
ښاغلی نعیمي :په خوست کې د جرایمو په بشپړ مخنیوي سره 60% امنیت خوندي کېدای شي !!
دا څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعیمي په هغه دوه ورځني ورکشاپ کې په ډاګه کړې .چې د افغانستان د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ پروګرام یا JSSP په فعالیتونو باندې د کره کتنې په موخه پیل شو.
په دې پروګرام کې د عدلي او قضایي ارګانونو په همغږیتوب او پر وړاندې یې په شته ستونزو بحث کیږي .ترڅو د حل په موخه یې مرکزي دولت او اړونده مرستندویې ټولنې ته په لیکلي بڼه وړاندې شي او د رفع کولو لپاره یې عملي کار وشي .
د عدلي او قضایي ارګانونو د سکتور د ملاتړ پروګرام کې خوست والي عبدالجبارنعیمي، امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ، د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل ،په دې ولایت کې د عدلي، قضایي ، امنیتي او کشفي ارګانونو مسوولینو او غړو ،په خوست کې ټولو ولسوالانو او د ولسوالیو امنیه قوماندانو، همداشان د پلازمېنې کابل څخه راغلي هیت غړو، د JSSP یا د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ پروګرام کې د امریکاد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه یي توکوسره د مبارزې او د قانون د حاکمیت د څانګې مسوول بېرن،د افغانستان د لویې څارنوالۍ استازي جنرال قایم ،د کورنیو چارو وزارت څخه سامدل بڼوال، د عدلیې وزارت د پلان او پالېسۍ لوی ریس پوهنوال شاولي عطایي او په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ریس شمس الله احمدزي برخه اخېستي وه .
د ورکشاپ په پیل کې خوست والي عبدالجبارنیعمي د عدلي او قضایي ارګانونو د سکتور ملاتړ پروګرام په اغېزمنتیا خبرې وکړې ، چې موخه یې د یادو ارګانونو ترمنځ د لازمې همغږۍ رامنځته کول او تقویه کول دي.
نوموړي وویل په کومه ټولنه کې چې یاد شوي ارګانونه په سمه توګه خپل کارونه پرمخ یوسي، نو د ظلم ، د یو او بل پر حق د تېري ، خپلسریو او د هر ډول چېلنجونو مخه نیول کیږي .په دې سره په ټولنه کې دهر فرد حقوق پرځای او ساتل کیږي .
ښاغلي نعیمي زیاتوله ، په تېرو دریو لسیزو جګړو کې دنورو مشکلاتو ترڅنګ عدلي ، قضایي او کشفي ارګانونو هم په هره برخه کې زیانمن شوي او دا ارګانونه یې د یو شمېر ستونزو سره مخ کړي دي، چې په پایله کې یې د جرایمو ګراف پورته تللی او خلک ترې سر ټکوي .
ده وویل په تېر کې د یوچا حق بل ته د زور یا د نورو لارو ورکړل شوی همداشان مامورین هم تهدید شوي ، خو اوس د دغې لړۍ مخه نیول شوي ده .خو بیا هم په دې ولایت کې زیاتې ستونزې موجودې دي ، نو په کار ده ،چې دهواري لپاره یې اساسي پلان ترتیب شي ، ترڅو هغه بایللی اعتماد بېرته خپل کړو.
خوست والي وویل د خپلو خبرو په لړ کې وویل، تېر کال یې د عدلي او قضایي ارګانونو یو شمېر مسوولین او کارکوونکي له قانون څخه د سرغړونې په تور له دندې ګوښه کړي او ځينو یې زندان هم تېر کړ، د دې مشکلاتو هواری په دې سره هم ناممکن دی .خو د JSSp پروګرام یې اساسي تداوي کولای شي .
ده وویل د عدلي او قضایي ارګانونو د سکتور د ملاتړ په دې ورکشاپ کې لومړئ د یادو ارګانونو ظرفیتونه، اکمال ، تجهیز ، وسایط او نور ستونزې په ګوته کیږي او وروسته یې په اړه عملي اقدام کیږي.
نوموړي دغه پروګرام ډېر مهم وباله او د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ پروګرام یا د JSSp له مسوولینو یې غوښتنه وکړه ،چې په خوست ولایت کې دې سیمه اییز دفتر پرانېزي .ترڅو په خوست کې د یادو ارګانونو پر وړاندې شته ستونزې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي او خلک هم وکولای شي ، پرته له مشکلاتو په کم وخت کې هوارې کړي .چې له یوې خوا به دجرایمو ګراف راټيټ شي او له بل پلوه به د خلکو اعتماد پر عدلي او قضایي ارګانونو پياوړی شي .
والي عبدالجبارنعیمي وویل، دا وخت دخوست د خلکو اندېښنې په دعوو کې د دوسیو دځنډېدلو،دمجرمینو خلاصون او د بیارغونې په پروژو کې په ټيټ کیفیت سره پلي کول دي .
ده دعدلي ، قضایي او کشفي ارګانونو وغوښتل ، چې دقانون په رڼا کې د یوه طرزالعمل په رامنځته کولو سره د داډول ستونزو مخنیوی وکړي.
