
ملي اردو يا وسله وال پوځ ديوۀ هېواد اساسي بنسټ يا د ملا شمزۍ حيثيت لري،چې له آره يو هېواد دملي اردو څخه پرته خپل سياسي ، اقتصادي او په نهايت کې امنيتي او سوله ييز ژوند نشى کولاى ،چې عمده او بنسټيز لامل يې دملي پوځ دنشتوالي له کبله د هر هېواد کورنۍ او بهرني تيري او يرغل سره مخامخېدل دي . زموږ ګران افغانستان دملي اردو اساسي او بنسټيز جوړښت او تشکيل د اميرشېرعلي خان له پېر څخه پيل شو،چې د نوموړي دواکمنۍ په دوره کې دعبدالقادر پېښو ري له خوا دافغان ملي اردو لپاره په پښتو ژبه د پوځي رتبو او درجو نومونه هم جوړ او ترتيب او د هېواد په عسکري ښوونيز او روزنيز بهير کې ورګډ او شامل شول ،چې تر دامهاله په لږ ډېر توپير سره کارول کېږي .
لکه څرنګه ،چې دهېواد تاريخ شاهدى دى ، زموږ هېواد له آدمه تر دې دمه ، په کورنيو او بهرنيو جنګ جګړو کې ښکېل دى ، نو پرهمدې توسن دتاريخ په بېلا، بېلو زماني واټنو کې زموږ ملي اردو دګډوډيو او بې تنظميو سره مخ شوې ،چې په ځينو حالاتو کې په چورلټ ډول دوېشاک او پاشلتيا له پروسې سره مخ او له منځه تللې ،چې له کبله يې ګران هېواد ته خورا لوى او ملاماتوونکي زيانونه وراوښتي او په ترڅ کې يې نه يوازې هېواد بلکې ولس له خورا لويو ننګونو او خنډونو سره مخ شوى ،چې عادي او لومړني حالت ته دبيا راستنېدا لړۍ يې کلونه- کلونه موده وخت نيولى دى.
دافغانستان د ملي اردو يو لوى او سترعيب او نيمګړيتا دتاريخ په بېلا، بېلو تاريخي پړاونوکې په سياست کې برخه اخېستل دي ،چې دغې چارې تل زموږ د افغاني ټولنې د سياسي ،اقتصادي او اجتماعي هغو تر څنګ دهېواد دملي اردو دبنسټيزه اډانې نړول دي .
د ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال د غويي مياشتې داوومې نېټې له تحول وروسته دهېواد ملي اردو په عملي ډول د سياست يوه برخه جوړه شوه ،ځکه همدغې اردو په هېواد کې کودتايي سېستم ته لاره پرانېسته ، ديادؤنې وړده ،چې دکودتايي سېسټم دودوال اوبنسټګر سردارمحمد داود خان ؤ ،هغه د ١٣٥٢ لېږديز کال دچنګاښ په ٢٦ مه نېټه دخپل تره زوى محمدظاهر شاه پرضد دملي اردو په مټ سپينه کودتا وکړه او هغه يې په هېواد کې دڅلوېښت کلنۍ واکمنۍ څخه راوغورځاوۀ .
خو په هېواد کې د ١٣٥٧ لېږديز کال وروسته د سياست ډګر اتل او ګټيالى ملي اردو او وسله وال ځواکونه وواوبس. په هېواد کې د مجاهدينو له بري وروسته زموږ ملي اردو په عملي توګه ړنګه شوه او درنې او غټې وسلې ،چې په هغو کې الوتکې، چورلکي ، پرمختللي ټانګونه ، توپې ، دهوايي دفاع پرمختللي توغندي او د هغوى دستګاوې ، دلونا ، اوره ګان او سکاډ توغندي په کې شامل وو ، کباړ او بيا په پاکستان وپلورل شوې ،چې دغه ننګينه او پېغور ناکه کار د افغانستان په پېنځه زره کلن تاريخ کې خورا کم سارى دى . په رسمي نا رسمي ډول په هېواد کې دننه دملي اردو له منځه تلل افغانان له خورا ژور او کور ورانوونکي ناورين سره مخ کړل . په کابل او دهېواد په زياتو ولايتونو کې دمجاهدينو ترمنځ تنظيمي جګړې پيل شوې او د دوى ترمنځ په نښتو کې د ملي اردو څخه پاتې پرمختللې وسلې په کثرت سره وکارول شوې ،چې د هېواد اقتصادي او مالي بنسټونو ته يې زيات زيانونه ورواړول او له هغه مهاله راپه دې خوا زموږ په هېواد کې د يوې بې طرفه او پياوړې ملي اردو اړتيا احساسېدله .
