
دمیدان وردګو ولایت ښځې: طالبان اوس مړې هم خرڅوي
(شنیز بالا، سیدآباد، وردګ، ۲۷ سرطان ۱۳۹۰):
وسله والو طالبانو څو ورځو دمخه چې یې دسیدآباد څخه کوم انجنیران تښتولي او بیا وژلي وو، مړي یې د هغوی په خپلوانو باندي خرڅ کړیدي. دا خبرې په یوه ټلفوني تماس کې یوې ښځې چې دجنګجایی کلې اوسېدونکې ده، څرګنده کړه.
د سیدآباد د شنیز سییمي څخه یوې خور په ټلفونې اړیکه کې داسي وویل: (موږ ددغه وسله والو څخه چې نه د دین پروا لري، نه د پښتونولي او نه دافغانیت پوزې ته راغلي یو، او له حکومت څخه جدې غوښتنه کوو، چې ددوي پر وړاندي جدي اقدام وکړي). دغه خور زیاته کړه: (دا جهاد نه کوی، غلا کوی، د عام ولس په ځورونه پسې یې را اخیستي ده، موږ له دوی څخه په دغه خټینو او ړنګو کورونو کې په امن نه یو، د تجارانو موټري غلا کوي، بیا یې خرڅوي او یا یې ټوټه کوي او پرزې یې په غزني ښار کې خرڅوي او په خپله ورباندي لويې لویې کلاوي جوړوي
د میدان وردګو ولایت والی په دې اړه وویل: (د ملکی خلکو وژنه او په ځانګړې ډول دانجنیرانو تښتول، بیا یی وژل وحشی عمل دی او تر ټولو بد د مړو خرڅول هغه غیر افغانی حرکت دی، چې وسله وال په داسې کړنو سره افغانان سپک معرفي کوي.
وسله وال مخالفین، د ښځو د چادرې څخه ناوړه استفاده، له پټکې څخه ناوړه ګټه اخیستنه او اوس یې د مړو خرڅولو ته هم مخه کړیده. دا ټول هغه عملونه دي چې د افغانیت، اسلامیت او انسانیت خلاف دی او دا د وسله والو د مایوسي څرګندې نخښې دی. وسله والو د ولس ملاتړ له لاسه ورکړیدی، د امنیتی ارګانونو پر وړاندې مقاومت نشي کولای، نه داچې دوي مایوسه نه دي، بلکې اوس په وردګو کې مسلمانو او په هېواد مینو ښځو دحکومت سره مرسته شروع کړیده او د وسله والو دغه عملونه په کلکه غندي او له حکومت څخه کلکه غوښتنه کوي چې سییمه له دغه وسله والو غلو څخه پاکه کړي.
د یادونې وړ ده تېروه اونۍ وسله والو د چک په ولسوالۍ کې ددیني مدرسو د بندولو ګواښ هم کړی وو، اما د ولس له سخت غبرګون سره مخ شول.
شاهد الله شاهد
دمیدان وردګ ولایت ویاند