فرياد سي ډي خپره شوه

فر ياد دهغې سي ډي نوم دى چې د هېواد د ۲۲ ښځينه شاعرانو شعرونه په كې راټول شوي او د پياوړو ښځينه ديكلماتورانو له خوا له خوندورې موسيقۍ سره ديكلمه شوي دي.
دغه سي ډي چې له پښتو او درى شعرونو څخه جوړه ده د شنبې پر ورځ په كابل كې د تيمور شاه د مزار په وادانۍ كې ديوې مشاعرې په ترڅ كې پرانيستل شوه. په ياده مشاعره كې تر سلو زياتو ښځينه شاعرانو ګډون وكړ او خپل شعرونه يې ديكلمه كړل.د فرياد سي ډي د هېواد د نامتو شاعرانو نازوانا او رابعه بلخي په شعرونو باندې پيل كېږي چې د مستورې شال،ضيا ګل سلطاني،پروين ملال،خالده فروغ،طوبا ندا،ليلا صراحت،صفيه صديقي،ديانا صافۍ،اوږۍ اميل،شفيقه يارقين،وږمه سبا،سيما سما،حميرا كاوون،ساجده ميلاد،حميده پكتيانۍ،پروين پژواك،عابده وردګ،ماه رخ نياز،زينب سالك،ناديه انجمن،مينه صابر،هما اذر او بلقيس مكېز غوره غزلې او نظمونه د لينا شريفي،ساجده ميلاد،وږمه رشيدي اوفريبا حميدي له خوا ديكلمه شوي دي.
ديادونې وړده چې فرياد سي ډي په كابل كې د ګويته انستيتوت له خوا دوه زره (۲۰۰۰) دانې خپره شوې ده چې ابراهيم هوتك اومحبوب الله خان يې دچمتو كوونې چارې تر سره كړي دي.
يادښت: د فرياد سي ډي ترلاسه كولو لپاره په دې پته اړيكې ونيسٰئ:
كابل ، ګويته انستيتوت: ٠٢٠٢١٠٥٢٠٠
Info@kabul.goethe.org