ملکي وژله ددولت اوولس ترمنځ دبې باورۍ واټن زياتوي !

موږ دنوي سياسي پړاوپيلېدا لړۍ ته په داسې حال کې ورننوځو ،چې ډېر ژربه دواک لېږدونې پروسه پيل شي . دافغانستان په اړه دامريکې دوکتورينو دتګلارې او ستراتېژۍ په رڼا کې به ډېرژر دهېواد داوو سيمو او ولايتونو دواک او اختيار اداره  په رسمي ډول افغان  امنيتي ځواکونو ته وروسپارل شي ، چې داکار او چاره په خپل ډول کې يو نو يا ته ګام او اقدام دى  او له همدې امله زموږ هېواد او ولس د تاريخ له يوۀ بل ازما يـښتي بهير سره مخ دى ،چې تر ډېره د افغان اتل اوباتور ملت کورني ظرفيتونه او وړتياوې نړيوالې ټولنې ته د جاجوونکې نندارې  په توګه وړاندې کېږي . له هغې ورځې راپه دې خوا ،چې کله له هېواد څخه دبهرني ځواکونو دوتو اعلام شوى ، نو په کورنۍ کچه جګړې زور اخېستى ،چې دټاکل شوې ستراتېژۍ په اډانه کې دپلانيزه شوي طرحې له مخې دغه بريدونه تر سره کېږي ، او په دغووسله والو نښتوکې تر ډېره ملکي وګړي وژل شوي او وژل کېږي .
له بل پلوه په هېواد کې دبهرنيو ځواکونو په وسله والو عملياتو کې ،چې ډېرى يې دشپې له خوا ترسره کېږي ، زموږ بې ګناه هېوادوال مري ، او داکار داوسني دولت او ولس ترمنځ دبېلتون کرښه راکاږي ، او اوبة دښمن په ورخ ورماتېږي ، دا په داسې حال کې ده ،چې اوسنى واکمن رژيم ولسي ملاتړ او ننګې ته دبل هر وخت په پرتله ډېره اړتيا لري ،ځکه تېرې درې نيمې لسيزې اوږدې غميزې دولس او دوخت هر واکمن نظام ترمنځ دبې باورۍ چاپېريال رامنځ کړى ،چې دغې چارې په لوى لاس دسياست او سياستوالو څخه افغانان زړۀ توري کړي دي .
اوس ،چې دبهرنيو ځواکونو څخه زموږ ملي اردو، پوليسو او استخباراتي ادارو ته دواک لېږدونې لړۍ پيليږي ، نو په کورنۍ کچه ډېرې اندېښنې شتون لري ، چې کېداى شي ، دامنيت دسپارنې په درشل کې اوسنى نسبي امنيت او سوله تالا ترغه شي او هېواد داويايمې لسيزې په څېريو ځل بيا دجګړې په ډګر بدل او هېوادنۍ سراسري ګډوډي زورواخلي ، اوهېواد دلوي سياسي ، نظامي او اقتصادي کړکېچ سره مخ کاندي .
خوله بل پلوه همدابهرني ځواکونه ،چې افغانستان ته دامنيت دټينګښت په پلمه راغلي ، پرته له قانوني جوازه  زموږ کورونه تا لاشي کوي ، بې ګناه ماشومان ، ښځې، نارينه او بوډاګان راته وژني ، چې دغې چارې په لوى لاس داوسني نظام او دملت  ترمنځ له يوې نه بلې ورځې دخوابدۍ او خپګان  حالت رامخې ته کوي ، چې په لنډ او اوږدمهال کې به د اوسني دولت او حکومت دواکمنۍ ستنې کمزورې کړي .
