ناټو ځواکونو د خوست په  عملیاتوکې د بې ګناه وژل شویو کسانو ننواتي وکړه .

 په جنوب ختیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو مسوولین وایي ، چې د عملیاتو یې موخه د افغانانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي، نه دې افغانانو ځورول :
دا څرګندونې په جنوب ختیځ زون کې داېتلافي  ځواکونو قوماندان کارنل ټونر په خوست کې د وژل شویو کسانو له کورنیو څخه د بښنې غوښتلو پرمهال په ډاګه کړې .
 اېتلافي ځواکونوڅه موده وړاندې دخوست  مرکز د تورې وړۍ په سیمه کې د شپې له خوا د عملیاتوپرمهال د دریو کورنیو شپږ تنه په شهادت رسولي وو، وروسته له پلټنو مالومه شوه ، چې وژل شوي کسان بې ګناه او دوسلوالو مخالفینو سره هېڅ ډول تړاو نه لري .نو په همدې اساس یې د پښتني دود په چوکاټ کې د ننواتي په کولو سره بښنه وغوښته .
هغه شانداره مراسم چې په همدې موخه د خوست ولایت دمېلمستون په ودانۍ کې جوړ شوي وو، د خوست والي عبدالجبارنعیمي، امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ، د څارګرې ادارې مشر اخترمحمدابراهیمي، په خوست کې د ملي اردو قوماندان ډګروال محمدناصر هدایت ، د خوست ولایتي شورا ریس مرادخان منګل، او دهمدې شورا غړو، د استناف محکمې ریس محمدفاضل عتیق ، د بېلابېلو قومونو مشرانو، دیني عالمانو،د مدني ټولنو فعالینو، په خوست او جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مسوولینو ګډون درلود.

 
\"\"
راټولېدنه د پاک قرآن دمبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د ناستې د برخوالو له خوا د فاتحې مراسم ترسره شول او د شهیدانو ارواوو ته د لوی خدای ج له درباره دعاګانې وشوې .
د پښتنې دود په چوکاټ کې د بښنې غوښتلو په مراسمو کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د یادې پېښې په رامنځته کېدو سخت خفګان ښکاره کړ.نوموړي  د شهیدانو وارثینو ته د ولسشمر ښاغلي حامدکرزي سلامونه او دخواشینۍ پيغام وړاندې کړ.

 
ښاغلي نعیمي په خپلو خبروکې وویل،دولت غواړي ، د ولسونو لپاره سوکالي او د دوی لپاره د ژوند کولو آرامه چاپېریال رامنځته کړي ، خو دا ډول پېښې سپېڅلي هدف ته په رسېدو کې خنډونه جوړوي او ترڅنګ یې د وسلوالو مخالفینو بریدونه چې په کې بې ګناه افغانان وژل کیږي، غندنه وکړه .
ده وویل دیادې  پېښې د دقیقې پلټنې لپاره یې سمدلاسه کمیسیون ټاکلی او شېبه په شېبه یې د کورنیو او بهرنیو امنیتي مسوولینو مالومات اخېستي .همداشان یې په پرلپسې توګه د ولایتي شورا ، افغان او بهرنیو ځواکونو سره په همدې اړه فوق العاده ناستې کړي .چې د پلټنو په پایله کې ثابته شوه ، چې د متون د تورې وړۍ په سیمه کې وژل شوي کسان بې ګناه دي او د وسلوالو مخالفینو سره هېڅ ډول اړیکې نه لري .‎‎
خوست والي وویل په دې شپږو تنو وژل شویو کسانو کې دوه تنه د دولت مامورین هم په شهادت رسېدلي، نو په همدې وجه مو د اېتلاف ځواکونو له مسوولینو سره خبرې کړي ، چې له دې وروسته دد یوه منظم پلان په چوکاټ کې د  ملکي تلفاتو مخه ونیول شي .
ده وویل موږ هڅه کوو، د داسې کړنو مخه ونیسو، چې په هغې کې زموږ ملت دردیږي او له بهرنیو ځواکونو سره مو دملکي تلفاتو دمخنیوي په اړه بحث کړی ،ترڅو له دې وروسته د دا ډول پېښو مخنیوی شوی وي .
والي عبدالجبارنعیمي وویل د داسې پېښو د تل لپاره د مخنیوي یوازېنۍ لاره یو پر بل اعتماد کول او په خپلو کې یووالی دی .که چېرې زموږ خلک د اسلامي او قانوني اصولو په چوکاټ کې ځانونه اعیار کړي، د شخي ګټو لاس واخلي همداشان د غلطوراپورونوله  ورکولو ډډه وکړي، بیا له دې حالت څخه وتلی شو.
ښاغلي نعیمي د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې دا هم وویل چې دملکي تلفاتواود یادې پېښې په رامنځته کېدوسره افغان ولسمشر ښاغلي حامدکرزي، د نړیوالو ځواکونو مسوولین او د خوست ولایتي اداره د سخت خفګان سره مخ کړي ، چې له امله یې تر دې وخته دخوست ولایتي شورا خپل دفتر تړلی .ده هیله څرګنده کړه ، چې ولایتي شورا خپل دفتر د خلکو دخدمت لپاره سر د ننه پرانېزي .همداشان د اېتلاف ځواکونو مسوولین هم دې پښتني دود په چوکاټ کې په ننواتي سره د بې ګناه وژل شویو کسانو په هکله دخوست د ولایتي ادارې ، ولایتي شورا  ، د قربانیانو له کورنیو او دخوست له ولسونو  دبښنې غوښتنه کوي .
 
