
لغمان: د دانش مطبوعاتي مرکز بنسټ کېښودل شو
په لغمان ولايت کې د ځوانانو د روزنې ، فکري او ذهني کچې لوړولو په موخه د دانش په نوم يو مطبوعاتي مرکز جوړیږي.
دغه مطبوعاتي مرکز يا ميډيا سنټر د بنسټ ډبره د سيمې د دولتي چارواکو، فرهنګيانو او يو شمېر سياستوالو له خوا کېښودل شوه چې په یاد بنسټ کې به يو مجهز کتابتون، چاپخونه، د غونډو تالار، د مجلې دفتر، کنفرانس خونه، دانش اف ايم راډيو او انټرنېټي سهولتونه برابر شي.
د دغه مرکز مشر اسدالله دانش په وينا دوى به د دغه مرکز له لارې د سيمې ځوانان د مطالعې فرهنګ ته را وبولي، د انټرنيټي اسانتياوو له لارې به يې د هېواد د نورو ولايتونو او نړۍ سره وصل کړي. په سيمه کې به د کتابونو او بېلا بېلو خپرونو لپاره د چاپ لارې چارې برابرې کړي، ځوانان به دې ته را وبولي چې ادبي او فرهنګي ناستې وکړي، د دوى د فکري او ذهني کچې د لوړولو لپاره به د اف ايم يوه راډيو هم فعاله کړي.
د دغه مرکز په پرانېسته کې د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د داسې فرهنګي مرکزونو پرانېسته د سيمې لپاره يوه عملي او ګټوره مبارزه وبلله او وې ويل دى پر دې خوښ دى چې د لغمان په جګړه ځپلي ولايت کې نن د داسې يو علمي مرکز د بنسټ ډبره ږدي.
پېژندل شوي ژورنالېست او د سياسي چارو کارپوه محمد اصف وردګ د دانش خپرندويې ټولنې علمي او فرهنګي چارې د ځوان نسل لپاره ګټورې وبللې او وې ويل چې د ځوانو استعدادونو د روزنې لپاره د داسې مرکزونو جوړول اړين کار دى.
د شهيد سردار محمد داود خان لمسي سردار زمري داود د دانش مطبوعاتي مرکز چارې د قدر وړ وبللې او ژمنه يې وکړه چې دى به د دغه مرکز په جوړښت کې مادي او معنوي مرسته وکړي.
دانش وايي هغه مهال چې پر ده او کورنۍ د ثور کودتا مځکه سره کړه نو ده د هجرت لار ونيوله، د بل درګاه ته يې لاس اوږد نه کړ دوه نيم زره کلدارې يې پيدا کړې د قصه خوانۍ په ګڼې ګوڼې ډکې کوڅه کې د نوک ځايولو ځاى پيدا کړ او په دغه ځاى کې يې وړې وړې تاخچې له کتابونو ډکې کړې. ژوند يې د کتاب سره ملګرى شو. د کتاب مينه وال پرې ور مات شول. څو کاله يې تنګ لاسي وزغمله خو داسې ورځ راغله چې د نوک په ځاى کې يې سوک ځاى کړ. د قصه خوانۍ په بازار کې يې چاپخونه جوړه کړه. د پولې دواړو غاړو ليکوال يې په ځان مات کړل، دانش وايي کله چې لږه يې ساه واخيسته د استاد الفت مرغلرې يې چاپ کړې، د استاد الفت مرغلرې يې نېک فال وګڼه، د استاد الفت د مړه روح درناوي يې په سر داسې سيورى وکړ چې تر دا مهاله يې تر ٢٥٠٠ زرو ټوکو زيات کتابونه او مجلې خپرې کړې.
د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته يې کتابونه ورسول. د لومړي ځل لپاره يې د يو افغان په توګه د اشوکا په غړيتوب ومنل شو. په هېواد کې يې دننه په لسګونو کتابتونونه جوړ کړل. د کتابونو پنډ په شا د ښوونځي او پوهنځي کتابتونونو ته ولاړ. دا دى اوس يې په لغمان کې يو مطبوعاتي مرکز هم پرانېست.