د رڼا په لټه

ځان مـو ونه لیـد د هیـــــندارو له بازاره راغــــــلو
ړانده هم نه وو، بــې امســا پر دغه لاره راغــــلو
عجـــــــیب وطن و، دمرګ خولـې ته کتار ولاړ وو
نوبت را ونه رســـید ، موږ له سر د داره راغــــلو
مینې ! اوس تاته هم وزګار نه یو د ژوند له ترخو
هسې ساده و، دې دنیا ته ســتا لپاره راغـــــلو
وایي ژوندی دی ، ها دښـــــکلو ښـــــاپیریو وطن
دوی څه خبر دي موږ پرون یې له مزاره راغـــــلو
دلته مو هم ټیکه ونه شوه د ماښام کلـــــي کې
بس د رڼا په لټه موږ له سپـین سهاره راغــــــلو