
ښاغلي نعيمي :دبهرنيو ډونرانو څخه په اخېستل شويو پروژو کې قرارداديان خيانت کوي !
دا څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعيمي د سرطان مياشتې په ۳۱مه نېټه د دې ولايت د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ څخه د ليدنې پروخت د يادې ولسوالۍ د مخورو قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د ځانګړي ناستې په ترڅ کې په ډاګه کړې .
نوموړي قومي مشرانو ته په خپلو خبرو کې وويل،په خوست کې ټول قرارداديان افغانان او خوستوال دي .خو له بده مرغه د بيارغونې په زيات شمېر پروژو کې يې ملي احساس له پامه غورځولي او لويې درغلۍ کوي .ده وويل د ملګرو ملتونو د بهرنيو ډونرانو څخه اخېستل شوي پروژې زياتره په دويم او دريم لاس پلورل کيږي، چې ولايتي ادارې ته د پلي کېدونکي پروژې په اړه مالومات هم په سم ډول سره په واک کې نه ورکوي .چې له امله يې دبيارغونې د پروژو ساختماني چارې په ډېر ټيټ کيفيت سره سرته ورسيږي .
ښاغلي نعيمي زياتوله ، په يادو پروژو کې يې تر ټولو دردوونکي داده ، چې په پروژه باندې له لږ کار کولو وروسته قرارداديان د خپلو شخصي ګټو په خاطر اړونده ډونر ته ناسم مالومات ورکړي ، چې دامنيتي ستونزو له کبله پروژه سرته نه شي رسولي .چې په دې سره ټاکل شوي بودجه په هوايي ډول جيب ته واچوي او د خوست خلک د بيارغونې له پروژې محروم کړي .ده دغه خلک د ولس او خاورې لوي دښمنان وبلل ، چې دخوست د خلکو په وروسته پاتې والي کې خپلې ناوړه ګټې لاسته راوړي .
خوست والي عبدالجبارنعيمي په دې اړه له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه، چې په سيمو کې د داسې پروژو او قرارداديانو په هکله سم د لاسه مالومات شريک او په ګوته کړي ، ترڅودغه ډول قرارداديان دخپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسيږي او له بل پلوه نور څوک د خوست له پرمختګ او بيارغونې سره جفا ونه کړي .
نوموړي قومي مشرانو ته په خپلو خبرو کې دا هم وويل دا مهال د عليشېرو او ترېزيو په ولسوالۍ کې يو شمېر ډېرې مهمې پروژې تر کار لاندې ده ، چې سربېره پر دغه د بيارغونې په پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې نورې ډېرې مهمې بنسټيزې پروژې په پلان کې نيول شوي ، چې که تاسو يې د امنيت د خونديتوب ډاډ راکولاي شئ ، نو د پلي کولو په هکله يې ژر تر ژره هلې ځلې پيل شي .ده وويل د پروژو لپاره د خوندې چاپېريال په رامنځته کولو کې ولس کليدي رول لوبولي شي، چې بايد تاسو سيمه وال يې په اړه جدي تصميم ونيسئ او خپله سيمه د ډاډمن امنيت په ټينګښت سربېره د بيارغونې په پروژو ښکلي کړئ .
وروسته خوست والي عبدالجبارنعيمي ، د ولايتي شورا ريس مرادخان منګل،دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب مندوزي ، ولسوال اميربادشاه دوران او د يادې ولسوالۍ مخورو قومي مشرانو ،ديني عالمانو او ځوانانو په ګډه سره د عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ د تعمير د پرانېستې پټۍ پرېکړه .
دغه تعمير چې پخوا ډېر زوړ شوي وو، د خوست والي عبدالجبار نعيمي د پخوانۍ ژمنې سره سم د ۴۵۹۰۰پنځه څلوېښت زره امريکايي ډالرو په لګښت يې پلاستر، رنګ ، کړکي ، دروازې ،د باد پنکې، ايرکنډېشنونه او نور اړين ترميمات په کې شامل ول .
د ناستې په وروستۍ برخه کې د يادې ولسوالۍ د سيمه والو له لوري د پښتني دود له مخې خوست والي عبدالجبارنعيمي ، د ولايتي شورا ريس ښاغلي مرادخان منګل ، امنيت امر سمونوال محمديعقوب مندوزي او نورو تللو چارواکو ته لنګۍ ورپه سرکړې .
