ډاکتر اکرم خپلواک دسرحدونو او قبایلو چارو وزیر شو

 دفراه والي ډاکتر محمد اکرم خپلواک دسرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوې دی ارګ ته نږدې سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل : چې دفراه والي ډاکتر اکرم خپلواک دسرحدونو چارو دسرپرست وزیر په توګه ټاکل شوې دی او ډېر ژر به درایې اخستلو په موخه پارلمان ته وروپيژندل شي . په سیمه
اکرم خپلواک پخوا دپکتیکا والي هم تېر شوې دی . خپلواک په کابل پوهنتون کې دطب په برخه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې دي .