
په افغانستان کې دنوي سياسي نظام له راتګ وروسته دافغاني ټولنې هره برخه ته وا ، له اوږدۀ ژمني خوب څخه راوېښه شوې ، نو په سملاسي او ستړياوتې ډول يې په وده او پرمختګ پيل وکړ،چې دا چټک پرمخيون دهېواد په تاريخ کې يو ې بې سارې بېلګې په توګه بللى شو .
په هېواد کې نوي سياسي او ښتون پسې جوخت دافغاني ټولنې دسياسي،اجتماعي ، کلتوري ، هنري ، ادبي برخو سربېره دمعارف په برخه کې هم ژور او هر اړخيز بدلونونه رامنځ ته شول ،چې دا دهېواد معارف په تاريخ کې يوبېلګه ييز او بې مخينې عمل او نوښت په ډول سره ياديږي .
په کورنۍ کچه دښوونې او روزنې په څانګه کې ددولتي ښوونځيو او پوهنتونونو سره بېره شخصي ښوونځيو ، لېسو ، تعليمي مؤسسو او پوهنتونونو ته په خصوصي سکتور کې دکار او فعاليت اجازه ورکړل شوه ،چې داچاره دهېوادمعارف په تاريخ کې پخوا تردې سارى نه لري . دمعارف په ډګر کې خصوصي سکتور ته د اجازې ورکولو وروسته دهېواد دپلازمېنې په ګډون په ولايتونو کې هم شخصي ښوونځي ،لېسې ، او پوهنتونونو رامنځ ته شول ،چې افغاني ټولنې ته دښوونې او روزنې په ميدان کې له چوپړ سر بېره سوداګر يزه بڼه هم لري .
ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې دخصوصي لېسو او پوهنتونونو په اړه په زغرده ويلي : ( د خصوصي سکتور دالېسې او پوهنتونونه دښوونيزې او پوهنيزې هغې پر ځاى تر ډېره سوداګريز بڼه لري ،چې بايد دمعارف وزارت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي .) تر ټولو بده خبره خو لاداده ،چې ځينو ګاونډيو هېوادونو په افغانستان کې خپلو اوږدمهاله ستراتېژيکو ګټو او هدفونو ته د لاسرسي په موخه په دغه هېواد کې شخصي ښوونځي ، لېسې ، مؤسسې ، پوهنتونونه ، ديني مدرسې ، کلتوري او تعلميي مرکزونه جوړکړي ،چې دغې لړۍ دهېواد ملي وحدت او ملي هويت ته سخت او نه جبيره کېدونکى زيان رسولى دى ،ځکه چې همدا بهرني هېوادونه په خپلو شخصي ښوونځيو ، پوهنتونونو ، کلتوري او هنري مرکزونوکې دافغانستان تعليمي نصاب پرځاى دخپلو هېوادونو ځانګړي نصابونه تدريسوي ،چې په هېڅډول سره افغاني صبغه نه لري .
په دې لړکې ځينې هېوادونه لکه ترکيه او ايران ځانګړې او پلانيزه شوې موخې تعقيبوي . ترکيه په کابل اود هېواد په شمالي برخو کې دافغانستان ترک لېسې چلوي ، چې نوموړى هېواد په دې ترڅ کې دافغانستان ترکي ژبو قومونو ته دخدمت او په هغوى کې دترکي کلتور او ژبې د دود ولو او پلې کونې تګلاره پرمخ بيايي . دغه شان دايران دولت په کابل او دافغانستان په ډېرى شمالي او جنوب لويديځو ولايتونو کې کلتوري مرکزونه او ديني مدرسې تمويلوي ، چې په دغو مدرسو کې دهېواد داکثريت حنفي فقې او مذهب پرخلاف جعفري فقه او دشيعه مذهب فقه ، عقايد او اصول تدرېسيږي او په عين حال کې دهمدغو په اصطلاح تعليمي او کلتوري مرکزونو څخه دجاسوسۍ مرکزونو په توګه ګټه اخلي ، چې داټول کارونه د افغانستان اساسي،قانون او د هېواد داکثريت ولس ( پښتنو ) پرضد يو خاينانه عمل دى،چې پرافغان خاوره پلې کېږي او افغان دولت او حکومت په سړه سينه او خورا ناغېړۍ سره ورته ګوري.