 
ورپسې دولایتي شورا ریس ښاغلي مرادخان منګل وویل ، خپل دفتر یې د احتجاج په ډول په دې موخه تړلی وو، چې د پېښې سمه پلټنه وشي او په راتلونکي کې د دا ډول تلفاتو  مخه ونیول شي .
ښاغلي منګل  د بې ګناه خلکو پر تلفاتو خفګان ښکار کړ او غوښتنه یې وکړه ، چې له دې وروسته د هر ډول عملیات په ګډه د همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شي .ده په دې ټينګار وکړ، چې د عملیاتو لپاره د راپور ورکولو سرچینې باوري او دقیقې وي.ترڅو په دې ولایت کې د شخصي ستونزو پرسر د ناسمو مالوماتو په ورکولو سره  ملکي تلفات رامنځته نه شي .
 
همداراز قومي  مشرانو ، دیني عالمانو او د پېښې د قربانیانو وارثینو غوښتنه دا وه ،چې عملیات باید د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري په ګډ تفاهم سرته ورسیږي .دوی په خپلو څرګندونو کې دخوست والي او نورو چارواکو مننه وکړه ،چې پر مشکلاتو یې جدي غور کړی او د هواري  په لاره کې یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي، چې په لومړي ځل یې په دې ولایت کې ناټو ځواکونه دې ته قانع کړي ، چې د بې ګناه وژل شویو کسانو لپاره د پښتني دود په چوکاټ کې د ننواتي مراسم پرځای کړي .
دوی دغه راز  د سیمه اییز دود په چوکاټ کې د نړیوالو ځواکونو د بښنې غوښتلو هرکلی وکړ .
 
د یادو مراسمو وروستي  ویناوال په جنوب ختیځ زون کې د اېتلاف ځواکونو مسوول کارنل ټونر په خپلو خبرو کې د پېښې په اړه ژوره خواشیني په ډاګه کړه اود قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي وښودله .
کارنل ټونر وویل زموږ عملیات د خوست خلکو لپاره د ډاډمن امنیت په خاطر ترسره کیږي او هېڅکله د دې پلوي نه یو، چې ملکي خلک دې وواژل شي ،خو د متون د تورې وړۍ پېښه په غیرقصدي ډول رامنځته شوي ده .
نوموړي د پېښې په اړه د قربانیانو له وارثینو ، ولایتي ادارې ، ولایتي شورا اودخوست له خلکو بښنه وغوښته .ده د پېښې د رامنځته کېدو په اړه وویل ، نړیوالو ځواکونو د متون په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو یو تن قوماندان چې غوښتل یې د خوست پر ښار بریدونه ترسره کړي ، د نیولو په هڅه کې وو، چې باید ویې نیسي .خو په یاده سیمه کې په غلطۍ سره دغه ناورین رامنځته شو.
ټونر وویل،  ټول عملیات به د افغان ځواکونوسره په مشوره او ګډتفاهم ترسره کوي ، ترڅو له هدف پرته ملکي خلکو ته تاوان ونه رسیږي .همداراز یې ژمنه وکړه ،چې د خوست خلکو لپاره به د بیارغونې او ډاډمنې امنیتي فضا په رامنځته کولو کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .
 
له هغې وروسته د ننواتي مراسمو دترسره کولو په ترڅ کې  د پېښې د قربانیانو له کورنیو او د خوست د ټولو قومونو د مشرانو او دیني عالمانو په خوښه د خوست ولایتي شورا ته چې د خوست د ولسونو استازیتوب کوي ،د اېتلاف ځواکونو له لوري  شپږ پسونه چې د هر شهید پر سر یو پسه وو، په ننواتي کې ورکړل شول او دغه راز د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
 
د یادولو وړ ده ،  چې د یو کال راهیسې په خوست کې امنیتي وضعیت ټينګښت موندلی او امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي ، چې د وسلوالو مخالفینو  وژونکي پلانونه د عامو خلکو په همکارۍ شنډ کړي  او دملکي تلفاتو یې مخنیوی کړی .خو په دې وروستیو کې دغو پېښو چې ملکي تاوان یې له ځانه سره درلود، په غیر قصدي ډول رامنځته شوي .چې نړیوالو ځواکونو یې سم دلاسه د خواشینۍ ترڅنګ  په دې ولایت کې د ننواتي په کولو سره رسمي بښنه وغوښته .
 
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ: سه شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۵