
څه کم څلور لسيزې کېږي ،چې زموږ په ګران افغانستان کې اوږده خو نړۍ جګړه روانه ده . دغې کور ګډې او ورانوونکې جګړې دهېواد ټول مادي او معنوي بنسټونه ونړول ، زموږ دولتي او ملکي هستي او شتمني لوټ او تالا ترغه شوه ، هېواد مو وران او ويجاړ شو . دانساني زيان ترڅنګ زښت ډېر مالي زيانونه دهېواد اقتصادي بنسټونو ته ورواوښتل ،چې موږ د خپل ژوند په هره برخه کې پرديو ته اړاومحتاج يو. زموږ لرغونى هېواد انقلابي افغانستان يوځل د سوسيالېستي ښکېلاک په منګولو کې کښېوت ، له هغه نه،چې مو خلاصون وموند ، بيا اوس دامپريالېستي ښکېلاک په منګولو کې پرېوتي يو ، او خداى زده ،چې له دغه خو نړي ښکېلاک له زبېښونکو منګو لو به څه وخت خلاصون را په برخه کېږي .له نن څخه لس کاله مخکې ديوې طرحې له مخې پرمتحده ايالتونو باندې په اصطلاح ترهګريز بريدونه وشول ،چې دغې چارې امريکې او دهغې لويديځ اتحاد ته پرګران افغانستان دبريد پلمه په لاس ورکړه ، او په ټول سياسي ، اقتصادي او پوځي زور او قوت سره يې پردغه وياړلې، پرتمينه او آستانه خاوره بريد وکړ او دطالب واکمني يې رانسکوره کړه او دلته يې د خپل رضايت او خوښې وړ نظام واکمن کړ ،چې تر دامهاله يې په هېوادنۍ کچه ټولمنلې اداره او حکومت جوړنه کړى شو ،او داکار په هېواد کې داوسني رژيم او ولس ترمنځ له يوې نه بلې ورځې ته دبېلتون واټن غځوي . په هېواد کې اوسني شرايط او روان حالات ددولت اوملت ترمنځ دبې باورۍ او بې اعتمادۍ چاپېريال رامنځ ته کوي ، چې په راتلونکې لنډ او اوږدمهال کې به يې ناوړه پايلې دهېواد په سياسي او نظامي صحنه کې راڅرګندې شي .
په هېواد کې داوسني رژيم له راتلو څخه کابو يوه لسيزه واوښته . دافغانستان په اړه دامريکې او لويديځ د نوې تګلارې او ستراتېژۍ له مخې به ډېر ژر دهېواد څخه بهرني ځواکونه په وتو پيل وکړي . او دواک لېږدونې پروسه همدا څو ورځې کېږي ،چې پيل شوې اود هېواد ګڼ شمېر سيمو او ولايتونو واک او اختيار به افغان امنيتي ځواکونو ته ولېږدول شي ، خود واک لېږدونې د پروسې له پيل سره جوخت په کورنۍ کچه خو نړۍ جګړې زور اخېستى ، چې تر ډېره په کې مهم او دستراتېژيک موقعيت څخه برخمنې ودانۍ او عام المنفعه ځايونه په نښه کېږي او دغې چارې په کورنۍاوبهرنۍ کچه هېواد د ملي بنسټونو لکه ملي اردو ، ملي پوليسواو دملي امنيت استخباراتي ادارې وړتياوې او کاري ظرفيتونه تر پوښتنې لاندې راوستلې ، چې دغه کار دهېوادوالو او هېوادپالو افغانانو په ذهن کې يو لړاندېښنې راټوکولي اودا اندېښنې تر ډېره د افغانستان راتلونکو ناڅرګندو حالاتو په اړه دي .
په دې کې شک نشته ،چې زموږ ملي اردو، پوليس او دملي امنيت اداره لکه څنګه ،چې ښايي ، په نړيوالو نظامي معيارونو پوره نه دي .زموږ ملي اردو په درنو وسلو سمبال توپچي ځواکونه نۀ لري ، موږ پر مختللي ټانکونه او زغرګاډي نه لرو ، او ترټولو بده خولا دا،چې موږ وسلوال هوايي ځواک نه لرو .
