دمصر ولسمشر دافغان اخوانیانو پلاوی خپل حضور ته ونه مانه .


په پلازمینه القاهره کې یوې معتبرې افغاني سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي ،چې له لوی اختر وړاندې دمجاهدینو دمهال لومړی وزیر انجینر احمدشاه احمدزی ، محمد زمان مزمل او دولسي جرګې پخوانی غړی حاجی فرید دعربي متحده اماراتو له لارې پلازمینې مصر ته ورسیدل دسفر موخه په مصر کې له اوښتون وروسته داخوان المسلمین مشرتابه او ولسمشر محمد مرسي ته مبارکي ویل و . دسرچینې دمعلوماتو له مخې کله ،چې پلاوې رسیږي او هلته خپله دا هیله او غوښتنه له مصري چارواکو سره شریکوي نو په ځواب کې ورته ویل کیږي ،چې ولسمشر بوخت دی او دټېټې کچې یو مامور له افغاني ډوله اخوانیانو سره لیده کاته وکړل او بیرته سمدلاسه دکابل پر لور راستانه شول .