په هېوادکې دتلپاتې امنيت اوسولې دټينګښت په موخه دباوراواعتماد چاپېريال رامنځ ته کېدا لومړنى شرط دى !

 په هېواد کې دنوي سياسي ، اقتصادي او نظامي سېستم له راتلو څخه کابو يوه لسيزه اوړي . په دغه لس کلن بهير کې تر دامهاله موږ ديوۀ پياوړي او غښتلي مرکزي دولت څښتان نشو،چې ددغې چارې عمده اوبنسټيز لامل په هېواد کې پراخ اداري فساد ، رشوت او بډې اخېستنې ، دجنګي جنايتکارانو، زور واکانو او مافيايي ډلو ټپلو فعال او اغېز لرونکى شتون دى .
همدغه ددولت په چوکاټ کې پراخ اداري فسادموجوديت په لوى لاس دې ته زمينه برابره کړې ، ترڅو له واکمن نظام څخه ولس ناراضه او ددښمن خواته ورواوړي . په اوسنۍ دولتي اداره کې شته ناخوالې او ستونزې ددې لامل شوې ،ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ دبې باورۍ او بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته شي ، او دغې چارې  په لوي لاس دهېواد سياسي  او نظامي حالات دترينګتيا او وراني لورته روان کړي ،چې ددولت مخالفينو دريځ او موقف له يوې ورځې نه بلې ورځې ته پياوړتيا اوغښتلتيا مومي.
اوس له څه کم لس کلن يون وروسته په هېواد کې يو نوى سياسي پړاوپيلېدونکى دى ،چې دغه لړۍ افغان دولت او داوسني نظام واکمن سياستوال په سياسي او نظامي ډګر کې له لويو ننګونو او خنډونو سره مخ کړي دي . داپه داسې حال کې ده ،چې په هېواد کې دتلپاتې سولې او امنيت دټينګښت او تامين په موخه داوسني دولت او دطالبانو  ترمنځ د روغې جوړې  خبرې اترې پيل شوې دي .
دمخالفينو او دافغان دولت  ترمنځ دمذاکراتو پيليدا ګټه په نهايت کې افغان ملت ته رسيږي . په دې لړکې افغان دولت دملګرو ملتونو سازمان  څخه غوښتي،څو دملګرو ملتونو له تورلېست څخه دهغو طالب مشرانو نومونه ،چې دملګرو ملتونوله خوا پرې بنديزونه او يايې دنيول کېدو امر شوى ، وباسي .
په دې برخه کې دافغانستان اوسني دولت ملګرو ملتونو سازمان ته پنځوس کسيز لېست استولى ؤ ،چې اوسمهال ترينه دطالب حکومت  سره  اړوندد(١٤) تنوجګپوړو چارواکو نومونه ؤ اېستل شول ، او داکار په لوى لاس دې ته زمينه برابروي، ترڅو په هېواد کې سر اسري سوله او امنيت ټينګښت ومومي .
ددې لپاره،چې په هېواد کې دسولې پيل شوې اوسنۍ لړۍ په برياليتوب سره پرمخ ولاړه شي ، نو ترهر څه لومړى بايد دباور او اعتماد فضا او چاپېريال  رامنځ او له دولت مخالفينو سره دکوټلې ستراتېژۍ او تګلارې  په اډانه کې دخبرو او مذاکراتو لړۍ په جدي توګه پيل او پلې کړى شي .
دهېواد اوسني حالات او شرايط له خورا کړکېچن او ترينګلې پړاو څخه تېريږي .
او موږ په سياسي ، اقتصادي او پوځي ډګر کې له زښتو زياتو ننګونو او خنډونو سره مخ يو ، نوافغانان او ددولت مخالفين بايد تر هرڅه لومړى دګران افغانستان دملي ګټو دخونديتوب او ساتنې په موخه په پوره اخلاص او دهېواد پالنې روحيې پۀ خپلولوسره خپل هېواد او ملت له دغه تاريخي کړکېچ څخه راوباسي . موږ دتاريخ په داسې يوۀ زماني او مکاني پړاو کې ژوند کوو،چې هېواد مو په کورنۍ او بهرنۍ کچه دنړيوالو زبرځواکونو دسياليو او ناندريو په مرکز بدل شوى او په دغه  افغان دښمنه سياليو او مسابقو کې يوازې او يوازې افغان اتل او باتور ملت زيان ويني او بس . نو پرهمدې بنسټ بايد ټول افغانان که هغوى په دولت کې وي ياله دولت څخه دباندې په مخالفت کې وي ، تر ټولو دمخه دافغان دولت او مخالفينو ترمنځ دباور  او اعتماد فضاپه راوستو سره په هېوادکې درښتينې او تلپاتې سولې لپاره په ټينګ ملي ،افغاني ، اسلامي  هوډسره کار وکړي. نړيوال استعماري ځواکونه که هغه ختيځ وال دي يالويديځ وال ،دې ته چمتو نه دي ، څو افغانان او زموږ هېواد دسوکاله او نېکمرغه  ژوند خاوندان شي ، ځکه که چېرې موږ په خپلواک ډول سره دسياسي ، اقتصادي  او نظامي ژوند خاوندان شو،نو بيا خو دهغوى سحر او جادو پر افغاني ټولنه او خاوره کې نه چليږي ، همدا استعماري او ښکېلاکي ځواکونه دي ،چې له آدمه تر دې دمه دافغان اتل او مېړني ولس په وهلو او ځپلو باندې بوخت او لګيادي . نو پرهمدې اساس له طالبانو سره روغه اوجوړه دوخت يوه اړينه او لازمي غوښتنه او اړتيا ده . دافغانستان  په اوسني دولت کې داسې کسان هم شته ،چې لاسونه يې ترڅنګلو پورې دافغان ځورېدلي او کړيدلي ولس په وينو لژنددي. دخلکو په سرونوکې يې مېخونه ټک وهلي ، په مړويې  نڅاګانې کړي ،خو بيا هم دهغوى نومونه په تور لېست کې نشته ، خو دطالبانو نومونه په تور لېست کې غورځول شوي ،چې داچاره په لوى لاس په هېواد کې دسولې او امنيت په ټينګښت کې يو لوى خنډ او مانع بلل کېږي . نو افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد دافغاني ټولنې  عيني او ذهني شرايطو  ته په پام سره دټولو طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه وباسي ، ترڅو په هېواد کې دتلپاتې سولې  او ډاډمن امنيت په ټينګښت او تامين کې لومړني اړين ګامونه پورته کړل شي . دابايد په پام کې ونيول شي ،چې طالبان نن سبا په  افغانستان او سيمه کې يو ځواک او قوت بلل کېږي ،نو بايد دطالبانو سره هر اړخيزه او جدي خبرې او مذاکرې پيل شي ، ځکه له طالبانو څخه پرته سوله او امنيت هېڅ معنى نه لري . نو ددې لپاره،چې په هېواد کې تلپاتې او همېشنۍ سوله او ارامي راشي ، بايد له طالبانوسره جامع مذاکرات او خبرې وشي،ترڅو په هېواد کې دايمي امنيت او سوله واکمنه شي ، او په دې توګه افغان اتل او باتور ملت له دغه ناورين څخه دتل لپاره راووځي .
                                                                                                                                                   فضل وزير هيله من