ولې انګرېزان له افغانستان سره عقدوي چلندکوي ؟!

 په دې کې شک نشته ،چې انګرېزان دافغان اتل او ډغريال ولس تاريخي دښمن دى  او دا دښمني دهند نيمې وچې ته دانګرېزانو له  راتګ وروسته پيل او تر اوسه پورې بې له ځنډه را روانه ده ، چې په دغه لړ کې يې افغان بېوزله ، معصوم او مظلوم ولس ته خورا لويې ناخوالې ، ستونزې او کړاوونه ورپه برخه کړې ،چې دغوستونزو او ربړو افغان ملت دخپل ټولنيز ژوندانۀ په هره برخه کې له بشري هڅوب (تمدن ) څخه کلونه ، لسيزې او پېړۍ شاته غورځولى دى .
کله ،چې دلومړي ځل لپاره انګرېز د هند په نيمه وچه کې خپل چټل او کثيف ګام کېښود ، نو دافغان ملت بې پايه او کور ګډي غميزه پيل او تر دامهاله جاري ده . هو! انګرېزان  دبنګال له لارې دهند نيمې وچې ته ورننوتل او ورو ورو يې دخپلۍ واکمنۍ د ريښو په غځولو پيل وکړ ،چې د هند په  نيمه  وچه  باندې  دخپل واک دټينګښت په لړ کې دانګرېزانو د شرق الهند کمپنۍ خپل شيطاني او تربګنپال رول په خورا عالي شان سره ولوباوۀ .
خو په هند کې دتلپاتې واکمنۍ دټينګښت په لار کې يې افغانان دځان لپاره دبالقوه ګواښ په توګه بلل ، نو ځکه دبريتانوي هند چارواکو دهغه مهال لندن واکمنو ته په ليک کې وليکل : ( تر هغو،چې افغانان او دهغوى هېواد تجزيه نشي ، نو موږ پرهند حکومت نشو کولاى . ) هغه وو،چې انګرېز خناس او ابليس درې ځله .زموږ  پر پاکه او وياړلې خاوره بريد وکړ او په هر ځل د افغان اتل او زمريالي ولس دځپند ګوزارونو سره مخ شول ، او په سرکزې بڼه له افغانستان څخه ووتل . خو له بده مرغه په پاى کې يې هغه څه وکړل ، کوم ،چې دهغوى تاريخي هيله او ارمان ؤ . هو! انګرېزانو دپاکستان په زېږاوي سره افغانستان او افغان ملت ته غچ اخېستونکى تاريخي ګوزار ورکړ او دګران هېواد له وجود څخه يې دپښتونستان په بېلاوي سره په عملي توګه افغانستان مات کړ او په لوى  لاس  يې افغان ولس په وچه کې ايسار کړ،چې تر نن ورځې پورې  افغانستان په سيمه کې  ديوۀ وچغاړي هېواد په توګه دخپل سياسي ، ټولنيز او نظامي ژوند له ډېرو بدو شرايطو او حالاتو سره لاس او ګرېوان دى .
د٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر له ٩ او ١١ نېټوله نړيوال او ښتون وروسته دامريکې متحده ايالتونو ، بريتانيې او دهغوى لويديځوال ملګرو،ملګرو ملتونو دامنيت شورا تر پرېکړې لاندې په خورا پوځي زور او ځواک پرافغانستان  بريد وکړ اود طالب رژيم له پرځولو وروسته يې په هېواد کې نوى  سياسي نظام د واک پرګدۍ کښېناوۀ ،چې تر ډېره دامريکې او بريتانيې سياسي ، اقتصادي اونظامي ننګه او ملاتړ تر شا لري . خو له هغې ورځې راپه دې خوا،چې کله په هېواد کې د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت منځ ته راغلى ، نو دبريتانيې حکومت او واکدارانو ورسره دښمنانه او عقدوي  چلند او سلوک غوره کړى ،چې تر ډېره په سيمه او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې دانګرېزانو دهماغه پخوانۍ استعماري مقولې پربنسټ،چې وايي : بېل يې کړه ، اېل کړه ! ولاړ او چليږي .
انګرېزان دافغان ولس سره دتاريخي دښمنۍ په اډانه کې ځانګړې استعماري موخې او ستراتېژي ګانې پرمخ بيايي ، او خپلو دغو شيطاني پلانونو ته درسيدا په لړکې يې دهلمند په ولايت کې خپله پوځي اډه جوړه کړې ده .
بريتانوي ځواکونو په هلمند کې خپله يوه استخبارتي اډه جوړه ده ،چې موخه يې دهلمند او دهغه ولايت په ګاونډيو ولايتونو کې دامنيت خرابول دي . هغه مهال ،چې اسدالله وفا دهلمند والي په توګه کار کاوۀ ،نو درې تنه لوړ پوړي انګريزي چارواکي يې  دطالبانو سره په مرسته او همکارۍ تورن کړل او په دې لړ کې يې کره او ثقه شواهد او مدارک هم وړاندې کړل ،چې وروسته درې واړه انګليسي جاسوسان نه يوازې له هلمند بلکې له افغانستان څخه وشړل شول، چې دې چارې د انګلستان دهغه مهال کار ګر ګوند ترمشرۍ لاندې حکومت اودافغان دولت ترمنځ اړيکې خورا ترينګلې او کړ کېچنې کړي ، چې بيا دامريکې دهغه مهال دتور پوټکي بهرنيو چارو وزېرې  کندوليزا رايس د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير ډوېډ مېلېبنډ پۀ ننواتي کابل ته راووست ، او دولسمشر حامد کرزي سره يې جوړه وکړه .