خوست دهېواد په فزيکي اډانه کې يو خورا مهم اود ستراتېژيک موقعيت څخه برخمن ولايت دى ،چې په هېواد کې دنوي سياسي او ښتون وروسته په دغه ولايت کې دښوونې او روزنې بهير په خورا چټکتيا سره پر مخ روان دى . په خوست کې هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د دولتي هغو ترڅنګ شخصي ښوونځي ،لېسې،د لوړو زده کړو مؤسسې اوشخصي پوهنتونونه جوړ اوعملاً په کار بوخت دي ، چې داکار به دخوستي پرګنو دښوونيزې او پوهنيزې کچې په لوړېداکې خپل مثبت او رغنده رول ولوبوي .
خوله بده مرغه په خوست کې ځينې داسې ښوونځي او لېسې جوړې شوې ،چې په څرګنده خوست مېشتو ته دغوره اولوړ معيار دتعليمي خدمت او چوپړ دوړاندې کولو ډنډوره غږوي ،خو دپردې شاته ځانګړې تګلاره او ستراتېژي پلي کوي ،چې ترڅټ يې زموږ ديوۀ ګاونډي هېواد څارګره شبکه ولاړه ده .
په خوست کې دغه لېسې دبريتانوي هند ديوۀ تن تعليمي ماهر لارډ ميکالي اندونو په رڼا اوچوکاټ کې جوړې شوې دي . لارډميکالي دبريتانوي هند د ښوونې او روزنې بنسټګر ؤ،چې دمعصومو او مظلومو قومونو دکلتور ، مذهب ، دودونو ، رواجونو او ژبو سخت مخالف او دښمن ؤ. نوموړي دبريتانوي هند تعليمي نصاب چمتو او دهند په نيمه وچه کې يې پلى کړ،چې تراوسه په هند او پاکستان کې تدريسيږي . هغه په دې اړه يو کتاب هم ليکلى او په خپل کتاب کې ليکي : ( موږ په بريتانوي هند کې يوداسې تعليمي نصاب غواړو ،چې په هغه کې يوازې انګريزي کلتور ، ژبه او سوچ واکمن وي او بس . او داسې دولتي او حکومتي چارواکي او مشران غواړو،چې په نسل هندوان اومسلمانان او په سوچ او فکر کې انګرېزان وي . ) دخوست ددغو لېسو ټول تعليمي نصاب په انګليسي ژبه دى، چې دلومړي ټولګي څخه په ذهني او فکر توګه ماشوم مغشو شوي ، ځکه ددغولېسو ښوونيز معيار ټيټ دى . نه انګليسي زده کولاى شي او نه هم دپښتو شي . دملګرو ملتونو په منشورکې راغلي،چې بايد هر ماشوم ته په مورنۍ ژبه کې زده کړه ورکړل شي . دپيداګوژۍ دعلم پربنسټ اود ماشوم د روزنې او زده کړې چارو ماهرين وايي ،چې مورنۍ ژبه دماشوم په طبيعت ، روح او روان کې اخښل شوې ده ،نو پرهمدې اساس هرماشوم په خپله مورنۍ ژبه کې په غوره توګه زده کړه او پوهه تر لاسه کولاى شي . دامنم ،چې دانګليسي اوکمپيوټر زده کړه دنوي عصر او زمان غوښتنه ده ، خو بايد عرض وکړم،چې کمپيوټر او انګليسى ژبه علم نه بلکې هنردى . نو پرهمدې توسن بايد موږ دانګليسې ژبې او کمپيوټر سره دايرانيانو په څېر چلند وکړو ،ځکه ايرانيانو دانګليسي ژبې په مټ فارسي ژبه بډايه او شتمنه کړې ، او له هغې نه يې په ټاکلي چوکاټ کې دې ننه ګټه اخېستې ده . نو پرهمدې اساس په زغرده ويلاى شم ، چې دا لېسې زموږ د ملي ګټو ، ملي هويت اوملي پېژندګلوۍ خلاف کار او فعاليت کوي .
