
دحضرت عمررضى الله تعالى عنه ډيرلږ احاديث مروى دى ديومشهور حديث چې د بخارى شريف اولنى حديث دى په کې وويل شوې د عملونو په نظر کې نيول په نيت باندې دى ، چې ددې تفصيل موږ داسې کولې شو، د بيلګې په توګه که څوک دخپلې زړورتوب او تورې په شوق له منځه ولاړنوهغه ته تورياليتوب مبآرک شه ، که څوک ديوى ښځې د مرعوب کولو لپاره خپل ځان ووژني هغه ته دغه ښځه مبآرک شه ، اوکه چاد الله تعالى د ذات او خوشحالولو لپاره خپل ځان وواژه هغه ته د الله جل جلاله خوشحالې مبارک شه له دې وجې څخه موږ په ښکاره توګه دا پريکړه نه شوکولاى چې د خپل ځان ورکولو واله په کوم مقام بريالى دى ياچې هغه ته د شهادت مقام حاصل دى اويانه .
مګر په کراچۍ کې د سمندرى قواو په سانحه کې چې کومو پاکستانيو خپل ژوند لاسه ورکړې نوتاسو پدې نړۍ کې دا پرېکړه وکړه چې کوم لوى چارواکې دى نو د هغه لپاره نشان حيدر اونوروچې پدغه ځاى کې خپل ژوند لاسه ورکړې مالوم نه دي چې هغوى څوک دى ، واړه شهيدان ګوټې دى اويانه . خداى دى دهوايې پيلوټ ياسرشهادت په خپل دربآرکې مقبول کړې مګر څوک چې پدغه سانحه کې نورهم مړه شويدې دهغوى معامله به څه خيل وى ....
آيا هغوى يواځې د پوځ د تنخوا خوړونکى ؤ ؟
آياد هغوى په کورونوکې مورپلار، ښځې او اولادونه نه ؤ؟
ډيرو وګړو داهم پوښتلې چې شهادت يواځې د لوړپوړو چارواکو قبليږې چې د لوړو چوکيو مالکان وى د شهادت لپاره د اوچتو قبيلو وګړې کيدل ضرورى دى ، داسې بريښې چې زموږ د ټولنى په ذهنيت کې يوشان والي نه شته ، دهوايې ځواک مشر ياسردمور،پلاراوخپلوانو غوښتنه يوبله خبره ده مګرزمونږ قومي مشران داهم نه پيژنې چې دټولنې هروګړې چې مسلمان برابر او يو شان دى هغه يواځې د يوتن لپاره ولې غمجنيږې اويواځې د هغه يو تن کورته ورځې چې له امله يې دنورو شهيدانو کورواله خفه کيږې او وايې چې له موږ سره زياتى کيږې.
يوه بله ستونزه داهم ده چې موږ خپل توازن ساتلې نه شو لدې وجې ددغې سانحې اصل قصوروار دسمندرې قواو اميرالبحر ؤ چې هغه دخپل ځان په باره کې دلياقت ، قابليت او ذهانت سره په اخبارونوکې يادونه کړې چې څوک ورباندې دنااهلۍ شک ونه کړې اوتردې مهاله پورې د دولت د ميليونو روپو په موټروکې ګرځې يواځې له دې وجې چې هغه د پوځ ديوې برخې مشردى . دهغه لپاره هره ګناه معاف اود قوم لپاره زهرقاتل يوپلو ته د هيواد دفاع او بل خواته د دولت يو ملازم چې د قوم د سلامتيا څخه ډير اهم دى . .
زموږ هغه جنرالانو چاچې د مسلمانانو د نوى رياست دفاع کړې چې دهغوى د جملې يوه بيلګه موږ يادولى شو .
راځئ هغه وګورو ....