دافغان دولت  او بريتانيې ترمنځ  دويم ځلي ترينګلتيا هغه مهال راپېښه شوه،چې ولسمشر حامد کرزي دبريتانيې ديوۀ تن ډيپلوماټ پډي اشډاون دافغانستان لپاره  دملګرو ملتونو داستازي په توګه له منلو څخه انکار وکړ . همدلته وه ،چې دانګرېزانو ذره وچاوده او بريتانوي مطبوعاتو اورسنيو دافغانستان ، افغان دولت او په ځانګړې توګه دولسمشر حامد کرزي پرضد پوچ ، منفي او احمقانه تبليغات پيل کړل او په دې لار کې يې دافغان حکومت پر ضد هر ډول منفي او دښمنانه پروپاګنډه وکاروله ،چې دغې چارې دافغانستان  او بريتانيې اړيکې تر ډېره ترېنګلې کړې .کله ،چې په انګليستان کې دمحافظ کار ګوند حکومت راغى ، نو دهغه هېواد دفاع ، بهرنيو چارو او يو بل  درې تنو وزېرانو  کا بل ته سفر درلود . دبريتانيې  دفاع وزير په مطبوعاتي کنفرانس کې په خورا سپين سترګۍ سره وويل ،چې موږ افغانستان ته ددې لپاره نه يو راغلي ، څو افغان ماشومانو لپاره ښوونځيو ته دتګ زمينه برابره کړو ، بلکې  دبريتانيې ملي ګټواوامنيت دټينګښت په موخه په افغانستان کې مېشت يو ،چې ، د بريتانيې دفاع وزير دغې احمقانه وينا نه يوازې د افغان سياستوالو او رسنيو کلک غبرګون راوپاراوۀ ، بلکې  په خپله دانګرېز وزيرانو په درې کسيزه پلاوي کې يې هم اختلافات او دنظريو توپير راڅرګند کړ.
اوس يو ځل بيا دبريتانيې نوميالۍ اوګڼ تيراژه  ورځپاڼې ګارډين په دې وروستيو کې  دافغانستان  او په تېره د ولسمشر حامدکرزي پرضد خورا ناوړه او پليتې څرګندونې کړې ،چې دبريتانيې او انګرېزانو د ناروغه رواني او عقدوي  حالت  ښکارندويي کوي.
هو! ګارډين ورځپاڼې  په خپلې يوې  وروستنۍ ګڼه کې په خورا بې وجدانۍ او سپين سترګۍ سره ليکي : يو وخت د ولسمشر حامد کرزي په اړه په لويديځ کې  داسې انګېرل کېده ،چې هغه يو کارپوه ولسمشر ، دلوړو زده کړو خاوند ، په څو ژبو  پوه او غږېدونکى ، دښې او غوره سليقې خاوند، دښواو ښکلو جامو اغوستونکى ،دحکومتي او دولتي چارو يوښۀ سمبالګر  او دلويديځ  نېږدې ملګرى دى . خو اوس داسې نه ده ، دکرزي له لس کلنې واکمنۍ  وروسته  نوموړى  نه يوازې په لويديځ بلکې په خپل هېواد افغانستان  کې هم محبوبيت له لاسه ورکړى او هغه ته دامريکې ديوۀ ګوډاګي په سترګه کتل کېږي . خو خبره دلمر په شان ښکاره ده ،هغه دا چې بريتانيه دخپلو استعماري سياستونو له کبله په افغانستان کې ځاى نه لري . همدا يوه مياشت وړاندې يې د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ دوژنې يوه ناکامه هڅه وکړه ، ،چې ترشا يې د بريتانيې د استخباراتو رحيم وردګ دترور دسيسه جوړ کړې وه ،چې دپلې کېدا پۀ  موخه يې کابل ته يو ځانمرګى  رالېږلى  ؤ،چې  د يادې  د سيسې  مخنيوى  وشو .
ګارډين ليکي ،چې حامدکرزى دامريکې ګوډاګى دى ، نو اوس خبره داده ،که چېرې  حامد کرزي دبريتاني غوښتنې او سپارښتنې  منلى ، نو بيا به  ښاغلى کرزى يورښتينى افغان او ملي شخصيت ؤ او محترم کرزى به انګرېزانو ته د شاه شجاع  په رول کې ديوۀ  اتل اوميړني حيثيت درلود. او کرزى به يې په خپلو  رسنيو کې  ديوۀ ملي او نړيوال شخصيت په څېر  انځوراوۀ او ديوۀ ملي او نړيوال اتل او لارښود لويي او مقام به يې ورکاوۀ .
خو اوس،چې  افغان دولت مشران په سياسي ، اقتصادي او نظامي ډګر کې  بريتانيه رټلې او کورې کړې ، نو انګرېزان د افغانستان په سياسي او نظامي ډګر کې  ورځ تر ورځې  دانزوا او يوازيتوب خواته  روانه ده ،چې دغې چارې  دبريتانيې حيثيت او پرستېژ په کورنۍ او نړيواله کچه  سپک او رسوا کړى او نوموړي هېواد په سياسي ډګرکې دافغان  دولت او ملت پروړاندې عقده اخېستې ، نو ځکه  خو دا فغانستان دولت او حکومت پر خلاف  منفي او ناوړه تبليغات کوي ،چې تر ډېره د هغه  هېواد دافغان تګلارې  په برخه کې پرڅپڅپاند، متزلزل او مذبذب دريځ او سياست  دلالت کوي ،او دغې چارې  په خپله  بريتانيه  په  سياسي ډګر کې  په روحي ، رواني ، حاسدي  او عقدوي  ناروغۍ اخته کړې ،چې  درملنه يې ناشونې ده .
                                                                                                                                                         په درنښت
                                                                                                                                                 فضل وزير هيله من