
د زمري په پنځمه د خوست ولایتي شورا د دفتر دروازه وروسته له هغې د خوست والي عبدالجبارنعیمي په لاسونو خلاصه شوه، چې ناټو ځواکونود دې ولایت د مرکز متون په سیمه کې د شپې له خوا په عملیاتو کې د بې ګناه وژل شویو کسانو له کورنیو ، ولایتي ادارې ، ولایتي شورا او دخوست د ولسونو څخه د ننواتي په کولو سره رسمي بښنه وغوښته .
دخوست د ولایتي شورا منتخبو استازیو په دې موخه د خپل دفتر دروازه د احتجاج په ډول تړلي وه ، چې ناټو ځواکونه اوافغان دولت دې د رامنځته شوي پېښې سمه پلټنه وکړي او ټول ترسره کېدونکي علمیات دې د افغان امنیتي ځواکونو سره په تفاهم ترسره شي .
کله چې ناټو ځواکونو په خوست کې د وژل شویو کسانو بې ګناهي ومنله او په همدې موخه یې د پښتني دود سره سمه د بښنې لپاره ننواتي وکړه ، نو د ولایتي ادارې د مشرتابه په غوښتنه یې دخپل دفتر د پرانېستلو موافقه وکړه .
چې وروسته خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي ، امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمدځاځي ، د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل او د همدې شورا غړي ولایتي شورا ته ولاړل او د دغه دفتر تړل شوي لویه دروازه د خوست والي په لاسونوبېرته د خلکو پر مخ خلاصه شوه .
د ولایتي شورا وکیلانو په دې خوښي ښودله ، چې د ولایت د رهبرئ په پاملرنه په دې ولایت کې دملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ښه ګام پورته شواو له بل پلوه ناټو ځواکونو هم دا ومنله ، چې په تېرو عملیاتو کې بې ګناه کسان وژل شوي او په راتلونکي کې به د داسې عملیاتو دتکرار مخه نیسي .
دوی زیاتوله ، خوشاله دي ، چې په پوره همغږۍ سره د رامنځته شوي پېښې په هکله لازمې پلټنې ترسره شوې ، چې له مخې یې بهرنیو ځواکونو بې ګناه خلکو ته د مرګ ژوبلې له امله د ننواتي په کولو سره رسمي بښنه وغوښته . دا په دې مانا د ي، چې په یاده پېښه بهرني ځواکونه هم خواشیني دي او په راتلونکي کې غواړي ، چې ملکي خلکو ته تلفات ونه رسیږي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د ولایتي شورا وکیلانو ته په خپلو خبرو کې وویل ، موږ د خدمت لپاره راوتلي یو او همېش به دخپلو خلکو د خوشالیو او پرمختګونو لپاره رغنده کار کوو.
نوموړي له دوی وغوښتل ، چې د تېر په څېر په ښه ډول سره خپلو کارونو ته ادامه ورکړي ،ترڅو دخوست خلک خپل مشکلات ستاسو له لارې هوار کړي .
ښاغلي نعیمي د څو میاشتو په ترڅ کې د ولایتي شورا فعالیتونه وستایل ، چې د خوست د ولایتي ادارې ترڅنګ یې اوږه په اوږه دخپل نظام او هېوادوالو په خاطر ترسره کړي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :سه شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۵