هوښياران متل کوي ، وايي : خدايه په بې خيرۍ کې خير پېښ کړې ! هو! د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر په ٩ او ١١ مې نېټې پرامريکه دبريدونو له کبله د نړۍ په سياسي تاريخ کې يو نوى باب پرانېستل شو .
امريکه او دهغې لويديځ ملګرو دامنيت شورا تر پرېکړې لاندې په خورا نظامي او پوځي دبدبې ، برم او پرتم ،چې کټ مټ يې د دريمې نړيوالې جګړې له پيل سره ورتوالى درلود. پرافغانستان بريد وکړ او دطالب واکمني يې دڅو ورځو په موده کې رانسکوره کړه .
په هېوادکې دنوي نظام له راتلو وروسته داکثريت افغان ملت غوښتنه ديوې بې پرې ، پياوړې او ځواکمنې ملي اردو جوړېدا او تشکيل کې ؤ ،هغه وو،چې دملي اردو د بيا جوړاوي او رغاوي په موخه پراخه هلې ځلې پيل شوې ،که څه هم په لومړيو کې لويديځ د افغانستان لپاره ديوې نسبتاً کوچنۍ ملي اردو دجوړولو غوښتونکى ؤ، خو وروسته دافغان دولت اوولس د پرله پسې ټينګار له امله مجبور شول ، ترڅو دافغان ملي اردو تشکيلات تر دوه سوه زر تنو پورې لوړ کړي .ديوۀ هېواد پوځ په څلورو اساسي بنسټونو ولاړ دى ،چې هغه انساني ځواک ، ښوونه او روزنه ، سرچينې او په وسلو سمبالښت دى .
زموږ ملي اردو د دوو لومړنيو بنسټونو څخه برخمنه ده ، خو د دوه وروستنيو په برخه کې يو لړجدي ستونزو سره لاس اوګرېوان ده او په دې لړکې دافغان دولت پرله پسې غوښتنو ته لويديځ هډو پاملرنه نه کوي ،چې دغې چارې زموږ د ملي اردو څخه د خپلواک عمل او نوښت لاره ډب کړې ده .
دملي اردو په جوړښت او تشکيل کې موږ يوۀ پرمختللي ، پياوړي او فعال هوايي ځواک ته اړتيا لرو ،چې په دې برخه کې بايد ډېر کارو شي.دافغانستان ملي اردو په جوړښت کې دهېواد هوايي ځواک نوي يم کلن تاريخ لري ،چې په بېلا،بېلو زماني پړاوونو کې يې خپل وطن ته په وياړ سره چوپړ کړى دى .
اوسمهال دهېواد هوايي ځواک ټولټال ( ٤٧٠٠ ) کارکوونکي ،پيلوټان او تخنيکران او د پېنځو سو په شاوخواکې جنګي او ترانسپورتي الوتکې اوچورلکې لري .دهوايي ځواکونو د چارواکو له وينا سره به دالوتکو شمېر درې ګونه زيات او تر ٢٠١٦ زېږديز کال پورې به په خپلواک ډول دهوايي عملياتو د تر سره کولو جوګه شي. دهرهېواد ملي اردو له درې برخو څخه جوړه وي ،چې ځمکنۍ، هوايي او سمندري بنسټونه لري . خو لکه څنګه ،چې افغانستان يو وچغاړى هېواد دى ، نو سمندري ځواک ته اړتيا هم نه لري ، نو پرهمدې توسن بايد افغان دولت مشران اود هېواد د دفاع وزرات چارواکي د ځمکني او هوايي ځواک پياوړتيا ، غښتليتا او په نوو او مډرنو وسلو سمبالښت ته جدي او غوڅه پاملرنه وکړي .
اوس ،چې په هېواد کې دانتقال پروسه پيل شوې ، نو افغانستان تر بل هر وخت زياته يوې مسلکي ، مجهزې او ځواکمنې ملي اردو ته ضرورت لري،ترڅو په دې توګه په خپلواک او مستقلانه ډول د هېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشيړتيا څخه د دفاع او ساتنې په لار کې تل چمتو او تياره وي .
فضل وزير هيله من