نوددې لپاره ،چې اوسنۍ اداره اوحکومت دټولو شته ننګونواو ستونزو سره ښه په نره مبارزه وکولاى شي ، بايد دامنيت دټينګښت په لړ کې او داشان دبهرنيو ځواکونو دخپلسرو عملياتو څخه دمخنيوي  په موخه يوه هر اړخيزه او کوټلې ستراتېژي او تګلاره چمتو او دعمل په ډګر کې پلې کاندي ،او په دې برخه کې له بهرنيانو څخه په زغرده وغواړو ،څو خپلسري عمليات ودروي او دبې ګناه افغانانو له وژلو څخه په جدي ډول سره لاس واخلي . له هغې ورځې راپه دې خوا ،چې له هېواد څخه دامريکايي ځواکونو دوتو لړۍ دپيلېدا اعلان خپور شوى ، نو په ارادي ډول څه دمخالفينو له خوا او څه هم دبهرنيانو له خوا زموږ بې ګناه او بې دفاع ولس وژل کېږي ، او دغه چاره په لنډ او اوږ دمهال کې داوسنۍ ادارې پر وړاندې ولسي کرکه او نفرت زياتوي ، او دواکمن نظام سياسي ، اقتصادي او نظامي ځواک او قوت په لوى لاس کمزورى کوي،چې دغه کار دمخالفينو سياسي، نظامي او ټولنيز اغېز او نفوذ ته زمينه برابروي . او س که چېرې په هېوادکې اوسنۍ سياسي او نظامي کړکېچ همداشان روان او جاري وي ، نو بيا به ايا اوسنۍ اداره په راتلونکې لنډ او اوږدمهال کې ددې جوګه وي ، څو دهېواد سياسي ، اقتصادي او پوځي چارې سمبال او هېواد په خپلواک ډول اداره او وچلوي ؟ داهغه ځوروونکې او خواشينوونکې پوښتنه ده ، چې په اړه يې څوک سم او دقيق ځواب نشي وړاندې کولاى . او دغې ناڅرګنداو ناښکاره حالت هېواد او په تېر ولس له مغشوش او ترينګلي حالت سره مخامخ کړى ،چې په اړه يې دهېواد روڼ اندي ، هېواد پال او ملتپال سياستوال او شخصيتونه له خورا ناهيلې کوونکي او کړکېچن حالت پروړاندې دروي اوهېڅوک نه پوهيږي ،چې له اوسنۍ وضعې سره څه ډول چلند وکړي . له بل پلوه زموږ دولت او اوسنى نظام دډانګ او پړانګ ترمنځ واقع دى . له يوۀ پلوه ددولت مخالفين دي ، او له بل پلوه هم بهرنى ښکېلاکي ځواکونه دي ،چې خپلې اوږدمهاله سياسي او نظامي پروژې او سناريو ګانې پرمخ بيايي ، او دپلې کېدا په  موخه يې زموږ ګران افغانستان دلوبې ميدان په توګه غوره کړى او له دغه ځايه خپلو اوږدمهاله موخو او ګټو ته درسيدا په موخه هلې ځلې کوي ، نوځکه يې افغانستان په ګډوډيو ، جنګ ، جګړو او خورا بدو جنګي او ټولنيزه شرايطو او حالاتو کې ساتلاى دى .
افغان بې کسه اوبې وسه دولت ،چې دخپل سياسي ژوندانه له ډېر بد او برخليک ټاکونکي پړاو څخه تېريږ ي، نه پوهيږي،چې له اوسنۍ سياسي او پوځي وضعې سره څه ډول چال چلند وکړي ، ځکه امنيتي حالات ورځ تر ورځې دوراني لورته روان دي ، ددولت او ولس ترمنځ دواټن کرښه لا غځيږي او زياتيږي . نو افغان دولت  مشرانو او سياستوالو ته په کار ده ، چې ديوۀ پياوړي اوغښتلي ملي دريځ په خپلولوسره داوسنۍ ادارې او بهرني ځواکونو پروړاندې دملي دريځ او استقامت له لارې دافغان ولس قومونه او پرګنې له ځان سره مل کړي او د خپل ولس دمټو په زور دشته سياسي ، اقتصادي او نظامي ننګونو او خنډونوسره  مبارزه وکړي ، او دتاريخ ددغه استعماري جبرڅرخ په خپله  او دملت په ګټه راوڅرخوي ، تر څو افغان اتل او مېړنى ولس له دغه کړکېچن او ماڼيجن حالت څخه په برياليتوب سره را ووځي .
                                                                                                                                                  فضل وزير هيله من