د يادولو وړ ده ، چې د تېر يو کال راهيسې د ولسونو سره د اړيکو د ټينګښت ، د سيمه والو د ستونزو، غوښتنو، ضرورتونو ،د سولې د پروسې د ټينګښت ، په ولسواليو کې د محلي ادارو د تقويې او اکمال په موخه ټولو ولسواليو ته په وار ، وار سفرونه شوي ، چې خورا مثبتې پايلې يې درلودلي دي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دعليشرو او تريزيوولسوالۍ ته دتګ پرمهال په دغه ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو سره دښه امنيت ټينګښت په موخه ځانګړي ناسته ترسره کړه
په دغه ناسته کې دخوست په والي سربيره دولايتي شورا ريس مراد خان منګل ، دامنيت امر ډګروال محمد يعقوب او دبهرنيو ځواکونه مسولينو برخه اخيستي وه په پيل کې خوست والي پدې ولسوالۍ کې دامنيتي ارګانونو ترمينځ ګډه همغږي وستايله چې دښه امنيت دتامين په برخه کې موثره تمامه شوي او په ټولو امنيتي چارو کې ښه والی رامنيځ ته شوی دی چې همدا دليل دی چې په دغه ولسوالۍ کې خلک د اوږدې مودې راهيسي هوسا او ارامه ژوند کوي او هيڅ ډول دپام وړ امنيتي پېښه نه ده رامينځ ته شوي نعيمي زياته کړه، مونږ باور لرو، چې دامنيتي ارګانونو دچټکو ګډوفعاليتونو او امنيتي پلانونو له مخې تلپاتي ډاډمنه امنيتي فضا ايجا د شي او خلک به وکولی شي چې خپلو ورځنيو چارو ته په پوره ډاډ سره دوام ورکړي
ښاغلي نعيمي همداشان وويل دعلي شيرو او تريزيو ولسوالۍ که څه يو سرحدي ولسوالي ده خلک يې له خپل دولت او نظام سره مينه او خواخوږي لري چې ددوی دهمکارۍ له برکته ښه ډاډمن امنيت تامين شوی دی نعيمي ددي ترڅنګ دمشترګي همکارۍ او همغږۍ دپايلو په هکله وويل که چيري ټولو دولتي ارګانونه له يوبل سره په چارو همکاري او ښه تفاهم ولري نو په هر نشوني کار بريالي کيدای شي چې خپلو روا اهدافو ته ورسيږي او دخپل ولس دښيرازۍ او پرمختګ لپاره وړزمينه برابره کړي ښاغلي نعيمي دغونډې برخه والو ته همداراز ورياد کړي چې ددولتي ارګانونو ترمينځ هماهنګي يوازي په علي شيرو ولسوالۍ کې نه ده رامينځ ته شوي بلکي په مرکزکچه په ټولو ادارو کې دښې همغږۍ شتون ددې باغث شوی چې او س مهال دټولو ادارو مسولين او کارکوونکي دخلکو دريښتوني چوپړلپاره جوګه شوي او د دوی ورځني مشکلات په خپل وخت حل و فصل کيږي .او هيڅ ډول ستونزي خلک د ادارو په وړاندي نلري
ورپسي دخوست ولايتي شورا ريس مراد خان منګل او دامنيت امر ډګروال محمد يعقوب اونورو افغان چارواکو بهرنيو ځواکونو په خپل وارسره دعلي شيرو او تريزيو په ولسوالۍ کې دښه امنيت دتامين او ښې همغږۍ په باب څرګندونې وکړي دوی په خپلو خبرو کې خوست والي ته په ډاګه کړه چې پدي ولسوالۍ کې دولسونو په همکارۍ دامنيت ښه فضا ايجاد شوي خو ولي وخت ناوخت يو شمير هغه اشخاص چې دپرديو لخوا دولس د ځوروني او وژني او دامنيت خرابولي لپاره په پيسو ګمارل شوي له پولې ايخوا څخه را اوړي او همداشان ځيني نور يې دګاونډه ولسواليو څخه دغې ولسوالۍ ته دناوړو فعاليتونو دترسره کيدو په عرض راځي خو له نيکه مرغه چې دامنيتي ارګانونو دګډې همغږۍ او دولس دهمکارۍ له امله دښمانان نه دي توانيدلي چې خپل شوم پلانونه عملي کړي دوی په خپلو خبرو کې زياتوله او س مهال پدې ولسوالۍ کې ګډ ځواکونه توانيدلي چې په بشپړه توګه امنيت خوندي کړي .خو د ډاډمني فضا دخونديتوب لپاره لازمه ده چې افغان امنيتي ارګانونه په مجهزو وسلو او تجهيزاتو سمبال شي ترڅو تلپاتي امنيت پدې ولسوالۍ کې تامين شي .