ښاغلي نعیمي د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل ،چې دا وخت په محبس کې یو شمېر بندیان ادعا کوي ، چې قاضي ورته برءت ورکړی ، خو بیا هم په زندان کې شپې اوورځې تېروي .همداراز ویل کیږي ،چې دځينو بندیانو په دوسیو ژر کار کیږي ، خو ځينې یې د زیات وخت لپاره بې سرنوشته پراته وي .نو په کار ده ، چې په دې برخه کې سلسله مراتب مراعت شي . که چېرې کوم تورن د جرم مرتکب وپېژندل شوپه سزا ورسیږي او که بې ګناه وو، باید پرته له ځنډه آزاد شي . د دې لپاره باید تاسو په نني ورکشاپ کې دحل لارې چارې ولټوئ ، همداشان په مرکز او ولسوالیو کې شته مشکلات او نیمګړتیاوې په لیکلي بڼه راټولې او د لازم بحث وروسته یې د JSSP پروګرام مسوولینو ته په واک کې ورکړئ .
ورپسې په JSSP کې د امریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره دمبارزې او د قانون دحاکمیت څانګې مسوول ښاغلي بېرن د پروګرام په اړه مالومات وړاندې کړل . ده وویل د عدلي او قضایي ارګانونو د سکتور دملاتړ پروګرام د امریکا هېواد د کورنیو چارو وزارت ، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د بهرنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې او د قانون دحاکمیت د څانګې له لوري تمویلیږي .چې موخه یې د عدلي او قضایي ارګانونو د چارو منظم کول دي .
ښاغلي بېرن وویل د افغان د اساسي قانون په پلي کېدو سره د ټولنې هر قشر له ستونزو او کړاوونو ژغورل کیږي، په دې قانون کې د خلکو د ازادۍ،انساني کرامت ته درناوی او نورو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ځانګړی ځای ورکړل شوی دی .نو په کار ده ، چې عدلي او قضایي ارګانونه منظم او تقویه شي.
د سمینار پرمخ بېوونکو دخوست والي په تایېد سره وویل ، په خوست کې مېشت وګړي دقانون د حاکمیت لېواله دي او پر ګټو یې پوهېږي .نو په همدې تړاو به هڅه وکړو چې په دې ولایت کې د عدلي او قضایي ارګانونو دستونزو په رفع کولو کې عملې کار وکړو او د خپل مرکزي دفتر څخه به غوښتنه کوي،چې په خوست ولایت کې دJSSP سیمه اییز دفتر پرانېزي .
له هغې وروسته د ستونزو مالومولو،څېړلو او وړاندیزونو په موخه په پنځو ګروپونو کې په ګروپي بڼه کار پيل شو.
دا په داسې حال کې ده ،چې څو میاشتې وړاندې هم د ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې د یادو ارګانونو لپاره د زون په کچه ۹ ورځنی ورکشاپ د قانون دحاکمیت په برخه کې دایر شوی ؤ.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دوشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۳
خوست والي عبدالجبارنعیمي ته د افغانستان د لویې څارنوالۍ له لوري تقدیرنامه ورکړل شوه
ویل کیږي ،چې خوست والي د عدلي او قضایي ارګانونو د ظرفیت لوړولو ، تقویه کولواود قانون د حاکمیت لپاره یې په دې ولایت کې تر ډېره بریده عملي کار کړی او علاقه لري ، چې دغه ارګانونه په خپلوپښو ودریږي .
د افغانستان لوی څارنوال ښاغلي محمداسحاق الکو ښاغلی نعیمي په دې ستایلی دی ، چې په خوست کې یې د قانون حاکمیت ، د عدلي او قضایي ارګانونو د اکمال ، تجهیز او د دغو ارګانونو کارکوونکو تشویق ته یې ځانګړي پاملرنه کړي او په دې لاره کې یې دکورنیوارګانونو او بهرنیو ادارو مسوولینو سره پرلپسې لیدنې کړي ، ترڅو پر وړاندې یې هر ډول ستونزې له منځه یوسي .
دغه راز په تقدیرنامه کې کښل شوي ، چې خوست والي عبدالجبارنعیمي په خوست ولایت کې زرګونه جریبه دولتي غصب شوي ځمکې بېرته له غاصبینو خلاصې کړي .له بل پلوه هغه قومي شخړې چې د قانون د حاکمیت په وړاندې خنډ شوي وې ، په سولیز ډول یې هوارې کړي دي .چې له امله یې په دې ولایت کې د اختلاس ، رشوت ، دخلکو ځورونې او د قانون څخه د سرغړونو مخه نیول شوي ده .
خوست والي عبدالجبارنیعمي د تقدیرنامې د اخېستلو پروخت د افغانستان د لوی څارنوال ښاغلي محمداسحاق الکو څخه مننه وکړه ، چې دخوست ولایتي اداره او د خوست قومونه یې په تقدیرنامه وویاړل او نوموړي ژمنه وکړه ،چې خپلو هلو ځلو ته به لا دوام ورکوي .
دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان جمهورریس ښاغلي حامدکرزي ، سترې محکمې ،مشرانو جرګې او نورو وزارتونو هم ښاغلي نعیمي ته د ښو او غوره خدمتونو له کبله تقدیرنامې او ستاینلیکونه ورکړل شوي د ي.
دولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دوشنبه
نېټه :۱۳۹۰/۵/۳