندې خنډونه جوړوي . نوموړي په زغرده وويل،چې په دغه ولايت کې ځوان استعدادونه په لوى لاس ځپل کېږي او دودې او پرمختګ لارې يې ډب
کېږي او له صحني ايستل کېدا ته مجبوريږي .محترم نعيمي صاحب په خپلو عالمانه خبرو کې وويل،چې بايد دخوستي ټولنې ځوان خبريالان او ژورنالېستان ددغې ټولنيزې ستونزې ،چې ترډېره دروحي او رواني ناروغۍ سره ورته والى لري ، په درملنه او سمون کې خپله رغنده رول ترسره کاندي.
خبره مې داستعدادونو دروزنې پرځاى دوژنې کوله . دخوست په دولتي او نادولتي ادارو کې يو شمېر داسې کسان شته،چې په خپل مادو نانوکې داستعداد خاوند کس داستعداد وژنه کوي او په لوى لاس يې له خپلې دندې او کار څخه زړۀ تورن کوي ،ځکه داړوند ادارې واکمن کس له دې څخه ويريږي او انګېري که چېرې ددۀ ترلاس لاندې مستعدمادون په خپله دنده او کار کې ترقي وکړي هسې نه ،چې سبا ورځ له دۀ څخه دهغه دنده او مقام غصب کړي ، نو پرهمدې توسن ورته دفاشيستي او ستالينستي اندونو په رڼا کې دخپل مادون دوهنې په موخه توطيي ، دسيسې اوچلوټۍ چمتو او پلې کوي ، ترڅو ياد
مادون له خپلې دندې څخه زړۀ تورى او وتښتي .دا کار دوه نور لاملونه هم لري ، يو دا،چې دادارې رئيس ، امر او يا مدير يې سوداده ، په اداري فساد کې ښکېل او لتاړوي او يا هم بې کفايته وي ، نوځکه دانګرېزانو ددغې مقولې پربنسټ ،چې وايي ، ګډوډي واچوه ، حکومت وکړه ! او پۀ دې توګه خپلې نا اهله ادار ې بقا او پايښت ته په نامشروع او ناقانونه ډول دوام ورکوي ،چې داکار دګران هېواد افغانستان او په تېره دخوست ولايت لپاره په اوږد مهال کې خورا ناوړه او بدې پايلې لري ،ځکه داچاره پة لوى لاس په دغه ولايت او سيمه کې دسياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، کلتوري ، علمي ،، هنري او ادبي ودې او پرمختګ لړۍ له ځنډ او خنډسره مخ کاندي . نو زۀ ټولو افغانانو ، پښتنو او په تېره دخوست ولسونو ،قومونو،دولتي او نادولتي چارواکو ته يو رښتينى ملي ، افغاني او اسلامي پيغام لرم . راځئ ! چې ددغې اسکېرلي او ځورېدلي ملت او هېواد دلوړو ملي ګټو په خاطر له شخصي او ګوندي ګټو څخه تېرشو . راځئ ،چې دګران افغانستان دبيا رغونې او ودانې په لړکې په صادقانه ډول سره کار وکړو راشئ ،څو خپل راتلونکي کهول ته په سياسي ، اقتصادي او کلتوري توګه يو سمسور هېواد ترشا پرېږدو . راځئ ،چې دنړۍ له پرمختللو او مترقي قومونو څخه په زده کړه او الهام اخېستنې سره خپل تنکي ماشومان او ځوان استعدادونه ورزو او د هغوى د داستعداد دوژنې پرځاى هغوى ته دزړۀ او په پر نفس دباور اعتماد ځواک ورکړو ، هغوى وهڅوو ، ترڅو په راتلونکي پېرکې دخوست او افغانستان لپاره دلويو هستونو ، پنځونو او اختراعګانو جوګه وګرځي او دافغان ولس لپاره د وياړ او فخر دملي او نړيوال سمبول په توګه دهېواد او نړۍ په تاريخ کې دهغوى نومونه او کارنامې ثبت شي او دراتلونکو نسلونو لپاره دپند ،عبرت او الهام بډايه سرچينه وګرځي . او هغه مهال به دخوشحال بابا داګيله ،چې وايي :
پښتانۀ واړه ناپوه دي په يو بل کاندي تېرى
چې يو سرکاندي راپورته بل يې ووهي مغزى
په خوښۍ ، خوشحالۍ او نېکمرغۍ بدله شي او روح او روان به يې ښا د شي.
فضل وزير هيله من