دهېواد دوسله وال او مجهز هوايي ځواک دجوړېدا په لړکې دامريکې دفاع وزارت (پنټاګون ) دافغانستان دفاع وزارت ته دسپکاوي څخه يو ډک وړانديز کړى ،چې تر ډېره يې دافغانستان د ددفاعي او نظامي چارو کارپوهانو او مسلکي غړو د قهر او غوسې لامل شوى ،هغه دا،چې دامريکې دفاع وزارت افغان دفاع وزارت ته ويلي،چې موږ به تاسو ته د (چېلتر ) الوتکې درکړو. چېلتر هغه الوتکې دي ، چې دلومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې پر مهال نا زيايو ، انګرېزانو ، امريکايانو او روسانو کارولې اومازې دتش الوېښ سرپړمخ رانسکوريږي . نو ګرانولوستونکو ! اوس تاسې فکر وکړئ ،چې امريکه او لويديځ له افغان ولس سره څومره سپک چال چلند کوي . په داسې حال کې ،چې يو وخت دافغانستان وسله وال هوايي ځواک په تشکيلاتو کې د (Mag 29 ) يو پوره غونډ شتون درلود او دافغانستان په توپچي پوځ کې دسکاډ، اوره ګان او لونا پرمختللي توغندي موجود وو، خو اوس په داپرمختللې زمانه کې امريکه موږ ته دچېلتر کاغذي الوتکې راکوي . خبره دلمر په شان ښکاره اوجوته ده، هغه دا،چې لويديځ دافغانستان دودانۍ لپاره نه دى راغلى ،بلکې دوى په سيمه کې اوږد مهاله سناريو او پروژه لري ، او هغه بايد دافغانستان په وجو دکې پلې او عملي کړي . اوس ،چې درښتيا او دروغو له مخې لويديځ دافغانستان څخه دوتو تکل لري ، نو بايد افغان دولت مشران په خپلو مټوزور وکړي .افغانستان ديوۀ وچغاړي هېواد په توګه په سيمه کې خپل جيوپولېټيک موقعيت لري ،چې دبډايه او غني طبيعي زېر مو او غوړواو ښېرازه درنګونو څخه برخمن دى . ديوې احصايې له مخې افغانستان د ٣،٥ ترېليونو امريکايي ډالرو په ارزښت درنګونه لري ،چې دهېواد اوسني نفوس ته ،چې دافغانستان احصايي دمرکزي ادارې دپخواني رئيس عبدالرحمن غفوري پروينا دهېواد ټول نفوس (٢٦ ) مېليونه وګړي دي ، نو که چېرې همدا ٣،٥ ترېليونه امريکايي ډالرپر افغانانو ووېشل شي، نو سړي سر (٢٥) زره امريکايي ډالره رسيږي،چې دا دافغانستان په څېريوۀ بېوزله او وچغاړي هېواد اوسېدونکو لپاره خورا لوى عايد دى .
زموږ ګران هېواد افغانستان ټولټال (٤٢٠ ) خورا بډايه طبيعي درنګونه لري ،چې په سم او مسلکي ډول استخراج به يې په هېواد کې يو لوى صعنتي انقلاب راولي او افغان ولس به وکولاى شي ، چې ډېر ژر خپل ملي بنسټونه لکه ، ملي اردو ، ملي پوليس او دملي امنيت ادارې په پښو ودروي .
افغانستان دالماسو پرته نورټول د طبيعي توکو بډايه درنګونه په يوازې پۀ خپله لري . د هېواد دهمدغو غني درنګونو په اړه دهېواد خپلواکۍ دلارې ملي اتل غازي امان الله خان يو وخت ويلي ؤ:( آنچه خوبان همه دارند ، توتنها داري . )
اوس بايد افغان دولت مشران دهمدغو درنګونو داستخراج لپاره کوټلې تګلاره او ستراتېژي طرحه او دعمل په ډګر کې پلې کړي ، په دغه لړکې بايد افغان دولت باندېنې پانګوال دې ته وهڅوي ، ترڅو دهېواد ددرنګونو په صنعت کې پانګونه وکړي ،افغان حکومت بايد په مسلکي ډول د درنګونو د استخراج په لړکې مسلکي کدرونه او مسلکي درنګړي ( معدنچيان ) استخدام او وروزي . همدا پرون ورځ د هېواد دکانونو او صنايعو وزيرښاغلي عبيداله شهراني اعلان وکړ،چې سږکال به د هېواد ددرنګونو څخه ( ١٥٠ ) مېليونه امريکايي ډالره عوايد د هېواد بوديجې ته راشي او تر دوه زره شپاړسم کال پورې به په دغه برخه کې ( ١٦٥ ) زرو تنو ته دکار زمينه برابره شي،چې دا په خپل ذات کې يو لوى پرمختګ او خورا نېمکرغه زېرى دى .
موږ افغانان په هېڅډول سره بېوزله اوغريب نه يو، زموږ بېوزلي او غريبي دپرديو جګړې دي ،چې تل مدام يې زموږ په خاوره تر سره کوي، او له بل پلوه زموږ ناپوهي او جهالت په لوى لاس دښمن ته ددې زمينه برابروي ، ترڅو دلته جګړه روانه وي .
دادى ، افغان ملت د تاريخ له يوۀ بل ډېر حساس او برخليک ټاکونکي پړاو سره مخامخ دى ، نو بايد افغان دولت مشران او افغان ولس د تاريخ له دغه جبرسره په نره او په عين حال کې د سياسي پوهې او بصيرت په رڼا کې چلند وکړي ، ترڅو د تاريخ دغه جبري څرخ د خپل هېواد او ملت په ګټه راوڅرخوي او ګران افغانستان د هوسايۍ ، ارامۍ او سوکالۍ په لور چټکيونى غورځنګ پيل کاندي .
دهمداسې وياړلې او نېمکرغه ورځې په هيله !
فضل وزير هيله من