اوس غواړم ،چې د لارډ ميکالي اندونو په رڼاکې دجوړو شويو لېسو نيمګړتياوې او بدګڼې تاسوته په لاندې ډول بيان کړم،چې په دغو لېسو کې دزده کړې او پوهنې په نوم څومره هېواد دښمنه طرحې او پلانونه پرمخ وړل کېږي .
١ – ددغو ښوونځيو او لېسو نومونه ناماًًنوس دي ، چې هېڅډول افغاني او ملي بڼه نه لري ، بلکې ديوۀ مشخص او ستراتېژيک پلان له مخې دانومونه ورته ټاکل شوي ، څو د زده کوونکو او افغان راتلونکي نسل څخه ملي هويت او ملي تشخص واخلي .
٢ – ددغو لېسو دتعليمي نصاب ټول کتابونه په انګليسي ژبه دي،چې ددې کارموخه دزده کوونکو دذهني مغشو شتيا لامل ګرځي . ځکه په دغو لېسو کې يوازې په انګليسي ژبه تدريس کېږي ،هغه هم په نيمګړې ډول سره ښوول کېږي . داشان ددغو لېسو ښوونکي هم ډېر بې علمه دي . او نشي کولاى په لوړ معيار سره زده کوونکو ته ټول کتابونه په انګليسي ژبه تدريس کړي .
٣ – د لاړډميکالي تعليمي نصاب يوه لويه نيمګړتيا داده ،چې زده کوونکى به لکه دطوطي په شان هر څه يادوي او له زده کوونکي څخه يې د پلټنې او څېړنې حق اخېستى دى ،چې دا کار دښوونې او روزنې او دهېواد دعلمي پرمختګ مخنيوى کوي .
٤- ددغو لېسو او ښوونځيو ښوونکي بهرنيان دي،چې په پښتو ژبه هېڅ نه پوهيږي ، بلکې ماچې دهغوى دانګليسي ژبې دلغتونو پښتو املا او انشاء لېدلې ، نو په چورلټ ډول سره غلطه ده او په لوى لاس داسې ليکل کېږي ، چې ددغې چارې تر شا پټې سياسي ګړۍ غواړي ، څو په کوردننه پښتو ژبه او پښتانه ووهي او په اصطلاح پښتو ته په شاتو کې زهر ورکړي . يو ملت هغه وخت له منځه ځي ،چې لومړى يې ژبه ورته مړه کړې .
٥ – په دغوشخصي لېسو کې زده کوونکو ته ويل کېږي،چې تاسې بايد دري ژبه زده نه کړئ، ځکه داهسې چټې ژبه ده . تاسو بايد اردو ژبه زده کړئ ، ځکه اردو يوه نړيواله ژبه ده .
٦ – په دغو لېسو کې زده کوونکو ته ويل کېږي ،چې دلېسې څخه تر فراعت وروسته تاسو بايد دلوړوزده کړو لپاره پېښور ته لاړ شئ ، ځکه په افغانستان کې لوړې زده کړې نشته ، او که شته ، نو ډېرې کمزورې دي او ستاسو په ګټه نه درځي .
٧ – په دغو لېسو کې په ډېر ټيټ معيار سره انګليسي ژبه تدريسيږي، چې خپله ښوونکي يې هم نه پرې پوهيږي ، يوازې او يوازې دطوطي په شان زده کوونکو ته انګليسي ورښودل کېږي ،چې هېڅ ګټه نه لري ،او بل دا،چې په دغو لېسو کې دلوس طريقه معلم چور لېزي بڼه لري او شاګرد چورلېزي ، ميتود ،چې اوس مهال په نړۍ کې دښوونې او روزنې يو مهم اصل دى ، له زده کوونکو څخه اخېستل شوى دى.