هغه د خپل پوځ يو لوړ قومندان ؤ دهغه لپاره د غفلت هيڅ ډول ځاى نه وو بلخوا د الله جل جلاله توره حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه په باره کې ترټولو لوى قومندان خليفة المسلمين حضرت عمر رضى الله تعالى عنه دخالد بن وليد رضى الله تعالى عنه څخه په کومه خبره ډير ناخوښ شو چې د يوروايت په بنياد حضرت خالد بن وليد يو شاعر ته د شعرپه ويلوسره انعام ورکړ کوم چې ناروا وو او ډيرو مؤرخينو دا ګمان کاوه چې مسلمانانو د حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه په بآره کې چې ګنې دهغه جنرالې او قومندانې د فتحې يو ضمانت دى چې داسې يو بوي پکې وو چې يعنې الله جل جلاله نه دى او خالد رضى الله تعالى عنه فتح ورکولوواله دى چې دا د اسلام د بنيادې اصولو خلاف خبره وه دغه راز د جاهليت په زمانه کې ديوى کشتۍ حواله هم ورکړې شوې وه چې په هغې کې حضرت خالد رضى الله تعالى عنه حضرت عمر رضى الله تعالى عنه ته ماتې ورکړې وه چې دغه واقعه مؤرخين اصل وجه هيڅکله نه تسليمه وى اونه ده بهرحال لوى قومندان (سپريم کمانډر)داسلامى تاريخ ترټولو لوى جنرال د برطرفه کولو پريکړه وکړه چې په ډيره سختۍ سره يې امر ورکړ، حضرت عبيده رضى الله تعالى عنه يې په دمشق کې د پوځ قومندان وټاکه او ويې ليږه هغه ته يې څو سخت هدايات وکړه چې حضرت خالد رضى الله تعالى عنه به د ټول لښکر په محضرکې په يو لوړ ځاي باندې پداسې حال کې ودروئ چې دواړه لاسونه يې تړل شوې وى او دابه ترې وپوښتئ فلانکې شاعر ته چې تاکوم انعاو ورکړې دى هغه که د بيت المال څخه وى نو ناروا اوکه چيرته دذاتې پيسوڅخه دى ورکړې نودا ديو سپه سالار لپاره اسراف او ځان ښودنه ده چې سزا
په دواړو صورتونوکې د جنرالۍ څخه برطرفى وه حضرت خالد بن وليد رضى الله عنه کوم چاته چې په محفل رسول عيله السلام کې د الله جل جلاله د تورې لقب ورکړي شوې وو اسدالله ، سيف الاسلام کومې يادګارې فتحې اود کاميابيو ټول تاريخ دده په نوم دى ډيرڅه وو خو د حضرت عمر رضى الله عنه په مخکې داهيڅ هم نه ؤ چې حضرت خالد د خپلې دندې نه فارغ کړې حضرت خالد رضى الله عنه مدينې ته روان ؤ په يو ځاى کې يې د خوب لپاره ودريده او نورو خلکو ته يې د خپلى برطرفۍ او د پوځ څخه د محرومۍ شکايت وکړد نوموړى ژبه په قدرتې ډول لګه سخته وه نو يو پوځې ورته وويل مشره ستاد خبروڅخه د بغاوت بوى راځې په ځواب کې د غه فاتح وايې ترڅوچې عمر رضى الله عنه وى بغاوت نه شې کيدايې چې ددې وخت په اصطلاح ورته مارشل لاء ويلې شو لدې وجې څخه چې د وخت حاکم د پاک او صاف اود ډيرلوړ کردار خاوند ؤ عام وګړو پرهغه باندې پوره بروسه کوله اوکه کوم دولتي ملازم که چيرته خپله جنرال هم وى او هغه هم هغه جنرال چې دخالد رضى الله عنه په څيروى دهغه هم دامجال نه ؤ چې د بغاوت ټکې استعمال کړې ولې چې د وخت حاکم د بي داغه کردار خاوند او مدبرؤ .
له دې وجې تاسو هم اندازه کولاى شئ چې مارشل لاء ولې لګيږې اوپدغه عمل عوام هم بآهر نه راوځې عوام د چاه لپاره بهر راوځې .
نن د سمندري قواو مشر سرلوړى په سمندرکې قرارلرې اود کوم ولسمشراو يالومړي وزيرمجال شته چې په هغه څه وکړې .
لدې وجې دغه حاکمان او دغه نور ديوې طبقې سره تعلق لرې ، د طبقې اشرافيه سره چې دغه طبقه د هيواد لپاره تباه کوونکى ثابته شوې
چې يوتن ملګرې يې مياشهباز شريف دى له هغه نه وپوښتئ ؟؟