٨ – په دغو لېسو کې له بهرڅخه راغلى تعليمي نصاب ښوول کېږي ،چې هېڅډول ملي او افغاني بڼه نه لري . د همدغو لېسو تعليمي نصاب په داسې ډول سره تدوين او چمتو شوى ، چې له زده کوونکو څخه ملي روحيه تروړي او پۀ خپل وار سره دافغان ولس ملي وحدت ته سخت زيان رسوي .
٩ – په دغو لېسو کې دافغانستان تاريخي او ملي څېرو ته په سپک نظر کتل کېږي ، ان داچې حامدکرزى کافر معرفي کېږي ، او شاګردانو ته ويل کېږي ،چې انتخابات حرام دي . اوملي اردو اوملي پوليس کافران دي .
١٠ – ددغو لېسو اړوندکورني او بهرني چارواکي څو ځلې داستخباراتو له خوا نيول شوي ،چې ترپلټنو او ګروېږونو وروسته ورته قانوني سزاګانې ورکړل شوې ،خو لاهم خپلوافغان دښمنه او پښتون دښمنه کړنو او فعاليتونو ته ادامه ورکوي .
دپښتونخوا نامتو ملا او ديني عالم محمدامين بجلي ګر په خپلو خبرو او ويناګانو کې دپاکستان تعليمي نصاب په خورا ترخو ټکو سره غندلى او په زغرده وايي ،چې دپاکستان د لارډميکالي په لاس جوړشوى تعليمي نصاب کفري نصاب دى او داسلام سپېڅلي دين سره ټکر لري . او بايد ژر تر ژره ختم شي.
خوله بده مرغه ،چې دهېواد مطبوعات او پر تېره بيا دخوست مطبوعات ددغو لېسو په اړه مثبت تبليغات کوي . او دخپګان او خواشينۍ وړ خبره خو داده ،چې دخوست په کلتوري او ادبي غونډو کې ددغو لېسو زده کوونکي راغوښتل کېږي ، ترڅو په اصطلاح ترانې ووايي ، او په دې توګه نندار چيانو ته ديوې بېلګې او نمونې په توګه وړاندې کېږي. او په دې ډول سره خوست مېشتو ته داسې ذهنيت ورکول ، چې ګنې ددولتي ښوونځيو درسونه هسې چټيات دي . راشئ ،خپل او لادونه په دغو لېسو کې شامل کړئ ، ددغو لېسو دمديرانو او معلمانو موخه او هدف همدا دى .
په دې لړ کې دافغانستان دمعارف وزارت او دخوست ولايت دپوهنې رياست په خورا حماقت او ناغېړۍ سره دغو لېسو ته دفعاليت اجازه ورکوي ، چې په لنډ او اوږدۀ مهال کې به يې ناوړه او بدې اغېزې په خپله وويني ، ځکه زموږ دنن ورځې ماشومان به د هېواد لپاره دسباورځې سخت دريځه دښمنان وي ، ځکه چې دهمدغو پرديوايډيالو ژيو، نظريواو فلسفو له کبله زموږ ګران هېواد تاريخي افغانستان ټوکر – ټوکر شو ، او دادى اوس په کور دننه راته راغلل او له باطن څخه مو وهي . نو پرهمدې توسن افغان دولت او اړوند چارواکو ته په کار دي ،چې په دغه برخه کې يوه کوټلې او رغنده ستراتېژي او تګلاره چمتو او تراجرا لاندې راولي ، ځکه که دغه لړۍ په همداشان جاري وي ، نو دنن ورځې ماشومان به دسبا ورځې رښتيني دښمنان وي . نو ځکه بايد افغان دولت مشران د ژور ژمني خوب څخه روايښ شي او په رښتيني توګه د هېواد ، ملت او د راتلونکي نسل ښوونې او روزنې ته جدي پام وکړي،ترڅود هوسا،ودان او سوکاله هېواد اوملت خاوندان شو.
په همدې هيله !
فضل وزير هيله من